شاته

د کډوالۍ سازمان: افغانستان ته له را ستانه شوو۲۲۰زره کډوالو سره مو مرسته کړې

د کډوالو نړیوال سازمان یا (IOM) افغانستان ته له راستنو شوو کډوالو سره د خپلو مرستو د دوام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دروان میلادي کال له پیل څخه یې، له څه باندې ۲۲۰زره کسانو سره مرسته کړې ده.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ ناوخته نومبر ۲۷ (لېندۍ شپږمه) پر خپل ټویټر پاڼه یوه لیکلي پيغام کې ویلي له یادو کډوالو څخه زیات شمېر یې له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس د دغه سازمان مرسته کوونکي ټېمونه له ایران او پاکستان سره د افغانستان په پولو کې حضور لري او له زیات شمېر کډوالو سره چې خپل هیواد ته ستنیږي مرستې چمتو کوي.

دغه سازمان زیاته کړې: "د ۲۰۲۲ میلادي کال د جنورۍ میاشتې څخه مو له خپلو همکارانو سره له څه باندې ۲۲۰زره افغان کډوالو سره چې خپل هیواد ته ګرځېدلي دي، مرسته کړې ده."

یاد سازمان د دغه مرستو په اړه زیات معلومات نه دي ورکړي.خو تر دې مخکې افغانستان ته بیرته ستانه شوو کډوالو ویلي و چې په دغه مرسته کې نغدي پیسې، خوراکي مواد، البسه او د کور وسایل شامل دي.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر روان دی.

دغه وزارت ویلي چې په تیري نژدې یوه اونۍ کې څه باندې ۸زره او ۵۰۰ کسان له ایران او پاکستان څخه بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د مسؤلینو په وینا یوازې لېندۍ میاشتې په پنځمه په هرات کې د اسلام قلعه بند له لارې له ایران څخه ۱۷۴۶ افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي هیواد ته ستانه شوي دي.

ویل کیږي چې له یادو افغان کډوالو څخه زیات شمېر په غیر قانوني او قاچاقي لارو دغه هیواد ته تللي و چې د روانې اونۍ په جریان کې د ایراني پولیسو خوا بیرته افغانستان ته شړل شوي دي.

د کډوالو په چاروکې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو په اساس په افغانستان کې د طالبانو تر حکومت مخکې په ایران کې ۳.۴ میلیون افغان کډوالو ژوند کوی چې نژدې دوه میلیون یې غیر قانوني کډوال و. خو وايي چې په تیرو لسو میاشتو کې سلګونه زره نور کډوال هم ایران ته تللي دي.

تر دې مخکې د ایران د دولتي خبري اژانس ارنا ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته څه باندې یو میلیون افغانان ایران ته کډه شوي او لا هم هره ورځ زرګونه نور د کار روزګار او یا اروپایي هیوادونو ته د پنا اخیستو په خاطر ایران ته اوړي.