شاته

د افغانستان د کرکټ لوبډله د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالیو ته 'ووتله'

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۳ کال د کرکټ د یوې ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته ووتله. د دغه نړیوال جام سیالۍ په هند کې کېږي.

د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۷ (لړم شپږمه) په سري لانکا کې د باران له کبله له کوربه هېواد سره د افغانستان لوبه بې نتیجې پای ته ورسېده. دا د کرکټ د نړیوالې شورا د «سوپر لیګ» سیالۍ دي چې په هر بري سره لوبډلو ته ۱۰ نومرې ورکول کېږي او که لوبه مساوي کېږي او یا بې نتیجې پای ته رسېږي، دا ۱۰ نومرې مساوي وېشل کېږي.

له سري لانکا سره د لوبې د بې نتیجې پای ته رسېدو څخه وروسته افغانستان او سري لانکا ۵-۵ نومرې ترلاسه کړې او په دې سره افغانستان مستقیمآ نړیوال جام ته لاره وکړه.

د سوپر لیګ سیالۍ، چې د ۱۳ هېوادونو ترمنځ نړیوال جام ته د مستقیم ورتګ لپاره کېږي، له څه باندې یو کال راهېسې روانې دي.

افغانستان د سوپرلیګ په سیالیو کې تر دې دمه ۱۴ لوبې کړې دي چې لس یې ګټلې، یوه یې مساوي ده او دوې یې بایللې دي، په دې ترتیب سره افغانستان ۱۱۵ نومرې لري او په جدول په اووم مقام کې دی او نړیوال جام ته وتلی.

د کرکټ نړیوالې مشهورې ویپاڼې اس پي ان هم نړیوال جام ته د افغانستان د کرکټ د وتلو خبر خپور کړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ یو مسئول، چې نغواړي نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ ته ومنله چې لوبدله یې نړیوال جام سیالیو ته وتلې ده، خو ویې ویل چې رسمي اعلان به وروسته وکړي.

افغانستان اوس د ۱۳ هېوادونو: هند، استرالیا، انګلنډ، بنګله دېش، نیوزلنډ، پاکستان، ویسټ انډیز، سري لانکا، جنوبي افریقا، زمبابوې، ایرلنډ او هالنډ په منځ کې دا مهال په اووم مقام دی او د پاکستان او هند سره د دریو-دریو لوبو سربېره یې ځینې نورې لوبې هم پاتې دي.

تر افغانستان وروسته، ویسټ انډیز، سري لانکا، جنوبي افریقا، زمبابوې، ایرلنډ او هالنډ دي چې د خپلو پاتې لوبو په تمام کولو سره به یې معلومات وشي چې مستقیم نړیوال جام ته ځي که د غوراوي بل پړاوو ته داخلېږي چې بیا له هغه ځای څخه د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د ورتګ لپاره خپل بخت وازمايي.

دا به درېیم ځل وي چې افغانستان د ۲۰۲۳ د یوې ورځینو لوبو په نړیوال جام کې لوبېږي. په وروستي ځل په ۲۰۱۹ کې په دا ډول نړیوال جام کې ولوبېده چې نهه لوبې یې وکړې او ټولې یې وبایللې. په را روان نړیوال جام کې به ۱۰ لوبډلې لوبېږي.