ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د نجونو تړلي ښوونځي؛ مرسل له۶مه تر ۱۲م ټولګي نجونو ته ښوونیز مرکز پرانیستی

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي د کابل ښار اوسېدونکې مرسل له شپږمه تر دولسم ټولګي مضمونونه تدریسوي. مرسل د ادارې او تجارت له پوهنځي فارغه ده، خو اوس کومه رسمي دنده نه لري. مرسل چې د طالبانو د حکومت له وېرې نه غواړي د دغه ښونیز مرکز دقیق ځای یې په راپور کې یاد شي وایي، دغو نجونو ته ځکه د ښوونځي مضمونونه ور زده کوي چې که راتلونکی کال یې پر مخ د ښوونځي دراوزې پرانیستل شي، نو له بشپړ چمتوالي سره به ښوونځیو ته ولاړې شي. مرسل وایي:" دا مرکز مې د شپږم ټولګي نه تر دولسم ټولګي د زده کونکو نجونو ته جوړ کړی، په دې مرکز کې د ښوونځي بېلابېل مضمونونه ورته تدریسوم. د دې مرکز د جوړولو هدف دا و، څو هغه نجونې په کې درسونه ووایي چې د اسلامي امارت له راتلو سره ښوونځي ته له تلو پاتې شوي او نه شي کولی خپلو درسونو ته دوام ورکړي." دا پوهنیز مرکز چې د ارزو په نوم نومول شوی، په کې شاملې نجونې له دې رامنځته شوي فرصته خوښې دي او د طالبانو له حکومته غواړي چې د نجونو دې نامعلوم برخلیک ته د پای ټکی کېږدي او ښوونځي دې د دوی پر مخ پرانیزي. زده کوونکې ګل مینه یې په اړه وايي: "د یوولسم ټولګي زده کونکې یم، له هغې ورځې چې طالبان راغلي موږ مکتب ته د تلو اجازه نه لرو او د ارزو په کورني ښوونځي کې درس وایو. د علم زده کړه په مسلمان نارینه او مسلمانې ښځې فرض ده، له طالبانو زموږ غوښتنه دا ده چې ښوونځي پرانیزي، ځکه نجونې بې برخلیکه او بې تعلیمه پاتې کېږي." د روان لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۴مه نېټه د طالبانو لاسته د کابل له لوېدو وروسته، د طالبانو حکومت نجونو ته مکتب ته د تلو اجازه ورنه کړه، وروسته بیا له لومړي تر شپږم ټولګي زده کونکې خپلو ښوونځیو ته ولاړې، خو پرته له درېیو ولایتونو، د کال تر پایه په نورو ټولو ولایتونو کې له شپږمه تر دولسم ټولګي پورې د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي پاتې شول. ​ ثریا بهار چې په کابل ښار کې په یوه ښوونځي کې ښوونکې ده وايي، د نجونو لپاره د ښونیزو فرصتونو برابرول کولی شي د راتلونکي په اړه د دوی ناهیلي راکمه کړي، ځکه همدا اوس زیات شمېر نجونې له تعلیمه د لېرې پاتې کېدو له امله زړه تنګې شوي. اغلې بهار زیاته کړه: "نجونې ډیرې ناهیلې شوي او رواني ستونزې ورته پیدا شوي، ځکه وایي چې درسونه یې وویل او ان د کانکور ازموینې لپاره یې تیاری ونیوه، خو اوس له دې محدویتونو سره مخ دي. هیله لرو چې دا ستونزې حل شي او هغه تعلیمي مرکزونه چې اوس د نجونو لپاره جوړ شوي، ډېر ګټور دي." د طالبانو د حکومت چارواکي د نجونو د زده کړو پر مخ شته محدودیتونه لنډ مهالي بولي او وايي، پر داسې یوې طرحې کار کوي چې د دوی په وینا، په بشپړېدو سره به یې د راتلونکي تعلیمي کال په پیل کې ټولې نجونې ښوونځي ته ولاړې شي. د پوهنې وزارت ویاند نظر محمد عرفان وایي، د طالبانو حکومت د نجونو د تعلیم په برخه کې د شخصي مرکزونو د فعالیت مخالف نه دی او د امکان تر حده به له دغو مرکزونو سره مرسته او همکاري هم وکړی. عرفان وایي:" ټول هغه شخصي مکتبونه او ښوونیز مرکزونه چې په هېواد کې فعالیت کوي، د پوهنې وزارت دې ته ژمن دی چې د امکان تر حده له دوی سره همکاري وکړي، څو په هېواد کې د لیک لوست کچه لوړه شي او په دې برخه کې نیمګړتیاوې له منځه ولاړي شي." د طالبانو د  حکومت د پوهنې وزارت ویلي، د ۱۴۰۰ ښونیز کال په پای ته رسېدو سره په ځینو هغو ولایتونو کې چې د منځنۍ او لېسې دورې نجونو ته مکتب ته د تلو اجازه نه وه ورکړل شوې، پر دوی د نتایجو د پارچو په وېش سره یو کال ارتقا وکړي، خو تر اوسه هم روښانه نه ده چې درې میاشتې وروسته او د نوي ښونیز کال په پیل سره به دوی ښوونځي ته د تلو اجازه ومومي او که نه؟

19.12.2021 ازادي راډیو

د جمهوریت د سقوط په اړه د محب ناویلې خبرې

د افغانستان د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي ولسمشر غوښتل واک په سوله ییزه توګه انتقال کړي خو کابل ته د طالبانو په ننوتلو ګډوډي رامنځته شوه. محب د دوحې تړون د جمهوریت د سقوط پیلامه بولي. له حمدالله محب سره د ازادي راډیو بشپړه مرکه د ازادي پر یوټیوب له دې لارې کتلی شئ. https://www.youtube.com/watch?v=x5-LXXHOTjY

16.12.2021 ازادي راډیو

کونړ کې کونډې: د خېمو ګرمولو وس نه‌لرو، بچي مو لا څپلۍ او جامې هم نه‌لري

په کونړ کې جنګونو له زرګونو کورنیو د سر سیورۍ او د ګټې وټې سړي اخیستي او نن سبا د ژوند ډېرې سختې شپې او ورځې تېروي. له دغو کسانو یوه هم مریم ده چې څلور کاله وړاندې يې د ژوند ملګری ترې جګړې اخیستی. د مریم په خبره، د خاوند له مړینې وروسته يې د خسرګنۍ په کور کې هم د اوسېدو ځای ورک شو او اوس په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ګوزڼ وهلي پلار په یوه خېمه کې اوسېږي. د هغې په وینا د نورو په خیر خیرات يې ژوند روان کړی دی: "دا درې ماشومان مې دي، پلار مې فلج دی. دا بوډۍ مور مې ده او خاوند مې مړ دی. دا يې څلورم کال دی. د یو بل خیرات ته ناست یو او په هغو ګذاره کوو. بچي مې جامې او څپلۍ نه لري. په دې یخ ژمې کې د خېمې ګرمولو ته خس نه لرو." جګړې یوازې د مریم بچې نه دي بې پلاره کړي بلکې په لسګونه زره نورې ښځې هم د جګړې له بد اغېز سره لاس او ګریوان شوې. ۳۵ کلنه سپوږمۍ یوه بله کونډه ده، دې هم جګړو کې خپل خاوند بایللی دی. سپوږمۍ ته د کور سرپرستي او د کوچنیو بچو پالنه ورپه غاړه ده. نوموړې وايي: "څلور مې لوڼې او دوه مې زامن دي. پوله پټی او د ګټې وټې څوک نه لرو. د نورو خیرات ته ناست یو." په یخ ژمي کې دا او دې ته ورته ډېرې بې سرپرسته او بې سرپناه کورنۍ د حکومت، مرستندویه ټولنو او بډایه کسانو د مرستو په تمه سختې شپې ورځې تېروي. په کونړ کې طالب چارواکي وايي، دوی به دغه ډول بې کسه او بې وسه کورنیو ته د مرستو په وېش کې د لومړیتوب حق ورکړي. د کونړ د اطلاعاتو او کلتور لپاره د طالبانو سرپرست رئیس مولوي نجیب الله حنیف ازادي راډیو ته وویل: "د یتیمانو او کونډو رنډو په اړه الحمدلله د امارت پالېسې له پخوا ښکاره ده، هغوی دا ویلي چې د امارت څومره لاسته راوړنې دي هغه به ټولې ګډې وي. که هغه یتیمان د هر دور وي، موږ به يې پالنه کوو. موږ ورته ډاډ ورکوو چې امارت به ستاسو پوره خدمت کوي. څه يې چې له وسه پوره وي، هغه به له تاسو نه سپموي." په کونړ کې د جنګ کونډې او یتیمان په داسې حال کې د مرستو غوښتنه کوي چې په هېواد کې اقتصادي ستونزې له پخوا ډېرې شوي. لوستې او نالوستې کسان ټول له بې کارۍ سرټکوي او کومو خلکو به چې له غریبو او یتیمانو سره مرستې کولې هغوی هم اکثره له دندو بې برخې شوي. د خوړو نړیوال پروګرام مسولینو تازه ویلي چې ۹۸ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري.

16.12.2021 ازادي راډیو

د افغانو ښځو د حقونو کمپاین؛ له زده‌کړو د نجونو منع کول د ښځو ضد تاوتریخوالی دی

یو په کابل کې یو شمېر ښځو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي د ۱۶ ورځني کمپاین په وروستۍ ورځ په یو پرېکړه‌لیک کې له طالبانو غوښتي چې افغان نجونو او مېرمنو ته د زده‌کړو او کار اجازه ورکړي.  د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۲۲» په کابل کې نږدې ۳۵ دغو ښځو چې د ښځو د حقونو فعالانې او د سولې او ازادۍ مؤسسې غړې هم په‌کې وې، په یوې غونډه کې د پرېکړه‌لیک له لارې له طالبانو او نړیوالې ټولنې خپلې غوښتنې مطرح کړې.  دغه ښخې وایي، په اوسنیو شرایطو کې د نجونو او مېرمنو د زده‌کړه مخنیوی د دوی پر وړاندې تر ټولو لوی تاوتریخوالی دی. د ښځو له‌خوا په خپاره شوي دې پرېکړه‌لیک کې راغلي دي چې ژر تر ژره دې د نجونو او مېرمنو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې خلاصې شي. د سولې او ازادۍ لپاره د افغان مېرمنو مؤسسې رئیسې جمیله ساپۍ وايي: "زده‌کړې د مېرمنو له شرعي حقونو څخه دي. نالوستي او له زده‌کړو محرمول د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي یو ډول دی. موږ له طالبانو غواړو چې ژر تر ژره دې د نجونو او مېرمنو پر وړاندې د زده‌کړو د مراکزو دروازې پرانیزي." هغو ښخو چې په دې غونډه کې يې برخه اخیستې وه، ټینګار کوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک چې د ښځو، سولې او امنیت په تړاو دی او په هغه کې د دولتونو له لوري د ښځو د حقونو په خوندیتوب تمرکز شوی، باید د طالبانو له لوري هم عملي شي. د سولې او ازادۍ لپاره د افغان مېرمنو مؤسسې مرستیالې تورپېکۍ مومند وویل: "دا مېرمنو لپاره ډېر اساسي نړیوال پرېکړه‌لیک دی. اسلامي امارت هم باید په دې پرېکړه‌لیک کې موجود مواردو ته ژمن پاتې شي. موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د دې پرېکړه‌لیک له پلي کېدو نظارت وکړي او افغان مېرمنې دې د دې پرېکړه‌لیک مواردو څخه محرومې نه‌ساتل کېږي." د دې افغان ښځو په باور، طالبان باید دوستانه مرستې هم سیاسي نه‌کړي او اړمنو کسانو ته دې ورسوي. دوی د طالبانو له حکومت غواړي چې د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو بهیر په مدیریت کې دې افغان مېرمنو ته هم ونډه ورکړي. د ښځو د حقونو فعاله ګل جان قریشي په دې اړه وايي: "بشرپاله مرستې دې نه‌سیاسي کوي او ټولې هڅې دې وکړي چې په هېواد کې دې د انساني ناورین او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی وکړي. دغه‌شان د ښځو حقونه دې یوازې دوی سره په مرسته نه خلاصه کوي، د مرستو رسولو بهیر په مدیریت او رهبرۍ کې دې هم ښځو ته ونډه ورکړل شي." خو د طالبانو مرستیال ویاند احمدالله وثیق وايي، د دیني علماوو ناسته چې ټاکل شوې ده دېر ژر جوړه شي، دیني علما به په‌کې د اسلام له نظره د ښځو د حقونو په تړاو خپل نظریات وړاندې کړي. وثیق زیاتوي: "کومه ناسته چې جوړېږي، د مېرمنو د حقونو او حکومتوالۍ په تړاو ده. موږ ورسره مواجه کېږو. له شرعي پلوه ارزیابي کېږي او یوه حل‌لاره ورته لټول کېږي." د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له‌منځه وړلو کمپاین نړیوال دی چې هر کال د نومبر میاشتې په ۲۵مه نمانځل کېږي او ۱۶ ورځې دوام کوي. د دې کمپاین هدف د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی او د دوی لپاره د حقونو غوښتل دي. سږ کال د لومړي ځل لپاره دغه ورځ د طالبانو د حکومت تر واکمنۍ لاندې ونمانځل شوه. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له پیل تر دې دمه، یو شمېر نجونې او ښځې د زده‌کړو او کار له حقونو بې‌برخې ګرځول شوې دي.

13.12.2021 ازادي راډیو

د خپلواکو خبریالانو د دفاع کمېټه: شااوخوا ۲ زره افغان ښځینه خبریالانې بې‌دندې شوي

شااوخوا ۲ زره ښځینه خبریالانو په تېرو څلورو میاشتو کې خپلې دندې له لاسه ورکړي او د هېواد پرېښودو ته اړې شوې دي. دغه شمېرې له خبریالانو د دفاع کمېټې او خپلواکو خبریالانو د ټولنې له‌خوا ازادي راډیو سره شریکې شوې دي. د خپلواکو خبریالانو له حقونو د دفاع کمېټې معلومات ښیي چې په وروستیو څلورو میاشتو کې په رسنیز ډګر کې د ښځینه خبریالانو له لاسه تللي حقونه په تېرو ۲۰ کلونو کې بې‌مخینې وو. د خپلواکو خبریالانو له حقونو د دفاع کمېټې مرستیال عبدالمعید هاشمي ازادي راډیو سره په خبرو کې اقتصادي، امنیتي ستونزې او په رسنیزو فعالیتونو محدودیتونه هغه لاملونه بولي چې په رسنیو کې یې د ښځو د کار مخه نیولې ده. ښاغلی هاشمي زياتوي: "که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو موږ به له بده مرغه د کار ۵۰ سلنه ځواک چې هغوی ښځې دي، له لاسه ورکړو. د ښځو له حضور پرته د رسنیو فعالیت په دې معنی دی چې په یوه کور کې ۱۰ کسان اوسېږي، له دې ۱۰ کسانو پنځه کسه‌یې اطلاعاتو ته لاسرسی لري، خو پاتې پنځه هېڅ ډول معلومات نه‌ترلاسه کوي." په همدې حال کې په افغانستان کې دننه او بهر یو شمېر افغان خبریالانې وایي، د طالبانو په بېرته راتګ سره د تېرو دوو لسیزو رسنیزې لاسته راوړنې یې له‌منځه تللې دي. مریم بارک، هغه افغان خبریاله ده چې د طالبانو لاس ته د افغانستان له لوېدو وروسته‌یې هېواد پرېښود. مریم د افغانستان په تصویري او غږیزو رسنیو کې د کار شپږ کلنه تجربه لري، خو اوس هغه کډواله شوې. مریم د ټولو هغو زیانونو پړه پر طالبانو وراچوي چې په دې وروستیو کې ښځینه خبریالانې ورسره مخ دي. دا زیاتوي: "ښځینه خبریالانو په تېرو ۲۰ کلونو کې ډېری لاسته راوړنې درلودې، خو له بده مرغه د طالبانو په راتګ سره زیانمنې شوې او ډېری هغه له هېواده وتلو ته اړ شوې او اوس له ډېرو ستونزو سره مخ دي." دا یوازې مریم نه‌ده، بلکې دا د هغو ۲،۴۰۰ ښځینه افغان ښځینه خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو غږ دی چې تر څلور میاشتې دمخه‌یې له نارینه خبریالانو سره اوږه په اوږه کار کاوه او د افغانانو غږ یې نړۍ ته رساوه. شبنم خان دوران بله هغه خبریاله ده چې د مریم له برخلیک سره مخ ده، شبنم ادعا کوي چې د طالبانو لاس ته د افغانستان لوېدل د دې لامل شول چې دا خپله دنده له لاسه ورکړي. اغلې دوران چې ۱۰ کاله په رسنیو کې کار کړی، په دې وروستیو کې یې د افغانستان له ملي ټلوېزیون سره کار کاوه. شبنم خان د طالبانو د حکومت له راتګ سره له رسنیز فعالیته بې‌برخې شوه او هېواد یې پرېښود. دا وايي: "دا واقعاً ناورین دی، ښځې باید له پامه ونه‌غورځول شي، په ځانګړي ډول خبریالانې چې د افغانستان، د افغانو ښځو او د هغو کسانو غږ دی چې کولای شي نورې مېرمنې په ښه توګه درک کړي." ښځینه خبریالانې چې په تېرو دوو لسیزو کې یې د افغانانو غږ نړۍ ته ورساوه، په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه‌یې لویې لاسته راوړنې هم درلودې. اوس‌مهال څه نا څه ۴۰۰ ښځینه خبریالانې په افغانستان کې فعالیت کوي، خو د طالبانو حکومت له لوري د محدودیتونو په راتلو سره د دوی رسنیز فعالیت له ستونزو سره مخ دی. دغه‌راز د رسنیو د حقونو د دفاع ادارې هم د ښځینه خبریالانو او د بیان د ازادۍ په وړاندې له رامنځته شویو محدودیتونو اندېښنه لري. محبوبه کریمي چې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز غړې ده او اوس هم په افغانستان کې رسنیز فعالیت کوي، د رسنیو او بیان ازادۍ په برخه کې د ښځو ۲۰ کلنو لاسته راوړنو ته په اشارې سره اوسنی وضعیت له ستونزو او کړاوونو ډک بولي. اغلې کریمي وايي: "د دواړو په اړه اندېښنې شته، هم د هغو کسانو په اړه چې په افغانستان کې پاتې دي او هم د هغو کسانو په اړه چې له افغانستانه وتلي. یو شمېر هغه ښځې چې اوس هم د خبریالۍ په برخه کې کار کوي ورسره په اړیکه کې یو، هغوی وایي چې تر اوسه داسې کوم سم سیستم نه‌شته چې دوی ته په وخت او سم ځواب ورکړي، ترڅو موږ د هغې پر بنسټ راپور جوړ کړو. په ځینو ځایونو کې موږ د دې شاهدان و چې د راپور جوړولو لپاره ښځو ته چېرې د تګ اجازه نه‌ورکوي." د طالبانو حکومت ویاندویانو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه‌کړ، خو څه موده وړاندې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د ټلوېزیونونو پر نشراتو ځیني محدودیتونه لګولي وو چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډیو سره په خبرو کې سپارښتنې وبللې. په دغو مواردو کې د نورو مسایلو ترڅنګ د رسنیو د ښځینه کارکوونکو د حجاب مراعتولو او دغه‌شان په تمثیلي ټوټو او ډرامو کې د دوی نه‌څرګندېدل شامل وو.

12.12.2021 ازادي راډیو

طلاق غوښتونکې مېرمنې: شرایط سخت شوي خاوندان مو د طالبانو راتګ د ځان په ګټه بولي

يو شمېر هغه مېرمنې چې له مېړنو يې د طلاق غوښتنه کړې، خو لایې هم د طلاق پروسه نه ده تکمیل شوې وايي، مېړونه يې د طالبانو په راتګ سره حالت تر ډېره د ځان په ګټه بولي او دوی ته يې د طلاق د اخېستو شرايط نور هم سخت کړي. دوی وايي، دې وضعیت اندېښمن کړي دي.  د یوې نجلۍ کیسه هغه نجلۍ چې غواړي د خپلې کوژدې ۱۱ کلنې اړیکې ته د پای ټکی کېږدي، هغه اړيکه چې د دې په وينا د کورنۍ د فشار له امله ټينګه شوې. دغه نجلۍ ۳۰ کلنه ده او د روغتيا په برخه کې ماسټري لري.  نوموړې وايي، کوژدن يې د يوې ټيليفوني اړيکې له لارې يو ځل لپاره د ژوند دغه تړون فسخه کړی او د يوې بلې نجلۍ سره يې واده وکړ چې اوس ترې يو زوی هم لري.  خو د دې په وينا کوژدن یې چې د نامزادۍ پرمهال د دوی نکاح هم شوې تراوسه دا نه ده پريښې او کله ناکله يې د ټوپک په زور ګواښي چې د نامزادۍ فسخه کېدل رسمي نه کړي. خو دغې نجلۍ له خپل نامزاد سره د واده نه کولو برخه کې ډېرې مبارزه کړي او وايي چې نه غواړي د خپل نامزاد دوهمه ښځه اوسي.  دغې نجلۍ وايي، د خپل طلاق د قضيې د څرنګوالي په اړه یې مخکې هم څو ځلي عریضې کړي، خو په خبره یې نتیجه یې نه ده ورکړې.  دا وايي، مېړه يې د طالبانو په راتګ سره حالت تر ډېره د ځان په ګټه بولي او دې ته یې د طلاق اخېستو شرايط نورهم سخت کړي چې دې وضعیت اندېښمنه کړې ده.  دی يوځل بيا د خپل د طلاق د اثبات لپاره اقدام کړی، خو وېره لري که قاضي یې د 'نامزاد' په ګټه پرېکړه وکړي، په زور او جبر به د خپل نامزاد مېرمنه پاتې شي.  دې ازادي راډيو ته د نوم نه ښودلو په شرط وويل: "ما مخکې هم عریضه کړې وه، خو نتیجه یې نه ده ورکړې، تر هغې ځايه چې زه معلومات لرم، محکمه کې قاضيانو ويلي چې د حنفي مذهب له اړخه ټول صلاحيت مېړه لري او مېرمن دا کار نه شي کولی، خو ما د خپل د طلاق اثبات غوښتی و، د دې لپاره چې مېړه مې ماته طلاق راکړی." په افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ دورې وروسته د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي په ځانګړي ډول د اجباري ودونو د مخنيوي په هدف ځينې ادارې لکه د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي اداره، د ښځو وزارت او ځينې نور بنسټونه رامنځته شول چې همدغو ادارو به بیا د ښځو له حقونو د دفاع په ترڅ کې مېرمنو ته د طلاق د اخېستو لارې هم پرانېستلې.  خو د وروستي سیاسي بدلون وروسته د طالبانو رويه له مېرمنو سره هغه ښځې سختې اندېښمنې کړي چې غواړي طلاق واخلي. دوی وايي، د طالبانو د حکومت په راتګ سره يې هيلې د عادلانه پرېکړې په تړاو کمرنګه شوي.  د زحل کیسه ۲۰ کلنه زحل په ۱۵ کلنۍ کې واده شوې، هغه چې د يو زوی مور هم ده وايي، د خاوند او کورنۍ له خوا ډېره شکنجه شوې.  د اغلې زحل په وينا د خاوند کورنۍ يې اخلاقي ستونزې درلودې او غوښتل يې چې دی هم دې کارونو کې ښکېل کړي، خو تر مخالفت وروسته يې دوه ځلي په مرګ ګواښلې او يو ځل يې د واده وروسته په چاړه ټپي کړې ده.  نوموړې له يو کال راهيسې په دې هڅه کې ده چې طلاق واخلي. د نوموړې په وينا د لومړنی محکمې وخت نږدې و چې کابل طالبانو ونيوه.  زحل وايي، اوس یې خاوند ځان پټ کړی او دوی یې د موندنې په هدف حوزې ته عریضه هم کړې ده. زحل ازادي راډيو ته وويل: "عریضه مې ماما حوزې ته وړې وه، ويل یې چې په تمه پاتې شئ، وروسته يې موږ ته وويل چې څارنوالۍ ته عريضه وکړئ، زموږ دا ټولې هڅې بې معنی وې، دوی موږ ته وایي چې ستاسو ټولې هڅې د پخواني حکومت په وخت کې وې، هغه ټول بې بنسټه دي، موږ بايد له سره په دې اړه پلټنه وکړو او يا په تمه شئ چې هلک پيدا شي که يې غوښتلې يا نه غوښتلې بیا هغه وخت پرېکړه کولی شو." د طالبانو له راتګ وروسته د طلاق په اړه کره شمېره نشته. د ښځو و وزارت، د بشري حقونو خپلواک کمېسيون او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي څارنوالۍ ټولې لغوې شوي او د مدافعو وکيلان ټولنه په کور ناسته ده.  خو د طالبانو وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد وايي، د طلاق شرايط همغه فقهي شرايط دي.  د نوموړي په خبره، د طالبانو له راتګ وروسته د طلاق ځينې پېښې رامنځته شوي خو کره شمېر يې نشته.  هغه ازادي راډيو ته وويل: "که څه هم مېرمنې طلاق نه شي اخیستی، خپله طلاق نه شي ورکولی، خو د طلاق غوښتنه کولی شي. که خاوند راضي و او قاضي حکم ورکړي طلاق تفريق دی." ازادي راډیو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د قانون د نشتون په اړه له طالب چارواکو پوښتنه وکړه، خو ځواب یې ونه موند. په افغاني ټولنه که څه هم طلاق يو ننګ ګڼل کېږي او که مېرمنې يې غوښتنه وکړي له سخت حالت سره مخ کېږي ان تر دې په مرګ هم ګواښل کېږي، خو شته بيا ځينې چې د طلاق وروسته يې ځان ته ښه ژوند برابر کړی.  د سعیدې د ژوند د کیسې یوه برخه سعیدې ۱۲ کاله وړاندې د محکمې له لارې خپل طلاق واخېست وايي، د ګډ ژوند پايله يې وهل ټکول او تاوتريخوالی و، خو له طلاق وروسته له خپل ژونده راضي ده.  هغې ازادي راډيو ته وويل: "په ارامه ذهن مې خپل ژوند ته دوام ورکړ او د تحصيل په وخت کې مې دنده هم پيدا کړه، له فارغېدو وروسته وتوانېدم چې ځان ته کار وکړم، خپل ژوند جوړ کړم او د کورنۍ د ځينو غړو ملاتړهم وکړم." اغلې سعيده اوس له افغانستانه بهر د خپلې ماسټرۍ د ترلاسه کولو په حال کې ده.  بل خوا بيا په تېر نظام کې مدني قانون مېرمنو ته حق ورکړی و، که ورسره تاوتریخوالی کېده، خاوند يې نفقه نه شوه ورکولی، يا خاوند يې ناروغه او يا هم غایب و دوی کولی شوای طلاق واخلي.  د افغانستان د مدافع وکيلانو ټولنه د هغو مېرمنو په اړه اندېښنه لري چې له دې وروسته د خپلو حقوقو لپاره د طالبانو قضايي او عدلي ادارو ته مخه کوي.  د دې ټولنې مرستياله نجلا راحل وايي، پخوا هم دې برخه کې کار تر ورقو پورې و او ځنډېده به، خو په خبره یې د محاکمو تګلاره د مېرمنو پر وړاندې ښه وه.  هغې ازادي راډیو ته وویل: "فکرم کوم چې مدافع وکيلان په ځانګړي ډول ښځینه مدافع وکیلان له دې وروسته نه شي کولی فعاليت وکړي، د دې لپاره چې جواز يې اخېستل شوی، ټولنه غصب شوې، کله چې مدافع وکيلان نه وي او د يو متضرره په څنګه کې ونه دريږي، طبیعي خبره ده چې د ډېرو ښځو غږ به چوپ شي." ښځو ته د طلاق په برخه کې د‌ عدالت د ټينګېدو په اړه په داسې حال کې اندېښنې راپورته کېږي چې طالبان په افغانستان له واکمنېدو وروسته د مېرمنو د حقونو برخه کې په نقض تورن دي او مېرمنې د‌ کار او زده کړو څخه بې برخې دي.  له طالبانو سره د نړۍ د اړيکو د ټينګېدو يو مهم شرط دا وچې د ښځو د حقونو برخه دوی خپلې کړې ژمنې عملي کړي.  له دې وړاندې يو شمېر بشري بنسټونو، ملګروملتونو، مرستندويه هېوادنو، اروپایې ټولنې او امریکا له طالبانوغوښتې و چې د بشرحقونو برخه کې ژمن پاتې شي او مېرمنو ته د کار او د زده کړو اجازه ورکړي، خو طالبانو بيا ويلي چې دوی د اسلامي اصولو په رڼا کې د ښځو حقونو ته ژمن دي. 

11.12.2021 ازادي راډیو

د طالبانو بیا واکمني او د هدفي وژنو دوام؛ مېرمنې هم خوندي نه‌دي

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو او د هدفي وژنو په دوام، یو شمېر ښځې هم هدف ګرځول شوي. د وژل شوېو په ډله کې یو شمېر یې مدني فعالانې او ځینې یې د مخکني حکومت نظامیانې دي. په بلخ کې د مدني فعالې فروزان صافۍ د وژلو دوه میاشتې  وشوې. هغه مرموزه وژنه چې لا یې قاتل معلوم نه دی. د فروزان صافۍ پلار عبدالرحمان صافي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د روان کال د لړم میاشتې په ۴مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، ماسپښین ۲ بجې یې له یوې ناپېژاندې شمېرې فروزان ته ټیلفون وشو. ټیلفون کوونکي له فروزانه وغوښتل چې د خپلو ټولو کاري اسنادو سره دې د بلخ هوایي ډګر ته ولاړه شي او ټاکل شوې چې څو ساعته وروسته هغه له هېواده وایستل شي. نوموړی وايي: "نه پوهېږم چې څوک و؟ خپله شهیدې فروزان ته به معلوم و چې هغه کس څوک و؟ شهیده فروزان له کوره ووتله او خپل ټول اسناد یې له ځان سره یوړل او د هماغې ورځې له  ۴بجو وروسته یې له موږ سره ټلیفوني اړیکه پرې شوه. له زیاتو څېړنو مو لس ورځې وروسته د هغې په مرمیو ویشتل شوی جسد روغتون کې وموند." دا خبر د لړم میاشتې په څلورمه نېټه د رسنیو د پام وړ وګرځېد. هغه مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي په مزارشریف کې د فروزان صافۍ په ګډون د څلورو ښځو د وژل کېدو خبره منلې وه. د ۲۹ کلنې فروزان صافۍ پلار عبدالرحمن صافی وایي، د درېیو نور هغو مېرمنو چې جسدونه یې له فروزان سره یو ځای پیدا شوي وو، په اړه یې معلومات نه لري. ښاغلی صافی وایي، اوس دی او کورنۍ یې ځانونه خوندي نه احساسوي. د فروزان د کورنۍ غړي د ازادي راډیو دې پوښتنې ته چې ایا دوی پوهېږي هغه د چا له لوري وژل شوې؟ مبهم ځواب وایي: "لور مې د وسله‌والو له لوري وژل شوې. تاسو خپله پوهېږئ چې دا خلک څوک کېدای شي. د دې پېښې د څېړلو لپاره د مسولیت هېڅ احساس نه‌شته." له فروزان سره د درېیو نورو ښځو د جسدونو تر څنګ په مزارشریف ښار کې له دوو نارینه پوځیانو سره د یوې بلې پوځي مېرمنې جسد هم موندل شوی و. له پېښې وروسته د ملګرو ملتونو په ګډون د ښځو او بشري حقونو په برخه کې یو شمېر فعالو بنسټونو دا پېښه وغندله. له دې مخکې په غور ولایت کې د نګار په نوم یوه پخوانۍ پولیسه هم د سلواغې میاشتې په نیمایي کې په هدفي برید کې وژل شوې وه. د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په تېرو څلورو مياشتو کې د وژل شوېو مېرمنو د شمېر په اړه معلومات نه ورکوي خو وايي، د دې ډول ټولو پېښو په اړه يې څېړنې کړي او دا ټولې وژنې د کورني تاوتریخوالي له امله شوي دي. دی وايي: "په هېڅ ټولنه کې جرمونه صفر ته نه شي راټيټېدلای او اسلامي امارت د دا ډول پېښو په څېړلو کې جدي دی. کله چې سرغړونه کېږي، جدي او لازم اقدامات به کېږي." سره له دې چې واک ته د طالبانو د بیا ځلي رسېدو څلور میاشتې په تېرېدو دي، لا تراوسه هېڅ یوه ملي او نړیوال بنسټ د دې ډلې له لوري د ښځو په ځنځیري وژنو راپور نه دی ورکړی، خو د لیندۍ په ۹مه نېټه د بشري حقونو څار سازمان وویل، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د دې هېواد د پخوانیو امنیتي ځواکونو تر ۱۰۰ زیات کسان یا له محکمې پرته اعدام کړي او یا یې په جبري توګه تري تم کړي دي. د ښځو د حقوقو فعاله او د افغان ښځو د شبکې غړې محبوبه سراج وایي، د معلوماتو نه شتون او د اطلاعاتو سانسور د دې وژنو په ډېرېدو کې ونډه لرلې ده. نوموړې وايي: "د ښځو په مرګونو او هدفي وژنو اصلا بحث نه کېږي او دا د خلکو د اندېښنې وړ ده. دا ورو-ورو ځای نیسي، که همداسې دوام وکړي نو بیا ډېر ګواښوونکي کېږي. دا ډېره مهمه موضوع ده او طالبان باید پرې څېړنو ته اجازه ورکړي. که هدفي وژنې وي بحث پرې وشي او که نه وي هم پرې خبرې وشي." په ورته وخت کې په امریکا کې د مخکني حکومت پخوانۍ سفیرې او د امریکا د اتلانتیکې شورا تیک تانک سلاکارې رویا رحماني ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د طالبانو یو شمېر مسوولان د دې وژنو تر شا دي، خو نوموړې په دې اړه ډېر وضاحت ور نه کړی. نوموړې وايي: "یو شمېر هغه کسان دي چې په امنیتي ځواکونو کې وو او یا یې نظام کې کار کاوه.  داسې کسان هم په کې دي چې د طالبانو له بېلابېلو ډلو سره یې تربګنۍ لرلې." د ښځو د حقونو بله فعاله ارمغان ملک‌زاده بیا وايي، طالبان عمومي بښنې ته چې د دوی له‌خوا اعلان شوې ده، پابند نه دي او ښځې د نرمو اهدافو په څېر د مرمیو ښکار ګرځوي. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا ټولې ادعاوې ردوي او وايي، د طالبانو د حکومت ټول غړي باید د دوی د رهبر د عمومي بښنې فرمان عملي کړي. د طالبانو له‌خوا د کابل له نیولو دوه ورځې وروسته، دې ډلې د نوومبر په ۱۷مه نېټه د جمهوري نظام د کارک وونکو په ګډون نظامیانو ته عمومي بښنه اعلان کړه. هغه بښنه چې د هر ورځې په تېرېدو یې د عملي کېدو د څرنګوالي په اړه پوښتنې را پورته کېږي.

10.12.2021 ازادي راډیو

د بشري حقونو نړیواله ورځ؛ بار: د بشري حقونو له پلوه افغانستان سختې ورځې ګالي

سږ کال د بشري حقونو نړیواله ورځ داسې مهال را رسېږي چې په افغانستان کې دا حقونه او په تېره بیا د ښځو د حقونو وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ بلل کېږي.  د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیاله هیدر بار وایي، افغانستان د بشري حقونو له پلوه بد وضعیت او سختې ورځې ګالي.  هغې له ازادي راډیو سره ځانګړې مرکه کې وویل: "دا د بشري حقونو او په تېره بیا د ښځو د حقونو لپاره یو ورانونکی او سخت وخت دی، په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې له خپلو حقونو بې برخې دي او په دې فکر کې دي چې څنګه له دې شرایطو سره ځان برابر او مخته ولاړې شي."  له کله چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه  نېټه کابل ونیوه، نجونې په ډېرو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته زده کړو بې برخې شوې او د اکثرو ادارو ښځینه کار کوونکې هم پر کورونو کیناستې.  طالبان وایي، پر داسې تګلارې کار کوي چې له مخې یې ټولو نجونو ته په اسلامي چوکاټ کې د زده کړو زمینه برابره شي.  هیدربار بیا د ښځو د یو شمېر نورو فعالانو په څېر د طالبانو دغې ژمنې ته د شک په سترګه ګوري.  په افغانستان کې پر ښځو د تعلیم او کار د کړۍ تنګولو خپله مېرمنې او نجونې هم اندېښمنې کړي دي.  په خوست کې یوې نجلۍ چې د طب په برخه کې له نیمه لوړو زده کړو فارغه شوې ازادي راډیو ته ویلي چې خپلې راتلونکې ته اندېښمنه ده: "اندېښنه مې دغه ده چې زموږ سرنوشت نه دی معلوم، زه پوهنتون نه فارغه شوم خو سرنوشت نه لرم، اوس پوهنتون نه فارغه شوم زه به سېده کور ته ځم، معلومه نه ده چې وظیفه به لرم او که نه؟ کومې هیلې مې چې لرلې هغه نورې هم ماتې شوې."  طالبانو ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو د تعلیم او کار حقونه خوندي کوي، خو ځینې بیا نیوکه کوي چې د طالبانو دا دریځ ډېر واضح نه دی.  تازه طالبانو د ښځو د کورنیو حقونو په اړه یو شپږ ماده ییز فرمان صادر کړ چې په نکاح کې د دوی د خوښې، په بدو کې د نه ورکړې او ورته نورو مسایلو ور ټول دی.  د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان بیا وایي، طالبان تر ډېره په خپلو ژمنو نه دي ولاړ.  د دغه سازمان په باور، طالبانو د عمومي عفوې سره-سره یوازې په ۴ ولایتونو کې د پخواني حکومت سل پوځیان وژلي یا تري تم کړي دي.  په همدې اوونۍ کې امریکا، اروپایي ټولنې او ۲۲ نورو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې دا ادعاوې له بشري حقونو جدي سرغړونې په ګوته کوي.  د طالبانو کورنیو چارو وزارت بیا دا ادعاوې رد کړې او وېې ویل، که شواهد او اسناد پیدا کړي وبه یې څېړي. 

10.12.2021 ازادي راډیو

په افغانستان کې د بشري حقونو له پلوه "ورانوونکې" ورځې

د بشري حقونو د څار سازمان وايي افغانتسان د بشري حقونو له پلوه سختې او ورانوونکې ورځې تېروي. د دغه سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیتربار ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې له ښځو سره د طالبانو په چلند سخته نیوکه وکړه او ویې ویل یو شمېر هغه افغان نجونې چې اوس له ښوونځیو محرومې ګرځول شوي ممکن بیا هېڅکله مکتب ته ستنې نه شي. طالبانو بیا ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ښځو ته حقونه ورکوي او ډېر ژر به ښوونیز مراکز هم د ټولو نجونو په مخ پرانیزي. له هیتر بار سره په دې اړه صفي الله ستانکزي د سکایپ له لارې مرکه کړې ده.

10.12.2021 ازادي راډیو

د 'هیلري کلېنټن' جایزه افغانستان کې دننه مېرمنو ته څه ورکوي؟

د افغانستان د ښځو د روزنې د مرکز مشرې پلوشې حسن ته د لیندۍ په ۱۵مه د هیلري کلېنټن جایزه ورکړل شوه. اغلې حسن سږنۍ جایزه، د ښځو د حقونو او د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د هڅو په خاطر ترلاسه کړې ده.  د جورج ټاون انسټیټیوټ د بیان له مخې دا کلنۍ جایزه هغو مخکښو ښځو ته ورکول کېږي چې د سوله‌ییزې نړۍ لپاره د ښځو د رول د اهمیت په برخه کې یې د پام وړ کار کړی وي.  له روسیې، مکسیکو، زېمبابوې او چین څخه څلور نورې ښځې هم د دې جایزې ګټونکې پېژندل شوې دي.  د دې جایزه اهمیت په څه کې دی او ولې د افغان ښځو په استازیتوب د افغان ښځو د روزنې د مرکز رییسې ته ورکړل شوه؟ د ازادي راډیو خبریال احمدتکل له پلوشې حسن سره په مرکه کې دا پوښتنې کړې دي. اغلې حسن په پیل کې دې پوښتنې ته ځواب وايي چې دا جایزه په افغانستان کې دننه مېرمنو ته څه ورکوي؟ دا مرکه د لاندې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:   

08.12.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د زده‌کړو له بندېدو وروسته ځینې محصلینې 'جبري ودونو' ته اړې شوي

یو شمېر افغان ښځینه محصلینې وایي د طالبانو له لوري د زده‌کړو له بندېدو وروسته، د خپلو کورنیو له‌خوا ودونو ته مجبوره شوي، خو دوی په‌کې رضایت نه‌لري. ‎دوی چې د طب او د حقوقو پوهنځیو محصلینې دي وايي، کورنۍ يې له يوې مياشتې راهيسې ورته وايي چې د زده‌کړو دروازې تړلې دي او بايد خپلو ولايتونو ته بېرته ستنې شي. ‎دغه محصلینې وايي، له واده کولو نه‌یې لوړ ارمانونه وو چې د ماسترۍ او دوکتورا تر کچې به زده‌کړې کوي، خو د رژيم بدلون او د پوهنتونونو او ښوونځيو د دروازو تړل کېدو د دوی ټول ارمانونه له‌منځه يوړل. يو له دغو نجونو منيلا ده چې د خپلو زده‌کړو د دوام او یوه ورځ د رهبر کېدو خوبونه‌یې درلودل، خو اوس چمتووالی نیسي چې بدخشان ولایت ته بېرته ستنه شي او واده کول قبول کړي. ‎منيلا ملک‌زاده قومي او کليوالي دودونه پرېښي وو او څلور کاله وړاندې کابل ته د زده‌کړو لپاره راغلې وه او د حقوقو او سياسي علومو د شپې پوهنځي کې يې زده‌کړه کوله. هغې د خپل ډيپلوم څخه دفاع هم کړې وه او ټاکل شوې وه چې د ماسترۍ لپاره چمتووالی ونيسي، خو اوس مجبوره ده چې بېرته کليوالي ژوند ته مخه کړي او د کورنۍ په خوښه واده وکړي. ‎دا وايي: "موږ د بدخشان د یوه ليرې پراته کلي اوسېدونکي یو، زه له یوې غریبې کورنۍ څخه راغلې یم. له ټولو ستونزو سره سره چې ما په خپل ژوند کې لیدلي، له خپلې بې‌وزلۍ سره کابل ته د زده‌کړې لپاره راغلم تر څو د هغو ښځو غږ اوسم چې ځورول کېږي او ودونو ته په جبر اړ ایستل کېږي، خو نن زما کیسه هم همداسې شوه. ما له واده نه لوړ خوبونه درلودل، ماستري او دوکتورا کول. که په رښتیا طالبان ځانونه مسلمانان بولي، نو په قران کې یې چېرته ویلي چې ښځې باید زده‌کړې ونه‌کړي؟" ‎منيلا وايي، خوب‌يې دا و چې يوه ورځ به رهبره شي، د ښځو د تاوتريخوالي غږ به پورته کړي او د خلکو خدمت به وکړي، خو اوس‌يې کورنۍ ورته ويلي چې نور د زده‌کړو دروازې تړل شوې دي او بايد ولايت ته راستنه شي او له خپل یو کليوال سره واده وکړي. ‎شبنم د باميانو ولايت اوسېدونکې ده او په طب کې یې زده‌کړې کولې. هغه وايي چې پنځه کاله وړاندې کابل ته راغله، په دې هيله چې يوه ورځ به سپينه چپنه واغوندي، د غاښونو د څانګې د درېيم ټولګي محصله وه چې طالبان کابل ته ننوتل. شبنم وايي چې څو ځلې يې د خپلې کورنۍ غوښتنو ته غاړه نه‌ده ایښې او نه‌يې غوښتل چې ژر واده وکړي، شپه او ورځ‌يې له خپلو ټولګیوالو سره سيالي کوله، تر څو په ټولګي کې لومړی مقام وګټي. شبنم زياتوي: "زه پنځه کاله وړاندې له بامیان څخه کابل ته راغلم. دا چې نورو نجونو نه‌شو کولای په لیلیه کې واوسېږي، نو د خپلو ډېرو ارمانونو پوره کولو ته ونه‌رسېدم، زه مأیوسه شوې یم، ما په ډېرې سختۍ سره زده‌کړې وکړې، اوس په کابل کې یوازې نه‌شم کولای واوسېږم، د درسونو برخلیک مو معلوم نه‌دی او درسونه مې په نیمه لار پاتې شول، زه ډېره ماته شوې یم." فتانه له بلخ ولایت څخه کابل ته راغلې وه، هغه لا ۱۳ کلنه وه چې کورنۍ یې غوښتل هغه د خپلو خپلوانو له یوه کس سره په نکاح کړي. ‎فتانه د جزايي حقوقو او څارنوالۍ محصله وه. هغه وايي چې د زده‌کړې خوب‌يې درلود، څو ځلې يې واده ته نه وويل او په دې هدف چې په راتلونکي کې به هېواد ته خدمت کوي، کابل ته راغلې وه، خو اوس بلخ ته له بېرته ستنېدو وېره لري. ‎هغه وايي، هیله‌یې وه چې له خپل تحصيلي سند سره خپل ولايت ته لاړه شي او د خپل ولايت د کليو خلکو ته خدمت وکړي. فتانه وايي: "شپږ اووه کاله کېږي چې د کم عمره ودونو په اړه مې د کورنۍ او خلکو خبره ونه‌منله او کابل ته راغلم او زده‌کړه مې وکړه، اوس چې بلخ ته بېرته ځم، نه‌پوهېږم چې مور او پلار به زموږ په اړه څه پرېکړه کوي؟ ټولې هیلې مې له لاسه ورکړلې، زه له سلو هیلو سره راغلې وم." ‎د افغانستان د جمهوري ریاست د بشري حقونو خپلواک کمېسیون جبري ودونه، په بدو کې د ښځو ورکول او د ښځو مړینه د کورني تاوتریخوالي له لاملونو څخه بللي وو. ‎ازادي راډيو وغوښتل په دې اړه د طالبانو نظر هم واخلي، د دوی ویاندویانو اړیکو او پوښتنو ته ځواب ونه‌وایه، خو مخکې له دې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته ویلي و چې ښځې د ملي ګټو او اسلامي شریعت په چوکاټ کې د زده‌کړو حق لري او د دوی حکومت به‌یې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د دې حقونو زمینه ورته تنظیم کړي. څو ورځې مخکې د طالبانو د رهبر ملا هبت‌الله له لوري د ښځو د حقونو په اړه یو فرمان خپور شو. په دې فرمان کې په زور د ښځو ودول، په بدو کې ورکړه او د دوی له خوښې پرته‌یې نکاح ته مجبورول منع کړل شوي، خو د دوی د دوو بنسټیزو غوښتنو زده‌کړې او کار په اړه هېڅ یادونه نه‌ده شوې. هغه څه چې وروسته‌یې د ګڼو نړیوالو سازمانو ترڅنګ پر خواله رسنیو هم د ښځو غبرګونه راپارولي وو. ‎له دې وړاندې د بشري حقونو څار نړیوال سازمان بار بار ویلي چې طالبان باید د نجونو د زده‌کړو مخه ونه‌نیسي ځکه دا کړنه به‌یې په دغه هېواد کې د کم عمره نجونو د ودولو د زیاتوالي او د ښځو او نجونو د پرمختګ د مخنیوي لامل وګرځي. ‎بل‌خوا یو شمېر دیني عالمان له تعلیمه د نجونو محرومول د اسلامي اصولو خلاف چاره بولي. ‎له دې ډلې مولوي عبدالقادر قانت ازادي راډیو ته وویل چې تعلیم د ښځینه‌وو او نارینه‌وو حق دی، د قرانکریم لومړنی ایت په «اقرا» یعنې ووایه پیل شوی او دا هغه حق دی چې الله پاک بنده‌ګانو ته‌یې ورکړی، نو باید هېڅ‌څوک له نجونو او ښځو دا حق وانه‌خلي.

06.12.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د ښځو د امن خونو بندېدو او ورپېښ ګواښ د بخښنې سازمان اندېښنه راوپاروله

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو لپاره د امن خونو له تړل کېدو او دوی ته د ورپېښ ګواښ په اړه اندېښنه ښيي. دې سازمان په خپل تازه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لیندۍ ۱۵» لیکلي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته، هغو نجونو او ښځو سره چې تاوتریخوالی ورسره شوی، هر ډول اړینې مرستې له‌منځه تللي، دا خونې تړل شوي او هغه ښځې چې د تاوتریخوالي له امله‌یې امن خونو کې پناه اخیستې وه، ازادې شوې دي. امن خونې هغه پناه‌ځایونه و چې د تاوتریخوالي سره مخ شویو نجونو او ښځو ته‌یې، د دوی په غوښتنه پناه ورکوله. امنېستي انټرنشنل په دې خونو کې د ۲۶ قربانیانو او هغوی سره چې هلته‌یې کار کړی خبرې کړي او لیکي، طالبانو د دوی پناه ځایونه وتړل او تر خوا یې له زندانونو هغه بندیان هم ازاد کړي چې د جنسیت له مخې د تاوتریخوالي په پېښو کې مجرم پېژندل شوي وو. د بخښنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، اوس‌مهال په دې خونو کې ساتل شوې ښځې او نجونې او تر خوا یې هغوی چې هلته‌یې کار کړی، د مرګ له ګواښ سره مخ دي. په افغانستان کې د بخښنې نړیوال سازمان کمپاینرې سمیرا حمیدي ازادي راډیو ته وویل، په امن خونو کې داسې ښځو او نجونو ته پناه ورکړل شوې وه چې هره شېبه د مرګ له ګواښ سره مخ وې. اغلې حمیدي زیاتوي: "زموږ اندېښنه دا ده چې د طالبانو له راتګ وروسته، زیانمنو شویو مېرمنو ته دا ډول امکانات او خدمات تړل شوي. په ورته وخت کې د امن خونو تړل او له تاوتریخوالي ډک ژوند ته د ښځو بېرته ستنول، دوی د مرګ له خطر سره مخ کوي چې موږ یې په اړه ډېر اندېښمن یوو." د بخښنې نړیوال سازمان په راپور کې د دې سازمان د منشي اګنس کالامار له قوله لیکل شوي: "طالبانو ټول زندانیان هم ازاد کړي او دوی د هغه ګواښونو په اړه فکر نه‌دی کړی چې قرباني شوې ښځې او مېرمنې ورسره مخ کېدونکې دي." له ګواښونو سره مخ یو له دغو مېرمنو چې نه‌غواړي نوم‌یې ورته د شته ګواښونو له امله راپور کې خپور شي او څه د پاسه یو کال‌یې په کابل کې د امن خونې دننه تېر کړی وايي، کورنۍ یې داسې شکنجه کوله چې مجبوره شوه هر څه پرېږدي او خپل سر خوندي کړي. خو کله چې طالبان واکمن شول، د سرپناه دا هیله‌یې هم له‌منځه ولاړه. اندېښمنه ده، که کورنۍ ته‌یې په لاس ورشي، و به‌یې وژني. دا وايي: "کورنی تاوتریخوالی، ظلم، وهل ټکول، ښکنځلې، بده رویه، د سمې ډوډۍ نه‌راکول، زما لباسونو ته نه‌رسیده‌ګي او په هره مسئله کې زما ملامت ګڼل، هغه لاملونه و چې زه‌یې مجبوره کړم چې کور پرېږدم او د امن خونې ته راشم. اوس چې د امن خونه کې نه‌یم، ژوند مې خطر کې دی. زه له خپله کور راتښتېدلې یم، هغوی به مې ژوندۍ پرې نه‌ږدي. " طالبان که څه هم د بخښنې نړیوال سازمان د راپور په اړه غبرګون نه‌ښيي، خو وايي دوی خپلو امنیتي مسؤلانو ته دنده سپارلې چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د پېښو مخنیوی او له دوی ساتنه وکړي. د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق ازادي راډیو ته وویل: "که په دې اړه بیا هم څوک اندېښنه لري، هغوی دې مخکې له مخکې امنیتي ځواکونو سره ستونزه شریکه کړي، هغوی ته دې اطلاع ورکړي. حتماً به د دوی ستونزې ته ځان رسوي." له ښځو سره تاوتریخوالی یوه له هغو ننګونو ده چې مخکېني حکومتونه‌یې هم په کابو کولو کې پاتې راغلي وو. د بخښنې نړیوال سازمان په راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې په بېړني ډول د دې خدمتونو د بېرته فعالولو مرسته وکړي او هغه کارکوونکي چې د امن خونو دننه‌یې کار کړی او ژوند یې له ګواښ سره مخ دی، له افغانستان وباسي. امنېستي انټرنشنل پر طالبانو هم غږ کوي چې له تاوتریخوالي سره د مخ کېدونکو او مخ شویو ښځو لپاره د امن خونو د بېرته پرانیستو اجازه ورکړي او دا ډاډ هم باید وي چې هلته کارکوونکي بې له کومې وېرې چارې مخ ته یوسي. دا سازمان وايي، د طالبانو له واکمنۍ وړاندې په امن خونو کې تاوتریخوالي سره مخ شویو نجونو او ښځو ته روغتیايي، رواني، وکالت او نورې اسانتیاوې چمتو وې. دې خونو ته د مخکېني جمهوري نظام د ښځو چارو وزارت، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او روغتونونو څخه قرباني شوې مېرمنې ورپېژندل کېدې. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما وايي، که څه هم دا خونې ډېرې مجهزې نه‌وې، خو بیا هم په افغانستان کې یې د زرګونه قرباني شویو ښځو خدمات وړاندې کول، هغه هېواد چې د یوناما له قوله، له هرو ۱۰ ښځو ۹ یې په یوه ډول په خپل ژوند کې تاوتریخوالی تجربه کوي.

06.12.2021 ازادي راډیو

دافغان ښځو مظاهرې له سړکونو اوس کورونو ته شوې

ځینې افغانې میرمنې نن سبا دسړکونو په ځای په کورونو کی دمظاهرو غونډې کوي. ځینو دغو میرمنوآزادی راډیو ته وویل چې سړکونو ته ځکه نه وځي چې دطالبانو له ځیږچلند او زورزیاتی سره مخ نه شي. له دریو میاشتو راهیسي چې طالبان په افغانستان واکمن شوي ښځو څو ځلی مظاهرې کړي او دخپلو حقونو غوښتنه یې کړې . دوی وایی ښځو او نجونو ته باید دزده کړې او کار پوره حق ورکړل سي. رپوټونه وایی ځینی دغه مظاهرې د طالبانو له زور زیاتی سره مخامخ سوي دي خو طالبان دغه رپوټونه ردوي. نور تفصیل په دغه رپوټ کې کتلی سئ .

06.12.2021 ازادي راډیو

نوي فرمان ته غبرګونونه؛ فعالانې: مېرمنې غلامانې نه دي، د زده کړو اجازه ورکړئ

د ښځو په اړه د طالبانو د مشر د فرمان په اړه د غبرګونونو په دوام، یو شمېر فعالو ښځو په کابل کې په دې اړه خپل دریځ ښودلی. دوی وايي، دې فرمان کې د افغانستان د ټولو ښځو اړتیاوو ته پام نه دی شوی او افغان ښځې او نجونې لا ډېر کار او زده‌کړو ته اړتیا لري. د دې غونډې یوې ګډونوالې هدا خموش وايي: "د دې غونډې یوه موخه د طالبانو وروستی فرمان دی. ومو غوښتل خپل غږ ملګرو ملتونو او طالبانو ته ورسوو. د ښځو حقونه، کار، زده‌کړه او ګډون نه باید یوازې په مهر او واده پورې محدود شي، دا یو سپکاوی دی. هغه ډول چې ښځې د واده او مهر د انتخاب حق لري، دغه ډول د کار او زده‌کړې هم لري. ښځې د خپل ځان او اولادونو د راتلونکي په اړه اندېښمنې دي." د بشري حقونو د څار سازمان هم د جمعې په ورځ د دې فرمان له خپرېدو وروسته ازادي راډیو ته وویل، په دې فرمان کې د ښځو د حقونو په اړه کومه اساسي ژمنه نه‌ده شوې. مدني فعاله پروانه ابراهیم خېل هم وايي، ښځې او نجونې ډېر حقونه لري چې باید بحث پرې وشي:"موږ لا ډېر حقونه لرو چې باید د هغې په اړه بحث وشي. کاشکې ملاهبت‌الله د ښځو د واده پرځای د هغوی د کار او زده‌کړې په اړه خبرې کړې وای او خپله اعلامیه کې یې دا هم لیکلي وای، ځکه بې‌سواده ټولنه ثبات نه لري. " د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم په دې اړه خپل لیدلوری بیان کړی. که څه هم ټام‌وېسټ دا فرمان ستایلی، خو زیاتوي، د افغان ټولنې په هره برخه لکه زده‌کړې، کار، سیاست او رسنیو کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره لا ډېر څه ته اړتیا شته. د دې غونډې یوې بلې ګډونوالې صفیه اکبري وايي، ښځې له زده‌کړې او کار سربېره، سیاسي مشارکت هم غواړي:" د اسلامي امارت په اعلامیه کې یوازې دومره ویل شوي چې ښځې دې به زور واده او بدو کې نه ورکول کېږي. ښځې نه‌‌باید په دې دوو حقونو پورې محدودې شي، ما د سیاسي مشارکت، زده‌کړې او کار حق لرو." ازادي راډیو وغوښتل په دې اړه د طالبانو د حکومت دریځ هم ولري، خو ویاندویانو یې اړیکې ځواب نه کړې، خو له وړاندې د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي و، په فرمان کې یاد شوي موضوعات د ښځو اساسي او شرعي حقوق دي او د دوی د زده‌کړو او کار حق د حکومت مسؤلیت دی چې دا ستونزې حل کړي. د طالبانو د مشر په فرمان کې په زور د ښځو ودول، په بدو کې ورکړه او د دوی له خوښې پرته‌یې نکاح ته مجبورول منع کړل شوي او تر خوا یې په مهر او میراث کې د هغوی حق ثابت یاد شوی. افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په زور او په کم عمر کې د ودونو لوړه شمېره لري. د مخکني جمهوري نظام پر مهال د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د کورني تاوتریخوالي او د مېندو د مړینې دوه لوی لاملونه په کم عمر او په زور ودونه بللي وو.

05.12.2021 ازادي راډیو

افغان ډاکټران: طالبان د کرونا ویروس د ۳یمې څپې مخنیوي ته هېڅ پروګرام نه‌لري

نږدې پنځه میاشتې مخکې د کابل د ښار اوسېدونکي قاسم ۲۸ کلنه مېرمنه په کرونا ویروس له اخته کېدو وروسته په افغان جاپان روغتون کې د اکسیجن د نه موجودیت له امله مړه شوه. نوموړی وايي، د کرونا ویروس د درېیمې څپې له خپرېدو اندېښمن دی، ځکه په وینا يې ښايي زیات شمېر نورې کورنۍ د ویر په ټغر کېنوي. قاسم وايي: "تېرکال زما مېرمن د کرونا ویروس له امله مړه شوه، اکسیجن ور  ونه رسېد. په کومو ورځو کې چې زه روغتون کې وم، هر څوک چې راتلل، جسد یې بېرته له ځانه سره ووړ، تېرکال نړیوالې مرستې وې، سږ کال افغانستان کې هېڅ امکانات نشته." په داسې حال کې چې نړۍ د کرونا ویروس له درېیمې څپې او د کرونا ویروس د نوي ډول 'اومېکرون' سره د مبارزې لپاره چمتووالی نیسي او په یو شمېر هېوادونو کې تدابیر هم ورته  نیول شوي، خو ظاهراً افغانستان له دغې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې له ستونزو سره مخ دی. د کرونا ویروس نوې بڼه 'اومېکرون' په وروستیو ورځو کې د سویلي افریقا په ځينو سیمو کې لیدل شوې. په افغان جاپان روغتون کې یو شمېر ډاکټران وايي، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره شااوخوا ۳۴ مراکز جوړ شوي و خو د طالبانو حکومت له راتګ وروسته د نړیوال بانک د مالي مرستو د قطع کېدو له امله ټول تړل شوي او اوس د هېواد په کچه  یوازې د افغان جاپان روغتون د کرونا ویروس د درملنې لپاره کارول کېږي. د هغوی په خبره، په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې هم د کرونا ویروس د درملنې مراکز پرانیستي دي، خو د تجهیزاتو د نشتون له کبله فعالیت نه لري. د روغتیايي تجهیزاتو نه شتون، د ډاکټرانو د چارو پر وړاندې ستر خنډ بلل کېږي. ډاکټران خبرداری ورکوي، که د دې ویروس د مخنیوي لپاره برنامې او تدابیر  ونه نیول شي، هېواد به له ستونزو سره مخ کړي. د افغان جاپان روغتون یو ډاکټر مېړني برات زي ازادي راډیو ته وویل:"زه فکر کوم د 'اومېکرون' څپه به د افغانستان لپاره تر ټولو خطرناکه بڼه وي، ځکه موږ هېواد کې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره هېڅ راز تدابیر نه لرو او ټول روغتیايي مراکز تړلي دي، یوازې کابل کې افغان جاپان روغتون د تشخیص او تداوۍ لپاره له امکانانو پرته فعال دی. اوس مهال دې روغتون کې محافظتي وسایل او درمل نه لرو او یوه میاشت کېږي چې دست کش هم نه لرو." دی وايي، په کرونا ویروس د اخته کېدو مخنیوي لپاره باید ټولنیز واټن مراعت، لاسونه ووینځل شي او له ماسکونو دې استفاده وشي. د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي، د طالبانو حکومت د کرونا ویروس د مخنیوي او هغې سره د مبارزې برخه کې په بې برنامه ګۍ تورنوي. د کابل ښار یوتن اوسیدونکی سلیم يې په اړه وايي: "که  اوسني وضعیت ته په کتو چې هوا سړه او خرابه ده، په دننه افغانستان کې دغه ویروس خپور شي د دې ترڅنګ چې خلک هم د لوږې تر کرښې لاندې ژوند کوي او د خوړلو لپاره څه نه لري، فکر کوم د افغانستان لپاره به جدي ستونزې راپورته کړي." ددې ښار بل اوسیدونکی امېرزاده هم ورته نظر لري: "خلک ناتوانه دي. پيسې نه لري، دولت ناتوانه دی او درمل نشته." خو د طالبانو د روغتیا وزارت وايي، که څه هم په افغانستان کې د 'اومېکرون' ویروس د تشخیص لپاره وسایل نشته، خو  ولایتونو کې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې عامه پوهاوی پیل کړی دی او ډېر ژر به په ولایتونو کې هم روغتیايي مراکز بېرته فعاله شي. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مسلکي معین عبدالباري عمر زیاتوي، نړیواله ټولنه باید د دې ویروس د مخنیوي او ورسره د مبارزې لپاره له افغانانو سره همکاري وکړي او افغانان له دې ناروینه وژغوري. عمري وايي: "نړیوالې ټولنې چې کومې ژمنې او شعارونه له موږ سره درلودل چې موږ بشریت ته خدمت کوو، باید په خپلو وعدو ودرېږي، څو له یوه حالته چې احتمالي دی او خدای مه کړه له انساني ناروین سره مخ نه شو،  مرسته راسره وکړي، څو زموږ خلک زیانمن نه کړي." د روغتیايي د نړیوال سازمان د معلومانو پر بنسټ، د روان میلادي کال له پیل تردې دمه، په افغانستان کې ۱۵۷۳۸۷ کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له ډلې يې ۷۳۱۰ تنه مړه شوي دي. همداراز په دې هېواد کې د کرونا ویروس د واکسین له طبیق وروسته نږدې ۴ میلیونه خلکو واکسین کړی دی.

05.12.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more