شاته

ډاکتران: غزني کې په ښځو کې رواني ناروغي زیاته شوې

د غزني روغتیا چارواکي وايي په دې وروستیو کې د رواني ناروغیو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

دوی وايي د ورځې له ۴۰ تر ۵۰ پورې د دغه ناروغیو ناروغان له ولسوالیو پرته یوازې د غزني په ملکي روغتون کې ورته مراجع کوي چې زیاته برخه‌یې ښځې دي.

فقر، بې‌وزلي، کډوالي، سختې جګړې، کورنی تاوتریخوالی، ناسمه پوهه، کم علمي، ښځو ته په ښه سترګه نه‌کتل، بې‌سوادي او داسې نور هغه څه دي چې روغتیاپالان وايي، په افغانستان په ځانګړې توګه په غزني کې یې ډېری ښځې په رواني ناروغیو اخته کړې دي.

دوی وايي، تر څو پورې چې په ټولنه کې دغه ستونزې موجودې وي، همداسې به دغه ښځې ورڅخه کړېږي.

د غزني ښار د نواباد سیمې چمن ګله هم یوه له دغه ښځو څخه ده چې رواني ناروغي لري. دا تقریباً څلوېښت کلنه ده.

چمن ګله وايي، ډېر ځله ډاکترانو ته تللې ده، درمل‌یې خوړلي، خو بیا هم نه‌ده ښه شوې.

چمن ګله هم د ځینو نورو مېرمنو په رنګ له غربت څخه کړېږي او وايي دا او خاوند یې دواړه بې‌روزګاره او څلور ماشومان ورپسې دي.

نوموړې وايي، خوب مې تښتېدلی، سر مې ګرځي، ګنکسه یمه، ارام نه‌لرم، خوشکه هم راځي او کله کله له ځان سره ژاړم.

غزني کې یوه ناروغه مېرمن
غزني کې یوه ناروغه مېرمن

نوموړې زیاتوي: "درې کاله وشول چې په دغه رنځ اخته یمه، که هر رنګه درملنه مې وکړه، خو بیا هم نه‌یمه روغه شوې، کاشکې روغه شوې وی، درې کاله کېږي چې ډاکترانو ته ځم، څوک وايي ناروغي دې اعصابي ده، څوک څه وايي څوک څه وايي."

چمن ګله ارمان کوي چې کاشکې یې سواد درلودی چې د ډاکتر په خبره سمه پوهه شوې وی.

دا یوازې چمن ګله نه‌ده چې په ذهني ناروغۍ اخته ده، بلکې د غزني د ملکي روغتون چارواکي وايي، هره ورځ د دوی روغتون ته د ورځې تر ۴۰ زیات کسان د رواني ناروغیو د درملنې په هدف مراجع کوي چې زیاتره‌یې ښځې وي.

د یاد روغتون سرطبیب ډاکتر عبدالبصیر رامکي ازادي راډیو ته وویل، دوی د غزني په ملکي او حوزوي رغتونونو کې دوه د رواني ناروغیو د مشورې ورکولو ځانګې لري او یادو کسانو ته له ذهني او رواني ناروغیو د خلاصون لارې چارې ښيي.

ښاغلی رامکي زیاتوي: "هره ورځ له ۴۰ تر ۵۰ پورې رواني ناروغان د رواني ناروغیو د مشورې لپاره زموږ شفاخانې ته مراجع کوي، ډېری مراجعین ښځې دي چې علت‌یې کورنی تاوتریخوالی، جګړې، غریبي، بې‌وزلي او لسګونه داسې نور دي، موږ د غزني په ملکي روغتون کې یوازې د رواني ناروغیو د مشورو یوه ځانګه لرو چې رواني ناروغانو ته مشورې ورکوي."

ډاکتر رامکي زیاتوي، په ټوله‌ییزه توګه په افغانستان په ځانګړې توګه په غزني کې د خلکو رواني وضعیت خراب دی، دلته جګړې دي، غریبي ده، خلک په بد حالت کې ژوند کوي.

د غزني ولایت د روغتیا رئيس ډاکتر ظاهر شاه نېکمل بیا وايي چې دوی د ولایت د مرکزي روغتونونو ترڅنګ د ولسوالیو په روغتونونو کې هم د ذهني ناروغیو مشاورین لري، ترڅو په دغه ناروغۍ اخته کسانو ته د خلاصون په هدف مشورې ورکړي.

ډاکتر ظاهر شاه نېکمل
ډاکتر ظاهر شاه نېکمل

ډاکتر نېکمل وايي: "سره له دې چې له موږ سره کره شمېره د ښځو د رواني ناروغیو په اړه نه‌شته، خو له موږ سره راپورونه موجود دي، رواني ناروغي، لکه ژور خپګان، انزایيټي، وېره، اضطراب، ګوشه‌نشیني، بې‌خوبي او داسې نور ټول د سړو په پرتله په ښځو کې زیات وي، د دې لاملونه کېدای شي، زموږ او ستاسو سیمه‌ییزې او ټولنیزې ستونزې وي."

ښاغلی نېکمل د روغتیا له نړیوال سازمان څخه غواړي چې په دغه برخه کې افغانستان ته د مرستو لاس وغځوي، ترڅو د دغه ناروغیو مخنیوی وشي.

دی وايي که په دې برخه کې فنډ کمېږي، نو ستونزې به زیاتېږي چې له امله به‌یې په ځانګړې برخه اغېزه زیاته شي.

نوموړی په روغتونونو کې دغه ناروغانو ته یوازې مشورې ورکول کافي نه‌ګڼي او وايي، د دغه ناروغیو لپاره دې د روغتیا په برخه کې لازم امکانات برابر شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ډېری سیمو ترڅنګ په غزني کې هم د ښځو په وړاندې روان وضعیت د اندېښنې وړ دی چې له دې امله‌یې ډېری برخه په رواني ناروغیو اخته کېږي.