شاته

پاکستاني طالبانو اسلام اباد سره 'اوربند ختم او د بریدونو خبرداری' یې ورکړ  

د پاکستان «تحریک طالبان» وايي چې د پاکستان له حکومت سره یې د سولې اوربند ختم کړی او په دغه هېواد کې یې د لویو بریدونو خبرداری ورکړی دی.

د فرانسې خبري اژانس وايي پاکستاني طالبانو نن دوشنبه نومبر ۲۸ (لړم اوومه) په یوې اعلامیې کې دا خبر ورکړی دی. د دواړو خواو ترمنځ د جون په میاشت کې اوربند شوی وو.

د پاکستاني طالبانو په اعلامیې کې راغلي دي: «دا چې د مجاهدینو په ضد په مختلفو سیمو کې پوځي عملیات روان دي... په تاسو لازمه ده چې د هېواد په هره برخه کې چې کولای شئ بریدونه وکړئ.»

په اعلامیې کې ویل شوي نه دي چې د پاکستان په کومو سیمو کې د دغه هېواد پوځ د طالبانو په ضد عملیات کوي. خو د پاکستان پوځ وخت ناوخت په قبایلي سیمو کې د ځینو اورپکو د وژل کېدو خبرونه ورکوي‌ او همدغه راز د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې بریدونو راپورونه خبرونه هم خپاره شوي‌ دي.

څه موده مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو او اسلام اباد ترمنځ په کابل کې د خبرو کوربه و.

هغه وخت د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني په یوې اعلامیې کې، چې په کابل کې یې خپره کړې وه، ویلي وو: «په دوه ورځنیو خبرو کې کافي پرمختګ شوی چې په نتیجه یې کې د تحریک طالبان پاکستان مشرتابه تر نامعلومې مودې پورې اوربند وغځوه.»

په اعلامیې کې ویل شوي وو چې په دغو خبرو کې «دیني عالمانو او قومي مشرانو» هم برخه اخیستې وه.

اسلام اباد هغه وخت دا ادعا هم کړې وه چې پاکستاني طالبان له افغانستان څخه پرې بریدونه کوي او په ترڅ کې یې د افغانستان په کونړ او خوست ولایتونو کې هوايي بریدونه هم کړي وو چې د ځايي طالب چارواکو په خبره ۴۷ کسان په کې وژل شوي‌ وو چې ښځې او ماشومان هم په کې وو. ځینو پاکستاني رسنیو ویل چې دا بریدونه د پاکستاني طالبانو په غړو باندې شوي. د افغان طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب وویل چې د «ملي مصلحت» په خاطر یې د پاکستان د برید ځواب نه دی ویلی. طالبانو دا برید وغنده او وویل چې دا ډول کړنې «دښمنۍ ته لاره» هواروي.

د پاکستان حکومت تېر کال هم له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ چې ډېر ونه پایده. د اوسني تړون په اړه ډېر جزیات خپاره شوي نه دي او نه هم پاکستاني چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه ویلي دي.