BBC
 شاته

'د فلم پر سر شخصي اړیکي خرابول به حماقت وي'

Image copyright Hyper PR and Ritik
Image caption ریتک روشن تر اوسه د 'رستم' کامیابۍ له کبله اکشې کومار ته مبارکي نه ده ورکړې

د هندي فلمي نړۍ بالیووډ نوی فلم رستم د عاید له پلوه بریالی فلم بلل کېږي، خو ستوری یې اکشې کومار د ریتک روشن لخوا د مبارکۍ پیغام ته په تمه دی.

د ریتک روشن فلم موهن جو دړو د اکشې کومار له فلم سره هم مهاله نندارې ته وړاندې شوی، خو له رستم سره په سیالي کې وروسته پاتې دی.

رستم په څلورو ورځو کې ۵۰۰ میلیونه روپۍ ګټلې دي.

خو بل لور ته موهن جو دړو په همدې موده کې ۳۰۰ میلیونه روپۍ ګټلې، چې د ماهرینو په خبره د دومره لوی لګښت لرونکي فلم لپاره ښه پیل نه دی.

د فلم بریالیتوب او ناکامۍ په اړه د دواړو هنرمندانو خپلمنځي اړیکو په اړه اکشې کومار وايي "د فلمونو له کبله شخصي اړیکي خرابول حماقت دی".

Image copyright Hyper PR
Image caption 'رستم' په څلورو ورځو کې ۵۰۰ میلیونه روپۍ ګټلې دي.

د هغه په خبره "فلمونه بریالي کېږي او یا ناکامیږي، خو خپل منځي او کاروباري اړیکي باید بېل وساتل شي."

اکشې وايي ''زه او ریتک اوس هم ښه ګاونډيان یو، له یوه بل سره غږیږو او کله نا کله ډوډۍ هم یو ځای خورو.''

خو ریتک روشن تر اوسه د رستم کامیابۍ له کبله اکشې کومار ته مبارکي نه ده ورکړې.

اکشې وايي ''د فلمونو بریالیتوب د بخت لوبه ده، نن به زه بریالی یم او سبا به بریا د بل په برخه وي.''

نوموړی وايي، هیله یې دا ده، چې ټول فلمونه بریالي شي، چې د فلمي نړۍ د خلکو او فلمي صنعت بریالیتوب پر ځای پاتې شي.