BBC
 شاته

اولمپيک ۲۰۱۶: مصری لوبغاړی اسرائيلي سيال ته د لاس نه ورکولو له کبله شړل شوی

اسلام الشهابي Image copyright AP
Image caption ۳۲ کلن اسلام الشهابي د ۲۰۱۰ کال په نړیوالو لوبو کې طلايي مډال هم ګټلي، خو پر خواله رسنیو د خپل هېواد کې د سخت دریځو ډلو له خوا پرې فشار و چې لوبو کې ګډون ونه کړي.

د برازیل ریو اولمپیک ۲۰۱۶ لوبو پرمهال د جودو یو مصری لوبغاړی اسلام الشهابي د سیالۍ پای کې خپل اسرائیلي سیال 'اور سیسن ' ته د لاس نه ورکولو له کبله خپل هېواد ته استول شوی دی.

اسلام الشهابي د تېرې جمعې په ورځ خپل اسرائیلي سیال 'اور سیسن ' ته لوبه وبایلله او کله یې چې خپل سیال ته له لاس ورکولو ډډه وکړه، ریفري ورته وویل چې درناوی وکړي.

د لوبو مینه والو هم د الشهابي پر دې عمل نیوکه وکړه او د اولمپیک نړیوالې کمېټې وغانده.

په جاپانۍ جودو لوبه کې دواړه لوبغاړي د درناوي په پار یو او بل ته سرونه ټیټوي او لاس ورکوي.

اې ایف پي خبري اژانس ویلي، د اولمپیک نړیوالې کمېټې انضباطي یا تادیبي کمېسیون له غونډې وروسته د مصر د اولمپیک کمېټې ته خبر ورکړ، چې 'اسلامي الشهابي د خپل دغه عمل له کبله غندل شوی او غواړي چې بېرته یې خپل کور ته واستوي'.

د اولمپیک تادیبي کمېټې د الشهابي دا عمل د اولمپیک او لوبې له معیارونو سرغړاوی وباله.

پر دې سربېره، د مصر د اولمپیک له کمېټې وغوښتل شول، چې اولمپیک کې له ګډون کولو وړاندې خپلو لوبغاړو ته د اولمپیکي اخلاقو او حریف ته د درناوي کولو په اړه معلومات ورکړي او راتلونکې کې له دا ډول پېښو ډډه وشي.

Image copyright AP
Image caption سیالۍ کې 'اور سیسن' اسلام الشهابي ته ماتې ورکړه

۳۲ کلن اسلام الشهابي د ۲۰۱۰ کال په نړیوالو لوبو کې طلايي مډال هم ګټلي، خو پر خواله رسنیو د خپل هېواد کې د سخت دریځو ډلو له خوا پرې فشار و چې لوبو کې ګډون ونه کړي.

+د اولمپیک سیالیو ځانګړې پاڼه