شاته

کابل کې د مېرمنو اعتراض: طالبان دې زموږ پر وړاندې محدودیتونه لېرې کړي

یو شمېر مېرمنې چې د خپلو کورنو مسولیت ور ترغاړې دی او د طالبانو له راتک سره یې خپلې دندې له لاسه ورکړي اوس د خپل راتلونکي په اړه اندېښنه لري.

دغو مېرمنو په کابل کې د یو اعتراض په ترڅ کې د ځان پر وړاندې د محدودیتونو د لېرې کېدو غوښتنه وکړه.

۲۸ کلنه بصیره چې له دې وړاندې یې د ښار جوړونې په وزارت کې دنده درلوده او د خپلې ۷ کسیزه کورنۍ مشره کوي اوس د بې دندۍ له امله د ژوند سخت حالات تیروي او ژوند له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي: "اوس د خپل ژوند په سختو شرایطو کې تېروم، د کور هغه توکي چې قیمته وو، هغه ټول مې وپلورل، خپله طلا مې هم خرڅه کړه، په هغې مې اوړه، وریجې او نور شیان واخېستل، څو د یو څه وخت لپاره پرې ژوند وکړم، خو اوس اندېښمنه یم چې له دې وروسته به څه کېږي، زه د خپل ژوند سخت اندېښمنه کړې یم."

بصیره وايي، د بې کارۍ ترڅنګ د زده کړو په برخه کې د خپلې خویندې بې برخلیکتوب هم اندېښمنه کړې.

په همدې حال کې یو شمېر مېرمنو په کابل کې د یو اعتراضیه غونډې په ترڅ کې د مېرمنو لپاره د کار او تحصیل غوښتنه بیا وکړه.

ارشیف، کابل کې د مېرمنو لاریون
ارشیف، کابل کې د مېرمنو لاریون

دغو مېرمنو د طالبانو له خوا محدودیتونه د ځان پر وړاندې ظلم یاد کړ او ویې ویل چې د دې وضعیت دوام ورته د منلو وړ نه دی.

سره له دې چې د دغو مېرمنو اعتراضیه غونډې په واټونو کې د طالبانو له خوا په ځلونو ګډوډې شوي، خو دا ځل یې په سر پټي ځای کې خپل غږ پورته کړ.

د ښځو فعاله نرګس احمدزی ازادي راډیو ته وویل: "که غواړو چې افغاني ټولنه پرمختګ وکړي باید ښځو ته ونډه ورکړل شي، لکه څنګه چې اسلام ښځو ته په هر کار کې ونډه ورکړې، باید د دې ټولنې حاکمان هم دا کار وکړي، مېرمنو ته باید کار زمینه برابره شي."

خو د طالبانو حکومت یو ویاند احمد الله وثیق بیا دغه ډول ادعاګانې ردوي: "مېرمنې په دولت کې دنده لري او معاشونه یې ورکړل شوي او دا لړۍ به دوام ولري او هغه مېرمنې چې په شخصي ډول کار کوي هېڅ ورته خنډ نشته او په دې برخه کې هېڅ ډول حکم نه دی صادره شوی."

له دې سره هم مهاله د ملګرو ملتونو د پراختیا برخې پروګرام یا (UNDP) په راتلونکي کال کې د ناخالصو عوایدو د ۵ سلنه کموالي خبر ورکوي.

دغه سازمان په خپل یو راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړی ویلي، د افغانستان د ناخالصو عوایدو کچه په ۲۰۲۰ میلادي کال کې له ۲۰ میلیارده ډالرو څخه ۱۶ میلیاردو ته ر اښکته شوې و او ممکن دغه شمېر راتلونکي کال ۱۵ میلیاردو ته راښکته شي.