شاته

افغانستان کې د اکسیجن د کمښت ستونزه؛ روغتیا وزارت: د اکسیجن کارولو کې اسراف کېږي

د افغانستان عامې روغتیا وزیر وايي، په افغانستان کې د کرونا درېیمه څپه د لومړۍ او دوهمې په پرتله جدي او د پراختیا په حال کې ده.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۹» یوې خبري غونډې ته وویل، په کرونا ویروس د اخته کسانو او له امله‌یې د مړینې شمېرې د اندېښنې وړ دي.

ښاغلي مجروح وویل چې تر اوسه په 'کووېډ-۱۹' اخته کوم ناروغ بې‌اکسیجنه نه‌دی پاتې، خو انتقاد يې وکړ چې په ډېری روغتیايي مرکزونو کې د اکسیجن په کارولو کې اسراف کېږي.

ښاغلی مجروح زیاتوي: "په کابل کې اووه خصوصي شرکتونه اکسیجن تولیدوي چې په ۲۴ ساعتونو کې ۳،۸۵۰ بالونه اکسیجن تولیدوي، له دې بالونونو ۲۰۰ تر ۳۰۰یې افغان جاپان روغتون ته ورکول کېږي، نور په پرچون ډول خرڅېږي، یا احتکار کېږي یا خصوصي روغتونونو باندې خرڅېږي، په خصوصي روغتونونو کې یې په مصرف کې اسراف کېږي."

د افغانستان عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح
د افغانستان عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح

ښاغلي مجروح وویل، د اکسیجن د تولید څلور دستګاوې چې له استرالیا او متحده عربي اماراتو راغلي تر سبا به کابل کې فعالې شي او په لغمان او کونړ ولایتونو کې به هم تر دوه ورځو دوه دستګاوې فعالې شي.

نوموړی وايي، په غزني او دایکندي کې هم دوه دستګاوې فعاله شوې دي.

د عامې روغتیا د سرپرست په خبره، په تېره اوونۍ کې ۶،۲۸۲ کسان په افغانستان کې په کرونا ویروس اخته شوي دي، په داسې حال کې چې په وینا یې په وروستۍ اوونۍ کې دا شمېر ۱۰،۰۲۴ ته لوړ شو.

ښاغلي مجروح وویل، ټاکل شوې چې یونېسف، نړیوال پانک او د اسیا پراختیايي بانک په مرسته سبا د اکسیجن د تولید ۱۰ دستګاوې له ترکیې کابل ته راوړل شي او تر راتلونکو دوو میاشتو فعالې شي.

د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو ته لګېدلي اکسیجن
د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغانو ته لګېدلي اکسیجن

په ورته وخت کې د بشر حقونو او رسنیو د څار بنسټ مشر عزت‌الله اکبري وايي چې اوس‌مهال په افغانستان کې د اکسیجن کمښت یوه جدي ستونزه ده او په دغه هېواد کې د اکسیجن د تولید له ۳۰ فابریکو ۱۵یې فعالې دي.

ښاغلی اکبري وايي: "هغه خصوصي فابریکې چې اکسیجن تولیدوي، ویلي چې د برېښنا نشتوالی، ناسم ځای او د حکومت لازمه نه‌همکاري یې د دوی اساسي ستونزې دي، اکسیجن ته د «کووېډ-۱۹» ناروغانو او روعتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی د دوی بشري حق دی او د کرونا په دې بحراني وضعیت کې باید دوی سره مرسته وشي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت او سره صلیب کمېتې ترمنځ د شوې هوکړې پر بنسټ، دغه کمېتې ویلي چې به ټول افغانستان کې به په روغتیايي برخو په ځانګړي ډول د اکسیجن چمتو کولو او کرونا واکسین په برخه کې همکاري وکړي.

د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغان
د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغان

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۱،۸۴۳ کسان په دغه ویروس اخته شوي او ۵۱ ترې مړه شوي دي.

خو د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر وايي، د افغانستان د ۵ ولایتونو په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د چټک ازمیښت په ترڅ کې چې نورو هېوادونو کې هم کېږي، معلومه شوې چې له ۲۸ تر ۳۲ سلنه زده‌کوونکي او محصلان په دې ویروس اخته دي.

د نوموړي په خبره نا رسمي شمېرې تر رسمي شمېرو په مراتبو لوړې دي.