شاته

'له تولید تر مارکېټه'؛ غزني کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا ملي کنفرانس جوړ شو

په غزني ولایت کې د ښځو د پرمختګونو، اقتصادي پیاوړتیا، لاسي صنایعو ته د بازار موندنې، د ښځو په وړاندې د خنډونو او حل‌لارو د موندلو په موخه یو ورځنی کنفرانس جوړ شوی و.

په دغه کنفرانس کې ډېری مېرمنو ګډون کړی وو او په‌کې د ښځو په لاس یو شمېر جوړ شوي شیان نندارې ته وړاندې شول.

«له تولیده تر مارکېټه»، د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا دغه ملي کنفرانس د یکشنبې په ورځ په غزني کې جوړ شوی و.

دغه کنفرانس کې د دولتي چارواکو ترڅنګ تر ۱۵۰ پورې سوداګرو ښځو، د ښځو فعالانو او نورو ولسي ښځو ګډون کړی وو.

په غزني کې د ښځو چارو ریاست مشره شکریه ولي وايي، دغه کنفرانس بېلابېل اړخونه لرل، خو هدف‌یې د ښځو د وضعیت بهتري وه.

د دې په خبره، ځینو سوداګرو مېرمنو خپلې ستونزې شریکې کړې او ځیني لاسي صنایع او کورني تولیدات‌یې هم نندارې ته وړاندې کړل.

د غزني د ښځو چارو رئیسه شکریه ولي
د غزني د ښځو چارو رئیسه شکریه ولي

اغلې ولي وايي: "یو ورځنی کنفرانس د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا او ترڅنګ‌یې د ښځو سوداګریزو توکو ته د بازار موندنې، د هغوی له فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې، د دغه ښځو وړاندیزونو او د هغوی د حل‌لارې په هدف جوړ شوی و چې څنګه کولای شو د ښځو اقتصادي وضعیت ښه شي."

دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې ډېری مېرمنې له سخت اقتصادي، ټولنیز او هر اړخیز وضعیت سره مخ دي.

په غزني کې د «وي ار ډي پي» یا ملي اقتصاد پروګرام مسؤل زبیدالله نېکزاد وايي، په تېر یو نیم کال کې یې د دغه پروګرام له لارې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ډېرې هلې ځلې ګړي چې د ډېری ښځو په اقتصاد کې بدلون راغلی.

د ښاغلي نکېزاد په خبره، دغه پروګرام تر دې وړاندې د کلیو او پراختیا وزارت، خو اوس د ښځو چارو وزارت له لوري پر مخ وړل کېږي.

نوموړی زیاتوي، موږ هڅه کوو چې دغه مېرمنې له خپلو تولیداتو سره ګاونډیو هېوادونو ته ولېږو، هلته موږ په نړیواله کچه ننداتونونه لرو او په دغه نندارتونونو کې دوی کولای شي د افغانستان تولیدات او د افغانو مېرمنو وړتیا ښکاره کړي.

غزني کې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا ملي کنفرانس یوه څنډه
غزني کې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا ملي کنفرانس یوه څنډه

ښاغلی نېکزاد زیاتوي: "د ښځو اقتصاد، موږ دغه پروګرام پیل کړی دی، موږ تقریباً په ۱،۱۰۰ شوراګانو کې دغه فعالیتونه لرو او ۱۲،۵۴۰ خویندې له موږ سره په دغه برنامه کې ثبت دي او زموږ د برنامې له امتیازاتو ګټه پورته کوي، په راتلونکي کې زموږ موخه هم همدغه ده چې دغه پروګرام ولسوالیو ته هم پسې وغځوو."

صابره نیازۍ تقریباً ۲۳ کلنه او د دغه پروګرام ګډونواله ده.

صابره وايي، دا ډول پروګرامونه د ښځو په اقتصادي وضعیت کې ښه همکاري کولای شي، خو د دې په خبره چې دغه ډول پروګرامونه باید یوازې تر ښارونو پورې محدود نه، بلکې لیرې پرتو سیمو ته وغوړېږي.

صابره وايي: ​"د بشر د تاریخ په اوږدو کې همېشه دا ثابته شوې ده چې ښځې همېشه کولای شي خپلې پیاوړتیاوې ټولنې ته وړاندې کړي او که موږ ته شرایط برابر شي، موږ وکولای شو زموږ ستونزې حلې شي او هغه حقونه چې موږ ته د اسلام له نظره راکړل شوي دي د هغه په رڼا کې موږ کولای شو ډېرې لاسته راوړنې ولرو، هم په اقتصادي برخه کې او هم په تولنیزه برخه کې همداسې په نورو برخو کې هم موږ کولای شو، پوره لاسته راوړنې ولرو."

کلیوالي مېرمنې چې دا وخت له سخت فقر او غربت سره مخ دي، خو د غزني ولایت مقام ټولنیزې او اقتصادي مرستیالې هوسۍ اندړ وویل، دا پروګرام به ورو ورو له غزني مرکز څخه ولسوالیو او بیا کلیوالي سیمو ته غځېږي، تر څو د دغه مېرمنو اقتصادي حالت ښه شي.

غزني کې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا ملي کنفرانس یوه څنډه
غزني کې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا ملي کنفرانس یوه څنډه

اغلې اندړ وویل: ​"تاسو پوهېږئ چې دا پروګرام نوی دی او نن‌یې پرانیسته وه، په راتلونکي پروګرامونو کې همداسې دا له مرکز څخه لیرې ورو ورو کلو او بانډو ته هم رسېږي."

دغه مېرمنو له افغان دولت څخه په غزني کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړه.

هغوی پر وسله‌والو طالبانو غږ وکړ چې اوربند وکړي او ترڅنګ‌یې د ښځو کاري فرصتونو په وړاندې خنډ جوړ نه‌شي.

دوی وویل، په هره ټولنه کې چې امن وي، هلته د خلکو ژوند ښه وي، فقر او غریبي نه‌وي، خلک په خپلو ورځنیو کارونو بوخت وي او د سړو ترڅنګ ښځې هم د اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او هر اړخیزو پرمختګونو لپاره هلې ځلې کوي.