BBC
 شاته

'د مالیزیا په تېلو بار بېړۍ وتښتول شوه'

Image copyright MMEA

د مالیزیا سمندري چارواکي وايي، یوه مالیزیایي بېړۍ چې ۹۰۰ زره لیټره تېل یې لېږدول، تر تښتول کېدو وروسته د اندونیزیا اوبو ته وړل شوې ده.

د رپوټونو له مخې، د ویر هارموني په نوم دغه بېړۍ د تېرې دوشنبې په ورځ د مالیزیا له تانجونګ پیليپس بندر نه له روانېدو وروسته تښتول شوې.

د مالیزیا د سمندري چارو ادارې مشر په خپل ټوېټ کې ویلي، داسې انګېرل کېږي چې دا بېړۍ به اوس د اندونیزیا په بټم ټاپو کې وي.

په بېړۍ کې د نژدې۴۰۰ زره ډالرو په ارزښت تېل بار دي.

تراوسه د تښتوونکو هویت نه دی څرګند شوی.