شاته

حیات: د هلمند جګړه کې ۵زره کورني او بهرني وسله وال برخه لري

د هلمند والي وايي د دغه ولایت په جګړو کې له څلور تر پنځو زرو کورني او بهرني وسله وال برخه لري.

حیات الله حیات که څه هم نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې په هلمند کې د داعش موجودیت تایید نه کړ، خو په ټینګار سره یې وویل چې د دغه ولایت په جګړه کې له افغان طالبان سره د بېلابېلو هېوادونو وسله وال همکاري کوي:

"هغه اسناد چې موږ ته په لاس راغلي په دغو جنګیالیو کې پاکستانیان، لشکرې طیبه، د غربي ګاونډیانو تاجکستانۍ او ازبکستانۍ ډلې په کې شته دي."

هغه له پاکستان او ایران سره د افغانستان خلاصې پولې ته په کتو اندېښنه وښوده چې د بهرنیو وسله والو فعالیت به هلمند کې د اعش فعالیت ته زمینه برابره کړې.

د راپورونو له مخې له تېرو څو میاشتو راهیسې د هلمند په یوشمېر ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ جګړې روانې دي.