ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سیګار: سپورټي او روغتیايي خدماتو ته د افغان مېرمنو لاسرسی محدود شوی

سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش اداره د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په حواله وايي، د افغانستان په اړه ځینې وروستي راپورونه د اندېښنې وړ دي. د سیګار په حواله دغو راپورونو کې د ښځو پر سپورټي فعالیتونو د طالبانو له خوا بندیز او روغتیايي خدماتو ته د ښځو محدود لاسرسی شامل دی، ځکه د طالبانو حکومت ښځو ته سپارښتنه کړې چې باید داسې مرکزونو ته له نارینه محرم پرته لاړې نه شي. سیګار پرون په ټویټر کې د طالبانو له خوا د ډزو په وسیله د ښځو د حقونو لپاره د لاریونونو ګډوډولو او په ادارو کې د ښځینه مامورانو د کار مخنیوي دغه راز د بشر دوستانو چارو د ښځینه کار کوونکو د کار د مخنیوي لپاره د طالبانو هڅو ته اشاره کړې ده. افغان الاصله بریتانوۍ پیمانه اسد چې د لندن په هارو شورا کې د ټولنیز انسجام د چارو لپاره د کابینې غړې ده، پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، ۲۰۲۱ میلادي کال د افغان نجونو او ښځو لپاره کومه لاسته راوړنه نه درلوده. د هغې په وینا، د طالبانو رژیم نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم او ښځو ته د کار اجازه نه ده ورکړې. د میدان ښار پخوانۍ ښارواله، ظریفه غفاري وايي، افغانستان اوس د ۹۰یمو لسیزو افغانستان نه دی، بلکې اوس ښځې هر ډول خطرونه پر ځانونو مني او د خپل حق لپاره خپل اواز پورته کوي. نوموړې وايي: "افغان ښځې د وطن د نفوس تر ۱۶ میلیونو ډېره برخه جوړوي. دوی د استبدادي حکومتونو په وېره پسې نه سر خوږوي او تر هغې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي چې د میوند د ملالې تاریخونه بیا راتازه کړي. موږ پر طالبانو غږ کوو چې تاسو په ډار اچوونکو برنامو موږ نه شئ ماتولای. ځکه موږ شا ته د ګرځېدو برنامه نه لرو. ښه به دا وي چې یو بل سره ومنو، دغه ولس او وطن ته په ګډه سره کار وکړو." د طالبانو وسله والو په وروستي مورد کې تېره سې شنبې په کابل کې د ښځو د یوه لاریون مخه ونیوله چې د لاریون برخوالو ویلي، د طالبانو تر ډزو وروسته د دوی ۶ کسان ژوبل شوي دي. د لاریون برخوالو د کار، ډوډۍ او ازادۍ شعارونه ورکول. د دوی له ډلې تمنا صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل:"تمه وه د کابل په دوو سیمو کې لاریون وکړو، خو بدبختانه د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخ شوو. هغه کسان چې غوښتل یې دې لاریونونو کې ونډه واخلي او یا یې ګډون کړی و، یو شمېر ته‌یې اجازه ورنه‌کړل شوه چې اصلي ګروپ سره یوځای شي او هغوی چې اصلي ګروپ کې وو پرې ډزې وشوې چې بدبختانه یو شمېر ټپیانې شوې هم دي." د طالبانو حکومت مخکې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم لپاره د یوه طرزالعمل د جوړولو خبره کړې وه چې تر اوسه یې جزییات له خلکو سره نه دي شریک شوي. طالبانو ویلي چې دوی د شریعت په چوکاټ کې د ښځو د کار پلوي کوي چې ډېر ژر به په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي. که له یوې خوا په اکثرو دولتي ادارو کې د ښځو د کار مخه نیول شوې، د طالبانو له خوا تر اوسه د ګمارنو په لېست کې د یوې ښځې نوم هم نه تر سترګو کېږي. د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخه کې ټاکل شوې استازې رینا امیري ویلي، د نجونو او ښځو ستونزې درک کوي او د حل لپاره به یې هڅه کوي.

02.01.2022 ازادي راډیو

د کرونا له تازه څپو سره-سره د نړۍ ډېري خلکو د ۲۰۲۲کال د پیل مراسم ونمانځل

د ۲۰۲۲م کال د پیل جشنونه د نړۍ په ځینو ښارونو کې ونمانځل شول، خو بیا هم محدودیتونه زیات وو. اسټرالیا او نیوزیلنډ د اسټرالیا سیډني او د نیوزیلنډ اکلنډ ښارونه تل تر نورو ښارونو د نوي کال پیل مخکې نمانخي چې سږکال یې هم تر زیاتو محدودیتونو لاندې دغه جشن ونمانځه. په سیډني ښار کې د نوي کال د پیل د مراسمو په درشل کې اسټرالیا پرون جمعه په کرونا ویروس د ډېرو کسانو د اخته کېدو پېښې ثبت کړې چې په ۲۴ ساعتونو کې تر ۳۲زره زیاتې وې. هانک کانګ هانګ کانګ په ځانګړو مراسمو او کنسرټ د نوي میلادي کال پیل ونمانځه. په اروپا کې سږکال د نوي میلادي کال د پیل د نمانځلو جشنونه کمرنګه وو، ځکه د کرونا ویروس نوې بڼې اومېکرون اندېښنې زیاتې کړې دي. فرانسه او بریتانیا په پاریس او لندن کې هم د اورلوبو مراسم لغوه شول. اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې په بریتانیا کې د کرونا ویروس په لسګونو زره مثبتو پېښو کې ۹۰ فیصده یې د اومېکرون بڼې دي. د نوي کال تر پیل څو ساعته مخکې په پاریس کې د ماسکونو کارول جبري شول. ایټالیا په ایټالیا کې تر نوي میلادي کال یوه ورځ مخکې، په ورځني ډول د کرونا ویروس خورا زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې نږدې یو لک او ۲۷زره وې. د اروپا د ختیځ هېوادونه هم د نوي میلادي کال په پیل کې بد وضعیت تجربه کوي. روسیه، پولنډ او اوکراین د هغو شمېرو له مخې چې رویټرز خبري اژانس پرون جمعه خپاره کړل، د اروپا په ختیځ کې د کرونا وبا له کبله د مړینو شمېر یو میلیونو ته ورسېد، زیاتې مړینې په روسیه، پولنډ او اوکراین کې ثبت شوي دي. د رویټرز د دغه راپور له مخې، اوس روسیه، د کرونا له کبله د مړینو د شمېر له مخې تر برازیل مخکې شوې او په نړۍ کې دویم ځای لري. چک جمهوریت او هنګري د ختیځې اروپا دوه هېوادونه چک جمهوریت او هنګري هغه هېوادونه بلل شوي چې زیات خلک په کې د کرونا ویروس پر وړاندې واکسین شوي دي، خو د نوي کال د مراسمو پرمهال په کې محدودیتونه جدي وو. چین چین چې کرونا ویروس په کې په لومړي ځل کشف شو، اوس د مثبتو پېښو د زیاتېدو خبر ورکړی دی. په ټوله کې نړیوال په ځانګړي ډول روغتیايي سازمانونه او بنسټونه اندېښنه لري، ځکه د نړۍ په زیاتو برخو کې مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.

01.01.2022 ازادي راډیو

د افغان ښځو اندېښنو ته د نجونو، ښځو او بشري حقونو برخه کې د امریکا استازې ځواب

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخه کې ټاکل شوې استازې رینا امیري هغه اندېښنو ته ځواب ویلی چې افغان ښځې ورسره مخ دي. مېرمن امیري پر دې دندې له ټاکل کېدو وروسته په لومړي ځل په خپله ټویټرپاڼه افغان نجونو او ښځو ته ډاډ ورکړی چې په ستونزو یې خبره ده. اغلې امیري لیکلي: "د یوې ښځې او مور په صفت، زه ډېره ښه پوهېږم چې په افغانستان کې ښځې او د هغوی ماشومان د بشري ناورین دروند بار زغمي." مېرمن امیري دوه ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په دې دنده وګمارل شوه. د هغې پر وړاندې لویه ننګونه د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د هغو لاسته راوړنو خوندي کول دي چې اوس د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخ دي. "کار، ډوډۍ او ازادي" په کابل کې د تېرې شنبې په ورځ د یو شمېر ښځو د شویو لاریونونو شعار و. هغه چې د ښځو د حقونو فعالانې یې بنسټیزې غوښتنې یادوي او په عملي کېدو یې ټینګار کوي. د ښځو د حقونو فعاله حلیمه پوپل‌زۍ د افغانستان لپاره د نجونو، ښځو او بشر حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړې استازې رینا امیري غواړي چې د افغان ښځو دا غوښتنې له پامه ونه‌غورځوي او خوندیتوب ته‌یې ډېر پام وکړي. دا وايي: "ټول پوهېږو چې دوی له ښځو سره تاوتریخوالی کوي. ان د ښځو هغه لومړني حقونه چې زده‌کړه او له کوره دباندې د تلو حق دی، ترې سلب شوی. دا ډېره مهمه ده چې نړۍ افغان ښځو ته پاملرنه وکړي." د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج بیا وايي، افغان ښځې یوازې خپل مشروع حق غواړي او داسې هېڅ غوښتنه نه‌لري چې د اسلام او افغاني کلتور سره ټکر کې وي. اغلې سراج زیاتوي: "افغان ښځې هر څه ته اړتیا لري. زده‌کړو ته اړتیا لري، کار ته اړتیا لري، پیسو ته اړتیا لري، د تګ راتګ ازادۍ ته اړتیا لري چې له یو ځای بل ځای ته ولاړې شي. هغه ډول چې نارینه ورته اړتیا لري. داسې څه ځانګړي نه‌شته چې افغان ښځې یې باید حتماً ولري، بلکې دا ټول باید ولري." د طالبانو حکومت له پیل راهیسې افغان ښځو او نجونو د دې حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره په ځلونو لاریونونه هم کړي. په تېرو ۲۰ کلونو کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړې، کار او ټولنیزې ازادۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی و، خو د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته د دې ټولو د له‌منځه تلو په اړه اندېښنې مخ په ډېرېدو دي. د طالبانو حکومت د واکمنۍ له پیل سره سم، له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو په تګ بندیز ولګول شو. تر خوا یې په دولتي ادارو کې هم د ښځو کار محدود شوی او په لوړو دولتي پوسټونو هم هېڅ ښځه نه‌ده ګمارل شوې. خو له دې ټولو سره سره، د طالبانو حکومت وايي، بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته ژمن دي او ژر به ښوونځیو او پوهنتونونو ته د دوی د تلو اجازه هم ورکړل شي. د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره هم د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو یو له مهمو شرایطو  بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته ژمنتیا ده، هغه چې د طالبانو د حکومت وروستیو وضع شویو اصولو یې د نه‌منلو اندېښنې زیاتې کړي.

31.12.2021 ازادي راډیو

د ښځو سياسي مشارکت ولې مهم دی او که ونډه ورنه‌کړل شي څومره د افغانستان په زیان دی؟

د اګسټ میاشتې په ۱۵مه نېټه طالبان کابل ته ننوتل او په افغانستان کې يې خپل واک اعلان کړ. له هغه راهیسې په هېواد کې د ښځو له کاره د بې‌برخې کېدو او په سیاسي ډګر کې د ګوښه کېدو په اړه نړیوالو او افغانانو وخت په وخت سخته اندېښنه څرګنده کړې. پر دې موضوع ملالۍ بشير د ښځو د حقونو له فعالې فروزان رسولي سره خبرې کړي او په سر کې يې پوښتلې چې په سیاسي ډګر کې د ښځو مشارکت ولې مهم دی او که ښځو ته په دې برخه کې ونډه ورنه‌کړل شي، دا به د افغانستان څومره په زیان وي؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:  

30.12.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې ښوونیزو چارو ته کتنه؛ تېر کال د ښځینه زده‌کوونکو لپاره څه ډول و؟

د ۲۰۲۱م کال پای ته رسېدو سره په افغانستان کې د زده‌کړو او ښوونیزو چارو ته کتنه کوو. د اګسټ په ۱۵مه نېټه وروسته له هغه چې طالبان کابل ته ننوتل او په افغانستان کې يې خپل واک اعلان کړ، تر شپږم ټولګي پورته‌یې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه. که څه هم په یو شمېر ولایتونو کې نجونو ته د تر دوولسم ټولګي د زده‌کړو حق ورکړل شو، خو په ډېری نورو ولایتونو کې اوس هم نجونې له دې حقه محرومې دي. ملالۍ بشیر پر همدې موضوع په هلمند ولایت کې د نجونو د یوه ښوونځي د پخوانۍ مدیرې او اوسنۍ ښوونکې قمر نیازۍ سره خبرې کړي او په سر کې يې پوښتلې چې تېر کال د ښځینه زده‌کوونکو لپاره څه ډول ارزوي؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:  

30.12.2021 ازادي راډیو

په سیاسي ډګر کې د ښځو مشارکت ولې مهم دی؟

د اګسټ میاشتې په پنځلسمه نېټه طالبان کابل ته ننوتل او په افغانستان کې يې خپل واک اعلان کړ. له هغه راهیسې په هېواد کې د ښځو له کاره د بې برخې کېدو او په سیاسي ډګر کې د ګوښه کېدو په اړه نړیوالو او افغانانو وخت په وخت سخته اندېښنه څرګنده کړې. پر دې موضوع د ازادي راډیو خبریاله ملالۍ بشير د سولې او ډموکراسۍ لپاره د برابرۍ بنسټ له مرستیالې فروزان رسولي سره خبرې کړي او په سر کې يې پوښتلي په سیاسي ډګر کې د ښځو مشارکت ولې مهم دی او که ښځو ته په دې برخه کې ونډه ورنه کړل شي، دا به د افغانستان څومره په زیان وي؟ له نوموړې سره دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:  

30.12.2021 ازادي راډیو

بلېنکن د افغان مېرمنو او د بشري حقونو برخه کې رینا امیري خپله استازې وټاکله

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د افغان ښځو، نجونو او د بشري حقونو په برخه کې رینا امیري خپله ځانګړې استازې وټاکله. رینا امیري په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا د حکومت سلاکاره پاتې شوې، له ملګرو ملتونو سره یې کار کړی او د افغانستان په اړه یې په څیړنیزو چارو کې برخه اخیستې ده. د پخواني ولسمشر بارک اوباما په وخت کې اغلې امیري د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د هغه وخت د ځانګړي استازي جګپوړې سلاکاره وه. د افغانستان لپاره د امریکا اوسني ځانګړي استازي توماس وېسټ په ټویټر کې لیکلي دي چې دی خوشاله دی چې د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه له رینا امیري سره یوځای کارته دوام ورکړي. د ښاغلي وېسټ په باور رینا امیري ژوره تجربه او تخصص لري چې دی اړتیا ورته لري. بل لورته د  امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې وېنډي شېرمن په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ښځو مشارکت غواړي. د دې ټاکنې په تړاو د افغانستان د پخواني ولسې جرګې غړې او د سیاسي چارو شننونکې شکریې بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل چې د رینا امیري له ټاکل کېدو سره دا هیله منه ده چې د افغان ښځو د سیاسي مشارکت په برخه کې به بدلون راشي او دا ځکه چې د دې په وینا اغلې امیرې دا وړتیا لري. اغلې بارکزۍ زیاته کړه: "دا ښه پرېکړه ده ځکه چې مېرمن امیري سربېره پردې چې خپله افغاني الاصله ده په افغانستان کې یې کار کړی دی د افغانستان سیاسي، اجتماعي ټولنیز فرهنګي جوړښت سره پوره بلدیت لري او د دې ترڅنګ وړتیا یې هم لري چې وتوانېږي د افغانستان له مېرمنو سره مستقیمه رابطه حفظ کړي او همدا رنګه موثره واقع شي ځکه چې په بین المللي ادارو کې یې هم کار کړی دی." د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر په ورته خت کې سټیفني فوستر، د بهرنیو چارو د وزارت پخوانۍ ماموره د افغان ښځو او نجونو د بیا مېشتېدو په چارو کې د جګپوړي سلاکارې په توګه وټاکله. دا دوه تنه څه  باندې څلور میاشتې وروسته تر دې ټاکل کېږي چې طالبانو کابل نیولی دی او تر واکمنېدو وروسته یې پر ښځو یو لړ بندیزونه لګولي دي، همدا راز یې په ګڼو ولایتونو کې تر شپږ ټولګي پورته نجونې له زده کړو محرومې کړې دي. طالبان وایي چې دوی ښځو ته د اسلام په چوکاټ کې حقوق ورکوي. د رویټرز اژانس په وینا د امریکا د متحد ایالاتونو د ولسمشر جوبایډن اداره په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقضېدو له راپورونو وروسته تر فشار لاندې ده او د بایډن د ادارې دننه مېرمنو په تېرو څه باندې څلورو میاشتو کې په ایمیلونو او برېښنایي پیغامونو کې د افغان ښځو د حقونو په برخه کې د ادارو دننه او بهر اندیښنې ښکاره کړې دي.

30.12.2021 ازادي راډیو

د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو د ویاند محمد نعیم او تعلیم د فعالې پښتنې درانۍ بحث

وروسته له هغه چې د اګست په پنځلسمه نېټه طالبانو په افغانستان کې خپل واک اعلان کړ، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګېد. که څه هم په یو شمېر ولایتونو کې نجونو ته د زده کړو حق ورکړل شوی، خو په ګڼو نورو ولایتونو کې اوس هم د ښوونځيو دروازې د نجونو پر مخ تړلي دي. پر دې موضوع بحث دلته.

29.12.2021 ازادي راډیو

د غزني د جاغوري سوداګرې ښځې: دندې راباندې ودرېدې، په روانې ناروغیو اخته یو

د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د ښځو لاسي صنایع، کوچني سوداګریز کارونه، دولتي دندې او د ګټې وټې نورې لارې په ټپه درېدلې دي. دغه ښځې وايي، د طالبانو له راتګ سره دلته د ښځو اقتصادي وضعیت سخت خراب شوی، ښوونځي او دفترونه تړل شوي او معاشونه هم نه ورکول کېږي. د ۳ بچیانو مور ۳۵ کلنه فرزانه زیاتوي:"ما وړاندې په جاغوري ولسوالۍ کې لاسي صنایع درلوده، په هېواد کې د وروستیو بدلونونو له راتلو سره زما کار زما له لاسه ووت، که زما لپاره د کار زمېنه برابره نه شي، زه به له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ شم." فرزانه د طالبانو له حکومته غواړي چې د پخواني حکومت په څېر د کار زمېنه ورته برابره کړي. د طالبانو له راتګ وړاندې په جاغوري ولسوالۍ کې ډېری ښځې په خپلو سوداګریزو کارونو، کورني محصولاتو برابرولو او دولتي دندو بوختې وې چې ډېری یې اوس بې کاره شوي دي. راضیه ناصري یوه دولتي کارکوونکې ده وايي، د طالبانو د حکومت له راتلو سره اوس کار ته نه ځي، معاش یې هم نه دی اخیستی، خاوند یې هم بې کاره شوی دی، پنځه تنه کورنۍ ورپسې ده. راضیه زیاتوي: "موږ به ډېرې بختورې یو، که د پخوا په څېر بېرته خپلو دندو، کارونو او لاسي صنایعو ته ور وګرځو.له طالبانو غواړو چې ښوونځي دې بېرته خلاص کړي، نه یوازې ښوونځي، بلکې تمام دولتي ادارې دې خلاصې کړي، ټول هغه ځایونو چې ښځو په کې کار کاوه، باید ښځو ته بېرته په کې برخه ورکړي." د غزني جاغوري ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي تعلیم یافته او ښځې یې په دولتي، غیر دولتي دفترونو موسسو او نورو ځایونو کې کار کوي، ترڅنګ یې لاسې صنایع او سوداګریز کارونه هم پر مخ وړي، خو د دغه مېرمنو په خبره چې اوس یې ټول کارونه په ټپه درېدلي دي. د ښځو د حقونو فعاله صابره سلطاني وايي، پخوا ډېری ښځې په کارونو بوختې وې، د خپلو کورنیو لپاره یې یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوله، خو اوس یې ډېری برخه له کاره لوېدلې دي. د دې په باور د کمزوري اقتصادي حالت امله ځینې مېرمنې له رواني حالت سره مخ دي. صابره سلطاني وايي: "یوازې اقتصاد نه دی چې دلته د ښځو خراب شوی دی، بلکې دغه اقتصادي کمزورۍ د ښځو په روان هم بده اغېره کړې ده، ډېری ښځو ستونزې لیدلې دي، دغه حالت تقریباً د ټولو ښځو د ناروغیو لامل شوی دی." دغه مېرمنې د طالبانو له حکومته غواړي چې بېرته دغه خلکو ته کاري اجازه او د تېرو میاشتو معاشونه ورکړي، څو دوی په خپلو کارونو، سوداګریزو فعالیتونو او دندو لاس پورې کړي. دوی دغه غوښتنه په داسې حال کې کوي چې د شنبې په ورځ په غزني کې دولتي کارکوونکو ته د دوو میاشتو معاشونه حواله شول. د والي ویاند حافظ عمر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، له دې وروسته به بیا هم دغه کارکوونکو ته خپل معاشونه پر وخت وکول کېږي. ښاغلی عمر زیاتوي: "موږ خپلو هېوادوالو، همدا رنګه دولتي کارکوونکو ته ډاډ ورکوو چې څنګه مو دا د دوو میاشتو معاشونه په منظم او شفاف ډول تر لاسه کړل، په راتلونکي کې به همدارنګه په منظم او شفاف ډول تاسو ته معاشونه درکول کېږي، تاسو هېڅ تشویش مه کوئ." که څه هم چې حافظ عمر ښځو ته د کاري زمینې برابرولو په اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو د حکومت مشرانو او د وزراتونو سرپرستانو ډېری وخت په خپلو خبرپاڼو او خبري کانفرنسونو کې خلکو ته د کار او سهولتونو د برابرولو او ښځو ته د حقونو د ورکړې ژمنې کړي دي.

29.12.2021 ازادي راډیو

کابل کې د ښځو اعتراض له تاوتريخوالي سره مخ شو

لسګونه ښځی د سه شنبې په ورځ، په ښځو د طالبانو د حکومت پر لګول شويو محدويتونو د اعتراض په توګه د پلازمېنې کابل واټونو ته راووتلې. طالب ځواکونو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره هوايي ډزې وکړې. يو شمېر اعتراض کوونکې د ګډوډۍ او تېښتې پرمهال ټپي شوې.  طالبانو" د کورنيو چارو د وزارت له اجازې پرته "  مظاهرې منع کړي دي. خو اعتراض کوونکو ازادي راډيو ته ويلي چې د پرلپسې غوښتنو سربېره طالبانو د ښځو اعتراضونو ته اجازه نه ده ورکړې.  طالبانو پرلپسې ويلي " د اسلامي شريعت په چوکاټ کې " ښځو ته د کار او زده کړو اجازه ورکوي خو په افغانستان کې د تعليمي کال تر پای پورې د نجونو تړلي ښوونځي پرانيستل شوې نه دي  او له څو محدودو ادارو پرته په نورو ادارو کې ښځو ته د کار اجازه هم نه ده ورکړل شوې.

28.12.2021 ازادي راډیو

کابل کې د ښځو لاریون؛ ځینې لاریونوالې: د طالبانو ډزو کې یو شمېر ښځې ټپيانې شوي

په کابل کې یو شمېر ښځو نن د هغه څه په غبرګون کې چې دوی یې توپیري چلند او ټولنیزه بې‌عدالتي بولي لاریون وکړ. دوی د کار، ډودۍ، ازادۍ او د قانوني حکومت د جوړېدو غوښتنه کوله، خو وايي د همدې غوښتنې له امله د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخ شوې. له دوی یوې لاریون کوونکې تمنا صدیقي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو پر دوی ډزې وکړې او یو شمېر لاریون کوونکې یې ټپیانې کړې. دا زیاتوي: "تمه وه د کابل په دوو سیمو کې لاریون وکړو، خو بدبختانه د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخ شوو. هغه کسان چې غوښتل یې دې لاریونونو کې ونډه واخلي او یا یې ګډون کړی و، یو شمېر ته‌یې اجازه ورنه‌کړل شوه چې اصلي ګروپ سره یوځای شي او هغوی چې اصلي ګروپ کې وو پرې ډزې وشوې چې بدبختانه یو شمېر ټپیانې شوې هم دي." د لاریون کوونکو شمېر نه‌دی مشخص شوی. ظریفه احمدي چې غوښتل یې دې لاریون کې ګډون وکړي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو یې د ګډون مخه ونیوله او پر ښځو یې ډزې وکړې. مېرمن احمدي وايي: "طالبانو د لاریون مخه ونیوله. موږ ته‌یې اجازه رانه‌کړه چې له دې مدني لاریون سره یوځای شو. پر ښځو یې ډزې وکړې او خبریالان‌یې هم بندیان کړل." خو د راپور تر خپرېدو پورې کومې رسنۍ یا خبریال په دې اړه څه نه‌دي ویلي. په ټولنیزو رسنیو کې په کابل کې د ښځو له ننني لاریون یوه خپره شوې وېډیو کې له لاریون کوونکو یوه مېرمن وايي، طالبان د دوی له خالي لاسونو وېره لري، ځکه دوی ځپي. دا وايي: "موږ یې نن وځپلو، زموږ له خالي لاسونو وېره لري. موږ ازادي غواړو، کار او ډوډۍ غواړو." د طالبانو له حکومت مو د ښځو د ننني لاریون د غوښتنو او له دوی سره د شوي تاوتریخوالي په اړه پوښتنه وکړه، خو ویاندویانو یې ځواب رانه‌کړ. دا لومړی ځل نه‌دی چې طالبان په کابل کې د ښځو د یوه لاریون مخه نیسي او له ښځو سره د تاوتریخوالي راپورونه ترې خپرېږي، بلکې له دې وړاندې هم ورته پېښې شوي او ان دغو اعتراضیه غونډو او لاریونونو ته تللي د خبري پوښښ لپاره خبریالان هم وهل شوي ټکول شوي دي. د طالبانو حکومت له پیل راهیسې دا لاریونونه پیل شوي او ښځې په‌کې د خپلو حقونو د خوندیتوب غږ پورته کوي. پرون یو شمېر نورو ښځو په کابل کې په یوه اعتراضیه غونډه کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې ښځو او نجونو ته دې د کار او زده‌کړو اجازه ورکړي. دوی چې ځانونه د سیاسي مشارکت په نوم د یوې شبکې غړي پېژندلې، دا ځل په کابل کې په یوه نامعلوم ځای کې په يوه کور کې راټولې شوې وې او ټینګار یې کاوه چې له ټولنې څخه د ښځو څنګ ته کول د ټولو انسانانو د څنګ ته کولو په معنی ده. دوی په حکومت کې د سیاسي مشارکت غوښتنه کوله. د دغو ښځو شمېر چې ۲۰ تنو ته رسېده، ټولو په یوه خوله دا شعار ورکاوه چې له ټولنې د ښځو او نجونو حذف ناممکن دی. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ښځو په اړه یو شمېر نوي اصول هم وضع کړي چې پراخ غبرګونونه‌یې راپورته کړي دي. له دې اصولو یو له محرم پرته په لیرې واټن سفر کولو بندیز دی چې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د زنداني کېدو په معنی بللی. طالبانو قدرت ته له رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د ښځو په زده‌کړو او تر خوا یې په کار بندیز لګولی، خو وايي ژر به بېرته اجازه ورکړي، هغه ژمنه چې د څلور میاشتو له تېرېدو وروسته لا هم عملي شوې نه‌ده. له دې سره په خوا کې طالبان وايي، د ښځو حقونو ته ژمن دي او د دې ژمنتیا د ښودو لپاره د خپل مشر ملا هبت‌الله هغه فرمان ته اشاره کوي چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره‌یې خپور کړی دی. هغه فرمان چې منځ‌پانګه یې په نکاح او ښځو ته په میراث ورکولو محدوده ده، خو د ښځو د زده‌کړو او کار په اړه په‌کې هېڅ یادونه نه‌ده شوې.

28.12.2021 ازادي راډیو

ظریفه غفاري: استبدادي نظامونه د ښځو غږ نه‌شي غلی کولای

په کابل کې یو شمېر ښځو نن د هغه څه په غبرګون کې چې دوی یې د ځانونو په وړاندې توپیري چلند او ټولنیزه بې‌عدالتي بولي لاریون وکړ. لاریونوالو د کار، ډوډۍ او ازادۍ شعارونه ورکول او غوښتنه‌یې کوله چې قانوني حکومت دې جوړ شي. پرون هم ځینو ښځو په یوه اعتراضیه غونډه کې د طالبانو له حکومت وغوښتل چې ښځو او نجونو ته د کار او زده‌کړو اجازه ورکړي. د ازادي راډیو خبریال د میدان ښار له پخوانۍ ښاروالې ظریفې غفاري څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې چې د طالبانو حکومت ولې د ښځو د لاریونونو او اعتراضونو مخه نیسي؟ دغه مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

28.12.2021 ازادي راډیو

کابل کې يو شمېر ښځو يو ځل بيا د کار، زده‌کړو او خپلو حقونو لپاره اعتراض وکړ

یو شمېر ښځو بیا هم په کابل کې په یوه اعتراضیه غونډه کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې ښځو ته دې د کار او نجونو ته دې د زده‌کړو اجازه ورکړي. دوی چې ځان د سیاسي مشارکت په نوم د یوې شبکې غړي پېژني، دا ځل په کابل کې په یوه نامعلوم ځای کې په يوه کور کې راټولې شوې وې او ټینګار یې کاوه چې له ټولنې څخه د ښځو څنګ ته کول د ټولو انسانانو د څنګ ته کولو په معنی ده. دوی په حکومت کې د سیاسي مشارکت غوښتنه کوله. د دغو ښځو شمېر چې ۲۰ تنو ته رسېده، ټولو په یوه خوله دا شعار ورکاوه چې له ټولنې د ښځو او نجونو حذف ناممکن دی. اسوشیټډ پرس خبري اژانس د سیاسي مشارکت د شبکې د یوې غړې راضیه برومند له قوله وایي چې نوموړې د طالبانو له حکومت څخه خپلې غوښتنې داسې مطرح کړي: "ټول هېواد کې د نجونو د ښوونځیو بیا پرانيستل، ښځو ته د زده‌کړې او کار حق ورکول، د اقلیت قومونو د امنیت او مذهبي او جنسیتي حقوقو رعایت او د حکومت په چوکاټ کې ښځو ته د فعال ګډون ونډه ورکول. له کله چې کابل د روان کال د اسد په ۲۴مه طالبانو ونیو، له هغې راهیسې په افغانستان کې ښځو په ډېرو اعتراضیه غونډو کې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره غږ اوچت کړی دی. د طالبانو حکومت تر اوسه د نجونو او ښځو د زده‌کړې او کار په اړه مشخصې تګلارې نه‌دي اعلان کړي، خو وایي چې د اسلامي شریعت له مخې به ټولو نجونو ته د زده‌کړې حق ورکړل شي. د طالبانو په حکومت کې هېڅ یوه ښځه هم نه‌شته او د نوې کابینې د اعلان پر مهال‌یې د ښځو د چارو وزارت هم لغوه کړ. د طالبانو حکومت په ډېرو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونو زده‌کوونکو ته د زده‌کړې اجازه نه‌ده ورکړې او د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر هم په دې وروستیو کې ویلي چې په پوهنتونونو کې به په ګډه د هلکانونو او نجونو د زده‌کړو دوام امکان ونه‌لري. د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شېخ عبدالباقي حقاني د تېرې یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل: "مختلطې زده‌کړې باید پای ته ورسېږي. زیات انتخابونه شته، یو دا چې که امکان ولري د نجونو او هلکانو ځای باید سره جلا شي که دا کار امکان ونه‌لري باید د زده‌کړې وخت سره بېل شي. که دا هم ممکنه نه‌وي باید د ځای له وېشلو کار واخیستل شي." ښځو او نجونو ته د زده‌کړې او کار کولو حق ورکول د طالبانو له حکومت څخه د نړیوالې ټولنې یوه عمده غوښتنه ده. د امریکا مرستیال ولسمشرې کمالا هارېس په تازه څرګندونو کې ویلي تر هغه ځای چې دوی خبر دي، طالبان په افغانستان کې له نجونو او ښځو سره سم چلند نه‌دی کړی. د هغې په وینا امریکا طالبان څاري ترڅو د نجونو او ښځو د ملاتړ مسئله یقیني شي. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو حکومت د تېرې شنبې په ورځ وویل چې له دې وروسته ښځو ته له شرعي محرم پرته د لیرې سفر کولو اجازه نه‌ورکول کېږي. پر سفر کولو دغه محدودیت د شااوخوا ۷۰ کیلومتره په واټن کې په پام کې نیول شوی چې زیات غبرګونونه‌یې راپارولي دي. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د چارو مسؤلې هیدر بار دغه پرېکړه د ښځو د زنداني کېدو نښه بللې، خو د طالبانو حکومت د هغې دا څرګندونې د دې سازمان تبلیغات بللي دي.

28.12.2021 ازادي راډیو

افغان ښځو سره د طالبانو د چلند په اړه د امریکا جمهور رئیس د مرستیالې اندېښنه

په افغانستان کې ورځ تر بلې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه اندېښنې مخ په پراخېدو دي. تازه د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن مرستیالې کمالا هارېس په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو سره د روان چلند په اړه اندېښنه ښودلې. هارېس د سي‌بي‌اېس ټلوېزیون د «فېس د نېشن» (FACE THE NATION) خپرونې سره مرکه کې وویل، طالبانو له افغان نجونو او ښځو سره مناسب چلند نه‌دی رعایت کړی. خو د مېرمن هارېس په خبره، له افغان ښځو او نجونو ملاتړ د دوی له لومړیتوبونو دی او دوی طالبان څاري څو ډاډه شي چې هلته له نجونو او ښځو ملاتړ کېږي. هارېس وایي: "له طالبانو سره د هر ډول خبرو اترو په برخه کې زموږ یو له لویو مسایلو په حقیقت کې همدا ټکي دي چې د ښځو او نجونو وضعیت، له دوی سره چلند، زده‌کړو ته د دوی لاسرسی او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه زموږ د اندېښنو یادونه چې موږ باید د دې په اړه څه وکړو. له همدې امله دا واقعي مسایل دي او په دې برخه کې د پوښتنې څه نه‌شته." د امریکا د جمهور رئیس مرستیالې وویل، له افغان ښځو او نجونو د ملاتړ دوام احساسوي او له همدې امله، طالبانو سره کار کوي، څو په دې برخه کې خپلې اندېښنې او ملاحظات له هغوی سره شریک کړي. خو طالبان بیا وايي، هغه مسؤلیتونه درک کوي چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې یې لري. د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل: "اسلامي امارت د خپل هېواد د ټولو وګړو حقوقو ته ژمن دی، هغه که ښځې دي او که نارینه. د هغوی د کار حق، د زده‌کړې حق او په نورو برخو کې حقونه، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي او دوی ته به رسېږي." د طالبانو د اوسني حکومت چارواکو چې لویه برخه‌یې په دوحه کې د سولې د مرکچي پلاوي غړي هم دي، په ځلونو ژمنه کړې چې د ښځو د حقونو پر وړاندې به ستونزې نه‌جوړوي، خو د حکومت له پیل راهیسې یې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده‌‌کړې او کار بندیزونه لګول شوي. د امریکا د جمهور رئیس مرستیاله داسې مهال د طالبانو له‌خوا له افغان ښځو او نجونو سره د کېدونکي چلند په اړه ناخوښه ده چې تازه د طالبانو حکومت امر بالمعروف وزارت د ښځو د سفر په برخه کې هم محدویت وضع کړی دی. د دغه وزارت ویاند عاکف مهاجر د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ښځې له محرم پرته له ۴۵ میله ډېر سفر نه‌شي کولای. د طالبانو د حکومت دې پرېکړې هم پراخ غبرګونه راپورته کړي. په دې تړاو په ټولنیزو رسنیو کې هم یوه پاڼه لاس په لاس کې کېږي، خو رسمي مهر او لاسلیک نه‌لري. د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې هیدر بار دا پرېکړه د افغان ښځو د زنداني کېدو په معنی بللې. مېرمن بار د فرانسې له ۲۴ ټلوېزیون سره خبرو کې ویلي: "دا د ښځو پر وړاندې د هغو فرصتونو مخه نیسي چې ازاد حرکت وکړي، له یوه ښار بل ته ولاړې شي، سوداګري وکړي او یا هم که چېرې له تاوتریخوالي سره مخ کېږي، فرار وکړي." خو د طالبانو حکومت بیا د بشري حقونو د څار سازمان دا ادعا پاروونکي تبلیغات بولي. د یادونې ده چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت څه موده مخکې، رسنیو ته هم ویلي و چې ښځې باید په ټلوېزیون کې په اسلامي حجاب کې راڅرګندې او دغه‌شان په ډرامو او تمثیلي ټوټو کې راڅرګندې نه‌شي. اندېښنه دا ده چې د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو دریځ ورو ورو د دوی د ۹۰مې لسیزې حکومت‌ ته ورګرځي. هغه مهال ښځو ته د کار او زده‌کړې اجازه نه‌وه، بې له محرمه له کوره نه‌شوی وتلی او تر خوا یې د بورقو په نوم یو ځانګړی حجاب په ښځو واغوسته. خو له دې ټولو سره سره، طالبان وايي د روانې ډسمبر میاشتې په لومړیو کې د دوی مشر له‌خوا خپور شوی فرمان د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه د دوی ژمنتیا ښيي. هغه فرمان چې په‌کې اصلاً د ښځو د زده‌کړې او کار په اړه هېڅ یادونه نه‌وه شوې او یوازې په نکاح او میراث محدود و.

27.12.2021 ازادي راډیو

د کرسمس جشن؛ د 'اومېکرون' له امله نړۍ کې زرګونه الوتنې لغوه یا ځنډېدلي

د نړۍ په کچه د زرګونه الوتنو د لغوه کېدو او یا هم ځنډېدو لامل دا ښودل شوی چې د کرونا د نوې بڼې 'اومېکرون' په زیاتېدو، ګڼ شمېر پيلوټان او د الوتکې عمله قرنطین شوي دي. د الوتنو د څار وېب پاڼې ویلي، په ټوله نړۍ کې ۲۷۰۰ الوتنې لغوه شوي او ۷۸۴۵ نورې ځنډیدلي دي. د دې وېب پاڼې د معلوماتو له مخې پرون په دوهمه پرله پسې ورځ یوازې د امریکا د هوایي کرښو ۹۷۳ الوتنې لغوه شوې چې دا د وړمې ورځې پرتله د لغوه شویو پروازونو په شمېر کې ۴۱ فیصده زیاتوالی ښيي. د الوتنو د څار وېب پاڼې ویلي، امریکا کې شااوخوا ۲۰۰۰ الوتنې ځنډیدلي هم دي. په هرو لسو هوایي ډګرونو کې چې د الوتنو د لغوه کېدو له کبله ډېر متاثره شوي، ۶ هغه یې د چین هوایي ډګرونه دي. متحده ایالاتونو کې د هوایي کرښو یوې ویاندې ماډي کینګ ( Maddie King ) ویلي، د کرونا نوې پېښې تر ډېره د ویروس له نوې بڼې اومېکرون سره تړاو لري چې په مستقیم ډول یې د الوتکو پر لغوه کېدو اغېز کړی دی. په جرمني کې هم د پیلوټانو او د الوتکو د عملې د قرنطین کېدو له کبله د راتلونکو دوو اونیو په مخه لسګونه الوتنې لغوه شوي دي. د الوتنو لغوه کېدو هغه کسان ناهیلي کړي چې غوښتل یې د کرسمس د جشن پرمهال د کورنیو او خپل خپلوانو لیدو ته ورشي. له دې وړاندې د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو ویلي، هغه کسان سفر کولای شي چې د کرونا بشپړ واکسین یې کړی وي. پرون د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس هم د کرسمس په وینا کې هیله وښوده چې د کرونا واکسین بې وزله هېوادونو ته هم ورسیږي. د اومېکرون د پېښو له زیاتېدو سره سره بیا په ځینو اروپایي هېوادونو کې د کرونا محدودیتونه کم شوي دي. په بریتانیا کې دوهمې ملکې الیزابت له خلکو غوښتي چې د کرونا له اندېښنو سره-سره باید له ملګرو او کورنیو سره جشن ونمانځي. په چک جمهوریت کې هم تېره شپه ۱۲ بجې د یوې میاشتې بیړنی حالت پای ته ورسېد. دغلته اوس رسټورانونه او بارونه کولای شي چې د شپې له لسو بجو وروسته هم فعالیت وکړي، خو په ټولنیزو او کلتوري مراسمو کې د ګډون په اړه د حکومت له خوا ځینې نوي اقدامات اعلان شوي دي.

26.12.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more