ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

28.11.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

28.11.2022 امریکا غږ

د فوټبال په نړیوال جام کې ګانا جنوبي کوریا ته ماتې ورکړه  

په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام په روانو سیالیو کې نن دوشنبه نومبر ۲۸ (لړم اوومه) ګانا جنوبي کوریا ته ۳-۲ ماتې ورکړه او د کامیرون او صربیا لوبه ۳-۳ مساوي پای ته ورسېده.

28.11.2022 امریکا غږ

یو پاکستاني پلاوی په 'امنیت او نورو مسائیلو باندې د خبرو لپاره' کابل ته ځي  

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو د نایب وزیرې حنا رباني کهر په مشرۍ یو پلاوی له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لیندۍ اتمه) افغانستان ته سفر کوي.   د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي چې پلاوی به له طالب مشرانو سره په امنیتي، اقتصادي او تعلیمي برخو کې خبرې کوي.    په پاکستاني پلاوي کې به افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په ګډون د دغه هیواد د مالیې او د نورو وزارتو لوړ پوړې چارواکي هم شامل وي.   د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي دي چې پاکستاني پلاوی به له طالب مشرانو سره د «تعلیم، سوداګرۍ، پانګونې، سیمه ایز اتصال او د خلکو له خلکو سره د تماس په مسائیلو سربېره د سیمې د امنیت په اړوندو مسایلو باندې به هم بحث» وکړي.   اعلامیه همدغه راز وايي چې د پاکستان د دولت وزیره به په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان د هڅو په دوامدراه ژمنې بیا ټېنګار وکړي.   د اعلامیې په اساس دا پلاوی به سبا سه شنبه نومبر ۲۹ (لړم اتمه) کابل ته ځي او سفر به یې یوه ورځ وي. په کابل کې د طالبانو حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.   د سیاسي چاروکارپوه طارق فرهادي د میرمن کهر د سفر په اړه وايي، چې پاکستان په افغانستان کې د اقتصادي ګټو تر څنګ د اوږدې مودې سوق الجیشي ګټو په لټه کې هم دی.   ښاغلي فرهادي وویل: «اوس مهال پاکستان په افغانستان کې له دو مسئلو ویره لري د تحریک طالبان پاکستان ډله او له افغانستان څخه پاکستان ته په لویه کچه د کډوالو د تللو له بهیر څخه. دا چې پاکستان د یوې ښځې په مشرې یو پلاوی کابل ته د طالبانو حکومت ته استوي دا یو ډیر سمبولیک اقدام دی او د پاکستان د نوي حکومت له خوا نورې نړۍ ته یو پیغام  هم دی.»   ځینو سرچینو امریکا غږ ته ویلي، چې د میرمن کهر په مشرۍ د پاکستانې پلاوي دا سفر څو اونۍ وړاندې تنظیم شوی و، خو د ځینو ناڅرګندو دلایلو له مخې دا سفر د نومبر وروستیو ته و ځنډول شو.   د نړیوالو اړیکو یو کارپوه سنګر امیر زاده وايي پاکستاني پلاوی به د طالبانو د حکومت د چارواکو سره د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو د مسلې په ګډون په سرحدي ستونزو او سوداګریزو اړیکو هم خبرې وکړي.   ښاغلي امیرزاده وویل: «زما په اند د حنا رباني کهر سفر څو اهداف لري، ځکه چې د طالبانو په مشرۍ اوسنی سرپرست حکومت په یو شکل د اشکالو د قطر عربي هیواد سره ډیر نږدې پاتې شوی دی او طالبان هم د مختلفو هیوادونو سره ګډ تصامیم نیسي د پاکستانیانو یوه اندیښنه داده. اما زما په نظر په دې ناسته کې پنځه اهداف کیدای شي تر بحث لاندې راشي، اما ممکن نور مخفي مسایل به هم وي. یوخو د دنیا پیغام سرپرست حکومت او طالب مشرانو سره شریک کیږي چې هغه کې د نجونو د ښوونځیو د خلاصولو مسله هم شامله ده.»    پاکستانی پلاوی په داسې وخت کې کابل ته سفر کوي، چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري اسلام اباد کې خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو لپاره د نړۍ حوصله مخ په کمیدو ده.   د پاکستاني سرچینو د معلوماتو پر اساس د نورو دوو اړخیزو مسلو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سودګرۍ مسله هم د میرمن کهر د سفر په اجندا کې شامله ده.    اوس مهال پاکستان له افغانستان څخه د ډیره لویه اندازه ډبرو سکره واردوی، چې د سرحدي ستونزو له امله اکثره د سکرو بار لارې په ورځو ورځو د سرحد په اوږدو کې بندې پاتې کیږي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، د سرحدي شخړو له امله د دواړو هیوادونو سوداګرو ته ډیر زیات زیان رسیږي.   ښاغلي الکوزي وویل: «مونږ څو څو ځله دا عرض کړی دی. پاکستاني مقاماتو ته هم تاسو سیاست د تجارت څخه جدا کړئ مګر متاسفانه په دې باندې عمل نه کیږي اوهر وخت دا تکراریږي.»  

28.11.2022 امریکا غږ

د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

28.11.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

28.11.2022 امریکا غږ

پاکستاني طالبانو اسلام اباد سره 'اوربند ختم او د بریدونو خبرداری' یې ورکړ  

د پاکستان «تحریک طالبان» وايي چې د پاکستان له حکومت سره یې د سولې اوربند ختم کړی او په دغه هېواد کې یې د لویو بریدونو خبرداری ورکړی دی.

28.11.2022 امریکا غږ

واشنګټن، لندن او څو نورو ښارونو کې لاریون کوونکو د افغان مېرمنو د حقونو غوښتنه وکړه

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو د ملاتړ په موخه د مظاهرو په دوام، د ښځو د حقونو ملاتړي له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغان مېرمنو د حقونو د تامین په برخه کې اقدام وکړي. 

28.11.2022 امریکا غږ

طالبان: څه باندې ۶۰ پوځي الوتکې مو ترمیم کړي

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په کابل کې د افغان انجینیرانو لخوا د یو شمېر پوځي او مسافر وړونکو طیارو د ترمیم او فعالولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د تیر یوه کال په جریان کې، لسګونه طیارې بیرته فعاله شوي دي.

28.11.2022 امریکا غږ

د کډوالۍ سازمان: افغانستان ته له را ستانه شوو۲۲۰زره کډوالو سره مو مرسته کړې

د کډوالو نړیوال سازمان یا (IOM) افغانستان ته له راستنو شوو کډوالو سره د خپلو مرستو د دوام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دروان میلادي کال له پیل څخه یې، له څه باندې ۲۲۰زره کسانو سره مرسته کړې ده.

28.11.2022 امریکا غږ

د استازو مجلس کې د جمهوري غوښتونکو اکثریت او اوکراین سره د واشنګټن په مرستو یې اغیز

ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو د کانګریس نوي غړي په ۲۰۲۳ کال کې پداسې حال کې خپل کاري دوره پیل کړي چې د استازو په مجلس کې به د واکمن ګوند سیاسي مخالفین (جمهوري غوښتونکي) اکثریت څوکۍ ولري.

28.11.2022 امریکا غږ

الشباب وسله والو سومالیې کې په یو "تر ټولو خوندي" هوټل برید کړی

د سومالیې په پایتخت موګادیشو کې پولیس وایي د الشباب وسله والو یکشنبه نومبر ۲۷ (لیندۍ۶) ناوخته د جمهوري ریاست ماڼۍ سره نږدې په یو هوټل برید کړی.

27.11.2022 امریکا غږ

د پاکستان یو سناتور پر پوځ د انتقادي ټویټونو له کبله نیول شوی

په پاکستان کې چارواکي وايي د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۷ (لړم شپږمه) د مخالف سیاسي ګوند «انصاف» یو سناتور یې د پوځ په مشر باندې د انتقادي ټویټونو د لیکلو او خپرولو له کبله نیولی دی.

27.11.2022 امریکا غږ

د افغانستان د کرکټ لوبډله د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالیو ته 'ووتله'

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۳ کال د کرکټ د یوې ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته ووتله. د دغه نړیوال جام سیالۍ په هند کې کېږي. 

27.11.2022 امریکا غږ

د افغانستان د نفوس چټک زیاتوالی د اندېښنې وړ دی - راپور

د ملګرو ملتونو د نفوسو اداره وايي د افغانستان نفوس په چټکۍ سره زیاتیږي او دا کار ښايي په راتلونکې کې ددغه هېواد دپاره د ستونزو لامل شي.  

27.11.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more