شاته

د خوړو د خوندیتوب ورځ؛ "۴۰ سلنه افغانان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي"

نن د جون ۷ مه د خوړو د خوندیتوب نړېواله ورځ ده، دا مهال په نړۍ کې سلګونه میلیونه کسان له لوږي سره مخ دي.په افغانستان کې هم ۴۰ سلنه وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

جګړه، ناامني، بې وزلي، بې کاري او کافي خوړو ته محدوده لاس رسۍ د خوړو د نه خوندیتوب له لویو لاملونو شمېرل کېږي.

٣٨ کلنه بادام ګله یوه له میلیونونو وګړو څخه یوه ده چې په افغانستان کې له لوږې سره مخ ده.

د نوموړې مېړه معتاد دی او ۷ ماشومان یې کلونه وړاندې دې ته پریښې دي.

که څه هم د بدخشان په دغې لېرې پرتې ولسوالۍ یفتل کې د بادم ګلې لپاره خپلو بچو ته د نفقې پیدا کول ستونزمنه دي، خو هغه د خلکو په کورونو کې د کالي مینځلو له لارې خپلو بچو ته څه ناڅه خواړه برابروي.

بادام ګله وايي: "دا اوس هم زه ناروغه یم، فشار مې ټیټ دی، کافي خواړه نه لرم، د کمو خوړو له امله سر مې ګرځي، هرځای غورځېږم، کمزورې شوې یم، کار هم نشته چې ويې وکړم او خپلو بچو ته کافي خواړه برابر کړم،زه هم ناروغه یم."

ارشیف،عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف،عکس تزئیني بڼه لري

د ملګرو ملتونو د تعریف له مخې بادام ګله او د هغوی اولادونه د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

د خوړو خوندیتوب په دې معنی دی چې ټول خلک، په هر وخت کې بشپړو، روغتیایي او مغذي خوړو ته لاس رسۍ ولري او یا د هرې کورنۍ د یوه غړي کلنی عاید دومره وي چې خواړه ځانته پرې برابر کړای شي.

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ په ۲۰۱۹ میلادي کال کې نږدې ۶۹۰ میلیونه وګړي په ټوله نړۍ کې له لوږې سره مخ دي چې ډېره برخه یې په اسیا کې دي.

دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي و چې د ٢٠٢٠ میلادي کال تر پایه به څه باندې ۱۳۰ میلیونه وګړي په لوږه د اخته کسانو په شمېر کې زیات شي.

افغانستان کې هم په ډېر شمېر وګړي د خوړو خوندیتوب نه لري.

د احصایي ادارې د شمېرو له مخې څه باندې ۴۷ سلنه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د خوړو نړیوال سازمان د ۲۰۲۱ میلادي کال د راپور له مخې د افغانستان ۱۴ میلیونه وګړي د خوړو خوندیتوب نه لري او د خوړو امنیت ته لاس رسی محدود دی.

د خوړو نړیوال سازمان جګړه، نا امني، د وضعیت بدلون، جنسیتي نابرابري او بې کاري د خوړو نه خوندیوب لاملونه بللي دي.

څه باندې ۴۷ سلنه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
څه باندې ۴۷ سلنه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

دغه سازمان د خوارځواکو کسانو د شمېر زیاتېدل بله اندېښنه بللې او لیکلي یې دي چې خوارځواکي د ښځو، ماشومانو، بې ځایه شوېو، معلولو او بې وزلو کسانو ترمنځ مخ په پراخېدو ده.

د دغه سازمان د راپور پر بنسټ له پنځه کلنۍ ښکته افغانستان ۴۱سلنه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او دغه شمیېره په ولایتونو کې ۷۰ سلنې ته رسېږي.

د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوړو ملي ادارې عمومي رئیس ابراهیم شینواری وايي چې باکیفته خوړو ته نه لاسرسۍ د تنفسي، معدې، جلدي او سترګو د ناروغیو سبب کېږي.

دی زیاتوي: "د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې ۴۰ سلنه وګړي روغتیايي خوړو ته لاسرسی نه لري، عوامل یې نظافت ته نه پاملرنه او یا په مناسبو ځایونو کې د خوړو نه ساتل، خوړو ته د نه لاسرسي عوامل دي."

د نوموړي په وینا د خوړو نه خوندیتوب په کلني ډول په نړۍ کې د درې نیم میلیونه انسانانو ژوند اخلي چې

۹۰ سلنه یې د افغانستان په ګډون په ۲۰ هېوادونو کې دي.

د لوږي له امله د مړو شوېو په شمېر کې د زیاتوالي له امله ملګرو ملتونو د ٢٠١٨ میلادي کال د دسمبر په ٢٠ مه په یوه پرېکړه لیک کې د جون ٧ مه د خوړو خوندیتوب نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.