شاته

واشنګټن، لندن او څو نورو ښارونو کې لاریون کوونکو د افغان مېرمنو د حقونو غوښتنه وکړه

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو د ملاتړ په موخه د مظاهرو په دوام، د ښځو د حقونو ملاتړي له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغان مېرمنو د حقونو د تامین په برخه کې اقدام وکړي.

د امریکا پایتخت واشنګټن، د بریتانیې پایتخت لندن او د نړۍ څو نور ښارونه د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۷ (لیندۍ شپږمه) د افغان میرمنو او نجونو د حقونو د ملاتړ په موخه د لاریونونو کوربانه وو.

په دغو لاریونونو کې په سلګونو افغانانو سربیره، د اړوندو هیوادونو ځایي اوسیدونکو هم ګډون کړی دی. لاریون کوونکو په یو غږ افغان نجونو او میرمنو ته د کار، تعلیم او آزادۍ غوښتنه کړې.

د لندن په مظاهرې کې ګډونواله، د نوبل جایزې ګټونکې او د ښځو د حقونو فعاله ملاله یوسفزۍ وایي، تعلیم د انسان یو اساسي حق دی او باید هره نجلۍ دا حق ولري.

مېرمن یوسفزۍ وویل: "هره نجلۍ دا ظرفیت لري چې یوه رهبره، د تغیر راوستونکې وي. هغوی په ژوند کې د پرمختګ لپاره د تعلیم په شان فرصتونو ته ضرورت لري. خو کله چې موږ هغوی ته دا فرصتونه ورنکړو نو څنګه توقع کولی شو چې هغوی په ژوند کې جنسیتي برابري ولري."

په واشنګټن ډي سي کې د لاریون یوه تنظیموونکې، روشن مشعل وایي، افغان مېرمنې برمته شوي دي.

هغې زیاته کړه: "پر نړیوالې ټولنې غږ کوو چې د افغان نجونو او ښځو تر څنګ ودریږي او له طالبانو سره په خپلو ډیپلوماتيکو اړیکو او تګلارو کې د افغان مېرمنو او نجونو حقونو ته پام کې ونیسي."

د یکشنبې د ورځې په لاریونونو کې ګډون کوونکو له نړۍ څخه وغوښتل شول چې د افغان نجونو او مېرمنو د حقونو د تامین په برخه کې پر طالبانو فشار راوړي.

په کاناډا کې که څه هم هوا سړه وه او واوره ورېده، ددغه هېواد په کلګري او ونکوور کې یو شمېر خلکو د افغان ښځو د ملاتړ دپاره د یکشنبې د ورځې په لاریونونو کې برخه اخیستې وه.

د کلګري ښار کې د لاریون تنظیموونکې روبینا همدر له نړۍ وغوښتل چې افغان میرمنې هیرې نه کړي. هغې وویل: "عمومي هدف دادی چې د ښځو د تعلیم، کار او آزادۍ دپاره غوښتنه وکړي او د بین المللي ټولنې پام راواړوي چې د افغانستان د ښځو حقونه نن ورځ نقض دي."

د کاناډا په ونکوور کې د مظاهرو یوې تنظیموونکې فرشته فرح وویل، په افغانستان کې د افغانستان خلک په خورا بدو شرایطو کې ژوند کوي.

هغې زیاته کړه: "مخصوصاً له ابرقدرت هېوادونو زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان ښځې مه هیروئ او د هغوی له حقونو نه په کلکه ملاتړ وکړئ."

په دغو لاریونونو کې یو شمېر غیر افغان ګډونوالو بیا له افغانستان څخه هغو میرمنو ته د فرصت د برابرېدو غوښتنه کړې چې غواړي له افغانستان څخه ووځي.

د لندن د لاریون ګډونوالې، هیلن سینګر وویل: "له افغانستان سره زموږ د ژمنې له مخې، هغوی باید هغو کسانو ته په خوندي شکل او پرته له دې چې ژوند یې له خطر سره مخ شي، د وتلو لار برابره کړي چې، پناه غواړي."

د نړۍ په بیلابیلو برخو کې دغه مظاهرې په داسې حال کې کیږي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته نجونې له تعلیم څخه بې برخې شوي او اکثریت مېرمنې په کور کښېنول شوي دي.

طالبانو که څه هم څو ځله د ښوونځیو د پرانیستل کېدو ژمنې وکړې، خو یو شمېر شنونکي د ښوونځیو په مسئله کې د طالب مشرانو ترمنځ د نظر د اختلاف د شتون خبره کوي.