د تخار درقد کې د دولتي سرتېرو وضعیت په اړه ضد او نقیض رپوټونه
د افغانستان په شمال کې په امو سیند کې درقد ټاپو کې د محلي پولیسو قومندان ویلي، له درېیو ورځو راهیسې هلته له ۳۰۰ ډېر امنیتي سرتېري د طالبانو لخوا کلابند شوي دي.
قومندان حمزه د چهارشنبې په ورځ (اسد/زمري ۲۷مه) بي بي سي ته وویل، د خواجه بهاو الدین او درقد ترمنځ ارتباطي لاره کې د ماینونو ځای پرځای کېدو له امله، په دغه ولسوالۍ کې مېشت سرتېري په بشپړه توګه د طالبانو لخوا کلابند شوي دي.
د پولیسو دغه قومندان خبرداری ورکړ که دې ټاپو ته کومکي سرتېري ونه رسېږي، هلته شته سرتېري به له جدي ګواښ سره مخ شي.
بلخوا د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور بي بي سي ته وویل، دا ۳۰۰ پولیسو په سپکو او درنو وسلو سمبال دي او د هغوی شاوخوا کې د طالبانو شتون په دې معنا نه ده چې هغوی کلابند شوي دي.
هغه تایید کړه چې طالبانو د درقد او خواجه بهاو الدین ولسوالۍ ترمنځ لاره کې ماینونه اېښي، خو هلته تازه دمي سرتېري لېږل شوي چې لاره خلاصه کړي.
د ښاغلي تیمور په وینا، هلته چې ماینونه ښخ شوي سخته جګړه روانه ده چې په ترڅ کې یې یو پولیس او شپږ طالبان وژل شوي.
د درقد ستراتیژیکه ټاپو چې د امو سیند په منځ کې د تاجکستان پر پوله پرته ده، تېر کال د مرغومي په شپږمه د طالبانو لاسته ولوېده او د مرغومي په ۲۰مه د افغانستان امنیتي ځواکونو اعلان وکړ چې دا ولسوالي یې بېرته له طالبانو نیولې ده.
ددې ولسوالۍ د بېرته نیولو دومره موده نه تېره شوې چې طالبان بېرته د درقد ځینو کلیو ته راغلل او په څو وروستیو میاشتو کې یې خپل حضور پراخ کړ.
بلخوا د تخار په ګاونډ کې د کندوز پولیس په څو سیمو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې خبره کوي.
د شمال زون د پولیسو ویاند محفوظ الله اکبري بي بي سي ته وویل، طالبانو تر هغه وروسته چې په امام صاحب ولسوالۍ کې ماته وخوړه، د خان اباد په ولسوالۍ کې د کندوز – تخار پر لویه لاره پر دوو پوستو برید وکړ.
ښاغلي اکبري وویل، په دغه جګړه کې د طالبانو یو قومندان له خپلو ۱۰ ملګرو سره ووژل شو او پاتې طالبان اړ شول له جګړې شاته شي.
د شمال ختیځ کې د پولیسو قومندان شېرعزیز کامه وال ویلي، په امام صاحب کې چې تېره ورځ د طالبانو پرضد عملیات وشول، ددې ډلې ۱۲ غړي ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.
کندوز د افغانستان په شمال کې له ناارامو ولایتونو دی. تېرکال په مني کې طالبانو وکولی شول د کندوز ښار کنټرول ترلاسه کړي او هلته د درېیو ورځو لپاره پاتې شي.