BBC
 شاته

لویزیانا کې سېلابونه؛ ۸ کسان مړه او ۴۰ زره کورونه زیانمن شوي

Image copyright AFP

په داسې حال کې چې د امریکا لویزیانا ایالت په سیل ځپلو سیمو کې د نورو اورښتونو اټکل کېږي، ددې سیمې اوسېدونکي په تدریجي ډول خپلو مېنو ته ستنېږي.

ورته وخت کې د لویزیانا والي جان بل ادوارډز په بتان رووګ ښار کې یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې په سېلابونو کې د وژل شویو شمېره اتو کسانو ته رسېدلې او د ژغورنې عملیات روان دي.

په دغو سېلابونو کې نژدې ۴۰ زره کورونه زیانمن شوي او د هغې ۲۰ زره اوسېدونکي ژغورل شوي.

په لیونګسټن کې چې ۱۳۸ زره کسان پکې اوسېږي، چارواکي اټکل کوي چې ۷۵ سلنه کورونه په بشپړه توګه ړنګ شوي وي.

ډېوېډ کې چې په پریرېول کې ژوند کوي، کله چې د سه شنبې په سهار په وړې کښتۍ کې خپل کور ته راستون شو، نو ویې لیدل چې ۱۲ سانتي متره خټینې اوبه یې کور کې ولاړې دي.

Image copyright NOAA

هغه وویل: "رښتیا ووایم، بې اختیاره مې وژړل. خو باید وخوځېږو او له دې پړاوه تېر شو. لکه څنګه چې وایي، شکر دی چې کورنۍ مې روغه ده."

د امریکا د هوا ملي سازمان وړاندوینه کوي چې د اونۍ په اوږدو کې به توپان او برېښنا دوام ولري او د حرارت درجه به د سانټي ګراد ۳۲ درجو ته ورسېږي.

د لویزیانا والي دغه سېلابونه تاریخي وبلل او ویې ویل چې "ژغورونکې او د مرستې ډلې به څوک یوازې پرېنږدي."

هغه خبریالانو ته وویل، "دا بېسارې ده. پوهېږو چې ډېر خلک له کړاوونو سره مخ دي."

د بیړني حالت ځواکونه د هغو سېل ځپلو موټرو په ارزولو بوخت دي چې ښایي ځینې کسان پکې بند پاتې او مړه شوي وي.

د سې شنبې ورځې سېلابونه په ډېرو زیانمنو شویو سیمو کې د کمېدو په حال کې دی، خو د دغه ایالت په سوېلي برخو کې د اوبو کچه د لوړېدو په حال کې ده چې له نورو سیمو دې خواته راځي.

Image copyright Getty
Image copyright Getty