شاته

ولسمشر او اجرائیه رئیس نن دوه په دوه لیدنه کوي

په داسې حال کې چې د ارګ او اجرائیه ریاست تر منځ د اختلافاتو لړۍ نږدې یوه اونۍ وغځېده، ټاکل شوې چې نن د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د راپورته شویو ناندریو د لرې کولو پر سر دوه په دوه خبرې وکړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال امریکا غږ ته وویل، دواړه مشران به نن مازدیګر په ارګ کې یو ساعت ناسته کوي.

ښاغلي مینه‌پال وویل "پر ټولو مسائلو به سره خبرې وکړي، د هغه (عبدالله عبدالله) غوښتنې به واوري، چې د ډاکټر صاحب عبدالله غوښتنې څه دي، بیا به دواړه له خلکو سره مجلس کوي او په مجموع کې به یو تصمیم ونیسي".

د افغانستان اجرائیه ریاست هم د حکومت د مشرانو تر منځ نننۍ ناسته تائید کړې، خو په رسمي توګه یې په دې اړه څه نه دي ویلي.

له اجرائیه ریاست څخه یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله نن له غرمې وروسته دوه په دوه لیدنه کوي.

ټاکل شوې وه چې ولسمشر او اجرائیه رئیس د شنبې په ورځ سره وویني، خو دا ناسته د ناڅرګندو لاملونو له امله وځنډول شوه.

د ارګ او اجرائیه ریاست ترمنځ اختلافاتو وروسته له هغې سر راپورته کړ، چې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د تیرې پنجشنبې په ورځ د ارګ او اجرائیه ریاست ترمنځ له جدي اختلافاتو پرده پورته کړه او ولسمشر غني یې د چارو په ترسره کولو کې په خپلسرۍ تورن کړ.

خو ولسمشر غني د جمعې په ورځ د ځوانانو د نړیوالې ورځې په لمانځ‌غونډه کې وویل، هغه کسان یې د قدرت په انحصار تورنوي، چې پر وینا یې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې "د هغوی ګټې له خطر سره مخ شوې دي".

د ارګ او اجرائیه ریاست تر منځ له اخلافاتو وروسته په کابل کې یو شمیر میشتو بهرنیو ډیپلوماټانو له اجرائیه رئیس سره لیدنه وکړه او د افغانستان د حساسو حالاتو له امله یې د افغان حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو پر ختمولو ټینګار وکړ.