ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د نړۍ ۷ ستر صنعتي هېوادونه د کرونا وبا پرضد د واکسین ستره مرسته اعلانوي

تمه کېږي چې د اوو سترو شمتنو صنعتي هېوادونو مشران به نن جمعه(د غبرګولي ۲۱مه) په بریتانیا کې په خپله درې ورځنۍ سرمشریزه کې د نړۍ له بې وزلو هېوادونو سره د یو میلیارد ډوزه کرونا ضد واکسین مرستې ژمنه وکړي.  د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن پرون چهارشنبه(د غبرګولي ۲۰مه) دا ژمنه اعلان کړه، خو په دې اړه یې څه ونه ویل چې هر هېواد به له بې وزلوهېوادونو سره د مرستې لپاره د کرونا ویرس څومره واکسین په غاړه واخلي، خو د دوی هدف دا دی چې تر ۲۰۲۲ میلادي کاله پورې په نړۍ کې ټولو انسانانو ته واکسین ورسېږي او دا وبا ختمه شي.  تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې وه چې هېواد به یې راتلونکی کال ۵۰۰ میلیون ډوزه فایزر واکسین کوواکس پروګرام ته وسپاري چې د نړۍ ۹۲ کم عایدو یا د متوسط عاید هېوادونو ته یې ورکړي.  بریتانیا وايي، سل میلیونه ډوزه اضافي واکسین به راتلونکی کال نورو هېوادونو ته ورکړي.  د بریتانیا د صدراعظم دفتر په یوه بیان کې وویل: "توقع ده چې په سرمشریزه کې به مشران اعلان وکړي چې دوی په ګډه د کووېډ-۱۹ لږ تر لږه یو میلیارد ډوزه واکسین نورو هېوادونو ته ورکوي او د واکسین جوړولو فابریکو ته پلان جوړوي چې د دغه هدف د پوره کولو لپاره واکسین مهیا کړي."  د اوو سترو صنعتي هېوادونو په نننۍ سرمشریزه کې په نړۍ کې د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د هلوځلو چټکتیا د دوی د بحث یوه موضوع ده.  په دې سرمشریزه کې د امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، کاناډا، جاپان او ایټالیا مشران ګډون کوي.  د امریکا په متحدو ایالاتونو، اروپايي هېوادونو او یو شمېر نورو هېوادونو کې د کرونا پرضد د خلکو د واکسین کولو چارې ښې پر مخ تللي، خو ګڼ نور هېوادونه د واکسین د کموالي له ستونزو سره مخامخ دي چې له کبله یې د دغو هېوادونو کمزوری اقتصاد نور هم کمزوری کېږي.  د روغتیا د نړیوالې ادارې یو چارواکی وايي، نژدې په سلو کې ۹۰ افریقايي هېوادونه د واکسین د هغه هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راځي چې پر اساس یې باید تر سېپټمبر میاشتې پورې د دغو هېوادونو په سلو کې ۱۰ وګړي واکسین شي.  په هند کې لا هم د کرونا وبا شدت کم شوی نه دی. دغه هېواد ویلي چې په یوه ورځ کې د کرونا ویروس له کبله د مړینو شمېر تر ۶ زرو لوړ دی. 

11.06.2021 ازادي راډیو

افغانستان له چینه واکسینونه ترلاسه کړل؛ "زیان منونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي"

په داسې حال کې چې په افغانستان کې کرونا ویروس ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دی، د چین له لوري د دغه ویروس پر وړاندې مرسته شوی واکسین نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۰مه) افغان حکومت ته وسپارل شول. ‎د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علي زي د پنجشنې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "چین له افغانستان سره د ۷۰۰ زرو او ۲۰۰ډوزونو کرونا واکسین د مرستې ژمنه کړې وه چې له نېکه مرغه دغه اندازه واکسین به کابل ته انتقال شي او رسماً به د عامې روغتیا وزارت هغه تر لاسه کړي." ‎ښاغلی علي زی وایي، دا اندازه واکسینونو تطبیق کې د ټولنې زیان منونکو وګړو ته لومړیتوب ورکړل شي. ‎دا په داسې حال کې ده چې چین وړاندې هم د سلګونو زرو ډوزونو واکسینونو ترڅنګ د کرونا ویروس د مخنیوي او تشخیص لپاره له افغانستان سره د نورو روغتیایي اسانتیاوو مرستې کړي دي. ‎د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پلان لري چې تر ۲۰۲۲ میلادي کال پورې د هېواد ۶۰ سلنه هغو وګړو ته یاد واکسینونونه ورسوي چې تر ۱۸ کلنۍ لوړ عمرونه لري. دا واکسین داسې مهال افغانستان ته سپارل کېږي چې له دې وړاندې د هند له لوري مرسته شوي واکسین تمام شوي دي. ‎د عامې روغتیا وزارت په خبره، تردې دمه په ټول هېواد کې تر ۶۵۵ زره وګړو د کرونا ضد واکسین تطبیق شوی دی. ‎چین په داسې وخت کې د کرونا ضد واکسینونو مرسته وکړه چې په افغانستان کې په دې وروستیو د دغه ویروس د مثبتو پېښو ثبتېدو او لا خپراوي شدت موندلی دی. ‎د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۳۴۳ د مشکوکو کسانو ټېسټونه شوي دي چې له دې شمېره ۱۸۲۲ مثبت تشخیص شوي، په همدې موده کې۵۶کسان د دغه ویروس له امله مړه شوي او ۹ کسان بېرته رغېدلي دي. ‎په دې سره د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر دې دمه د دغه ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۸۷۷۱۶ ته رسېدلی دی.

10.06.2021 ازادي راډیو

بغلان کې د ماین پاکۍ پر دفتر وسله‌وال برید ۱۰ تنه ووژل او ۱۸ نور ټپیان دي

د پلخمري ولایتي روغتون چارواکي وايي چې د پېښې له ځایه ۱۰ مړي او ١٨ ټپیان دې روغتون ته وروړل شوي چې د یو شمېر ټپيانو روغتیايي حالت نازک دی. افغان چارواکو د جوزا په ۱۹مه د چهارشنبې په ورځ دا حمله تأیید کړه. امریکا او بریتانیا د هلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې مالي ملاتړ کوي.

09.06.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د اکسیجن د کمښت ستونزه؛ روغتیا وزارت: د اکسیجن کارولو کې اسراف کېږي

د افغانستان عامې روغتیا وزیر وايي، په افغانستان کې د کرونا درېیمه څپه د لومړۍ او دوهمې په پرتله جدي او د پراختیا په حال کې ده. د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۹» یوې خبري غونډې ته وویل، په کرونا ویروس د اخته کسانو او له امله‌یې د مړینې شمېرې د اندېښنې وړ دي. ښاغلي مجروح وویل چې تر اوسه په 'کووېډ-۱۹' اخته کوم ناروغ بې‌اکسیجنه نه‌دی پاتې، خو انتقاد يې وکړ چې په ډېری روغتیايي مرکزونو کې د اکسیجن په کارولو کې اسراف کېږي. ښاغلی مجروح زیاتوي: "په کابل کې اووه خصوصي شرکتونه اکسیجن تولیدوي چې په ۲۴ ساعتونو کې ۳،۸۵۰ بالونه اکسیجن تولیدوي، له دې بالونونو ۲۰۰ تر ۳۰۰یې افغان جاپان روغتون ته ورکول کېږي، نور په پرچون ډول خرڅېږي، یا احتکار کېږي یا خصوصي روغتونونو باندې خرڅېږي، په خصوصي روغتونونو کې یې په مصرف کې اسراف کېږي." ښاغلي مجروح وویل، د اکسیجن د تولید څلور دستګاوې چې له استرالیا او متحده عربي اماراتو راغلي تر سبا به کابل کې فعالې شي او په لغمان او کونړ ولایتونو کې به هم تر دوه ورځو دوه دستګاوې فعالې شي. نوموړی وايي، په غزني او دایکندي کې هم دوه دستګاوې فعاله شوې دي. د عامې روغتیا د سرپرست په خبره، په تېره اوونۍ کې ۶،۲۸۲ کسان په افغانستان کې په کرونا ویروس اخته شوي دي، په داسې حال کې چې په وینا یې په وروستۍ اوونۍ کې دا شمېر ۱۰،۰۲۴ ته لوړ شو. ښاغلي مجروح وویل، ټاکل شوې چې یونېسف، نړیوال پانک او د اسیا پراختیايي بانک په مرسته سبا د اکسیجن د تولید ۱۰ دستګاوې له ترکیې کابل ته راوړل شي او تر راتلونکو دوو میاشتو فعالې شي. په ورته وخت کې د بشر حقونو او رسنیو د څار بنسټ مشر عزت‌الله اکبري وايي چې اوس‌مهال په افغانستان کې د اکسیجن کمښت یوه جدي ستونزه ده او په دغه هېواد کې د اکسیجن د تولید له ۳۰ فابریکو ۱۵یې فعالې دي. ښاغلی اکبري وايي: "هغه خصوصي فابریکې چې اکسیجن تولیدوي، ویلي چې د برېښنا نشتوالی، ناسم ځای او د حکومت لازمه نه‌همکاري یې د دوی اساسي ستونزې دي، اکسیجن ته د «کووېډ-۱۹» ناروغانو او روعتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی د دوی بشري حق دی او د کرونا په دې بحراني وضعیت کې باید دوی سره مرسته وشي." دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت او سره صلیب کمېتې ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ، دغه کمېتې ویلي چې به ټول افغانستان کې به په روغتیايي برخو په ځانګړي ډول د اکسیجن چمتو کولو او کرونا واکسین په برخه کې همکاري وکړي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۱،۸۴۳ کسان په دغه ویروس اخته شوي او ۵۱ ترې مړه شوي دي. خو د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر وايي، د افغانستان د ۵ ولایتونو په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د چټک ازمیښت په ترڅ کې چې نورو هېوادونو کې هم کېږي، معلومه شوې چې له ۲۸ تر ۳۲ سلنه زده‌کوونکي او محصلان په دې ویروس اخته دي. د نوموړي په خبره نا رسمي شمېرې تر رسمي شمېرو په مراتبو لوړې دي.

09.06.2021 ازادي راډیو

د شاه دوشمشېره جومات څه وخت جوړ او اوسنی حالت یې څه ډول دی؟

د ازادي راډیو اوونیز 'ژوند په شېبو کې ' پروګرام د شاه دوشمشېرې تاریخچې ته ځانکړی شوی دی، په پیل کې به واورئ چې:  د شاه دوشمشېره جومات څه وخت جوړ شو؟  اوسنی حالت یې څه ډول دی؟  دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:   

09.06.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې قرنطین وغځید؛ د کرونا ۳مه څپه ښايي هره شېبه فاجعه رامنځته کړي

د هرات په ولایت کې د شهید بېسیم روغتون دهلیز دې ورځو کې د پخوا پرتله ډېر بوخت دی،۲۳ کلن عبد الفتاح له خپل پلار سره د کرونا له امله روغتون ته راغلي. دواړه د تنفس کمښت لري او د اکسیجن په مرسته ساه اخلي، مګر د زوی وضعیت یې د زاړه پلار په نسبت ښه دی. عبدالفتاح وايي، مخکې له دې چې هغه د کرونا په ویروس اخته شي، کرونا یې جدي نه نیوله: "اوس مهال زه او زما حاجي اغا دلته په روغتون کې بستر شوي یو. دلته د ناروغانو شمېر دومره ډېر شوی چې دا روغتون کې بې اندازې بېروبار دی." په هېواد کې د کرونا ویروس درېیمه څپه ممکن په هره شېبه کې فاجعه له ځان سره ولري. د رسمي احصایو له مخې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۴ تنه مړه شوي او ۱۷۲۴ کسان په دې ناروغۍ تازه اخته شوي دي. د عامې روغتیا وزارت چارواکو همدارنګه خبرداری ورکړی چې که وضعیت لا پسې خراب شي، نو روغتونونه به د اکسیجن له کموالي سره مخ شي. د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال عثمان طاهري ازادي راډیو ته وویل چې د کابل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې دوه اوونۍ بندیزونه به د راتلونکي شنبې ورځې څخه نور هم وغځول شي. طاهري زیاته کړه: "د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت قرنطین غځول به سر له شنبې د جوزا له ۲۲ څخه پیل شي، دغه قرنطین چې په ۱۶ ولایتونو کې دی، په کې ټول دولتي او خصوصي تعلیمي مراکز، د لامبو حوزونه، ورزشي کلبونه او د ودونو سالونونه شامل دي او هغه کسان چې د همدې ویروس له ګواښ سره مخ دي او د ۵۵ څخه ډیر عمر لري، دوی به له کوره کار کوي." دا په داسې حال کې ده چې ځیني لوی ولایتونه لکه هرات لا هم په دې بندیزونو کې نه دی شامل شوی. د هرات پوهنتون استاد فیصل کریمي وایي چې د هغه دوه زده کوونکي د دوشنبې په ورځ په ټولګي کې بې هوشه شول او روغتون ته مو یوړل. هغه په دغه ولایت کې په تعلیمي مراکزو کې د کرونا د پراخې خپریدو خبره کوي: "هره ورځ ځیني زده کوونکي له ناسم صحي حالت سره مخ کېږي. موږ ان یو یا دوه له دوی څخه روغتون ته لېږدوو. یو شمېر زده کوونکي ناروغه دي او د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ نښې لري. د کرونا پراخه خپرېدل او د تودوخي شدت د زده کوونکو پر روغتیا اغېزه کوي او دا د زدکړو په کیفیت مستقیمه اغېزه لري." یو له هغو خلکو څخه چې په دې وروستیو کې د دې ناروغۍ له امله مړ شوی، په کابل کې د کانکور آزموینې ښوونکی نظر زلمی دی. هغه د کلونو په اوږدو کې د کابل په ښوونځیو کې په زرګونو زده کونکو ته تدریس کاوه. په افغانستان کې د کرونا ویروس له پیل راهیسې په وروستیو ورځو کې د دې ناروغۍ د تلفاتو د شمېر په اړه د روغتیا وزارت رسمي احصائیې بې ساري دي. د دغه وزارت د احصایو له مخې د کرونا ناروغۍ له پیل راهیسې بیا تر دې دمه، ۸۴۰۵۰کسان د کووېډ - ۱۹ ناروغۍ باندې اخته شوي او ۳۳۰۵کسان مړه شوي دي. په افغانستان کې روغتیایي چارواکو خبرداری ورکړی چې د روغتیایي مشورو نه مراعت کول، به د دغې ناروغۍ د پېښو او مړینو شمېر ډېر کړي.

09.06.2021 ازادي راډیو

د ارزګان یو شمېر مېرمنې په دې ولایت کې ښځو ته پارک یا مېله ځای غواړي

په ارزګان ولایت کې ښځې د کلتوري محدیتونو له کبله نه یوازې دا چې له کوره بهر د کارکولو اجازه نه لري بلکې د تفریح لپاره هم فرصت نه لري. په دغه ولایت کې په کال کې دوه ځلي د ساعت تیري موقع رامنځته کېږي چې دوه اخترونه دي، خو ښځې نه شي کولای په دغو ورځو هم تفریح وکړي. یوازې د ځینو کورنیو ښځې دا فرصت لري چې د اختر په ورځو کې تفریح وکړي، خو په ټوله کې داسې ځای یا پارک نشته چې ښځې پرته له وېرې د تفریح لپاره ورشي. نور بي بي د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اوسیدونکې ده دې ازادي راډيو ته یې وویل چې ځينې خلک د ښځو له تفریح سره مخالفت کوي، ځکه د ښځو لپاره ځانګړی پارک نشته: "د ارزګان ښځې ډېرې خوارې دي، د اختر په درېیو ورځو کې، د دوه یا درېیو کلیو ښځې له کوره راووځي، هغه د کلي په منځ کې چې لږ پراخه ساحه ولري، په خاورو کې ناستې وي، پارک او یا هم کوم بل ځای نه لري چې ورشي، ټوله ورځ سره لمر ته ناستې وي، په نورو ولایتونو کې ښځو ته ښه پارکونه جوړ شوي، خو په ارزګان ولایت کې ښځو ته هېڅ کار نه دی شوی." نور بي بي زیاتوي، د دغه ولایت خلک په خپله ځمکه ښځو ته د میلې  اجازه نه ورکوي. د ارزګان بله اوسیدونکې اقصا بهار له دولته غواړي چې په ارزګان کې دې ښځو ته پارک جوړ کړي: "زموږ غوښتنه له دولته دا ده چې موږ ته ولې پارک نه جوړوي، تېر کوچنۍ اختر موږ میلې په دې خاطر ونه کړي چې خلکو پر خپلو ځمکو اجازه نه راکول، موږ څه وکړو، چېري لاړې شو، موږ په دې ټولنه کې د ژوند کولو حق نه لرو؟ غوښتنه مو دا ده چې یو پارک راته جوړ کړي." د ترینکوټ ښاروال نعمت الله بختیار هم د ښځو دا خبره تاییدوي خو وايي، دوی اوس په ترینکوټ ښار کې د ښځو لپاره ځانګړی مارکیټ جوړوي. بختیار وايي، دغه مارکیټ چې شااوخوا دیوال ۴۰ دوکانونه، شنه ساحه او څوکۍ لري، لویه برخه چارې يې بشپړې شوي او تر لوی اختر پورې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي: "د ښځو لپاره دغه مارکیټ په ترینکوټ ښار کې په درې جریبه ځمکه کې جوړیږي، په یاد مارکیټ کې موږ ښځو ته دوکانونه په لومړي ځل د ۶ میاشتو لپاره وړیا ورکوو او کرایه نه ترې اخلو، دې مارکیټ د ورتګ لپاره یوازې ښځې ورتلای شي او هلته به د ښځو د ژوند د ضرورت وړ ټول توکي موجود وي او څوکيدارانې به یې هم ښځې وي، خو زموږ له خویندو غوښتنه دا ده چې راشي دوکانونه پرانیزي." په ارزګان ولایت د ښځو لپاره د دې مارکیټ جوړول په دغه ولایت کې د ښځو لپاره ښايي ښځو ته د خوب لیدل وي، ځکه په دغه ولایت کې ښځې د بېلابېلو حقوقو  بې برخي دي او دا به د دولت له لوري لومړنی اقدام وي چې د ښځو لپاره ترسره کېږي چې نه یوازې به د ښځو لپاره تفریح یا د مېلې کولو لپاره ځای وي، بلکې د ښځو لپاره د کاراوبار هم ښه ځای وي. د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون د معلوماتو پر اساس دغه ولایت کې ډېری ښځې د تفریح فرصتونو د نشتوالي له کبله چې هر انسان د روغتیا له پلوه ورته اړتیا لري، په بېلابېلو ناروغیو اخته دي.

09.06.2021 ازادي راډیو

د کرونا چټک خپراوی؛ ځینو نړیوالو سازمانونو افغانستان ته د همکارۍ ډاډ ورکړی

د افغانستان روغتیا وزارت پرون سې شنبه (د غبرګولي ۱۸مه) په افغانستان کې په کرونا ویروس د ۱۷۲۴ کسانو اخته کېدل او ۵۴ کسانو مړینه ثبت کړله چې دا تر ټولو لوړ شمېر ګڼل کېږي. خو اټکل دا دی چې واقعي شمېر ښايي تردې څو برابره زیات وي، ځکه زیات کسان ټېسټ نه کوي، یا د ټېسټ کولو امکانات نه لري. د کرونا وبا د درېیمې څپې چټک خپراوي، روغتیا وزارت او نور نړیوال سازمانونه اندېښمن کړي دي. د روغتیا وزارت مرستیال ویاند، میرویس علیزي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، نړیوال خیریه او روغتیايي سازمانونه له وزارت سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کولای شي. علیزی زیاتوي: "نړیوالې ادارې له روغتیايي سکټور سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کولی شي، خصوصاً د وینټلانټور، سیبک ماشینونو، د اکسیجن دستګاوو نصبولو په برخه کې. په مرکز او ولایتونو کې ځینې وخت د اکسیجن دستګاوو دا سهولت نه شته. بله مهمه مساله د واکسین د تطبیق په برخه کې دوی کولی شي له افغانستان او په ځانګړي ډول روغتیا وزارت سره مرستې وکړي." په وروستیو ورځو کې ځینو نړیوالو سازمانونو د دستګاوو او نورو اسانتیاوو په برخه کې د خپلو همکاریو خبر ورکړی دی. په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان 'WHO' پرون سې شنبه (د غبرګولي ۱۸مه) په یوه ټویټ کې د افغان جاپان له روغتون سره د کوویډـ۱۹ ناروغۍ یا کرونا ویروس د تشخیص د ظرفیت لوړولو په هدف د PCR معایناتو د یوې بلې دستګاه د ورکولو خبر ورکړ. بل خوا په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې 'یونېسف' ویاند، فریدون ارین ازادي راډیو ته وویل چې په وروستیو کې دې ادارې هم د همکاریو هڅې چټکې کړي دي: "یونېسف په دې ویاړي چې توانېدلی د کووېډ-۱۹ پر وړاندې د مبارزې لپاره په مختلف ډول مرستې او خپل ملاتړ وکړي. یونېسف توانېدلی د پېچکاریو لویه محموله برابره کړي، په عین وخت کې د خوندیتوب بکسې برابرې کړي. د واکسین د غوښتنې لپاره مثبت کارونه وکړي. خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي. له روغتیا وزارت سره له نږدې کار وکړي، تر څو هغه واکسینونه چې یونیسف یې د کوواکس پروګرام له لارې روغتیا وزارت او افغانانو ته ورکوي، د کیفیت تضمین یې وکړي." په افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې له کبله د پوهنې وزارت هم د کابل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې د لګول شوېو محدودیتونو موده پرون سې شنبه (د غبرګولي ۱۸مه) د دوو اوونیو لپاره وغځوله. وزارت وايي، د ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو تر څنګ به د ودونو سالونونه، سپورټي کلبونه او د لامبو حوضونه تړلي وي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې اوچا پرون سې شنبه (د غبرګولي ۱۸مه) ویلي، د روغتیايي منابعو د کموالي، د خلکو له خوا د ټېسټ نه کولو او په کرونا ویروس د مړو د نه راجسټر کولو له کبله ښايي په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته او مړو شمېر خورا زیات وي. روغتیا وزارت په وار- وار خلکو ته سپارښتنه کړې چې په کرونا ویروس د نه اخته کېدو لپاره ماسک وکاروي، له یو بله دوه متره فاصله وساتي، لاسونه په وار- وار په صابون ومینځي او د ګڼه ګوڼې ځایونو ته له تګ څخه ډډه وکړي.

09.06.2021 ازادي راډیو

د بدخشان په لاریونونو کې درې تنه وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي

د بدخشان عامې روغتیا ریاست وايي چې د ډزو او تیږو د ویشتلو پر مهال ۴۶ لاریون کوونکي ټپيان او درې نور وژل شوي دي. د بدخشان ولایت سلګونه اوسېدونکو نن دغه ولایت کې د نا امنۍ، د څښاک اوبو د نشتوالي او د شورابک برښنا بند د پرانیستلو په اعتراض لاریون وکړ او دغه لاریون کې دولتي تأسیساتو ته اور اچول شوی دی.

08.06.2021 ازادي راډیو

ډاکتران: غزني کې په ښځو کې رواني ناروغي زیاته شوې

د غزني روغتیا چارواکي وايي په دې وروستیو کې د رواني ناروغیو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.   دوی وايي د ورځې له ۴۰ تر ۵۰ پورې د دغه ناروغیو ناروغان له ولسوالیو پرته یوازې د غزني په ملکي روغتون کې ورته مراجع کوي چې زیاته برخه‌یې ښځې دي.   فقر، بې‌وزلي، کډوالي، سختې جګړې، کورنی تاوتریخوالی، ناسمه پوهه، کم علمي، ښځو ته په ښه سترګه نه‌کتل، بې‌سوادي او داسې نور هغه څه دي چې روغتیاپالان وايي، په افغانستان په ځانګړې توګه په غزني کې یې ډېری ښځې په رواني ناروغیو اخته کړې دي.   دوی وايي، تر څو پورې چې په ټولنه کې دغه ستونزې موجودې وي، همداسې به دغه ښځې ورڅخه کړېږي.    د غزني ښار د نواباد سیمې چمن ګله هم یوه له دغه ښځو څخه ده چې رواني ناروغي لري. دا تقریباً څلوېښت کلنه ده.    چمن ګله وايي، ډېر ځله ډاکترانو ته تللې ده، درمل‌یې خوړلي، خو بیا هم نه‌ده ښه شوې. چمن ګله هم د ځینو نورو مېرمنو په رنګ له غربت څخه کړېږي او وايي دا او خاوند یې دواړه بې‌روزګاره او څلور ماشومان ورپسې دي.  نوموړې وايي، خوب مې تښتېدلی، سر مې ګرځي، ګنکسه یمه، ارام نه‌لرم، خوشکه هم راځي او کله کله له ځان سره ژاړم. نوموړې زیاتوي: "درې کاله وشول چې په دغه رنځ اخته یمه، که هر رنګه درملنه مې وکړه، خو بیا هم نه‌یمه روغه شوې، کاشکې روغه شوې وی، درې کاله کېږي چې ډاکترانو ته ځم، څوک وايي ناروغي دې اعصابي ده، څوک څه وايي څوک څه وايي."  چمن ګله ارمان کوي چې کاشکې یې سواد درلودی چې د ډاکتر په خبره سمه پوهه شوې وی.    دا یوازې چمن ګله نه‌ده چې په ذهني ناروغۍ اخته ده، بلکې د غزني د ملکي روغتون چارواکي وايي، هره ورځ د دوی روغتون ته د ورځې تر ۴۰ زیات کسان د رواني ناروغیو د درملنې په هدف مراجع کوي چې زیاتره‌یې ښځې وي.    د یاد روغتون سرطبیب ډاکتر عبدالبصیر رامکي ازادي راډیو ته وویل، دوی د غزني په ملکي او حوزوي رغتونونو کې دوه د رواني ناروغیو د مشورې ورکولو ځانګې لري او یادو کسانو ته له ذهني او رواني ناروغیو د خلاصون لارې چارې ښيي. ښاغلی رامکي زیاتوي: "هره ورځ له ۴۰ تر ۵۰ پورې رواني ناروغان د رواني ناروغیو د مشورې لپاره زموږ شفاخانې ته مراجع کوي، ډېری مراجعین ښځې دي چې علت‌یې کورنی تاوتریخوالی، جګړې، غریبي، بې‌وزلي او لسګونه داسې نور دي، موږ د غزني په ملکي روغتون کې یوازې د رواني ناروغیو د مشورو یوه ځانګه لرو چې رواني ناروغانو ته مشورې ورکوي."     ډاکتر رامکي زیاتوي، په ټوله‌ییزه توګه په افغانستان په ځانګړې توګه په غزني کې د خلکو رواني وضعیت خراب دی، دلته جګړې دي، غریبي ده، خلک په بد حالت کې ژوند کوي.    د غزني ولایت د روغتیا رئيس ډاکتر ظاهر شاه نېکمل بیا وايي چې دوی د ولایت د مرکزي روغتونونو ترڅنګ د ولسوالیو په روغتونونو کې هم د ذهني ناروغیو مشاورین لري، ترڅو په دغه ناروغۍ اخته کسانو ته د خلاصون په هدف مشورې ورکړي. ډاکتر نېکمل وايي: "سره له دې چې له موږ سره کره شمېره د ښځو د رواني ناروغیو په اړه نه‌شته، خو له موږ سره راپورونه موجود دي، رواني ناروغي، لکه ژور خپګان، انزایيټي، وېره، اضطراب، ګوشه‌نشیني، بې‌خوبي او داسې نور ټول د سړو په پرتله په ښځو کې زیات وي، د دې لاملونه کېدای شي، زموږ او ستاسو سیمه‌ییزې او ټولنیزې ستونزې وي." ښاغلی نېکمل د روغتیا له نړیوال سازمان څخه غواړي چې په دغه برخه کې افغانستان ته د مرستو لاس وغځوي، ترڅو د دغه ناروغیو مخنیوی وشي. دی وايي که په دې برخه کې فنډ کمېږي، نو ستونزې به زیاتېږي چې له امله به‌یې په ځانګړې برخه اغېزه زیاته شي.   نوموړی په روغتونونو کې دغه ناروغانو ته یوازې مشورې ورکول کافي نه‌ګڼي او وايي، د دغه ناروغیو لپاره دې د روغتیا په برخه کې لازم امکانات برابر شي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ډېری سیمو ترڅنګ په غزني کې هم د ښځو په وړاندې روان وضعیت د اندېښنې وړ دی چې له دې امله‌یې ډېری برخه په رواني ناروغیو اخته کېږي.

08.06.2021 ازادي راډیو

وضعیت په کوم لوري روان دی او د سولې برخلیک څه کېدای شي؟

د ازادي راډیو د دې اوونۍ ۲۵ دقیقې بحث د سولې هڅو او هم‌مهاله ورسره د تاوتریخوالي زیاتوالي ته ځانګړی شوی دی. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل سفر پر مهال یو ځل بیا د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه وکړه. دې غوښتنې ته د تېر په څېر مثبت ځواب نه‌دی ورکړل شوی، بلکې برعکس تاوتریخوالی زیات شوی دی. وروستیو شپو ورځو کې د لږترلږه دوه ولسوالیو د سقوط خبرونه خپاره شول. دا د غور شهرک او د ارزګان ګېزاب ولسوالۍ دي. هم‌مهاله د سولې او جګړې هڅې په څه معنی؟ وضعیت په کوم لوري روان دی او د سولې برخلیک څه کېدای شي؟ دې بحث کې پر همدې موضوع له مېلمنو د ولسي جرګې له پخواني غړي خالد پښتون او پاکستان کې له پخواني ډیپلومات زردشت شمس سره خبرې شوې دي. د دغه بحث د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

08.06.2021 ازادي راډیو

'له تولید تر مارکېټه'؛ غزني کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا ملي کنفرانس جوړ شو

په غزني ولایت کې د ښځو د پرمختګونو، اقتصادي پیاوړتیا، لاسي صنایعو ته د بازار موندنې، د ښځو په وړاندې د خنډونو او حل‌لارو د موندلو په موخه یو ورځنی کنفرانس جوړ شوی و.  په دغه کنفرانس کې ډېری مېرمنو ګډون کړی وو او په‌کې د ښځو په لاس یو شمېر جوړ شوي شیان نندارې ته وړاندې شول.  «له تولیده تر مارکېټه»، د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا دغه ملي کنفرانس د یکشنبې په ورځ په غزني کې جوړ شوی و. دغه کنفرانس کې د دولتي چارواکو ترڅنګ تر ۱۵۰ پورې سوداګرو ښځو، د ښځو فعالانو او نورو ولسي ښځو ګډون کړی وو.  په غزني کې د ښځو چارو ریاست مشره شکریه ولي وايي، دغه کنفرانس بېلابېل اړخونه لرل، خو هدف‌یې د ښځو د وضعیت بهتري وه.  د دې په خبره، ځینو سوداګرو مېرمنو خپلې ستونزې شریکې کړې او ځیني لاسي صنایع او کورني تولیدات‌یې هم نندارې ته وړاندې کړل. اغلې ولي وايي: "یو ورځنی کنفرانس د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا او ترڅنګ‌یې د ښځو سوداګریزو توکو ته د بازار موندنې، د هغوی له فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې، د دغه ښځو وړاندیزونو او د هغوی د حل‌لارې په هدف جوړ شوی و چې څنګه کولای شو د ښځو اقتصادي وضعیت ښه شي." دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې ډېری مېرمنې له سخت اقتصادي، ټولنیز او هر اړخیز وضعیت سره مخ دي.  په غزني کې د «وي ار ډي پي» یا ملي اقتصاد پروګرام مسؤل زبیدالله نېکزاد وايي، په تېر یو نیم کال کې یې د دغه پروګرام له لارې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ډېرې هلې ځلې ګړي چې د ډېری ښځو په اقتصاد کې بدلون راغلی.  د ښاغلي نکېزاد په خبره، دغه پروګرام تر دې وړاندې د کلیو او پراختیا وزارت، خو اوس د ښځو چارو وزارت له لوري پر مخ وړل کېږي.  نوموړی زیاتوي، موږ هڅه کوو چې دغه مېرمنې له خپلو تولیداتو سره ګاونډیو هېوادونو ته ولېږو، هلته موږ په نړیواله کچه ننداتونونه لرو او په دغه نندارتونونو کې دوی کولای شي د افغانستان تولیدات او د افغانو مېرمنو وړتیا ښکاره کړي. ښاغلی نېکزاد زیاتوي: "د ښځو اقتصاد، موږ دغه پروګرام پیل کړی دی، موږ تقریباً په ۱،۱۰۰ شوراګانو کې دغه فعالیتونه لرو او ۱۲،۵۴۰ خویندې له موږ سره په دغه برنامه کې ثبت دي او زموږ د برنامې له امتیازاتو ګټه پورته کوي، په راتلونکي کې زموږ موخه هم همدغه ده چې دغه پروګرام ولسوالیو ته هم پسې وغځوو."  صابره نیازۍ تقریباً ۲۳ کلنه او د دغه پروګرام ګډونواله ده.  صابره وايي، دا ډول پروګرامونه د ښځو په اقتصادي وضعیت کې ښه همکاري کولای شي، خو د دې په خبره چې دغه ډول پروګرامونه باید یوازې تر ښارونو پورې محدود نه، بلکې لیرې پرتو سیمو ته وغوړېږي. صابره وايي: ​"د بشر د تاریخ په اوږدو کې همېشه دا ثابته شوې ده چې ښځې همېشه کولای شي خپلې پیاوړتیاوې ټولنې ته وړاندې کړي او که موږ ته شرایط برابر شي، موږ وکولای شو زموږ ستونزې حلې شي او هغه حقونه چې موږ ته د اسلام له نظره راکړل شوي دي د هغه په رڼا کې موږ کولای شو ډېرې لاسته راوړنې ولرو، هم په اقتصادي برخه کې او هم په تولنیزه برخه کې همداسې په نورو برخو کې هم موږ کولای شو، پوره لاسته راوړنې ولرو."  کلیوالي مېرمنې چې دا وخت له سخت فقر او غربت سره مخ دي، خو د غزني ولایت مقام ټولنیزې او اقتصادي مرستیالې هوسۍ اندړ وویل، دا پروګرام به ورو ورو له غزني مرکز څخه ولسوالیو او بیا کلیوالي سیمو ته غځېږي، تر څو د دغه مېرمنو اقتصادي حالت ښه شي. اغلې اندړ وویل: ​"تاسو پوهېږئ چې دا پروګرام نوی دی او نن‌یې پرانیسته وه، په راتلونکي پروګرامونو کې همداسې دا له مرکز څخه لیرې ورو ورو  کلو او بانډو ته هم رسېږي."  دغه مېرمنو له افغان دولت څخه په غزني کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړه.  هغوی پر وسله‌والو طالبانو غږ وکړ چې اوربند وکړي او ترڅنګ‌یې د ښځو کاري فرصتونو په وړاندې خنډ جوړ نه‌شي.   دوی وویل، په هره ټولنه کې چې امن وي، هلته د خلکو ژوند ښه وي، فقر او غریبي نه‌وي، خلک په خپلو ورځنیو کارونو بوخت وي او د سړو ترڅنګ ښځې هم د اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او هر اړخیزو پرمختګونو لپاره هلې ځلې کوي.

08.06.2021 ازادي راډیو

د خوړو د خوندیتوب ورځ؛ "۴۰ سلنه افغانان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي"

نن د جون ۷ مه د خوړو د خوندیتوب نړېواله ورځ ده، دا مهال په نړۍ کې سلګونه میلیونه کسان له لوږي سره مخ دي.په افغانستان کې هم ۴۰ سلنه وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي. جګړه، ناامني، بې وزلي، بې کاري او کافي خوړو ته محدوده لاس رسۍ د خوړو د نه خوندیتوب له لویو لاملونو شمېرل کېږي. ٣٨ کلنه بادام ګله یوه له میلیونونو وګړو څخه یوه ده چې په افغانستان کې له لوږې سره مخ ده. د نوموړې مېړه معتاد دی او ۷ ماشومان یې کلونه وړاندې دې ته پریښې دي. که څه هم د بدخشان په دغې لېرې پرتې ولسوالۍ یفتل کې د بادم ګلې لپاره خپلو بچو ته د نفقې پیدا کول ستونزمنه دي، خو هغه د خلکو په کورونو کې د کالي مینځلو له لارې خپلو بچو ته څه ناڅه خواړه برابروي. بادام ګله وايي: "دا اوس هم زه ناروغه یم، فشار مې ټیټ دی، کافي خواړه نه لرم، د کمو خوړو له امله سر مې ګرځي، هرځای غورځېږم، کمزورې شوې یم، کار هم نشته چې ويې وکړم او خپلو بچو ته کافي خواړه برابر کړم،زه هم ناروغه یم." د ملګرو ملتونو د تعریف له مخې بادام ګله او د هغوی اولادونه د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي. د خوړو خوندیتوب په دې معنی دی چې ټول خلک، په هر وخت کې بشپړو، روغتیایي او مغذي خوړو ته لاس رسۍ ولري او یا د هرې کورنۍ د یوه غړي کلنی عاید دومره وي چې خواړه ځانته پرې برابر کړای شي. د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ په ۲۰۱۹ میلادي کال کې نږدې ۶۹۰ میلیونه وګړي په ټوله نړۍ کې له لوږې سره مخ دي چې ډېره برخه یې په اسیا کې دي. دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي و چې د ٢٠٢٠ میلادي کال تر پایه به څه باندې ۱۳۰ میلیونه وګړي په لوږه د اخته کسانو په شمېر کې زیات شي. افغانستان کې هم په ډېر شمېر وګړي د خوړو خوندیتوب نه لري. د احصایي ادارې د شمېرو له مخې څه باندې ۴۷ سلنه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. د خوړو نړیوال سازمان د ۲۰۲۱ میلادي کال د راپور له مخې د افغانستان ۱۴ میلیونه وګړي د خوړو خوندیتوب نه لري او د خوړو امنیت ته لاس رسی محدود دی. د خوړو نړیوال سازمان جګړه، نا امني، د وضعیت بدلون، جنسیتي نابرابري او بې کاري د خوړو نه خوندیوب لاملونه بللي دي.  دغه سازمان د خوارځواکو کسانو د شمېر زیاتېدل بله اندېښنه بللې او لیکلي یې دي چې خوارځواکي د ښځو، ماشومانو، بې ځایه شوېو، معلولو او بې وزلو کسانو ترمنځ مخ په پراخېدو ده. د دغه سازمان د راپور پر بنسټ له پنځه کلنۍ ښکته افغانستان ۴۱سلنه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او دغه شمیېره په ولایتونو کې ۷۰ سلنې ته رسېږي. د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوړو ملي ادارې عمومي رئیس ابراهیم شینواری وايي چې باکیفته خوړو ته نه لاسرسۍ د تنفسي، معدې، جلدي او سترګو د ناروغیو سبب کېږي. دی زیاتوي: "د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې ۴۰ سلنه وګړي روغتیايي خوړو ته لاسرسی نه لري، عوامل یې نظافت ته نه پاملرنه او یا په مناسبو ځایونو کې د خوړو نه ساتل، خوړو ته د نه لاسرسي عوامل دي."  د نوموړي په وینا د خوړو نه خوندیتوب په کلني ډول په نړۍ کې د درې نیم میلیونه انسانانو ژوند اخلي چې ۹۰ سلنه یې د افغانستان په ګډون په ۲۰ هېوادونو کې دي. د لوږي له امله د مړو شوېو په شمېر کې د زیاتوالي له امله ملګرو ملتونو د ٢٠١٨ میلادي کال د دسمبر په ٢٠ مه په یوه پرېکړه لیک کې د جون ٧ مه د خوړو خوندیتوب نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.

07.06.2021 ازادي راډیو

د کرونا مخنیوي لپاره افغان دولت له ځینو کار کوونکو غوښتي چې له کورونو کار وکړي

په افغانسنان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په پراخېدو او له دې ناروغۍ د مړو شوېو کسانو د شمېر په ډیرېدو سره حکومت اړ شوی چې لا نور بندیزونه ولګوي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، ټول ملکي دولتي کار کوونکي چې تر ۵۵ زیات عمر او یا د شکر، زړه او تنفسي دوامداره ناروغۍ لري او دغه شان څلور میاشتني امیدواره مېرمنې باید له کورونو کار وکړي. د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي نن یکشنبه (د غبرګولي ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه بندیزونه د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له نورو ادارو سره په همغږۍ ترسره کېږي. ښاغلي علیزي زیاته کړه: "د عامې روغتیا وزارت دغه محدودیتونه د کرونا پېښو د زیاتیدو له امله په پام کې نیولي دي، یو شمېر هغه کار کوونکي چې دوامداره ناروغۍ لري او د معافیتي سیسټم د کمزورۍ لامل یې کېږي د دوو اونیو لپاره به له کورونو کار کوي." خو پوښتنې دا دي چې: ایا دغه کار کوونکي لازم تجهیزات لري چې له کورونو کار وکړي؟ کوم کارونه له کورونو امکان لري؟   د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو په کمېسیون کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر کارکوونکي انټرنیټ ته لاسرسۍ لري او کولای شي، په انلاین ډول خپل کارونه مخ ته یوسي. په همدې حال کې په جرمني کې مېشت افغان ډاکټر اسد ژرفبین چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د درملنې په برخه کې کار کوي ازادي راډیو ته وویل چې دا ډول اقدامات کولای شي، د کرونا ویروس د پراختیا مخینوي کې ګټور ثابت شي. دی وايي: "هر هغه اقدام چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره نیول کېږي، باید په مثبت نظر ورته وکتل شي، زه د یو ډاکټرپه صفت له دې اقدامه هرکلی کوم." دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په ۱۶ ولایتونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ښوونځي، پوهنتونونه او روزنیز مرکزونه د دوو اونیو لپاره تړل شوي دي. په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت وایي، سر له نننه د افغانستان په ټولو ولایتونو کې به د ودونو تالارونه تر هغه تړلي وي چې د کرونا پېښې کمې شوي نه وي. دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس په وروستیو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي او د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په وروستۍ یوه اوونۍ ۹۲۰۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي. همدارنګه د دغه وزارت په راپور کې راغلي چې په دغه موده کې ۲۴۱تنه مړه شوي او دا شمېرې مخ په لوړېدو دي.

06.06.2021 ازادي راډیو

کرونا؛ د ننګرهار ځینې زده کوونکي: حکومت دې د 'رخصتۍ' پرېکړه بېرته واخلي

له هغه وروسته چې په هېواد کې د کرونا ویروس درېیمه څپه په چټکۍ سره مخ په پراخېدو ده، ورسره د دوه اوونیو لپاره دولتي، خصوصي پوهنتونونه او ښوونیزو مرکزونه د رخصتېدو پرېکړه وشوه، هغه چې په ننګرهار ولایت کې له غبرګونونو سره مخ شول.  د ننګرهار د یو شمېر پوهنتونونو او ښوونځيو محصلان او زده کوونکي شکایت کوي چې د ښوونیزو ادارو په بندېدو سره یې درسي بهیر ځګه له ننګونو سره مخ شوی چې په خبره یې، د انټرنیټي او برېښنایي کمزورتیا له کبله ورته په کور کې زده کړې سختې دي.  د ننګرهار د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکی رحمت الله وایي، حکومت دې په دې اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي او یوازې د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو بنسټ د کرونا ویروس مخه نه شي ډب کولای.  نوموړی وايي: "دغه رخصت زموږ پر ذهنونو منفي تاثیر کوي، موږ له زده کړو بې برخې کوي، مطالعې سره مو شوق ختموي، نو دغه پرېکړه موږ ته د منلو نه ده."  د ننګرهار د یوه خصوصي انسټیټیوټ د دوهم کال محصل ایمل بیا پر حکومت نیوکه کوي چې ګوندې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه یې یوازې ښوونیز مرکزونه تړلي او پر نورو عامه ځایونو بندیز نه دی لګول شوی.  دی دغه پرېکړه عادلانه نه بولي او زیاتوي، هر ځل د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره تحصیلي او ښوونیز مزکونه تړل کېږي چې له امله یې د دوی کړې خواري بې ځایه کېږي. دی وايي: "د کرونا موضوع یوازې په پوهنتونونو، مکاتبو او ښوونیزو مرکزونو کې نه ده، ولې ښارونه نه تړل کېږي؟ ولې هغه ځایونه چې ګڼه ګوڼه په کې ډېره وي تر دې پرېکړې لاندې نه راځي، پوهنتونونه تړي او رخصتوي یې."  په ورته مهال دې ولایت کې د خصوصي ښوونځیو او پوهنتونونو مسوولان وایې، د کرونا ویروس په رامنځته کېدو او د ښوونیزو ادارو په تړلو سره زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.  په ختیځ کې د خصوصي پوهنتونو د اتحادې رئیس طارق کمال حکومت له ښوونیزو ادارو سره په توپیري چلند تورنوي او وایي، د پوهنې وزارت یاده پرېکړه په خپل سري ډول کړې چې دوی ته د منلو وړ نه ده.  ښاغلي کمال زیاته کړه: "د ښوونیزو بنسټونو او د پوهنتونونو له اتحاديې سره باید مشوره وشي، بل ځل موږ داسې پرېکړه نه منو چې یوازې دې په کې پر تعلیمي دستګاوو قرنظین وشي، دولت دې تعلیمي بنسټونو ته ډېره پاملرنه وکړي، موږ ډېر حیاتي اهمیت لرو، د دې ټولنې د بقا لپاره."   دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ پوهنې وزات د دوه اونیو لپاره د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د مخنیوي په موخه د دولتي او خصوصي پوهنتونونو، ښوونځيو او نورو ښوونیزو بنسټونو د رخصت اعلان وکړ.  د یاد وزارت ویاندې نجیبې ارین ویلي، یاده پرېکړه یې د عامې روغتیا وزارت په لارښوونه او د کرونا د درېیمې څپې د مخنیوي په موخه کړې چې له مخې به یې په کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، وردګ، پنجشېر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندز او نیمروز کې به د جوزا میاشتې له اتمې نېټې تر دوو اوونیو پورې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه، ښوونځي او ښوونیز مرکزونه رخصت وي.  خو اوس د ننګرهار د یو شمېر ښوونځيو او پوهنتونونو مالکان له حکومته د روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیولو سره د خپلو چارو د پیل غوښتنه کوي او زیاتوي، که یې غوښتنو ته ځواب ونه ویل شي نو مدني حرکتونه به وکړي.  په ورته مهال د پوهنې ریاست مسوولان وایي، د ښوونیزو بنسټونو د ملاتړې ادارې په توګه یې دغه ستونزې او اندېښنې له مرکز سره شریکې کړي دي.  د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواري ښوونځیو ته د پرانېستل کېدو او تړل کېدو پرېکړه د دغه ریاست له صلاحیته پورته ګڼي او ټینګار کوي چې که کومه مرجع له دې پرېکړې سرغړونه وکړي نو قانوني چلند سره به مخ شي.  ښاغلي شینواري زیاته کړه: "پوهنې وزارت چې د هېواد ۱۶ ولایتونو ته د دوه اوونۍ رخصتۍ هدایت کړی دی، دا د قانون حیثیت لري، د تطبیق وړ دی،د جوزا له اتمې تر دوو اونیو پورې، استثنا په کې نشته، دولتي او خصوصي به ټول رخصت وي، که څوک سرغړونه کوي ورسره به قانوني چلند کېږي." ننګرهار کې داسې مهال د ښوونیزو ادارو د پرانېستې غوښتنه کېږي چې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، ورځ تر بلې په مرکز کابل او ولایتونو کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.  

05.06.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more