BBC
 شاته

د مېرمنو لپاره د نجونې یوه ډله رادیويي چارې مخته وړي

Image caption دا مهال په بلخ ولایت کې یوولس غږیزې رسنۍ فعالې دي چې یوه ېې هم د مېرمنو لپاره ځانکړې راډیو بانو ده .

د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې د نجونو یوې ۱۱ کسیزې ډلې د مېرمنو لپاره ځانکړې راډیو جوړه کړې.

په بلخ کې څو کاله وړاندې هم د ښځو لپاره یوې بلې راډیو فعالیت پیل کړی و، خو مسوولانې یې د ټولنیزو، اقتصادي او امنتي دلایلو له امله اړې شوې چې په دغه راډیو کې نارینه همکاران هم په دنده وګوماري.

د نجونو دغې ډلې د "بانو راډیو" چلولو ته ملا تړلې ده.

دا مهال په شپه او ورځ کې دغه راډیو ۱۸ ساعته خبري، سیاسي، ورزشي او ټولنیزې خپرونې لري، خو لویه برخه ېې موسیقي ته بېله شوې ده.

په افغانستان کې خبریالان په ځانکړې توګه نجونې له کور بهر او یا هم په کاري چاپېریال کې د ځینې کسانو له ناسم چلند سره مخ کیږي او ډېری یې له دې امله ځوریږي او ان کله کله دندې پرېښودلو ته اړ وځي.

خو د بانو راډیو یوه کارکونکې نیلوفر وايي، د دغې راډیو ټولې کارکونکې میرمنې دي، ځکه د کار پرمهال ځان هوسا ګڼي.

"ما وړاندې هم په نورو غږیزو رسنیو کې کار کړی دی، خو له کوم وخت راهیسې مې چې په بانو راډیو کې کار پیل کړی ځان هوسا ګڼم، دلته زما ټولې همکارانې مېرمنې او نجونې دي."

Image caption د دې راډیو مسووله نوریه ندا وايي، دوی هڅه کوي چې نورو نجونو او میرمنو ته هم په دغه راډیو کې د کار زمینه برابره کړي.
Image caption د بانو راډیو چلونکې وايي، د دې راډیو ټول لګښت د اعلانونو خپرلو له لاری لاسته راوړي.

د بانو راډیو چلونکې وايي، د دې راډیو ټول لګښت د اعلانونو خپرلو له لاری لاسته راوړي.

د دې راډیو مسووله نوریه ندا وايي، دوی هڅه کوي چې نورو نجونو او میرمنو ته هم په دغه راډیو کې د کار زمینه برابره کړي.

نوموړې زیاتوي، تر ډیره ېې د خپرونو موخه د مېرمنو ستونزو ته د حل لارو لټول او د دوی اړوند موضوعاتو سپړل دي:

Image caption روز ماه سادات د رادیو خبریاله او د خپرونو مشره ده

"زموږ هدف د ښځو او نجونو لپاره د ځانکړې راډیو چلول دي، دلته ډیرو نجونو ته د کار لپاره ارامه فضا شته. موږ خبرونه، سیاسي، ټولنیزې او کلتوري خپرونې لرو او کوشش کوو د ښځو د حقونو اړوند خپرونې زیاتې کړو."

خو د افغانستان د شمال خبریالانو د ټولنیز انجمن مرستیال ذبیح الله احساس وايي، د بانو راډیو چلوونکې به له کلیوالو سیمو د راپورونو د برابرولو لپاره د نارینه خبریالانو ګومارلو ته اړوځي او که قوي مالي ملاتړ ونه لري د سوداګریزو اعلانانو په پیسو به راډیو ونشي چلولی:

"دا چې راډیو د مېرمنو ده، نو د ښځو او نجونو ستونزې رابرسیره کوي، خو په بلخ کې هم د مېرمنو ستونزې په کلیوالو سیمو کې دي او کلیوالو سیمو ته د بیلو دلایلو له امله د راډیو د ښځینه همکارانو پر تګ شک لرم او له دې امله به ښایې دا راډیو هم اړ وځي چې نارینه خبریالان په دندو وګوماري.

بل پلو له تیرو دوه درې کلونو راهیسې رسنۍ که یې نارینه پرمخ وړي او یا هم مېرمنې، له اقتصادي ستونزه سره مخ دي، که دا راډیو هم ځانکړی ډونر ونه لري نو ډیر ژر به ېې ور وتړل شي."

دا مهال په بلخ ولایت کې یوولس غږیزې رسنۍ فعالې دي چې یوه ېې هم د مېرمنو لپاره ځانکړې راډیو بانو ده .

په رسنیو کې د نجونو د کار په وړاندې ټولنیز محدودیتونو او ستونزې ډیرې دي، د دوی د ځاني خوندیتوب په اړه اندېښنې، نا امني او اقتصادي ستونزې د مېرمنو د کار په وړاندې لوی خنډونه یادیږي.