شاته

د کرونا چټک خپراوی؛ ځینو نړیوالو سازمانونو افغانستان ته د همکارۍ ډاډ ورکړی

د افغانستان روغتیا وزارت پرون سې شنبه (د غبرګولي ۱۸مه) په افغانستان کې په کرونا ویروس د ۱۷۲۴ کسانو اخته کېدل او ۵۴ کسانو مړینه ثبت کړله چې دا تر ټولو لوړ شمېر ګڼل کېږي.

خو اټکل دا دی چې واقعي شمېر ښايي تردې څو برابره زیات وي، ځکه زیات کسان ټېسټ نه کوي، یا د ټېسټ کولو امکانات نه لري.

د کرونا وبا د درېیمې څپې چټک خپراوي، روغتیا وزارت او نور نړیوال سازمانونه اندېښمن کړي دي.

د روغتیا وزارت مرستیال ویاند، میرویس علیزي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، نړیوال خیریه او روغتیايي سازمانونه له وزارت سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کولای شي.

علیزی زیاتوي: "نړیوالې ادارې له روغتیايي سکټور سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کولی شي، خصوصاً د وینټلانټور، سیبک ماشینونو، د اکسیجن دستګاوو نصبولو په برخه کې. په مرکز او ولایتونو کې ځینې وخت د اکسیجن دستګاوو دا سهولت نه شته. بله مهمه مساله د واکسین د تطبیق په برخه کې دوی کولی شي له افغانستان او په ځانګړي ډول روغتیا وزارت سره مرستې وکړي."

علیزي وویل، نړیوال خیریه او روغتیايي سازمانونه له وزارت سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کولای شي.
علیزي وویل، نړیوال خیریه او روغتیايي سازمانونه له وزارت سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کولای شي.

په وروستیو ورځو کې ځینو نړیوالو سازمانونو د دستګاوو او نورو اسانتیاوو په برخه کې د خپلو همکاریو خبر ورکړی دی.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان 'WHO' پرون سې شنبه (د غبرګولي ۱۸مه) په یوه ټویټ کې د افغان جاپان له روغتون سره د کوویډـ۱۹ ناروغۍ یا کرونا ویروس د تشخیص د ظرفیت لوړولو په هدف د PCR معایناتو د یوې بلې دستګاه د ورکولو خبر ورکړ.

بل خوا په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې 'یونېسف' ویاند، فریدون ارین ازادي راډیو ته وویل چې په وروستیو کې دې ادارې هم د همکاریو هڅې چټکې کړي دي: "یونېسف په دې ویاړي چې توانېدلی د کووېډ-۱۹ پر وړاندې د مبارزې لپاره په مختلف ډول مرستې او خپل ملاتړ وکړي. یونېسف توانېدلی د پېچکاریو لویه محموله برابره کړي، په عین وخت کې د خوندیتوب بکسې برابرې کړي. د واکسین د غوښتنې لپاره مثبت کارونه وکړي. خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي. له روغتیا وزارت سره له نږدې کار وکړي، تر څو هغه واکسینونه چې یونیسف یې د کوواکس پروګرام له لارې روغتیا وزارت او افغانانو ته ورکوي، د کیفیت تضمین یې وکړي."

یونېسف په دې ویاړي چې توانېدلی د کووېډ-۱۹ پر وړاندې د مبارزې لپاره په مختلف ډول مرستې او خپل ملاتړ وکړي
یونېسف په دې ویاړي چې توانېدلی د کووېډ-۱۹ پر وړاندې د مبارزې لپاره په مختلف ډول مرستې او خپل ملاتړ وکړي

په افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې له کبله د پوهنې وزارت هم د کابل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې د لګول شوېو محدودیتونو موده پرون سې شنبه (د غبرګولي ۱۸مه) د دوو اوونیو لپاره وغځوله.

وزارت وايي، د ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو تر څنګ به د ودونو سالونونه، سپورټي کلبونه او د لامبو حوضونه تړلي وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ ادارې اوچا پرون سې شنبه (د غبرګولي ۱۸مه) ویلي، د روغتیايي منابعو د کموالي، د خلکو له خوا د ټېسټ نه کولو او په کرونا ویروس د مړو د نه راجسټر کولو له کبله ښايي په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته او مړو شمېر خورا زیات وي.

روغتیا وزارت په وار- وار خلکو ته سپارښتنه کړې چې په کرونا ویروس د نه اخته کېدو لپاره ماسک وکاروي، له یو بله دوه متره فاصله وساتي، لاسونه په وار- وار په صابون ومینځي او د ګڼه ګوڼې ځایونو ته له تګ څخه ډډه وکړي.

اړوند مطالب