ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اندېښنې؛ ښځې: د طالبانو له واکمنیدو وروسته پر موږ محدودیتونه په زیاتېدو دي

په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ښځې له کار او زده‌کړو پاتې شوې. تر خوا یې ورځ تر بلې پر دوی د محدویتونو د لګېدو اندېښنې مخ په ډېرېدو دي. دې وضعیت د خپل ناروښانه راتلونکي او برخلیک په اړه د ښځو او نجونو غږ را پورته کړی. له دوی یو شمېر یې ازادي راډیو سره خبرو کې د کار، زده‌کړې او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې پر دوی د لګول شوېو محدویتونو له امله نا هیلي شوي. دوی وايي، هغه ښځې چې په دولتي او نورو خصوصي ادارو کې یې کار کاوه، په کور له ناستې وروسته یې اقتصادي ستونزې یو په دوه شوي. راضیه د مخکني حکومت پرمهال په یوې دولتي ادارې کې کار کاوه. هغې ازادي راډیو ته وویل، اندېښنه یې له دې ده چې طالبان لکه د خپلې تېرې واکمنۍ د ښځو ټول حقوق تر پښو لاندې کړي. راضیه وايي: "طالبانو موږ په کور کېنولې یوو. زموږ اقتصادي ستونزې ډېرې شوي. موږ له طالبانو غواړو چې د کار اجازه راکړي. په کور د کېنولو ترڅنګ یې ویلي، لوړ بوټان مه په پښو کوئ او نور مسایل چې زه یې ډېره اندېښمنه کړې یم."  پرون هم په کابل کې هغه مهال چې یو شمېر ښځو او نجونو ښوونځیو ته د بېرته تلو په ملاتړ لاریون کاوه، د طالبانو د امنیتي کسانو له تاوتریخوالي سره مخ شوې. لاریون کوونکو له ځان سره په لېږدونکو شعارونو کې لیکلي و:"زموږ قلم مه ماتوئ، کتاب مو مه سوځوئ او ښوونځی مه تړئ." طالب امنیتي کسانو له دوی لیکل شوي شعارونه واخیستل او د دوی د لاریون مخه یې ونیوله. پر دوی هوايي ډزې هم وشوې. نسترن چې د دولسم ټولګې زده‌کوونکې ده او اوس ښوونځي ته نه ځي، له طالبانو غواړي چې د زده‌کړو درېدلی بهیر یې بېرته پیل کړي: "له طالبانو غواړم چې د زد‌ه کړو اجازه را کړي. موږ د هېواد د جوړولو راتلونکی نسل یوو. تر څو به بې برخلیکه یوو. " دا چې طالبان دې اندېښنو او غوښتنو ته څه ځواب لري؟ د دې ډلې مطبوعاتي غړي بلال کریمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی پر یوې داسې طرحه کار کوي چې ښځې وکولای شي په خوندي چاپیریال کې کار وکړي. ښاغلي کریمي زیاته کړه: "اسلامي امارت د ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دی، هغه د زده‌کړې، کار او یا هم نورو برخو کې وي. اسلامي امارت په دې کار کوي چې ښځو او نجونو ته د رواني او فزیکي ادرسه خوندي چاپیریال برابر کړي چې دوی کار او زده‌کړه وکړي." له طالبانو د نړیوالې ټولنې یوه غوښتنه هم د ښځو حقونو ته درناوی دی چې زده‌کړه او کار یې مهمې برخې دي. که څه هم دې ډلې تر شپږم ټولګي نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړې، خو لا نجونې ثانوي، د لېسې او پوهنتون ته د تګ اجازه نه لري. د طالبان دې پرېکړې په نړیواله کچه هم غبرګونونه راپورته کړي، خو دا ډله ډېر ژر د دې ستونزې د حل ژمنه کوي.

01.10.2021 ازادي راډیو

افغان فوټبالرانې پرتګال کې پناه واخیسته؛ د لوبډل مشرې هرکلي حیرانه کړل

د افغانستان د نجونو د فوټبال د ټیم لوبغاړې چې په وروستیو کې یې په پرتګال کې پناه اخیستې ده، په دې هېواد کې هغه وخت حیرانې شوې چې د ملي ټیم کیپتانه یې ناببره لیدو ته ورغله.  فرخنده محتاج چې یوه مسلکي لوبغاړې ده او په تېرو څو اوونیو کې یې د نورو لوبغاړو په ایستلو کې مرسته وکړه، د پرتګال پلازمېنې لېزبون ته لاړه چې دې هېواد ته له راغلیو افغان لوبغاړو سره وویني.  دوی چې د خپلو کورنیو له غړیو سره د سیند په غاړه راټولې شوې وې، فرخندې محتاج ته غېږ ورکړه، اوښکې یې توی کړې او ویې خندل.  له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو او د افغانستان د حکومت له پرزېدو وروسته دا نجونې د خپلو کورنیو له غړیو سره له افغانستانه ووتلې. دوی وېره لرله چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې به یې ژوند تریخ شي.  د دوی په منځ کې یوه هم سارا وه.   پنځلس کلنې سارا رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په افغانستان کې نجونو او ښځو ته ژوند سخت شوی دی: "په افغانستان کې د ښځو، د نجونو او ځوانانو لپاره ژوند خورا سخت دی. د نجونو لپاره ښې اسانتیاوې نه شته. زما ارمان دا دی چې د کریسټیانو رونالډو په شان یوه ښه لوبغاړې شم او د دې ترڅنګ غواړم یوه لویه سوداګره شم."   طالبانو یوه نیمه میاشت پخوا کابل ونیوه او ورپسې یو شمېر نجونو او ښځو د خپلو حقونو لپاره مظاهرې وکړې.   طالبانو تراوسه پورې له شپږم ټولکي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې خو ویلي یې دي چې د نجونو د زده کړو لپاره پر یوې لایحې کار کوي. 

01.10.2021 ازادي راډیو

امریکايي نظامیانو د افغانستان د دولت او اردو سقوط ممکن باله

د امریکا لوړپوړي پوځي چارواکي وايي له افغانستان څخه ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو پلان د هغو افغان نظامیانو پر روحیه لوی اغېز درلود چې په ټولو برخو کې د امریکايي ځواکونو په ملاتړ تکیه وو، هم د استخباراتو، هم د هوايي ملاتړ او هم د وسایلو د ترمیم په برخه کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کنت مک کنزي د پنج شنبې په ورځ د امریکا د استازو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل باور یې درلود که په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر له ۲۵۰۰ کسانو کم شي د کابل حکومت او د افغانستان اردو یو په بل پسې سقوط کوي. هغه همدا راز وویل چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک هم د افغانستان پر دولت او هم پر افغان پوځیانو باندې ویجاړونکی اغیز درلود. د دوحې تړون له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو نېټه مشخصه کړه.

30.09.2021 ازادي راډیو

کابل کې د ښځو لاریون؛ طالبانو یې د خورولو لپاره هوايي ډزې کړي

راپورونه وايي چې طالبانو نن پنجشنبه په کابل د ښځو د حقونو په پلوۍ د یو کوچني لاریون د خورولو لپاره هوايي ډزي کړي دي. د فرانسې خبري اژانس وايي، ژورنالېستانو  یې لیدلي چې طالبانو د هغو شپږ ښځو اعتراض په تاوتریخوالي خور کړی چې د یوې لېسې مخې ته راټولې شوې وې او له شپږم ټولګې څخه پورته یې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستې غوښتنه کوله. په ټولنیزو رسنیو کې د دې اعتراض په خپرو شوېو ویډیوګانو کې ښکاري چې طالبان هوايي ډزې کوي او له یوه اعترض کوونکي ټیلیفون اخلي. معترضو ښځو له ځان سره په لېږدونکي شعار لیکلي وو: "زموږ قلم مه ماتوئ، زموږ کتابونه مه سوځوئ، زموږ ښوونځي مه تړئ." د فرانسې خبري اژانس په وینا، طالبانو له دوی څخه شعارونه واخیستل او اجازه یې ورنه کړه چې خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي. د ښځو د حقونو د فعالانو له پرله پسې غوښتنو سره-سره، د طالبانو حکومت تراوسه له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځي ته ولاړ شي، خو ویلي یې دي چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په پلان کار کوي.

30.09.2021 ازادي راډیو

اروپایي ټولنې ۱۱ افغان مېرمنې د اروپا پارلمان د ساخاروف جایزې ته نوماندې کړې

اروپایي ټولنې ۱۱ افغان فعاله مېرمنې د اروپا پارلمان د ساخاروف جایزې ته په داسې حال کې نوماندې کړې چې د طالبانو په واکمنۍ سره ډېری افغان نجونې او مېرمنې د زده‌کړو او کار له حق محرومې شوې دي. انیسه شهید، ماري اکرمي،‌ فرشته کریم، حبیبه سرابي، حوریه مصدق، سیما سمر، شهرزاد اکبر، میترا مهران، پلوشه حسن، صحرا کریمي او ظریفه غفاري هغه مېرمنې دي چې د دغې جایزې لپاره غوره شوې دي. یادې جایزې ته نوماندې حبیبه سرابي ازادي راډیو سره په خبرو کې په افغانستان کې د ښځو د وضیعت په اړه اندېښنه وښوده ویې‌ویل، اړتیا ده څو په دې برخه کې جدي مبارزه وشي او د افغان مېرمنو غږ تر نړیوالو ورسول شي، څو مېرمنې د تېر په شان له خپلو حقونو بې‌برخې نه‌شي. اغلې سرابي وايي: "له بده مرغه داسې یو وضعیت راغلی چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو څخه بې‌برخې دي او دا په کور دننه او بهر د افغان مېرمنو جدي او ګډې مبارزې ته اړتیا لري ترڅو د ښځو غږ ټولې نړۍ ته ورسول شي، دوی باید له خپلو حقونو بې‌برخې نه‌شي." د ننګرهار اوسېدونکې عایشه احمدزۍ وایي، له سختې مبارزې او ډېرو ستونزو په ګاللو سره توانېدلې وه چې ژورنالیزم پوهنځي ته لار ومومي، خو په خبره‌یې څلور کاله ستړیا او مبارزه‌یې له خاورې سره خاورې شوه او اوس نه‌شي کولای چې په دې برخه کې کار وکړي. اغلې احمدزۍ زياتوي: "زموږ هیلې لوړې وې، غوښتل مې ژورنالیزم ووایم، خو اجازه مې نه‌درلوده، ما د کورنۍ او افغاني ټولنې په وړاندې مبارزه وکړه چې زده‌کړې وکړم، خو اوس فکر کوم چې وقت مې هسې ضایع کړی دی، اوس د ښځو په وړاندې د طالبانو دریځ ته په پام هېڅ امېد نه‌لرم." محموده رئیس‌پور چې ټاکل شوې وه سږ کال د کابل ښار د یو ښوونځي له دولسم ټولګي فارغه شي، دا هم د وضعیت په اړه ناهیلې ده. دې وويل: "هیله مې درلوده چې له ښوونځي فارغه شم، پوهنتون ته ولاړه شم او خپلې زده‌کړې پر مخ یوسم، خپلو خلکو ته خدمت وکړم، خو اوس چې طالبانو له موږ د زده‌کړو حق اخیستی کوم امېد نه‌لرم، پرته له یو تیاره برخلیک بل څه نه‌وینم." طالبانو په افغانستان کې تر اوسه له شپږم ټولګي پورته، نجونو زده‌کوونکو ته د زده‌کړو اجازه نه‌ده ورکړې. افغان مېرمنې په دې نظر دي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې، مبارزه کړې او قربانۍ یې ورکړي، نارینه‌وو سره‌یې اوږه په اوږه خدمت کړی او اوس دوی نه‌شي کولای په کور کېني. ۲۴ کلنې رخسار خیري په یوې خصوصي رسنۍ کې کار کاوه، دا د یوې نهه کسیزې کورنۍ سرپرسته وه، خو اوس وزګاره ده. رخسار له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول اروپايي ټولنې غواړي چې افغان مېرمنې هېرې نه‌کړي. رخسار وايي: "له اروپايي ټولنې د ټولو افغان نجونو او ښځو غوښتنه دا ده چې دوی یوازې پرې نه‌ږدي او د دوی د کار، ازادۍ او زده‌کړو د حق لپاره غږ پورته کړي او طالبانو باندې فشار راوړي چې نجونو ته د ښوونځیو دروازې پرانیزي چې د خپلو حقونو لپاره هڅې وکړي او درس ووايي." که څه هم تازه طالبانو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه‌وایه، خو څو ورځې مخکې د طالبانو د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته ویلي و چې دوی په یو تازه پروګرام کار کوي چې نجونو زده‌کوونکو او محصلانو ته د زده‌کړو یو خوندي چاپېريال رامنځته کړي. طالبانو دغه‌شان ویلي و چې اسلامي ارزښتونو ته په پام سره به په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو حضور هم پیاوړی وي.

29.09.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې يو شمېر رسنۍ د خپلو فعاليتونو 'سانسورولو' ته اړې شوي

په افغانستان کې د ځینو رسنیو پر خپرونو بندیزونه لګول او د خبریالانو د راپورونو سانسورول هغه ستونزه چې د محتوا له اړخه‌یې رسنۍ سختې زیانمنې کړې دي. اوس یو شمېر افغان خبریالان او د رسنیو مسؤلین وایي، د طالبانو مستقیمو او غیر مستقیمو فشارونو د خپلو فعالیتونو سانسورولو ته اړ ایستلي دي. دوی وایي، دا مسئله په خپرونو کې د ضعف لامل شوې او رسنيو خپل لیدونکي، اورېدونکي او لوستونکي ورو ورو له لاسه ورکړي دي. دوی زياتوي، دې وضعیت په ځینو خپرونو منفي اغېز کړی او په یو ډول‌یې د رسنیو او خبریالانو ازادي زیانمه کړې ده. د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل د چهاشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۰۷» ازادي راډیو ته وویل: “کله چې خبریالان د پېښو په اړه راپورونه جوړوي نه‌یوازې دا چې له هغوی سره همکاري نه‌کېږي، بلکې په بېلابېل ډول ګواښل کېږي، د خبریال کاري چاپېریال هم روښانه نه‌دی او فشارونه پرې شته چې له واقیعتونو په سمه توګه راپورونه ورنه‌کړي." ښاغلی کړوخېل زیاتوي، که وضعیت همداسې دوام وکړي د بیان ازادي چې د افغانستان د تېرو ۲۰ کلونو مهمه لاسته راوړنه ده، له لاسه به ووځي. بل‌خوا د رسنیو او مدني فعالانو د ډلې مشر نصیر اخترزی وایي، دا مهال ډېری رسنۍ تر فشار لاندې دي چې باید دوی ته د خپرونو د خپراوي په برخه کې بشپړه ازادي ورکړل شي. د رسنیو ځیني مخاطبین بیا وایي چې د تصویري، غږیزو او چاپي رسنیو په خپرونو کې ډېر بدلون راغلی چې محتوا یې اغېزمنه کړې ده. د کابل یو اوسېدونکي اکمل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د رسنیو خپرونې بدلې شوي، د افغانستان حالت بدل شوی، نو رسنۍ هم ورسره بدلې شوي، له دې مخکې به په رسنیو کې ډول ډول سریالونه وو، په خپرونو کې به پر دولت هم نیوکې زیاتې کېدلې." خو طالبان بیا پر رسنیو او خبریالانو د سانسور لګول ردوي وایي، سالمه نیوکه د رسنۍ اوخبریالانو حق دی. د طالبانو د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، یوازې رسنیو ته داسې یوه تګلاره ورکړل شوې چې د ملي ارزښتونو، د هېواد د ملي ګټو او مقدساتو پر ضد خپرونې ونه‌لري. ښاغلی کريمي وايي: "د بیان د ازادۍ په برخه کې موږ د سانسور کولو کوم پلان نه‌لرو، خو په کوچنۍ تګلاره کې راغلي چې رسنۍ باید داسې خپرونه ولري چې ملي ګټو ته په‌کې زیان ونه‌رسېږي، ژبنیز، قومي او سمتي اختلافاتو ته په‌کې لمن ونه‌وهل شي، دا هغه څه دي چې د ټولو ګټې په‌کې نغښتې دي." افغانستان کې دا مهال لسګونه راډیوګانې، ټلوېزیونونه او چاپي رسنۍ فعالیت کوي او دغه‌شان ډېرې نورې رسنۍ بیا په انلاین ډول کار کوي. خو د طالبانو په لاس د افغانستان په سقوط سره یو شمېر دغه رسنۍ بندې شوي او یا یې هم پروګرامونه محدود او سانسور شوي دي. اوس‌مهال د افغانستان په اکثرو رسنیو کې موسیقي، ترکي او هندي سریالونه نه‌خپرېږي، ډېری امنیتي، سیاسي او اقتصادي پروګرامونه بند شوي دي او یا هم په سطحي او محدوده توګه خپرېږي.

29.09.2021 ازادي راډیو

"طالبان په نولسوه نوي کلونو کې دخپل رژیم پالیسي بیا پلې کوي"

دبشري حقونو په سازمان کې دښځو دڅانګې مشره هیتر بار وایی طالبانو هغو شدیدو پالیسیو ته بیا مخه کړې چې په نولسوه نوي کلونو کې یې دخپلې واکمنۍ په دوران کې پلې کولې. هغې آزادي راډیو سره مرکه کې وویل چې د طالبانو دغه اقدام د ژورې اندیښنې وړ دی او په قضایي او حقوقي څانګو کې دافغانستان دتیرو شلو کلونو لاس ته راوړنې له مینځه وړي. لدې مخکې دطالبانو دامربالمعروف او نهی عن المنکر دادارې مشر ملا نورالدین ترابي چې دطالبانو د تحریک له موسسینو څخه دی لویدیځو رسنیو ته ویلي ووچې طالبان به شرعي حدود لکه دلاس پرې کول ، اعدام اوقصاص تطبیق کړي. نوموړی دطالبانو په اوسني نظام کې دمحابسو دادارې مشر دی. له میرمن بار سره د ژکفر احمدي مرکه دلته کلتی سئ .

29.09.2021 ازادي راډیو

طالبانو د څلورو کسانو مړي دهرات دښار په ګڼ میشتو ځایونو کې ځوړند کړل

طالبانو د څلورو هغو کسانو مړي چي په اختطاف تورن شوي وو دهرات ښار په چوکونو کې را ځوړند کړل. طالب چارواکو وویل چې دغه کسان چې یو سړی او دهغه زوی یی اختطاف کړي وو، امنیتي ځواکونو سره دنښتې په مهال ووژل شول. مخکی دطالبانودتحریک یو موسس ملا نورالدین ترابی ویلي وو قصاص او د لاس پرې کول هغسې چې دطالبانو دتیرې واکمنۍ په مهال نافذیدل تردې وروسته به هم نافذ شي. خودبشری حقوقو د څار سازمان او دامریکا بهرنیو چارو وزارت اندیښنه څرګنده کړې او ویلی چې دملا ترابی دغه خبرې دبشری حقوقو داصولو خلاف دي. ددغې ویډیو ځینې برخی کیدای شي ځینو کسانو ته ځوروونکې وي.

25.09.2021 ازادي راډیو

فعالانې: که طالبان د ښځو حقونه رعایت نه کړي نړیواله انزوا به یې دوام وکړي

د بشري حقونو د څار اداره په افغانستان کې د ښځو په اړه د طالبانو پر اقداماتو اندېښنه ښيي.  د دې سازمان د ښځو د برخې مشرې هیډربار ازادي راډیو ته وویل، طالبان اکثره هغه پالیسۍ چې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ عملي کولې، بیا تطبیقوي چې یو وار بیا د ښځو حقونه ورسره محدودېږي. اغلې بار زیاته کړه: "​مهمه ده چې را په زړه یې کړو چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې طالبانو ونه ویل چې نجونې زده کړې نه شي کولی، دا یې ویلي وو چې اوس امنیتي وضعیت ښه نه دی او باید انتظار وباسي. یقیناً په هماغه کلونو کې چې واک یې په لاس کې وو، د امنیت د ښه کېدو وخت او ښځو ته د حقونو د ورکولو شېبه هېڅکله راونه رسېده."  د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ له شپږمه پورته د هلکانو ښوونځي پرانیستل شول خو د نجونو ښوونځي لا نه دي پرانیستل شوي.  طالبانو ویلي چې د نجونو د تعلیم مخالف نه دي، ژر به اجازه ورکړي چې له شپږمه د پورته ټولګیو نجونې زده کوونکې ښوونځیو ته لاړې شي. دوی دغه راز په حکومت او کابینه کې ښځو ته د حق ورکولو ژمنې کړي دي.  خو د بشري حقونو د ښځو د برخې مشره مېرمن هیډربار د طالبانو دغو ژمنو ته خوشبینه نه ده او وايي سره له دې چې هیله لري طالبان په خپلو خبرو کې رښتیني واوسي باور نه لري چې هغوی دې خپلې پرېکړې بدلې کړي.  طالبانو پرون هغه اوازې په تونده لهجه رد کړې چې ګنې ژر به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.  د پوهنې وزارت له لوري په یوه اعلامیه کې راغلي چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستې په اړه په یوه طرحه کار روان دی او پایلې یې وروسته له خلکو سره شریک کېږي.  د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشرې د افغان ښځو وروستي اعتراضونه د هغوی د زړه ورتیا ښکارندوی وبلل، خو ویې ویل چې د طالبانو له لوري د ښځو د اعتراضونو مخنیوی د بشري حقونو سرغړونه ده. نوموړې وویل: "لکه څرنګه چې پوهېږئ دغو اعتراضونو ته د طالبانو ځواب تاوتریخجن و. اعتراض کوونکي او خبریالان یې ووهل او بیا یې اعتراضونه منع کړل. دا د بشري حقونو سرغړونه ده. ښځو او هر څوک د خبرو کولو، سوله ییز اعتراض او د خپلو نظرونو د بیانولو حق لري."  دې زیاته کړه چې پوهنتونونو ته د نجونو د تګ پر څرنګوالي جدي محدودیتونه لګول شوي او ډېرې ښځې له دندو ګوښه کړای شوي دي.  د ښځو د حقونو افغان فعاله محبوبه سراج وايي، که طالبان غواړي چې له اقتصادي سقوط او دپلوماتیکې انزوا څخه خلاص شي، باید د افغان ښځو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.  ۷۳ کلنه سراج چې د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو وروسته له خپل هېواده ونه وتله وايي، که طالبان د نړیوالې ټولنې پر وړاندې درېږي، ممکن له افغانستان سره ټولې مرستې په ټپه ودرېږي چې له کبله به یې د افغانانو کړاوونه نور هم زیات شي.  د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام پر اساس، د راتلونکي کال تر دوبي پورې به د افغانستان په سلو کې ۹۷ وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند لري، روغتیايي او تعلیمي سیستمونه به یې له پاشل کېدو سره مخامخ شي ځکه چې د افغانستان په سلو کې ۸۵ بودجه نړیوالو مرستندویانو ورکوله. 

24.09.2021 ازادي راډیو

د طالبانو په کابینه کېښځې ولې نشته؟ د طالبانو ویاند مو پوښتلی

د طالبانو حکومت د سه شنبې په ورځ بیا د کابینې ځینې غړي معرفي کړل خو ښځې پکې نشته. د طالبانو د سیاسي دفتر له ویاند محمد نعیم نه مو په دې اړه پوښتنې کړي چې طالبان په حکومتولۍ کې د میلیونو افغان ښځو ونډه څنګه ورکوي؟ له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو په اړه مو هم له محمد نعیم پوښتنه کړې. صفي الله ستانکزی ورسره غږېدلی.

21.09.2021 ازادي راډیو

د طالبانو حکومت په راتګ سره د 'سوداګرو مېرمنو فعالیتونه' درېدلي

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ښخینه سوداګرو ستونزې. یو شمېرو يې ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو سره‌یې کارونه درېدلي چې له امله‌یې له ستونزو سره مخ شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې پرافغانستان د طالبانو له واکمن کېدو وروسته ډېری دوی او د سوداګرو ښځو د خونې مسؤلین له هېواده وتلي دي. شهرزاد مصطفوي چې د تازه مېوو په سوداګرۍ بوخته او د هوايي دهلېزونو له لارې یې هند او عربي متحده اماراتو ته صادرولې، اوس‌یې کارونه ځنډېدلي دي. مېرمن مصطفوي وايي، مخکې له دې یې هره میاشت کې شااوخوا شپږ زره ډالره عواید درلودل، خو اوس‌یې سره له دې چې ۴۰ زره ډالره زیان کړی، د امنیت اندېښنه هم لري. اغلې مصطفوي زیاتوي: "ما د تازه مېوو تجارت درلود، هند او عربي اماراتو ته مې صادرولې، اوس پروازونه بند دي، هوايي دهلېزونه نه‌شته، مخکېني حکومت د صادراتو لپاره ډېرې پیسې مصرفولې، خو اوس هر څه بند دي، د ستونزو د حل لپاره مو هېڅ لاره نه‌شته." ناصره بیګي‌زاده بله مېرمن ده چې یو کال مخکې یې د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌اباد کې د پنځه زره ډالرو په پانګونه، یو رستورانت پرانیستی و، خو اوس د دې په خبره له ډاره خپل رستورانت ته نه‌شي تللی. دا وايي: "ما یو کال مخکې په فیض‌اباد کې د پنځه زرو ډالرو په پانګه یو کوچنی رستورانت پرانیست، پنځو کسانو په‌کې کار کاوه، کارونه مو ښه پر مخ تلل، ورو ورو ښه کېدل، خو اوس مو ټولې هیلې له‌منځه لاړې." له دې مېرمنو بله فاطمه نېک رسولي په جوزجان ولایت کې د سوداګرۍ د خونې غړې ده چې د شبرغان په ښار کې یې د  ۶۰۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت، یو ښځینه ورزشي کلپ جوړ کړی و. دې ازادي راډیو ته په استول شوي پیام کې ویلي چې اوس دغه کلپ بند دی او په خپله هم د وسله‌والو له‌خوا ګواښل کېږي. مېرمن نېک رسولي وايي، د کلپ تجهیزات هم له‌منځه تللي او د سوداګرو ښځو خونې هم ورسره هېڅ مرسته نه‌ده کړې. په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت په راتلو سره د سوداګرو ښځو د خونې فعالیتونه هم درېدلي او  ویل کېږي چې مسؤلین‌یې له هېواده وتلي دي. ازادي رادیو هڅه وکړه چې د ښځو د سوداګرۍ د خونې د فعالیتونو په اړه د طالبانو نظر ولري، خو هڅو یې نتیجه ورنه‌کړه. طالبانو د ښځو فعالیتونو ته په محدودو برخوکې اجازه ورکړې او په اقتصادي او ټولنیزو چارو کې ورته تر اوسه د کار اجازه نه‌ده ورکړل شوې‌.

20.09.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د کرونا ویروس ګواښ ته د کمې پاملرنې په اړه اندېښنې

کرونا اوس هم په افغانستان کې یوه جدي ستونزه ده او د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی. ګن شمېر افغانان په هېواد کې د سیاسي بدلون وروسته د دې ویروس پر وړاندې مبارزه له ستونزو ډکه بولي. دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا اندېښنه هم لري که د کرونا ویروس په وړاندې مبارزه په سمه توګه مدیریت نه‌شي پایلې به‌یې خطرناکې وي. عبدالوهاب چې اوونۍ وړاندې یې نیکه همدې ویروس وواژه، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د نوي بدلونونو سره باید د دې ویروس پر وړاندې مبارزه پڅه نه‌شي. هغه له طالبانو غواړي چې د کرونا پر وړاندې مبارزه له پخوا جدي کړي. عبدالوهاب زیاتوي: "کرونا په افغانستان کې اوس هم جدي ده او دغه ویروس لا هم د افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، دا چې په افغانستان کې نوی سیاسي بدلون رامنځته شو له طالبانو مو غوښتنه ده چې د دې ویروس پر وړاندې خپله مبارزه له پخوا جدي کړي." خو دا یوازې عبدالوهاب نه‌دی یو شمېر نور کابل مېشتي هم له دې ویروسه وېره لري، وايي چې په تېر نظام کې روغتیايي امکانات ډېر و او د دې ناروغۍ سره مبارزه شونې وه، خو اوس دا چاره شاید ستونزمنه وي. د کابل ښار اوسېدونکی خالد وايي: "کرونا د نړۍ ترڅنګ افغانستان هم سخت وځپه، دا چې اوس نظام بدل شوی او حالات د تمې خلاف بدل دي، هغه امکانات چې پخوا و هغه اوس په نشت حساب دي، ټول روغتیايي توکي له کاره لوېدلي، په دې اساس زموږ وېره دوه برابره زیاته شوې." خو کریم د کرونا ویروس په تړاو بل نظر لري. هغه وايي، د خلکو ذهنونه وروستیو تحولاتو ځان ته اړولي، کرونا د چا په ذهن کې نه‌شته. کریم زیاته کړه: "اوس هم کرونا یوه جدي ستونزه ده، خو دا چې ولې د خبرونو سرټکي نه‌جوړوي دلیل‌یې وروستي تحولات دي، ټول افغانان وروستیو تحولاتو هک حیران کړي، له هر چا کرونا له یاده وتې، خو بیا هم وایم چې کرونا اوس هم جدي ده." ازادي راډیو هڅه وکړه د کرونا ویروس سره د مبارزې د وروستیو تازه پرمختګونو په اړه د افغانستان عامې روغتیا وزارت نظر واخلي، خو دوی له څه ویلو ډډه وکړه. د طالبانو ویاند هم په دې اړه د ازادي راډیو اړیکې ځواب نه‌کړې. دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې تازه نن دوشنبه د روغتیا نړیوال سازمان مشر له یو پلاوي سره افغانستان ته سفر کړی. د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ دغه پلاوی به له طالب مشرانو سره د وروستیو روغتیايي بدو حالاتو او دغه‌شان افغانستان ته په دې برخه کې د مرستو په تړاو خبرې وکړي.

20.09.2021 ازادي راډیو

په کندز کې ښځینه خبریالانې: طالبان مو رسنیو کې کار کولو ته نه‌پرېږدي

په کندز کې یو شمېر ښځینه خبریالانې وايي، د طالبانو له‌خوا پر دوی په سیمه‌ییزو رسنیو کې د کار کولو بندیز لګول شوی او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دوی خبرداری ورکوي، که چېرې دوی ته بېرته په رسنیو کې د فعالیت اجاز ورنه‌کړل شي، نو اړ دي چې هېواد څخه بهر ولاړې شي. ۲۵ کلنه رویا احمدي چې دا يې مستعار نوم دی ازادي راډيو ته وویل: "پخوا ما کابو ۱۰ زره افغانۍ معاش درلود او له همدې لارې مې د خپلې کورنۍ او د وړو خویندو لګښت پوره کاوه. له کله راهیسې چې پر موږ په رسنیو کې د کار کولو بندیز لګول شوی دی. اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یم." په ورته مهال کې ۲۴ کلنې نبیلا محمدي چې درې کاله‌یې په کندز کې په یوې سیمه‌ییزه راډيو کې کار کړی وايي، د طالبانو په واکمنېدو سره اوس کار نه‌شي کولای. هغه له طالبانو غواړي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او ښځینه خبریالانو ته اجازه ورکړي چې په رسنیو کې کار وکړي. نبیلا وایي: "زه غواړم چې بېرته په رسنیو کې کار وکړم، خو طالبان موږ ته اجاز نه‌راکوي چې له کوره بهر کار وکړو. که چېرې همدا حالت ادامه پیدا کړي، نو موږ اړ کېږو چې وطن پرېږدو ځکه نور دلته ژوند کول ګران دي." په شمال ختېځ زون کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسؤل شهباز صابري رسنۍ او د بیان ازادي د تېرو دوو لسیزو ستره لاسته راوړنه بولي او له طالبانو غواړي چې ښځینه خبریالانو ته په رسنیو کې د کار کولو اجازه ورکړي. صابري وایي: "له بده مرغه لاهم په کندز کې د رسنیو نیمه برخه فعالیت نه‌لري او په سیمه‌ییزو رسنیو کې ښځینه خبریالانې هېڅ حضور نه‌لري. زه هیله‌من یم چې اسلامي امارت ښځینه خبریالانو ته اجازه ورکړي چې بېرته خپلو دندو ته حاضر شي." خو په کندز کې طالب چارواکي بیا وايي چې تر اوسه پورې له مرکز څخه د ښځینه خبریالانو د فعالیت په اړه دوی ته کوم رسمي مکتوب نه‌دی رسېدلی او باید د یوې مودې لپاره د رسنیو ښځینه کارکوونکې په خپلو کورونو کې پاتې شي. د کندز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مطیع‌الله روحاني وايي: "موږ ته د ښځینه خبریالانو د فعالیت په اړه د چارواکو له‌خوا کوم رسمي مکتوب نه‌دی راغلی. اوس‌مهال دې د رسنیو ښځینه کارکوونکې په خپلو کورونو کې پاتې شي. په نږدې ورځو کې به دوی ته په رسنیو کې د کار زمینه برابره شي او بېرته به خپلو دندو ته راشي." دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو له‌خوا نه‌یوازې پر ښځینه خبریالانو، بلکې د ګڼ شمېر دولتي او غیر دولتي ادارو پر ښځینه کارکوونکو هم د کار کولو بندیز لګول شوی دی او دې مسئلې په هېواد کې دننه د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

20.09.2021 ازادي راډیو

د ښځو د حقونو خوندیتوب؛ د طالبانو وروستۍ پرېکړې د 'اسلام او قانون' خلاف دي

په کابل کې یو شمېر ښځو د طالبانو له‌خوا د ښځو چارو وزارت د بندولو او ز‌ده‌کړو ته نجونو د محدود لاسرسي په غبرګون کې لاریون وکړ. دوی چې شمېر یې کم و، په خپلو شعارونو کې د زده‌کړې او کار ته د تګ غوښتنه کوله. دوی د "ازادي، زده‌کړه او کار" زموږ حق دی شعارونه ورکول او وايي، ښځې دې له ټولنیزو فعالیتونو نه منع کېږي. له لاریون کوونکو یوه‌یې ترنم سعیدي وايي، طالبان نه‌شي کولای دوی له کار او زده‌کړې منع کړي او مجبور دي چې غوښتنې یې ومني. مېرمن سعیدي وايي: "موږ د ملګرو ملتونو سازمان، د بشري حقونو کمېسیون او هغه نړیواله ټولنه څه کوو چې زموږ په درد نه‌خوري. هغه مهال چې هېڅوک نه‌شي کولای له موږ دفاع وکړي، موږ خپله خپل غږ پورته کوو، خپله راځو اعتراض کوو، یا به وژل کېږو یا به خپل حق غواړو." په وروستیو کې په افغانستان کې ورځ تر بلې، د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب غږونه مخ په پراخېدو دي. دا غوښتنې وروسته تر هغې پراخېږي چې طالبانو د جمعې په ورځ د ښځو چارو وزارت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر په نوم ونوماوه او دغه‌شان یې لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده‌کړو او ښځو ته د کار اجازه اجازه نه‌ده ورکړې. په ورته وخت کې د افغانستان د موج تحول په نوم یو سیاسي ګوند د ښځو په اړه د طالبانو دا پرېکړه د اسلام او قانون خلاف بولي. دې ګوند چې مشري یې د ولسي جرګې پخوانۍ وکیله او د قطر په تېرو بین‌الافغاني خبرو کې د جمهور رئیس غني د حکومت د سولې د مرکچي پلاوي یوه غړې فوزیه کوفي کوي، نن د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۲۸» طالبان تورن کړل چې له نجونو او ښځو یې هغه حقونه اخیستي چې اسلام او قانون ورکړي دي. د دې خوځښت غړې مرضیه احمدي وايي، له کومه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي، د ښځو پر وړاندې پرېکړې یې د اسلام او قانون سره په ټکر کې دي. اغلې احمدي زیاتوي: "له کار څخه د ښځو لیرې کول او له دوی سره تبعیضي چلند د اسلام مبارک دین، د نړۍ د اسلامي هېوادونو له کړنو او د افغانستان د کلتور خلاف دي. له همدې امله دوی ته د کار اجازه او په سیاسي او ټولنیزو برخو کې، په ځانګړي ډول د نوي جوړښت په رهبرۍ کې یې ونډه د مبارزو ښځو له بنسټیزو غوښتنو یوه ده." پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د ښځو او نجونو یوه لویه اندېښنه د دوی د تېرو ۲۰ کلنو لاسته راوړنو ساتنه ده. زده‌کړې او دنده د افغان ښځو هغه دوه مهمې غوښتنې دي چې په دې وروستیو کې یې د خوندیتوب لپاره غږونه پورته شوي دي. یو له دغو کسانو چې د خپلو زده‌کړو دوام ته اندېښنه لري سلګۍ باران ده، هغه نجلۍ چې د ۱۳۹۹ زېږدیز کال کانکور ازموینه کې یې د ۱۷۰ زره زده‌کوونکو په منځ کې لومړی ځای خپل کړ، خو اوس بې‌برخلیکه ده. سلګۍ د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو تړل کېدو اندېښمنه کړې. دا له طالبانو غواړي چې نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي. سلګۍ وايي: ''له طالبانو مې غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي، ترڅو نجونې هم ښوونځيو، پوهنتونونو او کورسونو ته ولاړې شي، که طالبان په خپلو ژمنو عمل وکړي د اندېښنې ځای نه‌دی، خو که عمل پرې ونه‌کړي دا د اندېښنې ځای دی." طيبه بیا د خپلې کورنۍ يوازنۍ لور ده، دا هم د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنه ده. طیبه وايي، هيله‌يې لرله چې زده‌کړې وکړي او پوهنتون ته د خپلې خوښې پوهنځي ته بريالۍ شي، خو اوس‌يې ټولې هيلې نيمګړې دي. دا وايي: "له اول ټولګي مې چې تر ننه زده‌کړې کولې له ډېرو ستونزو سره مخ شوم، څو مياشتې کېږي چې د کانکور چمتووالي کورس مې لوست څو وکولای شم پوهنتون ته لار پيدا کړم، خو اوس بې‌برخلیکه يم، نه‌پوهېږم چې راتلونکی به مې څنکه شي، طالبانو ژمنه کړې وه چې مېرمنو ته به د زده‌کړو او کار اجازه ورکوي، خو اوس دا کار نه‌کوي." د طالبانو دا پرېکړه د ټولنيزو رسنيو د کارکوونکو له غبرګون سره هم مخ شوې ده. دوی "د نجونو له شتون پرته ښوونځي بايد تحريم شي" تر نوم لاندې کمپاين په لاره اچولی دی. که څه هم طالبانو لا د شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده‌کړو او ښځو ته دندو ته د تګ اجازه نه‌ده ورکړې، خو ژمنه کوي چې د ښځو حقونو ته درناوی لري. د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، دوی ښځو ته په روغتیا او پوهنې وزارتونو او د کابل حامد کرزي هوايي ډګر کې دننه د کار اجازه ورکړې او ژر به د دوی د زده‌کړو او په نورو ادارو کې د دوی د کار کولو په اړه پرېکړه وشي. ښاغلی کریمي وايي: "په نورو برخو کې هم کار روان دی، تر اوسه پورې پروسه ټوله بشپړه شوې نه‌ده. البته د ښوونځیو په اړه هم پرېکړه تر کار لاندې ده چې هلته د دوی لپاره ترانسپورټي مسایلو او تعلیمي چاپېریال د خوندیتوب لپاره یو منظم پلان برابر شي. هیله لرم چې دا مرحله هم ژر بشپړه شي." له طالبانو د نړیوالې ټولنې یوه مهمه غوښتنه هم د ښځو حقونو ته درناوی او د دوی ټولنیز فعالیت ته اجازه ورکول دي. که څه هم د طالبانو له‌خوا د افغانستان تر نیول کېدلو وروسته، د دولتي ادارو ډېری کارکوونکې ښځې او فعالینې له افغانستان ووتې، خو هغه چې پاتي، غوښتنې یې معلومې او د خپل راتلونکي ګونګ برخلیک په اړه اندېښمنې دي.

19.09.2021 ازادي راډیو

جلالي: افغانستان د امپراتوریو هدیره نه، د جګړې قرباني دی

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا د واشنګټن په ملي-دفاعي پوهنتون کې استاد، علي احمد جلالي په دې باور دی، چې طالبان که غواړي د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت وپېژندل شي، په خپل لیدلوري کې دې بدلون راولي. ښاغلي جلالي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، د ځینو انګېرنو خلاف، افغانستان د «امپراتوریو هدیره» نه، بلکې د امپراتوریو د جګړې قرباني دی. احمد تکل له ښاغلي جلالي سره پر سکایپ خبرې کړي

18.09.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more