شاته

د فوټبال په نړیوال جام کې ګانا جنوبي کوریا ته ماتې ورکړه  

په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام په روانو سیالیو کې نن دوشنبه نومبر ۲۸ (لړم اوومه) ګانا جنوبي کوریا ته ۳-۲ ماتې ورکړه او د کامیرون او صربیا لوبه ۳-۳ مساوي پای ته ورسېده.

د ګانا لوبډلې د لوبې په اوله برخه کې په جنوبي کوریا باندې دوه ګولونه وکړل. د ګانا لوبغاړو محمد سالسو د لوبې په ۲۴ او محمد قدوس یې د لوبې په ۳۴ دقیقو کې ګولونه ووهل.

خو د لوبې په دویمې نیمایي کې د جنوبي کوریا لوبغاړو پرلپسې یرغلونه وکړل او لوبغاړي چو ګیو-سینګ یې د لوبې په ۵۸ او ۶۱ دقیقو کې دوه پرلپسې ګولونه ووهل او لوبه یې دوه-دوه مساوي کړه.

مګر، ډېر ژر د ګانا محمد قدوس درېیم ګول وواهه او بالاخره دا لوبه ۳-۲ ګانا وګټله.

په لومړۍ لوبې کې د کامیرون او صربیا ترمنځ لوبه ۳-۳ مساوي پای ته ورسېده. د سه شنبې د ورځ په دوو نورو لوبو کې برازیل له سویزرلنډ او پرتګال له یوراګوای سره لوبې کوي.