شاته

د نړۍ ۷ ستر صنعتي هېوادونه د کرونا وبا پرضد د واکسین ستره مرسته اعلانوي

تمه کېږي چې د اوو سترو شمتنو صنعتي هېوادونو مشران به نن جمعه(د غبرګولي ۲۱مه) په بریتانیا کې په خپله درې ورځنۍ سرمشریزه کې د نړۍ له بې وزلو هېوادونو سره د یو میلیارد ډوزه کرونا ضد واکسین مرستې ژمنه وکړي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن پرون چهارشنبه(د غبرګولي ۲۰مه) دا ژمنه اعلان کړه، خو په دې اړه یې څه ونه ویل چې هر هېواد به له بې وزلوهېوادونو سره د مرستې لپاره د کرونا ویرس څومره واکسین په غاړه واخلي، خو د دوی هدف دا دی چې تر ۲۰۲۲ میلادي کاله پورې په نړۍ کې ټولو انسانانو ته واکسین ورسېږي او دا وبا ختمه شي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې وه چې هېواد به یې راتلونکی کال ۵۰۰ میلیون ډوزه فایزر واکسین کوواکس پروګرام ته وسپاري چې د نړۍ ۹۲ کم عایدو یا د متوسط عاید هېوادونو ته یې ورکړي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن او د امریکا ولسمشر جوبایډن
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن او د امریکا ولسمشر جوبایډن

بریتانیا وايي، سل میلیونه ډوزه اضافي واکسین به راتلونکی کال نورو هېوادونو ته ورکړي.

د بریتانیا د صدراعظم دفتر په یوه بیان کې وویل: "توقع ده چې په سرمشریزه کې به مشران اعلان وکړي چې دوی په ګډه د کووېډ-۱۹ لږ تر لږه یو میلیارد ډوزه واکسین نورو هېوادونو ته ورکوي او د واکسین جوړولو فابریکو ته پلان جوړوي چې د دغه هدف د پوره کولو لپاره واکسین مهیا کړي."

د اوو سترو صنعتي هېوادونو په نننۍ سرمشریزه کې په نړۍ کې د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د هلوځلو چټکتیا د دوی د بحث یوه موضوع ده.

په دې سرمشریزه کې د امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، کاناډا، جاپان او ایټالیا مشران ګډون کوي.

د امریکا په متحدو ایالاتونو، اروپايي هېوادونو او یو شمېر نورو هېوادونو کې د کرونا پرضد د خلکو د واکسین کولو چارې ښې پر مخ تللي، خو ګڼ نور هېوادونه د واکسین د کموالي له ستونزو سره مخامخ دي چې له کبله یې د دغو هېوادونو کمزوری اقتصاد نور هم کمزوری کېږي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې یو چارواکی وايي، نژدې په سلو کې ۹۰ افریقايي هېوادونه د واکسین د هغه هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راځي چې پر اساس یې باید تر سېپټمبر میاشتې پورې د دغو هېوادونو په سلو کې ۱۰ وګړي واکسین شي.

په هند کې لا هم د کرونا وبا شدت کم شوی نه دی. دغه هېواد ویلي چې په یوه ورځ کې د کرونا ویروس له کبله د مړینو شمېر تر ۶ زرو لوړ دی.