بغلان کې دوو ترافیکي پيښو کې ۱۱ کسان مړه شوي، ۴۸ ټپیان دي
په بغلان ولایت کې د یو (۵۸۰ مسافر وړونکي بس) د چپه کېدو له امله ۸ تنه مسافرین مړه شوي او ۴۱ نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د طالبانو له بنده د ظریفې یعقوبي د خوشي کېدو غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د طالبانو له قید څخه د بشري حقونو د ښځینه فعالې ظریفه یعقوبي د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
القاعدې د مسلمانانو غوښتي په قطر کې د فوټبال نړیوال جام نه دې ځانونه لیرې وساتي
د القاعدې شبکې یوې سیمه ایزې څانګې د نړۍ مسلمانانو ته ویلي چې په قطر کې د فوټبال نړیوال جام سیالیو څخه چې ټاکل شوې یکشنبه پیل شي، ځانونه لیرې وساتي.
د امریکا د نوي کانګرس څومره غړي په بهر کې زیږیدلي امریکایان دي؟
په یوې تازه څیړنې کې څرګنده شوې چې د متحده ایالاتو د کانګرس د ۱۱۷ مه دورې غړي د نژاي او قومي جوړښت له کبله تر ټولو متنوع و او ۱۸ غړي یې داسې امریکایان و چې په بهر کې زیږیدلي و خو وروسته یې د امریکا تابعیت اخیستی و.
داعش وسله والو په عراق کې ۴ سرتیري وژلي
د اسلامي دولت یا داعش وسله والو شنبې نومبر ۱۹ (لړم۲۸) د عراق په شمال لویدیځ کې د کرکوک په ولایت کې د پوځ په پوستې برید کړی او څلور سرتیري یې وژلي دي
سپینې ماڼۍ کې د جمهور رئیس جو بایډن د لمسۍ د واده مراسم
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن شنبه نومبر ۱۹ (لړم۲۸) په سپینې ماڼۍ کې د خپلې لمسۍ د واده په مراسمو کې شاوخوا ۲۵۰ میلمنو ته ښه راغلاست ووایه.
کاناډا: زموږ د هیواد اتباع د ایران له خوا په مرګ ګواښل شوي
د کاناډا د استخباراتو ادارې د شنبې په ورځ نومبر ۱۹ (لړم ۲۸) اعلان وکړ چې د (معتبرو) راپورونو له مخې ددغه هیواد اتباع د ایران له خوا په مرګ ګواښل شوي دي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د اروپا د امنیت او همکارۍ په غونډه کې د لاوروف د ګډون سره د پولنډ مخالفت ته د روسیې غبرګون
روسیې د شنبې په ورځ نومبر ۱۹ (لړم ۲۸) وروسته له هغه قهر او غصه څرګنده کړه چې پولڼد راتلونکې میاشت د اروپا د امنیت او همکارۍ په غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف له ګډون سره مخالفت وکړ، مسکو دا اقدام (بې ساری او پارونکی) بللی دی.
د اشنا د شنبې خبري خپرونه
د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
یوه موضوع، څو زاویې
په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.
سنټکام: د خلیج اوبو کې څه باندې ۱۰۰ ډرون بیړۍ ځای پر ځای کیږي
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال مایکل کوریلا د شنبې په ورځ نومبر ۱۹ (لړم ۲۸) وویل چې د متحدو ایالتونو په مشرۍ ځواکونه به تر راتلونکي کال پورې د خلیج فارس په ستراتیژیکو اوبو کې د سمندري تهدیداتو د مخنیوي په هدف څه باندې ۱۰۰ بې چلوونکي بیړۍ وګماري.