شاته

طالبان: څه باندې ۶۰ پوځي الوتکې مو ترمیم کړي

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په کابل کې د افغان انجنیرانو لخوا د یو شمېر پوځي او مسافر وړونکو الوتکو د ترمیم او فعالولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د تیر یوه کال په جریان کې، لسګونه طیارې بیرته فعاله شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله خورازمي د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۸ (لېندۍ اوومه) خبریالانو ته لېږلي پیغام کې ویلي چې تازه یوه (AN-32) مسافروړونکې پوځي طیاره او یوه بله (AN-26)ډوله انتقالاتي طیاره ترمیم شوي او الوتنې ته چمتو شوي دي.

نوموړي زیاته کړې: "د ملي دفاع وزارت د هوايي قوا برخې د زیاتو هڅو سره تر اوسه څه باندې ۶۰ طیارې ثابتې وزر لرونکي او متحریکې وزر لرونکي ترمیم کړي او خدمت کولو ته چمتو دي."

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په وینا د تخریب شوو طیارو بیرته فعالولو او ترمیم چارې د دغه وزارت د هوايي ځواک د انجنیرانو لخوا روانې دي.

د افغانستان د تیر حکومت د سقوط پرمهال، د دغه هیواد په زیات شمېر کې الوتکې ګاونډیو هیوادونو ته انتقال شوې، خو یو شمېر چې په افغانستان کې پاتې وې، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مخکې تخریب شوې.

تر دا مهاله معلومه نه ده چې د طالبانو حکومت ته د پخواني حکومت څخه څومره نظامي جنګي او انتقالاتي طیارې ور پاتې شوي دي.

پر همدې مهال د افغانستان د پخواني حکومت د دفاع وزارت یو جنرال محمد رادمنش امریکا غږ ته وویل، د تیر ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان د پخواني حکومت د سقوط پرمهال د افغانستان د پخواني هوايي ځواک د ۲۰۸ طیارو او هلیکوپترو څخه شاوخوا ۶۲ هلیکوپترې تاجیکستان او ازبیکستان ته انتقال شوي دي.

د ښاغلي رادمنش په وینا یو شمېر د تیرو جګړو پرمهال له منځه تللي او څه باندې ۱۰۰ طیارې او هلیکوپترې په افغانستان کې پاتې شوي دي چې د هغه له ډلې ۲۰ طیارې او هلیکوپترې څه ناڅه فعالې وې او پاتې نورو ترمیم ته اړتیا لرله.

هغه زیاته کړه: "باید وویل شي چې د طالبانو اسلامي امارت د هوايي قوا تخنیکران د طیارو په اساسي ډول ترمیم باندې قادر نه و. بې له شکه چې د سیمي هیوادونو نظامیان له هغوی سره همکاري کوي."

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي و چې په ازبیکستان کې د افغانستان ۴۶ او په تاجیکستان کې ۱۸ طیارې شتون لري چې په هغو کې د (MI-17) و (UH-60)هلیکوپټرې او همدارنګه AC-208، C-208، PC-12 او A-29) طیارې هم شاملي دي.

غیر رسمي اټکلونه ښيي چې د طالبانو لخوا د کابل د سقوط پر مهال د ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ افغانان په دغه طیارو کې ازبیکستان او شاوخوا د ۱۴۰ څخه تر ۱۵۰ کسان تاجیکستان ته تللي و. د دغه طیارو پیلوټان د تیر کال په سپټمبر او نومبر میاشتو کې لومړی متحده عربي اماراتو او تر هغه وروسته د امریکا متحده ایالاتو ته انتقال شول.