شاته

کونړ کې کونډې: د خېمو ګرمولو وس نه‌لرو، بچي مو لا څپلۍ او جامې هم نه‌لري

په کونړ کې جنګونو له زرګونو کورنیو د سر سیورۍ او د ګټې وټې سړي اخیستي او نن سبا د ژوند ډېرې سختې شپې او ورځې تېروي.

له دغو کسانو یوه هم مریم ده چې څلور کاله وړاندې يې د ژوند ملګری ترې جګړې اخیستی.

د مریم په خبره، د خاوند له مړینې وروسته يې د خسرګنۍ په کور کې هم د اوسېدو ځای ورک شو او اوس په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ګوزڼ وهلي پلار په یوه خېمه کې اوسېږي.

د هغې په وینا د نورو په خیر خیرات يې ژوند روان کړی دی: "دا درې ماشومان مې دي، پلار مې فلج دی. دا بوډۍ مور مې ده او خاوند مې مړ دی. دا يې څلورم کال دی. د یو بل خیرات ته ناست یو او په هغو ګذاره کوو. بچي مې جامې او څپلۍ نه لري. په دې یخ ژمې کې د خېمې ګرمولو ته خس نه لرو."

ارشیف، بې ځایه شوي کورنۍ چې بېرته خپل کور ته د تګ لپاره په تمه دي
ارشیف، بې ځایه شوي کورنۍ چې بېرته خپل کور ته د تګ لپاره په تمه دي

جګړې یوازې د مریم بچې نه دي بې پلاره کړي بلکې په لسګونه زره نورې ښځې هم د جګړې له بد اغېز سره لاس او ګریوان شوې.

۳۵ کلنه سپوږمۍ یوه بله کونډه ده، دې هم جګړو کې خپل خاوند بایللی دی.

سپوږمۍ ته د کور سرپرستي او د کوچنیو بچو پالنه ورپه غاړه ده.

نوموړې وايي: "څلور مې لوڼې او دوه مې زامن دي. پوله پټی او د ګټې وټې څوک نه لرو. د نورو خیرات ته ناست یو."

په یخ ژمي کې دا او دې ته ورته ډېرې بې سرپرسته او بې سرپناه کورنۍ د حکومت، مرستندویه ټولنو او بډایه کسانو د مرستو په تمه سختې شپې ورځې تېروي.

په کونړ کې طالب چارواکي وايي، دوی به دغه ډول بې کسه او بې وسه کورنیو ته د مرستو په وېش کې د لومړیتوب حق ورکړي.

افغانستان کې جګړو لسګونه زره ماشومان هم د جګړې له بد اغېز سره لاس او ګریوان شوي
افغانستان کې جګړو لسګونه زره ماشومان هم د جګړې له بد اغېز سره لاس او ګریوان شوي

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور لپاره د طالبانو سرپرست رئیس مولوي نجیب الله حنیف ازادي راډیو ته وویل: "د یتیمانو او کونډو رنډو په اړه الحمدلله د امارت پالېسې له پخوا ښکاره ده، هغوی دا ویلي چې د امارت څومره لاسته راوړنې دي هغه به ټولې ګډې وي. که هغه یتیمان د هر دور وي، موږ به يې پالنه کوو. موږ ورته ډاډ ورکوو چې امارت به ستاسو پوره خدمت کوي. څه يې چې له وسه پوره وي، هغه به له تاسو نه سپموي."

په کونړ کې د جنګ کونډې او یتیمان په داسې حال کې د مرستو غوښتنه کوي چې په هېواد کې اقتصادي ستونزې له پخوا ډېرې شوي.

لوستې او نالوستې کسان ټول له بې کارۍ سرټکوي او کومو خلکو به چې له غریبو او یتیمانو سره مرستې کولې هغوی هم اکثره له دندو بې برخې شوي.

د خوړو نړیوال پروګرام مسولینو تازه ویلي چې ۹۸ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري.