شاته

وضعیت په کوم لوري روان دی او د سولې برخلیک څه کېدای شي؟

د ازادي راډیو د دې اوونۍ ۲۵ دقیقې بحث د سولې هڅو او هم‌مهاله ورسره د تاوتریخوالي زیاتوالي ته ځانګړی شوی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل سفر پر مهال یو ځل بیا د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه وکړه.

دې غوښتنې ته د تېر په څېر مثبت ځواب نه‌دی ورکړل شوی، بلکې برعکس تاوتریخوالی زیات شوی دی.

وروستیو شپو ورځو کې د لږترلږه دوه ولسوالیو د سقوط خبرونه خپاره شول. دا د غور شهرک او د ارزګان ګېزاب ولسوالۍ دي.

هم‌مهاله د سولې او جګړې هڅې په څه معنی؟ وضعیت په کوم لوري روان دی او د سولې برخلیک څه کېدای شي؟

دې بحث کې پر همدې موضوع له مېلمنو د ولسي جرګې له پخواني غړي خالد پښتون او پاکستان کې له پخواني ډیپلومات زردشت شمس سره خبرې شوې دي.

د دغه بحث د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:37 0:00
مستقیم لېنک