BBC
 شاته

یمن کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون هوایي برید ۱۱ کسان وژلي

Image copyright Reuters

بې پولې ډاکټران وایي، د یمن شمال کې ددې سازمان تر مدیریت لاندې روغتون باندې هوایي برید کې لږ ترلږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.

د حجه ولایت په عبس کې په دغه برید کې چې انګېرل کېږي د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف الوتکو کړی وي، ۱۹ کسان ټپیان شوي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف چې له حوثي یاغیانو سره جګړه کوي، لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سیمې خلکو ویلي، په تېرو څو ورځو کې د ډېرو هوایي بریدونو شاهدان دي.

لومړني مرسته کوونکي چې سیمې ته ورسېدل په احتیاط یې کار پیل کړ، ځکه اندېښمن و چې په هوا کې شته الوتکې بیا برید ونه کړي.

یمن کې بې پولې ډاکټرانو په یوه ټویټ کې لیکلي، چاودنې سملاسي ۹ کسان ووژل چې یوه یې ددوی کارکوونکی و. ددې سازمان په وینا، دوه نور ناروغان یوه روغتون ته د لېږدولو پرمهال مړه شول.

د ملګرو ملتونو په وینا، د یمن شخړه کې تراوسه له ۶۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې نیمایي یې ولسي وګړي دي او ۲،۵ میلیونه نور یمني وګړي بیځایه شوي دي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان په ټویټر کې لیکلي، د عبس روغتون د دوشنبې په ورځ په سیمه ییز وخت ۳:۴۵ دقیقو د هوایي برید هدف وګرځېد.

'د لسو ماشومانو وژل کېدل'

حجه کې د اورپکو یوه روغتیایي مسوول صبا خبري اژانس ته ویلي، لږ ترلږه ۶ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. رویټرز د سیمې د خلکو او سیمه ییزو چارواکو په حواله د ۷ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړی.

ناتایید شوي راپورونه شته چې وایي د برید پرمهال یوه هسپانوۍ ډاکټره په دغه روغتون کې وه.

بې پولې ډاکټران وویل، د ۲۰۱۵ کال له جولای نه چې دوی دغه روغتون سره همکاري پیل کړې، تر ۴۶۰۰ نه د ډېرو کسانو درملنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند وویل، دوی له تازه برید نه خبر دي او هڅه کوي په اړه یې معلومات راټول کړي.

تېر کال په ګاونډي سعده ولایت کې د بې پولې ډاکټرانو پر یوه درملنځي د سعودي ایتلاف په هوایي برید کې یو کس ووژل شو. ددغه سازمان په وینا، ددوی یوه درملنځی په سوېلي تعز ولایت کې هم د هوایي برید هدف ګرځېدلی.

په جنوري میاشت کې په سعده کې پر یوه روغتون د توغندي پرېوتو ۶ کسان ووژل.

عبس کې دغه برید ۴۸ ساعته وروسته له هغه کېږي چې بې پولې ډاکټرانو وویل، سعده کې پر یوه ښوونځي د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په هوایي برید کې ۱۰ ماشومان ووژل شول.