شاته

د نجونو تړلي ښوونځي؛ مرسل له۶مه تر ۱۲م ټولګي نجونو ته ښوونیز مرکز پرانیستی

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي د کابل ښار اوسېدونکې مرسل له شپږمه تر دولسم ټولګي مضمونونه تدریسوي.

مرسل د ادارې او تجارت له پوهنځي فارغه ده، خو اوس کومه رسمي دنده نه لري.

مرسل چې د طالبانو د حکومت له وېرې نه غواړي د دغه ښونیز مرکز دقیق ځای یې په راپور کې یاد شي وایي، دغو نجونو ته ځکه د ښوونځي مضمونونه ور زده کوي چې که راتلونکی کال یې پر مخ د ښوونځي دراوزې پرانیستل شي، نو له بشپړ چمتوالي سره به ښوونځیو ته ولاړې شي.

له شپږم تر دولسم ټولګي نجونې له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره د دوی ښوونځي پرانیستل شي
له شپږم تر دولسم ټولګي نجونې له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره د دوی ښوونځي پرانیستل شي

مرسل وایي:" دا مرکز مې د شپږم ټولګي نه تر دولسم ټولګي د زده کونکو نجونو ته جوړ کړی، په دې مرکز کې د ښوونځي بېلابېل مضمونونه ورته تدریسوم. د دې مرکز د جوړولو هدف دا و، څو هغه نجونې په کې درسونه ووایي چې د اسلامي امارت له راتلو سره ښوونځي ته له تلو پاتې شوي او نه شي کولی خپلو درسونو ته دوام ورکړي."

دا پوهنیز مرکز چې د ارزو په نوم نومول شوی، په کې شاملې نجونې له دې رامنځته شوي فرصته خوښې دي او د طالبانو له حکومته غواړي چې د نجونو دې نامعلوم برخلیک ته د پای ټکی کېږدي او ښوونځي دې د دوی پر مخ پرانیزي.

زده کوونکې ګل مینه یې په اړه وايي: "د یوولسم ټولګي زده کونکې یم، له هغې ورځې چې طالبان راغلي موږ مکتب ته د تلو اجازه نه لرو او د ارزو په کورني ښوونځي کې درس وایو. د علم زده کړه په مسلمان نارینه او مسلمانې ښځې فرض ده، له طالبانو زموږ غوښتنه دا ده چې ښوونځي پرانیزي، ځکه نجونې بې برخلیکه او بې تعلیمه پاتې کېږي."

د روان لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۴مه نېټه د طالبانو لاسته د کابل له لوېدو وروسته، د طالبانو حکومت نجونو ته مکتب ته د تلو اجازه ورنه کړه، وروسته بیا له لومړي تر شپږم ټولګي زده کونکې خپلو ښوونځیو ته ولاړې، خو پرته له درېیو ولایتونو، د کال تر پایه په نورو ټولو ولایتونو کې له شپږمه تر دولسم ټولګي پورې د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي پاتې شول. ​

ثریا بهار چې په کابل ښار کې په یوه ښوونځي کې ښوونکې ده وايي، د نجونو لپاره د ښونیزو فرصتونو برابرول کولی شي د راتلونکي په اړه د دوی ناهیلي راکمه کړي، ځکه همدا اوس زیات شمېر نجونې له تعلیمه د لېرې پاتې کېدو له امله زړه تنګې شوي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د نجونو ښوونځي بند شو
د طالبانو له واکمنۍ وروسته د نجونو ښوونځي بند شو

اغلې بهار زیاته کړه: "نجونې ډیرې ناهیلې شوي او رواني ستونزې ورته پیدا شوي، ځکه وایي چې درسونه یې وویل او ان د کانکور ازموینې لپاره یې تیاری ونیوه، خو اوس له دې محدویتونو سره مخ دي. هیله لرو چې دا ستونزې حل شي او هغه تعلیمي مرکزونه چې اوس د نجونو لپاره جوړ شوي، ډېر ګټور دي."

د طالبانو د حکومت چارواکي د نجونو د زده کړو پر مخ شته محدودیتونه لنډ مهالي بولي او وايي، پر داسې یوې طرحې کار کوي چې د دوی په وینا، په بشپړېدو سره به یې د راتلونکي تعلیمي کال په پیل کې ټولې نجونې ښوونځي ته ولاړې شي.

د پوهنې وزارت ویاند نظر محمد عرفان وایي، د طالبانو حکومت د نجونو د تعلیم په برخه کې د شخصي مرکزونو د فعالیت مخالف نه دی او د امکان تر حده به له دغو مرکزونو سره مرسته او همکاري هم وکړی.

عرفان وایي:" ټول هغه شخصي مکتبونه او ښوونیز مرکزونه چې په هېواد کې فعالیت کوي، د پوهنې وزارت دې ته ژمن دی چې د امکان تر حده له دوی سره همکاري وکړي، څو په هېواد کې د لیک لوست کچه لوړه شي او په دې برخه کې نیمګړتیاوې له منځه ولاړي شي."

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویلي، د ۱۴۰۰ ښونیز کال په پای ته رسېدو سره په ځینو هغو ولایتونو کې چې د منځنۍ او لېسې دورې نجونو ته مکتب ته د تلو اجازه نه وه ورکړل شوې، پر دوی د نتایجو د پارچو په وېش سره یو کال ارتقا وکړي، خو تر اوسه هم روښانه نه ده چې درې میاشتې وروسته او د نوي ښونیز کال په پیل سره به دوی ښوونځي ته د تلو اجازه ومومي او که نه؟