شاته

الشباب وسله والو سومالیې کې په یو "تر ټولو خوندي" هوټل برید کړی

د سومالیې په پایتخت موګادیشو کې پولیس وایي د الشباب وسله والو یکشنبه نومبر ۲۷ (لیندۍ۶) ناوخته د جمهوري ریاست ماڼۍ سره نږدې په یو هوټل برید کړی.

پولیسو ویلي چې دې هوټل ته اکثریت سیاستوال او حکومتي چارواکي ورځي.

د سومالیې د ملي پولیسو ویاند صادق دودیشي د برید په هکله په اعلامیې کې ویلي، " د الشباب وسله والو نن شپه د باندهیري په سیمې کې په یو شخصي هوټل برید کړی او امنیتي ځواکونه سیمې ته ورغلي چې دا وسله وال له منځه یوسي".

عیني شاهدانو د پیښې په ځای کې د چاودنو او ډزو غږونه اوریدلي خو د مرګ ژوبلې په هکله تر دې دمه څه ندي ویل شوي.

د پولیسو دې چارواکي ویلي چې برید د (Villa Rose) په نامه هوټل شوی چې د جمهور رئیس حسن شیخ محمود دفتر سره نږدې په یو خوندي ځای کې پروت دی او ډیری وخت پکې حکومتي چارواکي او سیاستوال پاتې کیږي.

ویل کیږي چې وسله والو لومړی د هوټل په دروازې کې چاودنه کړې او وروسته نور وسله والو هوټل ته دننه شوي. تر اوسه نده معلومه چې د وسله والو شمیر څومره دی.

یو عیني شاهد د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د هوټل سره نږدې یې لومړی د سترې چاودنې غږ واورید او وروسته درنې ډزې پیل شوې. دغه شاهدا همدارنګه د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې پولیسو سیمه کلابنده کړې او د وسله والو پر ضد عملیات روان دي.
Villa Rose پخپل ویب سایټ کې لیکلي چې په موګادیشو کې تر ټولو خوندي هوټل دی ځکه چې له یوې خوا یې شاوخوا چاپیر دیوالونه لوړ دي او دویمه دا چې په دروازو کې یې د سکین کولو پرمختللي ماشینونه هم ځای پر ځای شوي.


د الشباب وسله وال چې د القاعده شبکې سره اړیکې لري غواړي چې د سومالیې مرکزي حکومت ړنګ کړي. دا ډله د تیرو پنځلسو کالونو راپدیخوا وسله واله مبارزه کوي.