افغانه زده کوونکې ستوده فروتن، د نړۍ د ۲۵ اغېزلرونکو مېرمنو په نوملړ کې راغله
افغانه زده کوونکې ستوده فروتن چې نوم يې د نړۍ په ۲۵ اغیز لرونکو مېرمنو کې راغلی دی، یو ځل بیا له طالباانو غواړي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي. هغه چې د نجونو د زده کړو د حقونو په مراسمو کې د خپلې وینا پر مهال مشهوره شوه وايي چې د وینا لپاره یې هېڅ مخکېنی چمتووالی نه درلود او یوازې یې د افغانستان د ټولو دردېدلو مېرمنو د زړونو خبرې مطرح کړي دي. ستوده فروتن د لسم ټولګي زده کوونکې ده او ۱۵ کاله عمر لري. فایننشل ټایمز ورځپاڼې د هغې نوم د نړۍ د ۲۵ اغېز لرونکو مېرمنو په نوملړ کې راوستی دی. ستوده وروسته له هغې شهرت ته ورسېده چې هرات کې يې د طالبانو پر وړاندې په یو محفل کې د افغانو مېرمنو د حقونو لپاره غږ پورته کړ. هغې په خپله وینا کې له طالبانو غوښتي و چې د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي، دا ښایي هغه څه وو چې د طالبانو پر وړاندې د یوې ماشومې نجلۍ له لوري یې ویل بې سارې وو. ستوده فروتن ازادي راډیو ته وویل، مخکې له دې چې چمتووالی ونیسي، د افغانستان د ټولو مېرمنو د زړونو خبره يې مطرح کړي: "وروسته له هغه چې ما وینا وکړه، د طالبانو یو مشر پورته شو او زما خبرې يې په کلکو ټکو رد کړې او وې ویل چې ستا خبرې هغه خبرې دي چې امریکایانو ستا په ذهن کې ځای پرځای کړي دي او له اسلام وتلې خبرې دي. ستا دغه خبرې اشتباه دي او زموږ په اړه ناسم تبلیغات کوي، خو داسې نه و، زما خبرې نه له اسلامه وتلې وې او نه هغه و چې ماته دې امریکایانو ویلې وي. دا هغه خبرې وې چې د افغان نجونې په زړه کې وې." که څه هم د ستوده له وینا څه موده وروسته طالبانو په هرات ولایت کې نجونو ته اجازه ورکړه چې ښوونځیو ته ولاړې شي، خو وروسته یې بېرته له شپږم ټولګیو څخه پورته زده کوونکو باندې ښوونځي ته پر تګ بندیز ولګاوه. ستوده یوځل بیا له طالبانو غواړي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو او مېرمنو پر مخ خلاصې کړي: "زه د طالبانو له حکومته غواړم چې لطفآ زده کوونکو او محصلینو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي." ستوده د حق غوښتنې او وینا مخینه لري او د بې وزله ماشومانو لپاره د خپلې په جوړو شوېو مراسمو کې د خپلې بې ساري وینا له امله یې د یوې مرستندویه موسسې له لوري د مهربانۍ مډال هم ترلاسه کړی دی. د ستوده پلار محمد احسان فروتن وايي، لور یې له اووه کلنۍ وروسته هغه استعداد چې درلود، په ښوونځي او محافلو کې وینا والي پر غاړه اخېستله. د فروتن په خبره، د ستوده د لس کلنۍ په ویاړ جوړ شویو مراسمو کې چې هغه کې د ولسي جرګې دغړو په شمول دوه زره کسانو برخه اخیستې وه، د هغې وینا له زیات هر کلي سره مخ شوه. هغه ازادي راډیو ته وویل:"غوښتل مې د افغانستان ماشومانو ته کتابچې او قلمونه راټول کړم، کله چې ستوده خپله وینا وکړه، د ټولو سترګې له اوښکو ډکې شوې او د درناوي لپاره په پښو ودرېدل. " زده کړه د ستوده په کورنۍ کې مخینه لري.مور يې ښوونکې او نیا یې ډاکټره ده. ستوده فروتن وايي، هېڅکله یې فکر نه و کړی چې د ستوده وینا په نړیواله کچه وستایل شي او نوم يې د نړۍ د تاثیر لرونکو مېرمنو په ډله کې راشي: "ډېره خوشحاله یم. دغه خوښي په کلېمو کې نه راخیستل کېږي چې ویې ستایم، خو تاسو ته باید ووایم چې دغه خوشحالي یوازې زما نه ده، دا د ټولو هغو مېرمنو لپاره ده چې د ښځو د حقونو لپاره خپل غږ پورته کوي." هغه وايي، غواړي خپلې لارې ته ادامه ورکړي او د افغانستان له نورو مېرمنو غواړي چې نوموړې یوازې پرېنه ږدي. وروسته له هغې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، ستوده هرات ولایت کې د میلاد النبي په مناسبت جوړ شوي یو محفل ته وینا وکړه. هغې په خپلې وینا کې د اسلام له نظره زده کړو ته اشاره وکړه او ويې ویل چې مېرمنې د زده کړو حق لري، څو ټولنې ته ښه اولادونه وړاندې کړي. د هغې وینا څو ورځې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېده، هغه وینا چې تر نړیوالو هم ورسېده. پاکستان کې د نجونو د زده کړو د حق غوښتنې فعالې او د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ هم له ستوده سره په آنلاین ډول خبرې وکړې. هغه اوس د یوې مبارزې مېرمنې په نوم پېژندل کېږي او احتمالآ چې پر وړاندې به یې زیات خنډونه هم راپورته شي، خو کورنۍ يې له افغان نجونو پر ملاتړ ټینګار کوي. طالبانو هم د نړۍ د ۲۵ اغیز لرونکو نجونو په ډله کې د ستوده له راتللو وروسته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د ښځو په اړه د طالبانو د مشر فرمان، نوي موضوعات که د زړو قوانینو تکرار؟
د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده فرمان له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی. ځینو یې ملاتړ کړی او ځینې نور بیا وايي، هغه چې اړین مسایل دي، په دې فرمان کې یې هېڅ یادونه نه ده شوې. د بشري حقونو د څار سازمان وروسته چې پرون یې د دې فرمان منځپانګه تکراري وبلله، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم په دې اړه خپل لیدلوری بیان کړی. ټام وېسټ په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: "دا فرمان چې د یوې ښځې حق تقویه کوي، څو خپله وټاکي چې له چا سره واده کوي، ترې هرکلی کوم. " خو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زیاتوي، د افغان ټولنې په هره برخه لکه زدهکړې، کار، سیاست او رسنیو کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره لا ډېر څه ته اړتیا شته. د طالبانو د مشر په فرمان کې له نکاح، مهر او میراث پرته، د ښځو د نورو بنسټیزو حقونو یادونه نه ده شوې، هغه څه چې ټام وېسټ د طالبانو حکومت ته ور په ګوته کړي. له بلې خوا د ښځو د حقونو ملاتړې او یو شمېر ښځې هم وايي، د طالبانو د مشر فرمان یوازې د نجونو او ښځو لپاره پر واده کولو کولو متمرکز دی، داسې مهال چې د ټولو لپاره واده لومړیتوب نه دی. له دوی یوې نرګس احمدزۍ ازادي راډیو ته وویل: "هیله او غوښتنه مو له طالبانو دا ده چې موږ ته دې د زدهکړې، کار او خدمت کولو حق را کړي، هغه حق چې دوی له موږ اخیستی. نه دا چې موږ د واده یا ګډ ژوند تېرولو چارې را وښيي." خو د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد بیا ازادي راډیو ته وویل، په فرمان کې یاد شوي موضوعات د ښځو اساسي او شرعي حقوق دي او د دوی د زدهکړو او کار حق د حکومت مسؤلیت دی چې دا ستونزې حل کړي. د طالبانو د مشر په فرمان کې یوه بله مهمه مسله د نجونو د بلوغ ده، که څه هم په دې فرمان کې ترې یادونه شوې، خو د بلوغت سن ته کومه اشاره نه ده شوې. د بشري حقونو فعاله سهیلا سحر وايي، د طالبانو حکومت دې ډول مسایلو ته جدي پام نه کوي: "هغه قوانین چې باید جوړ شوی وای او دوی پرې کار کړی وای، هغوی ته هېڅ پام نه کېږي. د ښځو بنسټیز حق د دوی ازادي ده. البته د ښځو ازادي چې دوی یې په غلط تعبیر کوي، هغه ډول نه." خو داسې مهال چې طالبان د مخکني نظام قوانین نه مني، ازادي راډیو له دوی بلوغت ته د رسېدو په اړه د دوی لیدلوری وپوښت؟ خو ویاوندیانو یې له ژمنو سره-سره ځواب ورنه کړ. د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان ولسي جرګې د ماشومانو د حقونو د ملاتړ قانون چې یو له جنجالي هغو شمېرل کېده د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ په شلمه تصویب کړ. د دې قانون پر بنسټ، یو هلک یا نجلۍ چې ۱۸ عمر پوره کړي، بالغ شمېرل کېږي. د دې فرمان یو بل بحث د هغو موضوعاتو یادښت دی چې ډېر یې زاړه او پخواني بولي. په دې معنی چې دا د پخواني حکومت په قوانینو کې هم را نغاړل شوي دي. مخکني جمهوري نظام په ۱۳۸۸ کال کې په ۴ فصلونو او ۴۴ مادو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع کېدو قانون توشیح کړ چې په هغې د واده پرمهال د ښځو د رضایت، میراث او مهر سربېره، ټول هغه موارد شامل و چې د ښځو پر وړاندې یې د اوسنیو ستونزو مخه نیوله. د وهل ټکولو، اجباري واده، جنسي ځورونې، تحقیر، ازار و اذیت، اجباري کار او ځینې نورو مسایلو جرم ګڼل د دې قانون له مهمو برخو و چې د ښځو د حقونو د فعالانو له پراخ ملاتړ برخمن و. هاخوا په کابل کې یو شمېر ښځو چې غوښتل یې نن د طالبانو د نوي فرمان او تر خوا یې په تېرو سل ورځو کې د دوی په حکومتولۍ کې د ښځو د ونډې په اړه غونډه وکړي، طالبانو د دې اعتراض اجازه نه ده ورکړې. له دوی ځینو یې ازادي راډیو ته وویل، نږدې وه چې طالبان ورسره تاوتریخوالی وکړي. طالبانو په دې اړه د ازادي رآډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
د روغتیا نړیوال سازمان: د کرونا 'اومېکرون' بڼه د مړینو نه لامل کېږي
د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبیلو ایچ او د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د 'اومېکرون' په نوم د کرونا ویروس نوې بڼه په ۳۸ هېوادونو کې موندل شوې ده. د روغتیا د نړیوال سازمان یوې چارواکې ماریا کرخوف په یوه خبري غونډه کې وویل، د کرونا په اومېکرون د اخته شوېو کسانو شمېر په زیاتېدو دی او راپورونه شته چې د کرونا دا ډول د نړۍ د ۶ سیمو په ۳۸ هېوادونو کې تشخیص شوي دي. دې زیاته کړه، تر اوسه پورې شوې څېړنې ښيي چې د کرونا ویروس په پېښو کې زیاتوالی د دې ویروس د نوې بڼې له کبله راغلی دی، خو څه چې باید پرې پوهه شي دا دي چې ایا اومېکرون د کرونا تر ډېلټا بڼې زیاته خپرېدونې ده او که نه؟ د ماریا کرخوف په وینا ډېلټا بڼه لاهم په نړۍ کې زیاته ده. د روغتیا د نړیوال سازمان د روغتیايي لومړیتوبونو د پروګرام اجرايي رئیس ډاکټر مایک رایان وايي، په زغرده ښکاري چې دا ویروس په تیزۍ خپرېږي. ماریا کرخوف بیا وايي، لا ډېر وختي دی چې معلومه کړي ایا د کرونا نوې بڼه یعنې اومېکرون د سختې ناروغۍ سبب کېږي او که نه؟ لومړني راپورونه ښيي، هغه محصلان چې په دې بڼه اخته شوي وو، اسانه پرې تېره شوه. په دغو راپورونو کې څرګنده شوې وه چې دا ویروس ځوانان د زړو په شان نه کړوي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، شواهد ښيي چې د کرونا دا بڼه چې لومړی پلا په جنوبي افریقا کې کشف شوه، کمزورې یا خفیفې نښې لري او د مړینې نه لامل کېږي.
د بشري حقونو څار سازمان: د ښځو په اړه د طالبانو د رهبر فرمان اساسي ژمنه نهلري
د طالبانو د مشر ملا هبتالله لهخوا د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو په اړه د فرمان له صادرولو وروسته، د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په دې فرمان کې د ښځو د حقونو په اړه کومه اساسي ژمنه نهده شوې. په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له نږدې څلور میاشتو تېرېدو او له دوی د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه د نړیوالو له ډېرو غوښتنو وروسته، د طالبانو مشر د ښځو د حقونو په اړه دا فرمان صادر کړی. په دې فرمان کې په زور د ښځو ودول، په بدو کې ورکړه او د دوی له خوښې پرتهیې نکاح ته مجبورول منع کړل شوي، خو د دوی د دوو بنسټیزو غوښتنو زدهکړې او کار په اړه هېڅ یادونه نهده شوې. داسې مهال چې د نړیوالې ټولنې لهخوا له طالبانو د ښځو د حقونو په برخه کې دوی ته د زدهکړې او کار د اجازې ورکړه، یو له مهمو شرایطو بلل کېږي. د دې فرمان په لومړۍ ماده کې د نکاح پر مهال د بالغو ښځو رضایت اړین بلل شوی او پهکې راغلي، هېڅوک ښځې په زور او اکراه سره نکاح کولو ته نهشي مجبورولای، خو دې ټکي ته هم اشاره شوې چې نکاح باید له سیال شخص سره وي چې د فتنې او فساد خطر پهکې نهوي. د دې فرمان په دوهمه ماده کې لیکل شوي، ښځه مال نه، بلکې اصیل او ازاد انسان دی او هېڅوکيې چا ته د صلحې په بدل یعنې "بدو" کې نهشي ورکولای. د افغانستان په یو شمېرو سیمو کې د دوو کورنیو او ان قومونو ترمنځ د روغې جوړې په پلمه نجونې په بدو یا هم بدل کې ورکول کېږي. خو په فرمان کې د بالغو نجونو عمر ته هېڅ اشاره نهده شوې چې د بشري حقونو د ملاتړو سازمانو او فعالو بنسټونو له دیده مهم ګڼل کېږي. د بشري حقونو څار سازمان کې د ښځو د څانګې مسؤله هیدر بار ازادي راډیو سره خبرو کې د دې فرمان د منځپانګې په اړه وویل، په دې فرمان ډېر بحث د واده په اړه شوی، د هغوی د بنسټیزو حقونو په اړه پهکې څه نهدي ویل شوي. اغلې بار زیاتوي: "دوی کار ته د ښځو او زدهکړو ته د نجونو د لاسرسي په اړه چې د اندېښنې وړ مسایل دي، اشاره نهکوي. زما په اند د لویو مسایلو په اړه د طالبانو نهلېوالتیا ښيي او غواړي په دې سره دا ډاد جوړ کړي چې نور مسایل به حل شي. نجونې به زدهکړو او ښځې به کار ته ستنې شي، په حقیقت کې یې خپلو محافظهکارو څېرو ته قناعت نهدی ورکړی او تر خوا یې د ښځو په اړه کوم بنسټیزه ژمنه نهده کړې." د طالبانو د مشر په فرمان کې کونډو ښځو ته هم اشاره شوې او لیکي، کونډه ښځه د خپل اختیار څښتنه ده او د هغه لېور یا بل څوکیې په زور نهشي نکاح کولای. په افغانستان کې د ټولنیز عادت له مخې، تر ډېره کونډې مېرمنې د هغه د خاوند له مړینې وروسته، لېوره ته نکاح کېږي. د دې فرمان درېیمه او څلورمه ماده بیا د ښځو مالي حقونو ته اشاره کوي او پهکې د مهر او میراث مسایل د ښځو بنسټیز حقونه یاد شوي او ټینګار شوی چې هېڅوک نهشي کولای ښځې له دې حقونو محرومې کړي. د دې فرمان شپږمه ماده بیا د هغو کسانو په اړه ده چې له یو زیات ودونه لري. دوی په دې ماده کې مکلف شوي چې خپلو ټولو ښځو ته د شرعي حکم سره سم حقوق ورکړي او ترمنځيې عدل وکړي. د ښځو د حقونو فعاله داکتر زهرا محمدي بیا وايي، له دې زیات له طالبانو هیله نهلري. اغلې محمدي وايي: "موږ له دوی تر اوسه خپل کوم حق نهدی غوښتی، ځکه موږ له دوی هیله نهلرو. دوی ښځې تل ځپلي. موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې دوی تر هغه په رسمیت ونهپېژني، تر کله چې دوی ښځې په رسمیت ونهپېژني." خو د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد بیا ازادي راډیو ته وویل، په فرمان کې یاد شوي موضوعات د ښځو اساسي او شرعي حقوق دي چې باید د تل لپاره پای ته ورسېږي او د دوی د زدهکړو او کار حق د حکومت مسؤلیت دی چې دا ستونزې حل کړي. ښاغلی مجاهد وايي: "نظام چې کله خلکو ته وايي چې د ښځو حقوق هغه چې په شریعت کې ثابت کړي، ورکړئ، نو هغه چې په نظام باندې لازم دي، هغه به حتماً ورکوي. په دې کار روان دی او ژر به وشي." د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده د حج او اوقافو او اطلاعاتو او فرهنګ له وزارتونو غوښتي څو د دې فرمان د عملي کېدو لپاره ګامونه پورته کړي. په دې فرمان کې سترې محکمې ته امر شوی چې د ښځو عرایضو په ځانګړي ډول د کونډو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې بېپروايي ونهکړي.
له منتو پلورنې سره نابلده ربابي ګوتې
پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ په دې هېواد کې د ګڼو موسیقي غږونکو او سندرغاړو کاروبارونه وتړل. د ننګرهار د هنرمندانو د ټولني مسولین وايي په دې ولایت کې لږ ترلږه پنځه سوه موسیقي غږونکو او سندرغاړو فعالیتونه کول چې اوس په ټپه ولاړ دي او دا ټول له بې روزګارۍ سره مخ دي. په جلال اباد کې د هنرمندانو د ټولنې رییس کمین ګل چې یاد موسیقار دی، بې وزلۍ او بې کارۍ منتو پلورنې ته اړ کړی. په اړه یې نور په دې راپور کې
کابل کې د مېرمنو اعتراض: طالبان دې زموږ پر وړاندې محدودیتونه لېرې کړي
یو شمېر مېرمنې چې د خپلو کورنو مسولیت ور ترغاړې دی او د طالبانو له راتک سره یې خپلې دندې له لاسه ورکړي اوس د خپل راتلونکي په اړه اندېښنه لري. دغو مېرمنو په کابل کې د یو اعتراض په ترڅ کې د ځان پر وړاندې د محدودیتونو د لېرې کېدو غوښتنه وکړه. ۲۸ کلنه بصیره چې له دې وړاندې یې د ښار جوړونې په وزارت کې دنده درلوده او د خپلې ۷ کسیزه کورنۍ مشره کوي اوس د بې دندۍ له امله د ژوند سخت حالات تیروي او ژوند له اقتصادي ستونزو سره مخ دی. هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي: "اوس د خپل ژوند په سختو شرایطو کې تېروم، د کور هغه توکي چې قیمته وو، هغه ټول مې وپلورل، خپله طلا مې هم خرڅه کړه، په هغې مې اوړه، وریجې او نور شیان واخېستل، څو د یو څه وخت لپاره پرې ژوند وکړم، خو اوس اندېښمنه یم چې له دې وروسته به څه کېږي، زه د خپل ژوند سخت اندېښمنه کړې یم." بصیره وايي، د بې کارۍ ترڅنګ د زده کړو په برخه کې د خپلې خویندې بې برخلیکتوب هم اندېښمنه کړې. په همدې حال کې یو شمېر مېرمنو په کابل کې د یو اعتراضیه غونډې په ترڅ کې د مېرمنو لپاره د کار او تحصیل غوښتنه بیا وکړه. دغو مېرمنو د طالبانو له خوا محدودیتونه د ځان پر وړاندې ظلم یاد کړ او ویې ویل چې د دې وضعیت دوام ورته د منلو وړ نه دی. سره له دې چې د دغو مېرمنو اعتراضیه غونډې په واټونو کې د طالبانو له خوا په ځلونو ګډوډې شوي، خو دا ځل یې په سر پټي ځای کې خپل غږ پورته کړ. د ښځو فعاله نرګس احمدزی ازادي راډیو ته وویل: "که غواړو چې افغاني ټولنه پرمختګ وکړي باید ښځو ته ونډه ورکړل شي، لکه څنګه چې اسلام ښځو ته په هر کار کې ونډه ورکړې، باید د دې ټولنې حاکمان هم دا کار وکړي، مېرمنو ته باید کار زمینه برابره شي." خو د طالبانو حکومت یو ویاند احمد الله وثیق بیا دغه ډول ادعاګانې ردوي: "مېرمنې په دولت کې دنده لري او معاشونه یې ورکړل شوي او دا لړۍ به دوام ولري او هغه مېرمنې چې په شخصي ډول کار کوي هېڅ ورته خنډ نشته او په دې برخه کې هېڅ ډول حکم نه دی صادره شوی." له دې سره هم مهاله د ملګرو ملتونو د پراختیا برخې پروګرام یا (UNDP) په راتلونکي کال کې د ناخالصو عوایدو د ۵ سلنه کموالي خبر ورکوي. دغه سازمان په خپل یو راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړی ویلي، د افغانستان د ناخالصو عوایدو کچه په ۲۰۲۰ میلادي کال کې له ۲۰ میلیارده ډالرو څخه ۱۶ میلیاردو ته ر اښکته شوې و او ممکن دغه شمېر راتلونکي کال ۱۵ میلیاردو ته راښکته شي.
د انصاف په لټه کې افغان مېرمنې؛مدافع وکیلانې يې وايي عدلي او قضایي ادارې فلج شوي
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره عدلي او قضایي ادارو کې عدالت ته د ښځو لاسرسی د تېر پرتله لا ستونزمن شوی دی. دا هغه ادعا ده چې ډېری ښځې یې له امله شکایتونه لري. یو شمېر هغه افغان ښځې چې حقوقي او جزایي دعوا ګانې لري، مدافع وکیلانې او څارنوالانې یې وایي چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره عدلي او قضایي ادارې فلج شوې دي. دغه ښځې ادعا کوي چې دا مهال نهیوازې دوی، بلکې د ښځو په ګډون ډېری خلک عدالت ته لاسرسی نهلري. یو له دغو ښځو چې د موضوع د حساسیت له امله نهغواړي نومیې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وایي چې کورنۍ حقوقي قضیه لري چې په محکمه او څارنوالۍ کې له نارینه څارنوالانو وکیل سره مطرح کولیې ورته ستونزمن دي. دغه مېرمن چې نهغواړي د قضیې څرنګوالی یې په راپور کې ذکر شي، وايي د ښځینه څارنوالانو او مدافع وکیلانو نشتوالي یې ستونزې څو چنده کړې دي. دا زياتوي: "د ښځینه وکیلانو په نشتون کې موږ نهشو کولای خپلې ستونزې په اسانۍ نارینهوو سره شریکې کړو، مخکې چې دا ښځینه وکیلانې وې د دې لپاره چې هغوی زموږ همجنسه وې خپلې ټولې ستونزې مو ورته ویلی شول، د اسلامي امارت په نظام کې زموږ غږو چپ کړل شو او له ډول حقونو مو بېبرخې شوو." عدالت ته د ښځو د نهلاسرسي په اړه داسې مهال شکایتونه کېږي چې پر ټول افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر څارانوالان له افغانستانه وتلي، ځینې عدلي او قضایي ادارې تړلي او ځینو مدافع وکیلانو ته د فعالیت اجازه نهورکول کېږي. هغه څه چې په دې وروستیو کې د ځینو مدافع وکیلانو له لوري یې په اړه اعتراضونه کېږي. د افغانستان د ښځو د ځورونو او تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالۍ مخکېنۍ مشرې نګینې خلیلي غوري چې دا مهال خپله هم له افغانستانه اروپا ته کډواله شوې، د دغو ستونزو د لاملونو په اړهیې ازادي راډیو ته وویل: "اوسمهال داسې اداره او ادرس نهشته چې ښځو ته د باور وړ وي او د طالبانو له لوري چې په څارنوالیو کې کوم کسان ګمارل شوي هغوی متخصص او مسکلي کسان نهدي ځکه دیني، حقوقي، د شرعیاتو او قضا برخې اړوند زدهکړې یې نهدي کړي، بلکې ډېری یې یوازې له دیني مدرسو فارغ شوي دي." د مخکېني حکومت پر مهال په لویه څارنوالۍ کې د ښځو لپاره یوه مشخصه څارنوالي، د بشري حقونو کمېسیون د ښځو برخه، ستره محکمه کې د ښځو څانګه، د ښځو چارو وزارت او بېلابېلې نورې ادارې وې چې کولای یې شول ښځو سره د هغوی د حقوقي ستونزو په حل او عدالت ته د لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي، خو د طالبانو په راتګ سره اکثره ښځینه دولتي کارکوونکې په کورونو کېنول شوې، د ښځو چارو وزارت په ګډون د ښځو اړوند ډېری ادارې او بنسټونه وتړل شول. خو د طالبانو د حکومت چارواکو وړاندې ویلي چې د وخت په تېرېدو به سره به په ټولو ادارو کې د اسلام په چوکاټ کې ښځو ته هم بېرته د کار کولو زمینه برابره کړي. د خوست ولایت د ولایتي شورا یوې پخوانۍ غړې زهرا جلال ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، که څه هم د تېر حکومت پر مهال عدلي او قضایي ادارو کې ستونزې وې، خو د ښځو د ستونزو د حل لپاره ډېر ادرسونه موجود وو. جلال وایي: "په تېرو ۲۰ کلونو کې دومره حاکمیت موجود نهو چې هغه حقونه چې اسلام، اساسي قانون او مدني قانون ښځو ته ورکړي هغه دې ټول ښځې ترلاسه کړي، خو په نسبي اندازه ښه و لا اقل د دوی لپاره خو مشخصې ادارې او مدافعین موجود و چې عدالت ته د رسېدنې لپارهیې د دوی لاسنیوی کاوه." خو دا موارد اوس د طالبانو د واکمنۍ پر مهال څنګه حلېږي؟ طالبان په دې اړه څه نهوایي، خو ځینو افغان ښځینه مدافع وکیلانو ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې اوسیې طالبان فعالیت ته نهپرېږدي دوی د خپلو مؤکلینو د ستونزو حل لپاره نوې لارې لټولي. يو له دې مدافع وکيلانو وايي: "اوسمهال موږ له خپلو مؤکلینو سره مخامخ په اړیکه کې نهیو، یوازې د ټیلیفون له لارې او یا د مجازي نړۍ له لارې اړیکې نیسو او دوی ته مشورې ورکوو، خو د مخکې په شان چې موږ وکړای شو دوی خپلو دفترونو ته راوغواړو، مخامخ ورسره وګورو، مشورې ورکړو، اوس هغه شان کار نهشو کولای ځکه چې زموږ دفترونه بند دي، موږ د کار حق نهلرو او موږ اجازه نهلرو چې دوی سره محاکمو ته ولاړې شو او د دوی حق وغواړو." د دې تر څنګ ځیني نړیوال سازمانونه هم خورا اندېښمن دي چې افغان ښځې عدالت ته لاسرسی نهلري. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو برخې مشرې هیدر بار ازادي راډیو سره مرکه کې وویل: "هغه څه چې د اګسټ د ۱۵مې څخه د طالبانو لهخوا د واک اخیستو راهیسې پېښ شوي دا دي چې دا سيستمونه مکمل ویجاړ شول او لهمنځه ولاړل. ښځینه قاضیانې په هېڅ صورت خپلې دندې نهشي ترسره کولای او ډېری یې له هېواده تښتېدلې دي، نور یې د تېښتې هڅه کوي، خو نهدي توانېدلي. دوی خپل ژوند ته د ګواښ احساس کوي. هغه سيستمونه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپارهیې فعالیت کاوه لهمنځه وړل شوي دي، په بشپړ ډول له فعالیت څخه لوېدلي دي. ډېری امن خونې تړل شوې دي." د طالبانو په راتګ سره له شپږمو ټولګیو لوړې افغان ښځینه زدهکوونکې له تعلیمه بېبرخې ګرځول شوې وې چې د طالبانو د معارف وزارت د تصمیم پر اساس دوی بې له ازموینې یو-یو ټولګی ارتقا شول، خو په عمومي توګه هغوی او د پوهنتونونو ښځینه محصلینو ته لا هم د تعلیم د دوام اجازه نهده شوې. د ښځو د چارو فعاله او د ښوونځي ښوونکې شبنم نورزۍ له طالبانو غواړي چې ښځو ته د عدالت لاسرسی اسانه کړي: "طالبانو چې ویلي موږ تاسو ته امنیت راولو، دا خو هغه وخت شونی کېږي چې د یوې جرمي پېښې د څېړلو او رسېدنې لپاره څارنوال، مدافع وکیل، محکمه او قاضي موجود وي چې محاکم او څارنوالۍ د خلک پر مخ خلاصې شي، قاضیانې څارنوالانې او اداري کارکوونکې خپلو دندو ته راوګرځي ترڅو خلک وکولای شي خپل شکایتونه ثبت کړي او د قانون پر بنسټ قضیو ته رسېدنه وشي او هغه حقوق چې اسلام ښځو ته ورکړي د هغه ملاتړي واوسي." هڅه مو وکړه د دغو اندېښنو او د طالبانو په حکومت کې د عدلي او قضایي ادارو د سیستم او دغهشان دا چې اوس مهال د کوم قانون له مخې د ښځو د قضیو په اړه فیصلې کېږي، د طالب ویاندویانو نظر هم واخلو، خو له څو ورځو انتظار وروسته هم نه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد او نهیې هم مرستیالانو احمدالله وثیق او بلال کریمي زموږ اړیکو او پیغامونو ته ځوابونه وویل. خو ذبیحالله مجاهد د سترې محکمې د یو شمېر مأمورینو د هغو څرګندونو په غبرګون چې ازادي راډیو سرهیې کړي او ویلي وو ګوندې طالبانو دوی ته د کار اجازه نهده ورکړې، وویل چې عدلي او قضایي ادارې د خپلو چارو په سمبالولو بوخت دي چې وروسته د ښځو په ګډون ټول کارکوونکي خپلو دندو ته ورتلی شي.
د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنه: ۹۵ سلنه افغان ښځینه خبریالانې بېکاره شوي
د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې د افغان خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ وباله. دغې ټولنې د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۱۰» په خپله لومړنۍ ملي ناسته کې د یو راپور په خپرولو سره وویل چې په هېواد کې د وروستیو بدلونونو او د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښځینه خبریالانو ته جدي زیانونه واوښتل او په دې موده کې ۹۵ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. د دغې ټولنې اجرائیوي مشر حجتالله مجددی په دې ناسته کې وویل: "نن د خبریالانو ملي ناسته د ۳۴ ولایتونو نه د خبریالانو د استازو په ګډون جوړه شوه او دوی خپلې ستونزې مطرح کړې او له اسلامي امارتهیې وغوښتل چې د ستونزو په حل کې ورسره همکاري وکړي او د ازادې خبریالۍ زمینه دې ورته برابره کړي." د دغه بنسټ د راپور له مخې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان ډېرو ازادو رسنیو خپل فعالیت ودراوه چې له املهیې په ټوله کې له ۷۰ سلنه زیات خبریالان بېدندو شول. ښاغلی مجددي وایي له همدې امله د خبریالانو نړیوال فدراسیون له افغان خبریالانو سره ۱۰ زره یورو مرسته کړې چې په اړمنو خبریالانو به ووېشل شي. د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنې د دغې غونډې په پای کې د یو پرېکړهلیک په ترڅ کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د اوسنيو حساسیتونو په درک کولو سره دې د خبریالانو له مشورو پرته دوی ته داسې کړنلارې نهجوړوي چې د خبریالۍ او رسنیو د فعالیتونو د بندېدو لامل شي. په دې پرېکړهلیک کې راغلي چې د طالبانو حکومت باید ژر تر ژره اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي او د خپلو ویاندویانو او نورو ادارو رسنیز دفترونه دې فعاله کړي. خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د دغو غوښتنو په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل: "اسلامي امارت د اسلام په چوکاټ کې د رسنیو او بیان ازادۍ ملاتړ کوي، د ټولو رسنیو نشرات روان دي، تر اوسه په هېڅ رسنۍ محدودیت نهدی لګېدلی او له رسنۍ څوک نهدي ویستل شوي، بلکې برعکس ملاتړ یې کېږي." ښاغلی کریمي وایي یو شمېر هغه خبریالان چې بېکاره شوي دي لاملیې د رسنیو د مالي ملاتړو او سرچینو له لاسه ورکول دي. له دې مخکې د طالبانو د حکومت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت رسنیو ته په یوې استولې خبرپاڼه کې د هغوی پر خپرونو ځیني محدودیتونه لګولي چې غبرګونونهیې هم راوپارول. خو وروسته د طالیانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د امر باالمعروف وړاندیزونه یوازې د سپارښتنو تر حده دي او عملي کولیې جبري نهدي.
ګڼو هېوادونو د کرونا ویروس د نوې بڼې د خپرېدو له بېرې خپلې پولې وتړلې
ګڼو هېوادونو د کرونا ویروس د نوې بڼې (اومېکرون) د خپرېدو له بېرې خپلې پولې تړلې دي. په دې اړه هم اندېښنې راپورته شوي چې شته واکسین څومره د دې نوې بڼې پر وړاندې ګټور دي. په دې ویروس تر اوسه تر ۲۰ زیاتو هېوادونو کې ۵،۱۲۳ کسان اخته شوي. هانګ کانګ او جاپان وايي چې دوی به پر سفر محدودیتونه پراخ کړي. په همدې حال کې په اسټرالیا کې د اومېکرون په نوم د کرونا ویروس نوې بڼې پېښې زیاتې شوې دي او دا وروسته له هغه چې لږ تر لږه دوو کسانو په داسې حال کې چې احتمالاً په دې ناروغي اخته وو، سیډني او نورو ځایونو ته سفر کړی وو. د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو (CDC) ادارې د سې شنبې په ورځ د نومبر په ۳۰مه وویل چې امریکا د هوا له لارې له تلونکو ټولو مسافرو غواړي چې د کرونا ویروس منفي نتیجه دې وښیي. د نویو اصولو له مخې په بشپړ ډول واکسین شوي کسان کولای شي درې ورځې مخکې ترلاسه کړې منفي نتیجه وښيي. د راپورونو له مخې ګڼ نور هېوادونه هم د سفر په اړه یو شمېر محدودیتونه عملي کوي. د کرونا ویروس د نوې بڼې په اړه ډېر معلومات نهشته چې تر اوسه په ۲۰ هېوادونو کې خلک ورباندې اخته شوي، خو په امریکا کې يې تر اوسه پېښې نهدي ثبت شوي. په دې اړه هم معلومات نهشته چې دا ویروس څومره په چټکۍ خپرېږي، ایا نور کسان به جدي ناروغ کړي او ایا واکسین بهيې مخه ونیولای شي کنه. د روغتیا نړیوالو چارواکو د نومبر په ۳۰مه خلکو ته ډاډ ورکړ او له خلکو یې وغوښتل چې واکسین وکړي. د بایوټیک شرکت اجرائیوي رئیس ویلي چې له فایزر شرکت سره په ګډه چې کوم واکسین جوړوي، ښايي د اومېکرون ناروغي د جدي ضرر مخه ونیسي. د کرونا ویروس نوې بڼې اومېکرون په ټوله نړۍ کې د خطر زنګ ګڼل کېږي. دا ویروس لومړی ځل په جنوبي افریقا کې یوه اوونۍ وړاندې ثبت شوی وو.
د عامې روغتیا وزارت خبرداری: ښایي افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شي
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې د هوا په سړېدو سره ښایي په افغانستان کې د کرونا ویروس په مثبتو پېښو کې زیاتوالی راشي. د دې وزارت مسلکي مرستیال ډاکتر عبدالباري عمر د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۰۹» ازادي راډیو ته وویل چې اوسمهال ټول افغانستان ته د کرونا ضد واکسین رسېدلی او له پیل راهیسې یې اووه ملیون ډوزه واکسین تطبیق شوی او دا چاره په تېزې سره په ټول هېواد کې روانه ده. خو نوموړی وایي، په وروستیو کې د افغانستان له روغتیایي سکټور سره د نړیوال بانک د مرستو د ځنډېدو له امله د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د درملنې ۳۴ ځانګړي مرکزونه تړل شوي دي. ښاغلی عمر زیاتوي: "ستونزه دا ده چې نړیوال بانک او نورو نړیوالو مرستندویه ادارو چې له افغانستان سرهيې د مرستو ژمنې درلودې او هغه روغتونونه چې د کرونا د کنټرول او درملنې په برخه کې يې کار کاوه اوسمهال په دې روغتونونو د نړیوال بانک مرستې درېدلي او کارکوونکو تهيې معاشونه نهدي ورکړل شوي، د دې روغتونونو شمېر ۳۴ ته رسېږي چې اوسمهال يې دروازې تړل شوې دي." ښاغلی عمر وايي نړیوال بانک ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۲۴ میلادي کاله پورې به د افغانستان له روغتیايي سکټور سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. نوموړی له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي چې د افغانستان له روغتیایي سکټور سره دې مرستې نه سیاسي کوي او د کرونا ویروس د لا خپراوي د مخنیوي په هدف دې له افغان ولس سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په نړۍ کې یو وار بیا د کرونا ویروس د پېښو د زیاتېدو اټکل شوی او یو شمېر هېوادونو يې د پراختیا د مخنیوي په هدف محدودیتونه هم وضع کړي دي. دغهشان د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په سوېلي افریقا کې د اومیکرون په نوم د کرونا ویروس نوې بڼه کشف شوې ده چې ښايي تر نورو بڼو ډېره مرګونې وي. خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي تر دې دمه په دې هېواد کې د کرونا د نوې بڼې کوم څرک نهدی لیدل شوی. په همدې حال کې یو شمېر عام خلک وايي کرونا ویروس لا هم افغانستان ګواښي او باید خلک احتیاطي تدابیر زیات کړي. د کابل ښار دوه اوسېدونکو ضیاالدین او حذیفه ازادي راډيو ته وویل: "کرونا د تېر په څېر لا هم په افغانستان کې شته، زیات شمېر خلک پرې اخته دي، خو خلک فکر کوي چې دا موسمي ناروغۍ دي، خو داسې نهده." "په افغانستان کې کرونا هماغسې په تېزۍ خپرېږي، خلک باید په دې اړه جدي شي او د کرونا د لا خپراوي د مخنیوي په برخه کې هڅه وکړي، کنه خدای ناخواسته یو وار بیا به د زیاتو خلکو د مرګ شاهدان واوسو." دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د وروستي راپور پر بنسټ د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ له درېیمې د ۲۰۲۱ میلادي کال د نومبر تر ۲۹مې نېټې پورې په افغانستان کې ۱۵۷،۲۱۸ کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې شمېر ۷،۳۰۷ کسان مړه شوي دي.
کابل کې یو ځل بیا د ښځو د حقونو د ټینګښت په هدف اعتراض وشو
د کابل په خیرخانې سیمه کې د مریم عالي لېسې مخ ته د یو شمېر افغان ښځو او نجونو اعتراض. دوی چې شمېر یې له ۲۰ زیات نهو د "افغان مبارزو ښځو خود جوشه حرکت" په نوم د اعتراض په ترڅ کې د ښځو د حقونو، په ځانګړي ډول دوی ته د تعلیم او کار په برخه کې د عدالت د ټینګېدو غوښتنه وکړه. دغه اعتراض کوونکې وايي، هدفیې د نجونو د ښوونځیو د بند ساتلو، پرته له زدهکړو د نجونو ټولګیو ته ارتقا ورکولو او د ښځو پر وړاندې د کار د ستونزو پر وړاندې اعتراض دی. دوی د سې شنبې د ورځې «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۰۹» په دې اعتراض کې په کابل کې وویل چې له زدهکړو پرته له ښوونځیو څخه د نجونو فارغېدل کاذبه ارتقا ده. د دې اعتراض مشرې وحیده امیري ازادي راډيو ته وویل: "زموږ د اعتراض هدف د نجونو د تعلیم خبره ده، موږ څو ځلې اعتراضونه کړي او دا مو په ټینګار سره ویلي چې د نجونو د ښوونځیو دروازې خلاصې کړئ، ښوونه او روزنه مهسیاسي کوئ، موږ د یولسم او دولسم ټولګي له زدهکوونکو سره خبرې وکړې هغوی وايي چې موږ د دروغو ارتقا نهمنو." له دې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي و، هغه نجونې چې په دولسم ټولکي کې دي له ازموینې پرته به له ښوونځیو فارغه شي. اعتراض کوونکو دغهشان له طالبانو غوښتنه وکړه چې نور دې ښځو ته ستونزې نهجوړوي او اجازه دې ورکړي چې د خپل راتلونکي لپاره کار وکړي. دوی د خپل اعتراض په پای کې یو ۱۲ مادهییز پرېکړهلیک هم خپور کړ چې په ټولو اسلامي او عصري تعلیم، لوړو زدهکړو او دولتي او نا دولتي ادارو کې نارینهوو سره د مساوي حقونو په برخه کې د ښځو د مشارکت او تصمیم نیونې په اړه پهکې ټینګار شوی دی. خو د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا وايي چې دوی د ښځو د تعلیم مخالف نهدي. ښاغلی کریمي وايي: "د افغانستان اسلامي امارت د مېرمنو په برخه کې د تعلیم مخالفت نهدی کړی او نهیې کوي، بلکې مېرمنو ته به د اسلام په رڼا کې د تعلیم اجازه ورکړل شي، موږ هیله لرو چې په خپله ټولنه کې پوه او د علم په ګاڼه سمبال کسان ولرو، په دې برخه کې باید مېرمنې حوصله ولري ترڅو ورته سم چاپېریال رامنځته او دوی پهکې خوندي وي، کله چې دوی د فکر او فزیکي اړخ لهخوا خوندي وي، نو بیا د تعلیم په برخه کې به هېڅ ستونزه نهلري." ښاغلی کریمي وايي چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شوي دي او دا لړۍ به دوام وکړي. د طالبانو له راتګ وروسته د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو او کار ترڅنګ پر نورو فعالیتونو هم محدودیتونه ولګول شول چې دغې چارې نړیوال غبرګونونه راوپارول او نړۍ بیا په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو ټینګښت له طالبانو سره د ښو اړیکو یو شرط هم یاد کړ. خو له دې سره هممهاله په یو شمېر ولایتونو کې د نجونو ځیني لومړني او منځني ښوونځي بېرته پرانیستل شوي او یو شمېر ښوونکي هم خپلو دندو ته ځي.
د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو مؤسسه: نړیواله ټولنه دې افغان ښځې یوازې نهپرېږدي
د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو مؤسسې یو شمېر غړې وايي، نړۍ باید له افغان ښځو سره یو غږې شي او د حقونو د ټینګښت په برخه کې یې هڅې وکړي. دوی د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د ليندۍ ۰۸» په کابل کې "د قران په رڼا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ختمول" په نوم خبري ناسته کې وويل، ښځې په افغانستان کې په داسې وضعیت کې دي چې تقریباً ټول حقونهیې ورنه اخیستل شوي دي. د یادې مؤسسې مسؤلان وايي، د دغې ناستې به جوړولو سره له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغان ښځې روان وضعیت ته یوازې پرې نهږدي. د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو مؤسسې اجرايي مسؤلې جمیله صافۍ ازادي راډیو ته وویل: "موږ غواړو چې په دې برخه کې توله نړۍ په ځانګړي ډول د جهان ښځې راپورته شي او د افغان ښځو ملاوې وروتړي، ځکه په داسې وضعیت کې دي چې ټول حقه حقونهیې ترې اخیستل شوي دي، دوی د کار حق نهلري، د زدهکړو حق نهلري، ان دا حق نهلري چې د خپل واده په برخه کې رضایت څرګند کړي." اغلې صافۍ د طالبانو په حکومت کې د ښځو سیاسي مشارکت هم مهم ګني وايي، دا حق هم اوس له افغان ښځو اخیستل شوی او دوی ته د سیاسي فعالیت اجازه نهورکول کېږي. دا خبري ناسته د هغه کمپاین په پنځمه ورځ چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت پیل شوی، په کابل کې جوړېږي. دا کمپاین هر کال د نومبر په ۲۵مه نېټه په همدې هدف پیلېږي چې بیا ۱۶ ورځې دوام کوي. دا اندېښنې داسې مهال دي چې طالبان بیا په خپل حکومت کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی نهمني. د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ دا ردوو چې زموږ لهخوا دې د کومې ښځې یا افغان په وړاندې تاوتریخوالی شوی وي، موږ د تاوتریخوالي مخه نیولې، زموږ محاکم او نورې ادارې په دې برخه کې ډېرې فعاله دي، که د ښځو پر وړاندې چېرې کوم تاوتریخوالی کېږي دوی یې مخه نیسي. بل کار او تعلیم دی هغه منع نهدی، بلکې یوې پروسې او پروسیجر ته په تمه یو." مخکې تر دې طالبانو د ښځو اعتراضونو ته اجازه نهده ورکړې او ان د راپورونو پر بنسټ پر وړاندې یې له تاوتریخوالي هم کار اخیستل شوی، ډېری ښځو ته د کار اجازه نهده ورکړل شوې او تر شپږم ټولګي پورته نجونو زدهکوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې هم تړل شوي، هغه موضوعات چې نړیوال غبرګونونهیې هم له ځانه سره درلودل. تازه د طالبانو د حکومت رئیسالوزرا ملا محمد حسن اخوند د شنبې د شپې په ماخوستن په خپله لومړنۍ وینا کې وویل چې طالبان د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دي او د زدهکړو په برخه کې یې هم لازمې هڅې کوي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د بخښنې نړیوال سازمان د یوې اعلاميې په خپرولو سره د طالبانو په حکومت کې د ښځو د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو د لهمنځه تللو په اړه اندېښنه ښودلې ده. دغه سازمان دغهشان یو انلاین عریضه هم خپره کړې او له خلکو یې غوښتي چې په لاسلیک سرهیې د نړۍ له رهبرانو وغواړي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره پر طالبانو فشار راوړي.
څو اروپایي هېوادونو او اسرائیل کې د کرونا د نوې بڼې لومړنۍ پېښې ثبت شوې
څو اروپایي هېوادونو او اسرائیل د کرونا د نوې بڼې چې اومیکرون نومېږي، لومړنۍ پېښې ثبت کړې دي. بریتانیا، جرمني، بلجیم، ایټالیا، دنمارک او چک جمهوریت پرون د مکروب دغه بڼه چې تر پخوانۍ هغې ژر سرایت کوي، ثبت کړه. د کرونا ویروس د دې بدلې شوې بڼې نمونې په هغو کسانو کې موندل شوي چې له جنوبي افریقا یې سفرونه کړي دي. د روغتیا نړیوال سازمان د نومبر په ۲۶مه د ویروس دا نوې بڼه چې په جنوبي افریقا کې وموندل شوه، د ډېرې اندېښنې وړ وبلله. له دې وروسته امریکا او یو شمېر اروپایي هېوادونو له جنوبي افریقا د خلکو په ورتګ بندیزونه ولګول. تر اوسه هم د ویروس د نوې بڼې په اړه ډېر معلومات نهدي خپاره شوي، خو څېړنې پرې روانې دي چې معلومه کړي ناروغانیې څومره جدي دي او له واکسین شویو کسانو سره څه کوي. خو په نړۍ کې یې اندېښنې زیاتې کړي او له کبلهیې هېوادونو په سفرونو محدودیتونه زیات کړي دي. د جمعې په ورځ د ونډو بازارونه د دې نوې کرونا له کبله سخت اغېزمن شول. روېټرز خبري اژانس وايي، د کرونا د دې نوې بڼې چټکه وده او سرایت سبب شوی چې پانګهوال اندېښمن شي چې په اقتصاد کې هغه نسبي ښهوالی چې د کرونا وبا له خپرېدو کابو دوه کاله وروسته بېرته راغلی و، په ټپه ودرېږي. اسرائیل د شنبې په ورځ د کرونا له نوې بڼې سره د مجادلې لپاره اعلان وکړ چې د دوو اوونیو په مخه چا ته اجازه نهورکوي چې له بهر څخه دې هېواد ته سفر وکړي. اسرائیل همداراز ویلي چې د ټیلیفون د څرک لګولو له ټکنالوژۍ څخه چې له ترورېزم سره د مبارزې لپارهیې جوړه کړې، د کرونا د نوې بڼې د مخنیوي لپاره کار اخلي. د بریتانیا د روغتیا وزیر ساجد جاوېد وايي، په دغه هېواد کې د کرونا د نوې بڼې دوه لومړني ثبت شوي موارد د هغو کسانو دي چې جنوبي افریقا تهیې سفر کړی و. د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون ویلي چې د نویو مواردو له ثبت کېدو وروستهیې پرېکړه کړې چې هېواد تهیې له بهره د راتلونکو کسانو په تړاو ځیني محدودیتونه ولګوي. ده په یوه خبري غونډه کې وویل، څوک چې له بهره بریتانیا ته ورځي، باید ټسټ ورکړي او تر څو چې یې منفي نتیجه ترلاسه کړې نهوي، باید قرنطین وي. اومیکرون د کرونا ویرس یوه نوې بڼه ده چې لومړی پلا په جنوبي افریقا کې کشف شوه، وروسته په بلجیم، بوتسوانا، اسرائیل او هانګ کانګ کې ثبت شوه. د اروپايی اتحادیې پر یو شمېر غړو سربېره روسیې، امریکا، کاناډا او د جنوبي افریقا ۷ هېوادونو هم ویلي چې د کرونا د نوې بڼې پېښې یې ثبت کړې دي. کرونا ویروس دوه کاله پخوا په چین کې تشخیص شو او تر اوسه پورې په درسته نړۍ کې تر ۲۶۰ ملیونه ډېر انسانان پرې اخته شوي او ۵ ملیونه او ۴۰۰ زره ورڅخه مړه شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان د نومبر په ۲۶مه د ویروس دا نوې بڼه چې په جنوبي افریقا کې وموندل شوه، د ډېرې اندېښنې وړ وبلله.
لیلما: موږ د یوې باسواده او پرمختللې ټولنې په هیله زدهکړې کولې
د میدان ښار اوسېدونکې ليلما چې د دولسم ټولګي زدهکوونکې ده وايي، وېره لري چې تر ابده بېتعلیمه پاتې نهشي. دا وايي موږ د یوې باسواده او پرمختللې ټولنې د لرلو په هیله زدهکړې کولې، خو له بده مرغه چې اوس نیمګړې پاته دي. دا د طالبانو له حکومته غواړي چې په ټول هېواد کې نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړي او د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي. له اغلې لیلما سره زموږ همکار مرکه کړې او په سر کې یې ورڅخه پوښتنه کړې چې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته څه احساس لري؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ: