ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ارزګان کې ځینې مېرمنې د مرګ په بستر پرتې خو بیا هم د نارینه اولاد تمه ترې کېږي

ارزګان کې روغتیا پالان وايي، هغه ښځې چې ډېر کوچنیان زېږوي، په ژوند کې له بېلابېلو روغتیايي ستونزو سره مخامخ کېږي.  روغتیا پالان زیاتوي، په دې ولایت کې ډېری ښځې د زیاتو اولادونو زېږولو له زیانونو نه دي خبر او نه هم د کورنۍ پلانولو او حمل نیولو د مخنيوي په اړه په شته خدماتو او معلوماتو خبرې دي.  د ترینکوټ په ولایتي روغتون کې د ماشومانو د زېږنتون په وارډ کې اوس مهال تر ۲۰ زیاتې ښځې بسترې دي، دوی کې ډېری داسې مېرمنې شته چې له درېيو تر ۹ پورې کوچنیان لري. د دغه روغتون د ډاکټرانو په دې وارډ کې یو شمېر مېرمنې د وینې له کمښت سره هم مخ دي ځکه په وینا یې دوی د کوچنیانو ترمنځ واټن نه دی پلان کړی. زلیخا له دغو ښځو یوه ده، نوموړې د ارزګان په ولایتي روغتون کې د زیاتو ماشومانو د زېږولو له امله د مرګ پر بستر پرته ده. خواښې ګل سکه يې وايي، د زلیخا د واده ۷ کاله کېږي او هر کال یې یو کوچنی زېږولی دی. د ګل سکې په خبره دا چې د زلیخا ډېر اولادونه نجونې وې، نو دوی د نارینه اولاد په تمه ورڅخه د لا نورو کوچنیانو زېږولو غوښتنه کوي.  زلیخا د خبرو توان نه لري، خو خواښې یې ګل سکې ازادي راډيو ته وویل: "دا مې نږور ده. شپږ لوڼې يې دي او یو يې زوی دی. اوس يې دا دی بل ماشوم په نس دی. موږ له زیاتو ماشومانو سره نه يو په تکلیف. موږ د ماشومانو وږي یو، موږ خوشاله یو چې زیات ماشومان ولرو، زما خپله ۱۵ او ۱۶  ماشومان شوي، خو ټول مړه دي، په دغو کې درې هلکان او څلور نجونې راته پاتې دي. موږ د ماشومانو مخینوی نه کوو. موږ هېڅ کله نه دي ویلي چې خدای دې ماشومان نه راکوي."  ګل سکې د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې له څه ویلو ډډه وکړه چې دا کوچنیان زلیخا پیدا کوي، دردونه، بې خوبي او زحمتونه یې هم زلېخا تیروي، نو په اړه یې پرېکړه هم باید دا په خپله ونه کړي؟  په همدې روغتون کې د زېږنتون په وارډ کې یوه بله ناروغه مور مریم هم بستر ده. تازه یې زوی پیدا شوی او دا یې اتم کوچنی دی.  مریم ۳۲ کلنه ده او ۹ کاله يې د واده کېږي.  دې ازادي راډيو ته وویل چې د ماشومانو د زیاتوالي له کبله یې د پالنې په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ ده: "ماشومان مې د خوارځواکۍ سره مخ دي. دوه-درې کاله پر ځمکه ناست وي، ولاړېدای نه شي. ذهن يې کمزوری وي. ټول عمر ناروغ وي. ډوډۍ نه شو ورته پیدا کولای او نه یې روزنه کولای شو. زموږ سیمه کې نور هم زما په څېر ښځې شته چې معلومات نه لري څو د حمل نیولو مخنیوی وکړي."  مریم زیاتوي، دغه ولایت کې د کورنۍ غړي زیات شمېر ښځې دې ته اړ باسي چې ډېر کوچنیان  وزېږوي.  د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون د معلوماتو پر اساس د ۱۳۹۹ کال له لومړیو ورځو څخه تراوسه په دغه ولایت کې له هغو ناروغانو چې ولایتي روغتون ته ور وړل شوي، څلور ښځې د ماشوم د زېږون پر مهال مړې شوي او ۱۲۵ ماشومان د زېږېدو پر مهال مړه شوي دي.  د دغه روغتون سرپرست او متخصص ډاکټر ضیاء الرحمان نیازي ازادي راډيو ته وویل چې د دغو میندو او کوچنیانو د مړینې یوازینی لامل دا وو چې میندو د زېږون ترمنځ خوندي واټن نه وو ساتلی.  سیما ګل د ترینکوټ په ولایتي روغتون کې د کورنۍ د پلانولو د برخې مسووله ده وايي، هغه مېرمنې چې د کوچنیانو د زېږون تر منځ فاصله نه مراعتوي، له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخامخ کېږي. سیما ګل زیاته کړه: "یو شمېر مېرمنې په دې اړه معلومات نه لري چې باید د ماشومانو تر منځ فاصله مراعت شي. باید څلور کاله فاصله ولري او یا هم لږ تر لږه دوه -درې کاله خو باید ولري. هغه مېرمنې چې نه پوهېږي، دغه تصویرو ورته ښيم، د ماشومانو ترمنځ د فاصلې لپاره دغه ګولۍ دي، دغه پیچکاري ده، دغه سامان دی چې باید ګټه ترې واخېستل شي. خو که تاسو له دې استفاده ونه کړئ او تاسو پرله پسې هر کال ماشومان راوړئ، د وینې له کمي سره مخ کېږئ. د زړه ضربې درته پیدا کېږي. ستاسو اقتصاد ته زیان رسېږي."  د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین هم دا مساله د اندېښنې وړ بولي او مني چې په اړه يې په دغه ولایت عامه پوهاوی کم دی.  د یادې ادارې مشر عبدالغفار وطنوال ازادي راډيو ته وویل: "د دې موضوع په اړه زموږ سیستم کې بېلابېل مېتودونه شته. زموږ هر کلینک کې هلته قابله‎ګانې دي او هغوی د هغه ښځو سره مرسته کوي چې روغتون ته مراجعه کوي او د دغه مېتودونو په اړه معلومات ورکوي او له هغه وروسته په کورنۍ پورې اړه لري چې دوی کوم مېتودونه ځانته غوره کوي."  د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس چې تازه یې له ازادي راډيو سره شریک کړي، د ټول هېواد په کچه هرکال په هرو سلو زرو میندو کې ۶۹۵ د زېږون پر مهال مري چې په کې د ډېرو اولادونو راوړونکې مېندې هم شاملې وي. 

22.05.2021 ازادي راډیو

د نورستان ښکلاګانو د زرګونه سیلانیانو پام ځان ته اړولی

د نورستان سیمه‌ییز چارواکي وایي د شپږو زرو تر ۱۰ زرو سیلانیان سږ کال د تفرېح لپاره دې ولایت ته ورغلي دي. نورستان په افغانستان کې د سمسورو ولایتونو له ډلې دی، دا ولایت تېر کال د حکومت له لوري د ملي پارک په نوم هم نومول شوی دی.

20.05.2021 ازادي راډیو

کندهار ته رابې ځایه شوې کونډې: له پیغورونو سره-سره اولادونو ته خیرات غواړو

کندهار ښار ته رابې ځايه شوې کونډې مېرمنې اړ شوي چې د خپلو اولادونو د روزنې لپاره خلکو ته د سوال لاس وغځوي او وايي، جګړو ورڅخه د کورنۍ سرپرستان اخیستې او ځينې یې معلول کړي چې له امله دوی اړ شوي، له کورونو ووځي او خيرات ټول کړي. راضيه هغه ځوانه مېرمن ده چې د خپلو پنځو اولادونو د روزنې لپاره د کندهار ښار پر سړکونو ګرځي او خيرات ټولوي. نوموړې وايي، د جګړو له امله مجبوره شوې چې د خپلو اولادونو او معلول خاوند سره يوځای کندهار ته راشي، خو په وینا یې دلته نه شي کولی اولادونو ته يوه ګوله ډوډۍ پيدا کړي، ځکه خاوند يې پر ځای پروت دی او د ګټې وټې سړی نه لري. نوموړې زیاتوي: "د ارزګان له جنګونو راغلې يم، کوچني ماشومان مې راايستلي، د خوارۍ سړی نه لرم، پنځه ماشومان مې دي، د دغه پنځه ماشومانو زه ساتنه کوم،  که مې يو څه پیدا کړل، راوړم یې که نه، داسې ورته ګرځم، خلکو که يو څه راکول ښه تر ښه که یې خوشکه راته وکړه، ورڅخه ځو، زموږ هم خپل سرايونه، ځمکې او جایدادونه وو، خو اوس جګړو اړ کړو څو له خلکو خیرات وغواړو دا موږ ته ښه خوند نه راکوي." د راضيې په خبره، کله کله ځینې خلک ورته سپکې سپورې هم وایي، خو د اولادونو د ګېډې غم اړ ایستي چې د خلکو له پیغورونو سره-سره خیرات ټول کړي. نوموړې وايي: "خلکو شل واره بدې خبرې راته کړي وایي، ولې پر کور نه کښېنئ، موږ ورته وایو چې وروره موږ ته يې تاسو راکړئ چې پر کور کښېنو، زموږ خلکو هلته ارزګان کې خوارۍ کښلې، هلته یې مزدورۍ کولې، خو اوس هغه دی خوارکی پرځای پروت دی خوارۍ نه شي کښلای چې د خوارۍ وای، خو ښه وو، موږ ته هم ښه خوند راکوي چې ځای پرځای کښېنو." ۳۵ کلنه ګلالۍ د هلمند ولايت د سنګين د ولسوالۍ څخه کندهار ته را کډواله شوې وايي، خاوند یې په بمبار کې وژل شوی او اوس د اولادونو روزنې مجبوره کړې چې خیرات ټول کړي. ګلالۍ وايي: "کورونه راڅخه پاتي، ټوله ورځ دا وچ سړک ته مو دا کوچني ماشومان راايستلي، که يو څوک راباندې مهربانه شو، يو شی یې راکړ ښه تر ښه، که نه ناست يو د الله ج رضا ته." په عین وخت کې د کندهار د ښځو چارو رئیسه روقيه اڅکزۍ وایي، دوی تېر کال ډېر شمېر لوستي ښځې موسساتو او دولتي ادارو ته د کارکولو په پار ور پیژندلي او دغه راز یو شمېر نالوستو مېرمنو ته یې د 'MC' دفتر په مرسته د خياطۍ، ارايش او پردو جوړولو د زده کړې زمينه برابره کړې. نوموړې وايي پلان لري چې سږکال هم زر بې ځايه شوې مېرمنې په کار وګماري: "موږ مختلفې ځوانانې نجونې يعنې روشن فکره نجونې موسساتو ته معرفي کړي او دغه ډول په دولتي چوکاټ کې مو ورسره همکاري کړې، خو ولې بیا هم اصل د کار زمينه برابرول د کار او امور اجتماعي دنده ده، ترڅنګ يې هم زموږ هغه بې سواده خویندې دي چې هغوی بې ځایه شوي، د هغوی لپاره مو د 'MC' موسسې په همکارۍزیات تعداد خويندو ته د کار زمينه برابره کړې وه اوس مو هم تر لاس لاندې دي. دا پروګرام د درېيو کلو لپاره دی." د کندهار د کډوالو چارو ریاست د معلوماتو پر اساس تېرکال په دې ولایت کې د شااوخوا ولسوالیو او ګاونډیو ولایتونو څخه د روانو جګړو له امله شااوخوا ۲۱ زره کورنۍ د خپلو مېنو څخه رابې ځایه شوي. د دغه کورنیو لپاره اقتصادي کمزوري او د کاري فرصتونو نشتوالي تر ټولو جدي ستونزې دي.

20.05.2021 ازادي راډیو

کابل کې د افغان جاپان روغتون کرونا واټ کې خالي بستر نشته؛ "ورځ کې۵ تنه مري"

د افغان جاپان روغتون کرونا واټ کې ناروغانو لپاره خالي بستر نشته او په نږدې ټولو بسترونو کې هغه ناروغان پراته دي چې کرونا یې شدیده ګڼل شوې، د ډیریو روغتیايي وضعیت نازک دی او د اکسیجن د پایپونو په مرسته ساه اخلي. د افغان جاپان روغتون مسوولان وايي، دلته هره ورځ پنځه یا  له پنځو زیات کسان د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ له امله مړه کېږي. د یاد روغتون د نرسانو مشر 'هېډنرس' محمد فهیم یوسفي د سې شنبې (د غويي ۲۸مه) په ورځ ازادي راډیو ته ویلي و چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد روغتون کې ۶ کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي او له معاینه شوېو ناروغانو د نږدې پنځوس سلنو نتیجه مثبته وه. یوسفي زیاته کړه: "دلته د دویمې څپې پرتله د کرونا درېیمه څپه وخیمه ده، مریضان په کې زیات مړه کېږي، تقریباً په تیرو ۲۴ ساعتونو کې زموږ  شپږ ناروغان مړه شوي." خو د روغتیايي مسوولینو له دې څرګندونو سره-سره کابل ښار کې ګڼه ګوڼه په خپل عادي حالت ده او ډېر کم داسې کسان تر سترګو کېږي چې ماسکونه یې اچولي وي او یا نورې روغتیايي سپارښتنې یې مراعات کړي وي. د دوی ډېری په دې باور دي چې نور نو کرونا ویروس نشته، خو ځینې بیا د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو هم ټینګار کوي. د کابل ښار اوسېدونکی سید شریف وايي: "په کرونا هېڅ باور نه لرم، ټول يې دروغ دي، ځکه چې تېر کال په همدې روژه کې زما ورور سخت ناروغ و، هر چېرې چې مې يووړ ويل يې کرونا دی، خو چې خپله مې په غېږ کې ونيوه او تداوي مې کړ، د خدای په فضل جوړ شو، نو په کرونا هېڅ باور نه لرم." خو د کابل ښار بل اوسېدونکی سید جلال بیا کرونا ویروس جدي ګڼي او د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو ټینګار کوي: "ماسک ته خو هر وخت اړتیا ده، که دا مرض وي که نه وي. دا هم په کار ده چې نظافت مراعت شي په هر وخت کې، په کور کې په دفتر کې، په هر ځای کې ځکه نظافت د ایمان برخه ده." د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کرونا درېیمه څپه د نورو هغوی پرتله مرګونې ده او باید وار دمخه یې تدابیر ته پام وشي. دغه شان روغتیا پالان په ټینګار سره وايي چې خلک هم باید روغتیايي سپارښتنې په جدي ډول په پام کې ونیسي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ د کرونا ویروس پر وړاندې د واکسین بهیر په ښه توګه روان دی او ټاکل شوې چې د کرونا ویروس واکسین د ګډ پروګرام کوواکس له لارې د شل سلنه وګړو لپاره ۱۶ میلیونه ډوزه نور واکسین هم ډېر ژر افغانستان ته راورسېږي. تر اوسه پورې د هند تولید یو میلیونه ډوزه واکسین افغانستان ته راغلی چې له پنځه لکه او شل زرو څخه پر ډېر کسانو پلی شوی دی. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې له ۶۴ زرو زیات کسان په کرونا ویروس اخته دي چې ۲ زره ۷ سوه او ۶۲ کسانو یې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

19.05.2021 ازادي راډیو

د افغان ښځو د وضعیت په اړه د بشر حقونو څار نړیوال سازمان اندېښنه

‎د بشر حقونو څار نړیوال سازمان ځینو چارواکو په افغانستان کې د ښځو اوسنی او راتلونکی وضعیت ننګوونکی بللی او اندېښنه‌یې ښودلې چې لا هم افغان مېرمنې د خپلو د حقونو او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي. ‎د اسیا لپاره د دغه سازمان د ښځو برخې مسؤلې هیدر بار د دغه سازمان له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، له افغانستان سره مرستندویه هېوادونه باید د خپلو سرتېرو له ایستلو وروسته هم د اساسي خدمتونو په برخه کې خپلو اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي، خو په خبره‌یې هغه دولتي او نا دولتي ادارې چې په تېرو کلونو کې یې د مرستو د مصرف په برخه کې سرغړونې کړي، باید وپوښتل وشي. ‎هیدر بار ټینګار کړی چې د مرستندویه هېوادونو ملاتړ به وکولای شي چې له طالبانو سره د سولې او د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې تر احتمالي راتګ وروسته هم د افغان مېرمنو او نجونو راتلونکې او د دوی فعالیتونه او حقونه خوندي وساتي. ‎هیدر بار د متحده ایالاتو د کانګرس نوي قانون ته اشاره کړې چې په کال کې به دوه ځلې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه کانګرس ته راپور ورکوي. ‎مېرمن بار دا اعلان شوی قانون د افغان مېرمنو او نجونو د اساسي خدمتونو د تمویل لپاره ښه فرصت بللی. ‎هڅه مو وکړه په دې اړه د افغانستان د ښځو چارو وزارت نظر هم واخلو، له ډېرو هڅو سره سره بريالي نه‌شوو. ‎خو د افغان ښځو د حقونو ځینې فعالینې په دې باور دي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې نړیوالې ټولنې د افغان ښځو لپاره بنسټيز نه، بلکې سمبوليک کارونه کړي دي. ‎د افغانستان د ښځو د ټولنې مشره فتانه ګېلاني د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د تازه خپرې شوې اعلامیې په اړه ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې دا ‌‌‌‌‌‌ډول څرګندونې کولای شي د افغان مېرمنو د ستونزو د حل په برخه کې پر اړونده ادارو او بنسټونو فشار راوړي. ‎مېرمن ګېلاني ټینګار کوي چې لومړی د جګړې ختمول اړين دي: "د افغان مېرمنو لپاره دا مهمه ده چې نړیواله ټولنه او د بشري حقونو سازمانونه دا فشار راوړي چې لومړی جګړه پای ته ورسېږي، دا د افغان مېرمنو لپاره مهمه ده چې دوی ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه شي چې جنګ ختمېږي، نړیواله ټولنه ‌‌‌‌‌‌ډېر کله د افغان مېرمنو په اړه ‌‌‌‌‌‌څرګندونې او شعارونه ورکوي، خو د افغان مېرمنو د ژوند په سیاسي، ټولنیز، کلتوري او اقتصادي اړخ ځانګړی بدلون نه‌دی رامنځته شوی." ‎دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې دا مهال له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د وتلو لړۍ روانه ده او ټاکل شوې د سپټمبر تر ۱۱مې دا بهیر بشپړ شي.

18.05.2021 ازادي راډیو

روغتیا وزارت: ۱۰ سلنه افغانانو ته د کرونا ضد واکسین اخیستو لپاره پیسې نه‌لرو

‎د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې دا مهال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کرونا ضد واکسین د تطبیق لړۍ روانه ده. ‎د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علي‌زي د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۷» ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وول چې د کرونا ویروس واکسین د ګډ پروګرام (کوواس) له لارې د ۲۰ سلنه وګړو لپاره به ۱۶ ملیونه دوزه واکسین ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر افغانستان ته ورسېږي. ‎ښاغلی علي‌زی وایي دا مهال دغه وزارت د واکسین د اخیستو په برخه د ۱۰ سلنه وګړو لپاره د پیسو له کمښت سره مخ دی. ‎ښاغلی علي‌زی زیاتوي: "د ۶۰ سلنه وګړو لپاره د واکسین د اخیستو په برخه کې په ټوله کې ۲۲۵ ملیونه ‌‌‌‌‌‌ډالرو ته اړتیا وه چې اکثره دغه اندازه پیسې د دولت له لوري یې تدارکات شوي، خو د ځینو خلاوو له امله موږ د ۱۰ سلنه وګړو د پیسو له کمښت سره مخ یو، دولت‌یې د تدارک لپاره په هڅه کې دی چې موږ وکولای شو د پلان له مخې په ۲۰۲۲ کال خپل ټول وګړي واکسین کړو." ښاغلی علي‌زی وايي، د چین نه هم د هغه هېواد د ژمنو پر بنسټ هېواد ته د واکسین د دوزونو د انتقال لپاره د اداري چارو لړۍ پیل شوې چې په خبره‌یې ژر به دا پروسه هم ترسره شي. ‎د کرونا ویروس ضد واکسین له ۱۸ کلونو لوړ عمر لرونکو وګړو ته تطبیقېږي. ‎د عامې روغتیا وزارت د غوښتنو ترڅنګ ‎د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف نن د نړۍ له اوو لویو صنعتي هېوادونو یا (G-7) او اروپايي ټولنې بې‌وزلو هېوادونو ته د کرونا ضد واکسین په رسولو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده. ‎دغې ادارې د کوواکس په نوم د واکسین شریکولو پروګرام له لارې په بې‌وزلو هېوادونو کې د واکسین د کموالي د ستونزې د حل غوښتنه کړې ده. د ‎دغې ادارې له لوري په یوه اعلامیه کې راغلي، اووه لوی صنعتي هېوادونه او اروپايي ټولنه که په جون، جولای او اګسټ میاشتو کې یوازې خپله موجوده ۲۰ فیصده عرضه شریکه کړي، کولای شي بې‌وزلو هېوادونو ته ۱۵۳ ملیونه دوزه واکسین برابر کړي. ‎بل‌خوا ځیني ‌‌‌‌‌‌ډاکتران هم د کرونا ویروس تطبیق ته اشده اړتیا ويني. ‎په کابل کې د 'کووېډ-۱۹' لپاره د ځانګړي شوي افغان جاپان روغتون پخوانی مشر حکیم‌الله صالح وایي ټولو وګړو ته اړتیا ده چې باید د کرونا ویروس ضد واکسین ولګوي. ‎‎د ښاغلي صالح په خبره که څه هم د دغه واکسین په اړه بېلابېل نظرونه او شایعات خپاره شوي، خو په خبره‌يې دا واکسین د 'کووېډ-۱۹' وژونکې ناروغۍ د مخنیوي لپاره مؤثره لاره ده. ښاغلی صالح زیاتوي: "نه‌یوازې د 'کووېډ-۱۹'  ناروغۍ واکسین، بلکې د ټولو نورو ناروغیو د مخنیوي لپاره واکسینونه ګټور دي، خو دا طبیعي ده او کله نا کله سایډ افېکټ یا جانبي عوارض لري." ښاغلی صالح وایي له واکسین وروسته جانبي عوارض د دې ښکارندویي کوي چې واکسین شوي کس کې ویروسونه فعال دي. د ده په خبره، د دغو واکسینونو په تطبیقولو سره فعال ویروسونه له‌منځه تللی شي. ‎د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان د کرونا ویروس د خپرېدو له پیل تر دې دمه له ۶۳ زره زیاتې مثبت پېښې ثبت شوي چې له دې شمېر له ۲،۷۰۰ زیات وګړي یې له امله مړه شوي دي.

17.05.2021 ازادي راډیو

یونېسف: د نړۍ اقتصادي قدرتونه او اروپايي ټولنه دې کوواکس سره د واکسین مرسته وکړي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق، یونېسف د نړۍ له اووه سترو اقتصادي قدرتونو او اروپايي ټولنې وغوښتل چې د کرونا د واکسین ګډ پروګرام کوواکس ته د واکسین مرسته وکړي. یونېسف د کرونا واکسین د ګډ نړیوال کمپاین کوواکس د تمویل چارې پر مخ وړي. د یونېسف مشرې هنریتا فور دوشنبه وویل د اضافي واکسینونو مرسته د اوس وخت لپاره اړین او بېړنی اقدام دی چې په مټ به‌یې رامنځته شوې تشه ډکه او د نړۍ په بې‌وزلو هېوادونو کې د واکسین د پر مخ بیولو لپاره د واکسین مرستې وشي. د کرونا په نړیوال واکسیناسیون کې ستونزې یا د واکسین کمی وروسته له هغه ډېر احساس شو چې په هند کې په کرونا د اخته خلکو شمېر مخ په لوړېدو شو. هند د کوواکس لپاره د ډېرو واکسینونو د تولید ډاډ ورکړی و. اغلې هنریتا په خپل بیان کې د نړۍ له اووه سترو اقتصادي قدرتونو او اروپايي ټولنې د خپلې غوښتنې پر مهال ویلي، دغه هېوادونه که خپل ۲۰ فیصده زېرمې هم شریکې کړي د جون، جولای او اګسټ په مخه به‌یې د کرونا د واکسین ۱۵۳ ملیونه دوزه مرسته کړې وي. د یونېسف مشرې زیاته کړې په ځلونو یې دا خبرداری ورکړی چې بې‌وزلي هېوادونه د کرونا د واکسین په برخه کې ځان ته پرېنښودل شي. هند د بېلګې په توګه یاد شوی چې که نور هېوادونه هم ځان ته پرېښودل شي ښايي په هماغه برخلیک اخته شي. په هند کې تېر یوه شپه او ورځ په کرونا د څه باندې ۲۸۱ زرو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړل شوی چې له ډلې یې تر ۴،۱۰۰ ډېر کسان مړه شوي. د جَنوبي اسیا په دې هېواد کې په کرونا د اخته خلکو شمېره نږدې ۲۵ ملیونو ته رسېږي چې له امریکا وروسته په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو دوهم لوړ شمېر دی. د کرونا د واکسین د تمویل لپاره د یونېسف له‌خوا داسې وخت د نړۍ په اووه لویو اقتصادي قدرتونو (G7) او اروپايي ټولنې غږ شوی چې تمه ده دا هېوادونه راتلونکې میاشت په بریتانیا کې یوه سرمشریزه وکړي. په «G7» کې بریتانیا، کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا شامل دي. په ځینو دغو هېوادونو کې کرونا تر نورو زیات زیان اړولی، خو د واکسین د تولید په برخه کې سرلاري دي او د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره‌یې د مرستې ډاډ ورکړی.

17.05.2021 ازادي راډیو

څېرې - له انیسه مراد سره خبرې

انیسه مراد څوارلس کلنه سندرغاړې ده. دا په افغان ترکمنه کورنۍ کې په لندن کې زېږېدلې. د موسیقۍ په فستیوالونو او کنسرتونو کې ګډون کوي. په ۱۲ کلنۍ کې يې سندرې لیکل پیل کړل. دې په ټين سټار او اوپن مایک سیالیو کې ګډون کړی او دوهمه درجه یې خپله کړې.

16.05.2021 ازادي راډیو

د پاکستان عوامي نشنل ګوند یوې مشرې بېګم نسیم ولي خان مهم فعالیتونه څه و؟

د پاکستان د عوامي نشنل ګوند له مشرانو یوې بېګم نسیم ولي خان نن په ۸۸ کلنۍ کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.   ملالۍ بشیر په پښتونخوا کې د ښځو د حقونو لپاره فعال واک تحریک له یوې مشرې قندي صافۍ سره مرکه کړې ده او په سر کې يې د بېګم نسیم ولي خان د مهمو فعالیتونو په اړه پوښتنه کړې. دغه مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:  

16.05.2021 ازادي راډیو

هند کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله له ۴ زرو زیات کسان مړه شول

هندوستان نن یکشنبه د درېیمې پرله‌پسې ورځې لپاره د کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' لږې پېښې ثبت کړې. خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې ناروغۍ د مړینو شمېر په‌کې تر ۴۰۰۰ زیات و چې په ټوله کې په کرونا ویروس د مړینو شمېر په‌کې تر ۲ لکه ۷۰ زرو واوښت. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هندوستان کې په کرونا ویروس د ۴ زره ۷۷ کسانو مړینه او د درې لکه ۱۱ زره ۱۷۰ کسانو اخته کېدل ثبت شوي دي. د روغتیا وزارت معلومات ښيي چې دا په تېرو درېیو اوونیو کې په ورځني ډول تر ټولو لږ شمېر ګڼل کېږي. په ټوله کې په هندوستان کې روانه اوونۍ په کرونا ویروس د ۲ ملیونه کسانو د اخته کېدو او د نږدې ۲۸ زره کسانو مړینه ثبت شوه. په دغه هېواد کې د کرونا ویروس دوهمه لویه څپه په فبرورۍ میاشت کې پیل شوه چې روغتونونه او روغتیايي کارکوونکي یې تر سخت فشار لاندې راوستل. د هندوستان په هغو ایالتونو کې چې د دوهمې څپې په پیل کې سخت ځپل شوي وو، د سخت ټولنبدیز تر لګولو وروسته په‌کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو ورځنۍ پېښې کمې شوې دي، لکه ماهاراشترا او په شمال کې ډېلي. که څه هم د مرکزي حکومت روغتیايي چارواکو په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو د پېښو کمېدو ته هیله ښوولې، خو په ځینو ایالتونو لکه تامل ناډو او لیرې پرتو سیمو کې د دغه ویروس مثبې پېښې په زیاتېدو دي. صدراعظم نرېندرا مودي د شنبې په ورځ له چارواکو وغوښتل چې په لیرې پرتو سیمو کې د روغتیايي څارنې منابع او د څارنې مېکانیزم پیاوړی کړي، ځکه د ښارونو تر ځپلو وروسته په دغو کلیوالو سیمو کې ویروس په چټکۍ په خپرېدو دی. په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د ځینو مړو شویو کسانو جسدونه د هندوستان په سیندونو کې موندل شوي دي. د حکومت په یوه لیک کې چې روېټرز اژانس هم کتلی، په لومړي ځل د دې ټکان ورکوونکې موضوع په اړه رسمي خبرداری ورکړل شوی دی. په ځینو سیندونو کې پولیس د کښتیو په مرسته په دغسې مړو پسې ګرځي. د پولیسو یوه افسر بي. اېن. اپاډیې (ANI) خبري شبکې ته وویل: "موږ ګزمه کوو، په هغو مړو پسې ګرځو چې سیند ته اچول شوي دي، موږ دغه مړي له وړ دودونو سره سم تر موندلو وروسته سوځوو." د رسمي شمېرو له مخې په هندوستان کې چې ۱ میلیارد او ۳۵۰ ملیونه وګړي په‌کې ژوند کوي، تر شنبې پورې ۴۰ ملیونه او ۴ لکه کسان بشپړ واکسین شوي وو. د هندوستان روغتیا وزیر هارش واردهان د شنبې په ورځ وویل، تر جولای میاشتې پورې به هندوستان د کرونا ویروس ضد واکسین ۵۱۶ ملیونه دوزه په واک کې ولري. په هندوستان کې په ټوله کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۲۴ ملیونه او ۶ لکه ۸۰ زرو اوښتی دی.

16.05.2021 ازادي راډیو

روغتیا وزارت: له اختره وروسته ښايي پر کرونا د اخته ناروغانو شمېر زیات شي

د افغانستان روغتیا وزارت وایي، د دوی له لارښونو سره- سره بیا هم خلکو د کوچني اختر په ورځو کې د لیدنو او يو بل کره د تګ راتګ پر مهال د کرونا وبا د مخنیوي په هدف روغتیایي لارښوونې سمې په پام کې نه دي نيولي. د عامې روغتيا وزارت مرستيال ميرويس عليزي د شنبې (د غويي ۲۵مه) په ورځ ازادي راډيو ته وويل، وضعيت ته په پام ښايي تر اختر وروسته په دې ويروس د اخته کسانو شمېر زيات شي. عليزي زیاته کړه: "زه له خلکو هیله کوم چې د روغتیا وزارت پیغامونه په پام کې ونیسي، اوس د اختر په ورځو کې کم خلک د کرونا ویروس ټېسټ لپاره راځي، خو له اختر وروسته ورځو کې به د خلکو یو لوی شمېر د کرونا ویروس د ازموینې لپاره روغتیایي مراکزو ته لاړ شي." د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶ کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي او ۶۵ تنه نور په دې ویروس اخته شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې د شيدايي په نوم د کووېډ- ۱۹ روغتون مسوولین وایي، په تېرو دوو ورځو کې په دې روغتون کې په کرونا ويروس د اخته بستر ناروغانو شمېر دوه برابره زیات شوی دی. د دغه روغتون یو تن ډاکټر مسعوذ میرزایي وایي: "زموږ د ناروغانو شمېر زیات شوی، د اختر په اوله ورځ مو ۲۵ بستر ناروغان درلودل اما په تېرو دوو ورځو کې دا شمېر ۴۳ کسانو ته ورسېده او دا هغه ناروغان دي چې وضعیت یې ډېر خراب دی، له اختر وروسته ورځو کې د دې ناروغانو د زیاتیدو ډېر امکان شته." د افغانستان یو شمېر اوسیدونکي چې له کوم توپیر پرته د اختر په ورځو کې د خپلوانو او ملګرو په لیدو او ملاقاتونو بوخت دي وایي، حکومت دې د هغو هېوادونو په وګړو او هلته د مېشتو افغانانو په تګ راتګ بندیز ولګوي، چېرې چې د کرونا ویروس د خپریدو په حال کې دی. د کابل یو تن اوسیدونکی ذبیح الله وایي: "زموږ سرحدونو ته ځانګړې پاملرنه نه کېږي او ډېری هغه افغانان چې له ایران او پاکستان څخه راځي، اصلاً د هغوی طبي ازمېښت نه کېږي او دوی د کرونا ویروس ولایتونو ته انتقالوي." خو د کابل یو بل اوسیدونکی خاموش بیا په دې نظر نه دی. دی خلک په بې پروایۍ تورنوي او وایي، په خپله د اختر مبارکیو لپاره د هېچا لیدو ته نه دی تللی: "ما خپله د روغتیا وزارت ټولې لارښوونې عملي کړي او له نورو افغانانو هم غواړم چې د کرونا ویروس د خپریدو څخه د مخنیوي په موخه دا لارښوونې تعقیب او عملي کړي." په افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرېدو تردې اوسه پورې د کرونا ۶۳ زره او ۴۸۴ مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې له دې شمېر ۲۷۴۲ کسان مړه شوي دي. د رسمي شمېرو له مخې په دغه هېواد کې تر اوسه ۵۳۱ زره کسانو ته د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې روغتیايي چارواکو په ځلونو ویلي چې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له دې هم زیات دی، ځکه د دوی په وینا د هېواد ډېری وګړي د کرونا ویروس د ازمیښت لپاره روغتیایي مرکزونو ته مراجعه نه کوي.

15.05.2021 ازادي راډیو

اختر کې د خلکو راشه درشه؛ "تېر شپه او ورځ کې ۷۰ تنه په کرونا اخته شوي"

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت رسمي شمېرې ښيي چې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس ۷۰ تنه اخته شوي دي. د دې وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي‌زي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، روغتیايي کار کوونکو په ټول هېواد کې د ۵۶۶ شکمنو کسانو د کرونا ټېسټ کړی چې په پایله کې د اوویا تنو پایله مثبته راوتلې ده. نوموړی وايي: "تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د ۵۶۶ شکمنو کسانو ټېسټ شوی چې له دې شمېر ۷۰ تنه مثبت دي. په دې سره په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۶۳۴۱۹ تنو ته ورسېد." د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تېره یوه شپه او ورځ په کرونا وبا اخته شوي ۶ کسان هم مړه شوي دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پرون پردې ناروغۍ د نوېو اخته شوېو کسانو شمېر ۲۶۱ اعلان کړی و، خو داسې مهال چې تېرو ۲۴ ساعتونو ټولیزې راټولېدنې زیاتې او راشه درشه هم د اختر په مناسبت ډېره برېښي، خو پر دې ویروس د اخته کېدونکو شمېره ټېټه شوې ده. خو له دې ټولو سره-سره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او روغتیاپالان له خلکو غواړي چې روغتیايي سپارښتنو ته پام او تر خوا یې له ټولنیزو راټولېدنو ډډه وکړي . په همدې حال کې د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د هلمند د مخکني والي نبي الهام له مړینې خبر ورکړی. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته منلې چې ښاغلی الهام کرونا و او وروستیو کې د خراب روغتیايي وضعیت له کبله کابل ته لېږدول شوی و. د ښاغلي الهام له مړینې وړاندې په اقتصادي او د فقر د له‌منځه وړو برخه کې د جمهور رییس غني ځانګړی استازی محمد یوسف غضنفر، د ننګرهار پخوانی والي سلیم خان کندزي په ګډون ځینې سیاسیون د کرونا ناروغۍ له کبله مړه شوي وو. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت رسمي شمېرې ښيي چې د کرونا وبا له پیله تر اوسه، دې هېواد کې د دې ناروغۍ له کبله ۲۷۳۶ تنه مړه شوي، خو ۵۴۶۳۴ نور بیا بېرته رغېدلي دي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، کابل لومړنی ولایت دی چې په کرونا د اخته کسانو شمېر په کې تر نورو ولایتونو لوړ دی. دغه شان هرات، کندهار، بلخ او ننګرهار په یوه او بل پسې پر کووېډ-۱۹ د اخته شوېو کسانو لوړ شمېر لري.

14.05.2021 ازادي راډیو

صفري خپل تاریخي میډالونه بولۍ ته ږدي

د ازادو مبارزاتو افغان اتل حسین بخش صفري غواړي چې خپل دوه میډالونه وپلوري او پیسې یې د کابل او لوګر د وروستیو بریدونو د قربانیانو کورنیو ته ورکړي. دې لوبغاړي ازادي راډیو ته وویل چې یوشمیر افغانان د ده له دې پریکړې سره مخالف دي. نور په دې راپور کې لیدلی شئ

12.05.2021 ازادي راډیو

‎د افغانستان روغتیا وزارت: که اختر کې لارښوونې مراعت نه‌شي، کړکېچ به رامنځته شي

‎سبا پنجشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده. د افغانستان عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي، که د اختر په ورځو کې روغتیایي لارښوونې مراعت نه‌شي، د کرونا ویروس درېیمې څپې کړکېچ به رامنځته شي. ‎د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۲» په کابل کې د حج او اوقافو وزارت سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د کابل په ګډون په ‌‌‌‌‌‌ډېریو ولایتونو کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو او په دغه ویروس د اخته کېدو پېښې مخ په زیاتېدو دي. ښاغلی مجروح زیاتوي: "هره بې‌احتیاطي چې موږ په ټولنه کې کوو، که مارکېټونو ته زیات ځو، اوس په منډوي کې، لېسې مریم او نورو لویو بازارونو او ښارونو کې ګڼه ګوڼه ده، موږ یې پایله ماښام د مړینې او مثبتو پېښو د زیاتېدو په ګراف کې وینو، نو که غواړئ چې دا کچه بېرته راټیټه شي، نو کلید او د حل لاره‌یې له موږ او تاسو سره ده چې د روژې په دې وروستیو او د اختر په ورځ کې ورته پام وکړو." ‎ښاغلی مجروح وایي یوازې په کابل کې د تېرې یوې اوونۍ په پرتله د مثبتو پېښو په ثبت کې ۱۳ سلنه او په وفیاتو کې ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی چې په خبره‌یې دا د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د کچې د لوړېدو ښکارندویي کوي. ‎د عامې روغتیا وزارت سرپرست له ټولو خلکو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې دې د یو بل کورونو ته له زیات تګ راتګ ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړي او د ټولنیز واټن، ماسک کارولو او لاسونو مینځلو په شمول دې نورې ټولې روغتیایي لارښوونې هم په پام کې وساتي. ‎بل‌خوا د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال محمد امین مظفري په همدې خبري ناسته کې ټولو ملا امامانو او خطیبانو ته لارښوونه وکړه چې د اختر لمانځه د ادا کولو پر مهال باید ټول روغتیایي تدابیر په پام کې ونیسي او په لنډو خطبو ویلو سره دې ادا کړي. ښاغلی مظفري وايي: "د اختر لمونځ باید په ټولو حالاتو کې په خلاصه فضا کې ادا شي، هغه جوماتونه چې ازادې فضاوې نه‌لري، په شااوخوا سړکونو دې لمونځونه وکړي، د جوماتونو امامان او مسؤلین باید امنیتي مسایلو ته جدي پام وکړي، د لمونځ کوونکو د صفونو ترمنځ باید واټن مراعت شي او ټول مسلمانان باید د اختر لمونځ د ادا کولو پر مهال  ماسکونه ولري." ‎د ښاغلي مظفري په خبره، اسلام سپېڅلي دین کې د یو مسلمان بل ته تر ټولو ښه ‌‌‌‌‌‌ډالۍ او نیت د هغه سلامتۍ ته زیان نه‌رسول دي، نو همدې شرعي اصل ته په پام سره دې ټول خلک د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي. ‎د افغانستان عامې روغتیا وزارت په خبره، دا مهال افغانستان دننه د کرونا ویروس د ډول معلومولو وړتیا لري او تر دې دمه تر ټولو زیات انګلیسي ‌‌‌‌‌‌ډول کرونا ویروس تشخیص شوی دی. ‎د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه ۴۲۷ زره ټسټونه شوي، ۶۰،۳۴۵ مثبتې پېښې ثبت شوي او له دې شمېر بیا ۴،۳ سلنه خلک مړه شوي دي.

12.05.2021 ازادي راډیو

د ښځو په اړه د ترکیې د یوې پریکړې په غبرګون د نړۍ په کچه لاریونونه

د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنيشنل وایي، نن سې شنبه (د غويي ۲۱مه) به په ټوله نړۍ کې د ترکیې د هغې پریکړې پر وړاندې اعتراضونه وشي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او ورسره د مبارزې له کنوانسیون څخه یې د وتلو په اړه کړې ده.  د ښځو او د بشري حقونو ډلو له خوا تنظیم شوي دغه اعتراضونه داسې مهال پلان شوي چې نن د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او له دغه تاوتریخوالي سره د مبارزې د استانبول د کنوانسیون لسمه کلیزه ده.  په هغه بیان کې چې د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنیشنل خپور کړی، د دې سازمان مشرې اګنیس کالمارډ ویلي، دقیقاً لس کاله وروسته له هغې چې دغه کنوانسیون لاسلیک شوی، ښځې نن په یوه خوله غوښتنه کوي چې ترکي چارواکي دې خپله دغه پریکړه بېرته واخلي، ځکه هغه د میلیونونو ښځو او نجونو امنیت او ان ژوند له خطر سره مخامخ کوي.  کالمارډ وویل، وروسته له هغې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د استانبول د کنوانیسیون د لغوه کولو لپاره د مارچ په شلمه یو فرمان صادر کړ، په ترکیه او نړۍ کې ښځې له اعتراضونو سره یو ځای شوې. نوموړې زیاته کړه، د دې پرځای چې ښځې وبیریږي، هغوی واټونو ته را ووتلي، د دې پرځای چې ناهیلې شي، جرات یې پیدا کړ او اوس تر بل هر وخت زیات خلک د دغه کنوانسیون په اړه خبرې کوي او پر اهمیت یې پوه شوي دي.  د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې نن به د بریتانیا، هالنډ، اتریش، ایټالیا او بلجیم په ګډون یو شمېر هېوادونو کې د ترکیې د سفارتونو په مخکې اعتراضونه وشي.  د کرونا ویروس په تړاو د لګول شویو محدودیتونو سره-سره په یو شمېر ښارونو کې هم اعتراضونه پلان شوي او دغه راز به د ټولنیزو شبکو له لارې، د استانبول کنوانسیون ژوند ژغوري، په نوم له یوه هشتګ څخه په استفادې په انلاین بڼه ترسره شي. دغه کنوانسیون چې په رسمي توګه د اروپایي شورا د کنوانسیون په نوم پېژندل شوی، د ښځو پر وړاندې او هم د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي او ورسره د مبارزې غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې ښځې او سړیان مساوي حقوق لري او دولتي چارواکي مکلف دي چې د جنسیت پر اساس د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي، قربانیان یې خوندي او عاملان یې محاکمې ته را وکاږي.  د اردوغان په اسلامپالي ګوند کې یو شمېر چارواکو داسې استدلال کړی چې ګواکې دغه کنوانسیون ښځې بیلتون ته هڅوي او هغه د ترکیې دودیزه کورنۍ کمزورې کوي چې دا د دوی په وینا د دې هېواد له دودیزو ارزښتونو سره په تضاد کې دي.   منتقدین دغه راز ادعا کوي چې دغه کنوانسیون د جنسیتي تمایل او د جنسیتي هویت له لارې همجنسپالنه تشویقوي. دوی دا هم د ترکي کورنیو د ارزښتونو پر وړاندې یوګواښ بولي.  ښځینه فعالانو او د بشري حقونو مدافعانو له ترکي چارواکو غوښتي چې له دغه کنوانسیونه د وتلو لپاره پر خپلې دې پریکړې چې د جولای په لومړۍ نېټه اجرایي بڼه غوره کوي، له سره غور وکړي.   یو شمېر هېوادونو هم له ترکیې ورته غوښتنه کړې او دغه پریکړه یې د ښځو د حقونو په برخه کې یو په شا تګ بللی دی.  د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، دا د هغه نړیوال غورځنګ لپاره چې په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره هڅې کوي، یو نهیلی کوونکی اقدام دی او د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فون دیرلاین هم پرې انتقاد کړی او د دغه کنوانسیون له ټولو لاسلیک کوونکو یې غوښتي چې هغه دې تصویب کړي.  

11.05.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more