شاته

افغانستان له چینه واکسینونه ترلاسه کړل؛ "زیان منونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي"

په داسې حال کې چې په افغانستان کې کرونا ویروس ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دی، د چین له لوري د دغه ویروس پر وړاندې مرسته شوی واکسین نن پنجشنبه (د غبرګولي ۲۰مه) افغان حکومت ته وسپارل شول.

‎د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علي زي د پنجشنې په ورځ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "چین له افغانستان سره د ۷۰۰ زرو او ۲۰۰ډوزونو کرونا واکسین د مرستې ژمنه کړې وه چې له نېکه مرغه دغه اندازه واکسین به کابل ته انتقال شي او رسماً به د عامې روغتیا وزارت هغه تر لاسه کړي."

‎ښاغلی علي زی وایي، دا اندازه واکسینونو تطبیق کې د ټولنې زیان منونکو وګړو ته لومړیتوب ورکړل شي.

روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۳۴۳ د مشکوکو کسانو ټېسټونه شوي دي.
روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۳۴۳ د مشکوکو کسانو ټېسټونه شوي دي.

‎دا په داسې حال کې ده چې چین وړاندې هم د سلګونو زرو ډوزونو واکسینونو ترڅنګ د کرونا ویروس د مخنیوي او تشخیص لپاره له افغانستان سره د نورو روغتیایي اسانتیاوو مرستې کړي دي.

‎د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پلان لري چې تر ۲۰۲۲ میلادي کال پورې د هېواد ۶۰ سلنه هغو وګړو ته یاد واکسینونونه ورسوي چې تر ۱۸ کلنۍ لوړ عمرونه لري.

دا واکسین داسې مهال افغانستان ته سپارل کېږي چې له دې وړاندې د هند له لوري مرسته شوي واکسین تمام شوي دي.

‎د عامې روغتیا وزارت په خبره، تردې دمه په ټول هېواد کې تر ۶۵۵ زره وګړو د کرونا ضد واکسین تطبیق شوی دی.

له دې وړاندې د هند له لوري مرسته شوي واکسینونه تمام شوي دي.
له دې وړاندې د هند له لوري مرسته شوي واکسینونه تمام شوي دي.

‎چین په داسې وخت کې د کرونا ضد واکسینونو مرسته وکړه چې په افغانستان کې په دې وروستیو د دغه ویروس د مثبتو پېښو ثبتېدو او لا خپراوي شدت موندلی دی.

‎د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۳۴۳ د مشکوکو کسانو ټېسټونه شوي دي چې له دې شمېره ۱۸۲۲ مثبت تشخیص شوي، په همدې موده کې۵۶کسان د دغه ویروس له امله مړه شوي او ۹ کسان بېرته رغېدلي دي.

‎په دې سره د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر دې دمه د دغه ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۸۷۷۱۶ ته رسېدلی دی.