شاته

ترکیې د ترهگرو له ملاتړ نه انکار وکړ

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ پر جرمني باندې د سخت انتقاد په ترڅ کې وویل هغه ادعاوی چې ترکیه د اسلامپالو په اصلي مرکز بدله شوی د هغه "منحرف ذهنیت" زیږنده ده چې هدف یې د جمهور رئیس طیب اردوغان په نښه کول دي.

د جرمني لومړی تلویزیوني شبکې ARD څو ورځې مخکې د جرمني د حکومت د یو محرم رپوټ ځنې برخې خپرې کړې چې د لومړي ځل لپاره په رسمي توگه د اردوغان او د ترکیې د حکومت اړیکې د اسلامپالو او ترهگرو ډلو سره په ډاگه کوي.

د جرمني د تلویزیوني شبکې په رپوټ کې ویل شوي چې "ترکیه په منځني ختیځ کې د اسلامپالو ډلو د فعالیت مرکز شوی دی".

د انقرې او لویدیځې نړۍ ترمنځ کړکیچ د جولای د ١٥ ناکامې کودتا وروسته جدي شوی دی چې په کې ٢۴٠ تنه ووژل شول.

انقره په دې خفه ده چې غربي متحدینو ورسره خواخوږي نده کړې او یواځې د کودتا په وړاندې د ترکیې د غبرگون په اړه یې اندیښنه څرگنده کړې ده.

غربیان په دې اندیښمن دي چې اردوغان د کودتا څخه د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره کار اخلي. د کودتا وروسته څه دپاسه ٣٥٠٠٠ زره کسان بندیان شوي او لسگونو زره ملکي کارکوونکي بیکاره او یا هم په پولیسو او قضایي چارو کې له خپلو وظیفو څخه لېرې کړای شوي دي.

انقره همداشان اروپا په دې ملامتوي چې په خپلو هیوادونو کې د کردستان د کارگر گوند د فعالیت د مخنیوي لپاره چې ترکیه، اروپایي ټولنه او متحده ایالات یې یوه ترهگره ډله گڼي، جدي برخورد نه کوي.

ترکیې د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې که اروپایي ټولنه د اکتوبر تر میاشتې ترکانو ته د آزاد او پرته له ویزې سفر کولو امتیاز ور نه کړي، انقره به د هغې اتحادیې سره د مهاجرینو د مخنیوي له تړون تیره شي.

ترکیې د روان کال د مارچ په میاشت کې د اروپایي ټولنې سره موافقه کړې وه چې د مهاجرینو د کړکیچ په هکله ددې اتحادیې د هڅو په چوکاټ کې به اروپایي ټولنې ته د مهاجرینو د تگ مخه ونیسي. په بدل کې اروپایي ټولنې انقرې ته څو میلیارده ډالر مرسته ورکړه او ژمنه یې وکړه چې ترکانو ته به له ویزې پرته دغې اتحادیې ته د آزاد سفرکولو اجازه ورکړي، هغه ژمنه چې تر اوسه نه ده پلې شوې.