شاته

د پاکستان یو سناتور پر پوځ د انتقادي ټویټونو له کبله نیول شوی

په پاکستان کې چارواکي وايي د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۷ (لړم شپږمه) د مخالف سیاسي ګوند «انصاف» یو سناتور یې د پوځ په مشر باندې د انتقادي ټویټونو د لیکلو او خپرولو له کبله نیولی دی.

مقامات وایي چې د پاکستان د فدرال تحقیقاتي‌ ادارې اعظم خان سواتی نیولی دی. نوموړي په خپل ټویټ کې د پاکستان د پوځ د تلونکي مشر جنرال جاوید قمر باجوه باندې انتقادونه کړي وو او هغه یې ننګولی و چې د خپلې شتمنۍ په اړه معلومات خپاره کړي. ښاغلی باجوه به په څو ورځو کې دنده پرېږدي.

دغه پاکستانی سناتور تورن شوی چې د پاکستان د پوځ د دغه مشر په اړه یې ناوړه او پاروونکي ‌الفاظ کارولي دي.

د پاکستان د فدرال تحقیقاتي ادارې د ښاغلي سواتي ټویټونه « ناوړه تخریبوونکی عمل بللی چې د وسله والو ځواکونو په منځ کې درز پیدا کړي او د پاکستان دولت ته زیان» ورسوي.

دا په شاوخوا دوو میاشتو کې دویم ځل دی چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړی او عمران خان ته نژدې دغه سناتور نیول کېږي. هغه د اکتوبر په میاشت کې له څو ورځې توقیف وروسته بېرته خوشي شو او بیا یې ادعا وکړه چې د پاکستان د پوځ د مشر جنرال باجوه په لارښوونې یو جنرال هغه په توقیف کې شکنجه کړی او «لوڅ کړی» و.

عمران خان د ښاغلي سواتي نیول غندلي او په خپل ټویټر کې یې لیکلي دي چې دې کار حیران کړی او باید «ټول خلک د دغه فاشیست [پاکستان حکومت] په ضد غږ» پورته کړي.

ښاغلي سواتي په خپلې تلویزوني وینا کې د پاکستان د پوځ په مشر جنرال باجوه انتقاد کړی او ننګولی یې و چې ولس ته ووايي په تېرو شپږو کلونو کې یې څومره پانګه ټوله کړې ده.

تېره اوونۍ د حقیقت موندنې یوې ویپاڼې وویل چې د پاکستان د پوځ د مشر د کورنۍ غړیو له ۲۰۱۶ کال راپدیخوا ۵۶ میلیون ډالر سرمایه راټوله کړې ده. دغې ویپاڼې، د مالیې د اسنادو په اساس، دا ادعا هم کړې چې د ښاغلي باجوه ښځې خپله سرمایه له صفر څخه ۱۰ میلیون ډالرو ته رسولې ده. په راپور کې د پاکستان د مالیې له وزیر څخه غوښتل شوي دي چې په دې اړه تحقیقات وکړي.

د پاکستان د مالي وزویر اسحاق دار د ښاغلي باجوه د کورنۍ د مالي اسنادو افشا کېدل «غیر قانوني» بللي او په اړه یې د پلټنو امری کړی.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي برخې ویلي دا راپورونه بې لارې کوونکي، له مبالغې ډک او په درواغو ولاړ دي.