ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


طالبان: خپلو طالب ځواکونو ته نوي یونیفورمونه جوړوو، دا شته لنډمهاله دي

د افغانستان پلازمېنه، کابل نېږدې درې میاشتې مخکې د طالبانو لاسته پرېوت، په لومړیو ورځو کې د دوی وسله وال په ښار او واټونو کې کم لیدل کېدل، خو کابل ښاریان وايي، دا ورځې یې شمېر ډېر شوی دی. په کومه بڼه؟ د ازادي راډیو یو تن خبریال چې د کابل د کارته نو د سیمې خپل د سترګو لیدلی حال بیانوي: "د پولیسو شین رینجر موټر و چې شاته په کې سپاره څلور کسان چې وسلې ورسره وې ټول ملکي جامو کې وو تیر شول، یعنې کمیس او پرتوګ سره وه، مخکې هم چې کوم کسان ناست وو، دا هم ملکي جامو کې وه." ټول ښار کې وضعیت همدا ډول دی او طالب وسله وال ټول بې یونیفورمه دي؟ د ازادي راډیو بل خبریال د کابل د عبدالحق څلور لاري کې خپل د سترګو لیدلی حال وايي: "دې څلوري لاري کې ولاړ وسله لرونکي طالبان یو ډول یونیفورم لري، تقریباً پخوانیو ځواکونو ته ورته، خو بڼه یې یو څه بدله ده، لمن داره کمېسیونه له پتلونونو سره، ځینې نور بیا چې په موټرو کې ګرځي دوی بیا جمپرونه او پتلونونه لري، سم لکه د پخوانيو کوماندویان." په ټوله کې د طالب وسله والو د یونیفورم نه شتون، یا د یوشان یونیفورم نه درلودل، هغه موضوع ده چې کابل ښاریان یې اندېښمن کړي دي. دوی وايي، د ښاري نظم د ګډوډېدو ترڅنګ هر څوک د طالب له نومه په استفادي سره خلکو ته سرخوږی جوړولی شي چې خپله طالبانو هم مخکې تردې په دې خبره په یو ډول اعتراف کړی او ویلي یې دي چې د خپلو لیکو تصفیه یې پیل کړې ده. د کابل ښار اوسېدونکی محي الدین وايي، روان وضعیت ډېر اندېښمن کړی دی: "په دې حالت کې طالب او غیر طالب نه معلومېږي. نو که دوی ته یو منظم یونیفورم جوړ شي او لیکې یې منظمې شي، خلک به خپل دولت پېژني، خو که دا شان ګډوډي وي، دا د ملت په تاوان ده او په خپله د نظام په تاوان هم ده." د کابل ښار بل اوسېدونکی سید اکبر بیا وايي، دا ستونزه یوازې کابل نه بلکې په نورو ښارونو کې هم ده: "له بده مرغه نن سبا نه یوازې کابل کې نه بلکې ټولو لویو ښارونو کې، د طالبانو امنیتي برخه معلومه نه ده او یونیفورم نه لري. که تاسې وګورئ د یو طالب او غیر مسوول وسله وال تر منځ به توپیر ونه شئ کولی. ښه به دا وي چې دوی ته یو ځانګړی یونیفورم وټاکل شي چې دا به په ټولنه کې د نظم او امن له راوستلو سره ډېره مرسته وکړي." طالب چارواکي بیا وايي، خپلو ځواکونو ته په یونیفوروم جوړولو کار کوي. د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دا مهال هم چې یو شمېر طالب ځواکونه یونیفورم لري دا مؤقتي دي او دوی به خپلو بېلابېلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مختلف ډول یونیفورمونه جوړ کړي. مجاهد زیاتوي: "یونیفورم ضرور دی، انشاالله چې زموږ امنیتي ځواکونو به ټول یونیفورم ترتیب کړي، په دې باندې کار روان دی او دا اوسني چې ورنه استفاده کوو دا مؤقتي یونیفورمونه دي، ټول پنځه ارګانونه دي چې کیدای شي جوړ شي، خاص ځواکونه ځانګړي ځواکونه، عادي ځواکونه دي د اردو، امنیتي پولیس دي او د استخبارتو ځواکونه دي، جلا جلا کېدای شي یونیفورمونه ولري." خو ښاغلی مجاهد دا نه وايي چې طالب وسله وال به ټول کله په یونیفورم شي؟ پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو مخکې د ګوښه شوي جمهور رییس محمد اشرف غني حکومت، خپلو بېلابېلو امنیتي او دفاعي بنستونو ته ځانګړي یونیفورمونه درلودل. خو هغه مهال یاد یونیفورمونه په بازارونو کې هم موندل کېدل چې د وخت د حکومت وسله والو مخالفینو ترې په استفادې بېلابېل بریدونه هم کړي وو. ورسته بیا یو شمېر دا بازارونه د هغه مهال د حکومت له خوا وتړل شول. د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی مرستیال شاه محمود میاخېل د یو نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د یونیفورم درلودل مهم بولي، خو د کنټرول په مېکانېزم یې هم ټینګار کوي. دی وايي: "د یو نظام لپاره یونیفورم درلودل، په ځانګړي ډول امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره ډېر مهم دی، څکه چې ډسپلین رامنځته کوي، خو ستونزه په افغانستان کې دا ده چې دغه یونیفورمونه جعلي هم جوړېږي او خلک یې د بازار نه هم لاسته راوړلی شي نو له یونیفورم سره د هغې د کنټرول مېکانېزم هم ډېر مهم دی چې څوک ورنه سوً استفاده ونه کړي." د یادونې وړ ده چې تېر جمهوري نظام که څه هم خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ځانګړي یونیفورمونه درلودل، خو ډېر ځله د دغه یونیفورم د اغوستلو او ورنه د استفادې پر څرنګوالي نیوکې هم کېدې. په ځانګړي ډول د ټولنیزو رسنیو کار کوونکو به وخت په وخت په دې اړه لیکنې او تصویرونه خپرول، خو دغه هېواد کې د مجاهدینو تر واکمنېدو دمخه یعنې له ۱۳۷۱ دمخه جمهوري نظام بیا د کابل ګارنیزیون پورې اړوند د ښاري انضباط په نوم ځانګړي ځواکونه درلودل چې د نظامیانو یونیفورم یې اغوستل او ورنه د استفادې ډسپلین او اصول یې کنټرولول. ان ډېر ځله لیدل شوي وو چې د انضباطانو له خوا د ښار په واټونو لوړ رتبه افسران هم د عسکري قانون او ډسپلین خلاف یونیفورم اغوستلو له امله درول شوي او سرغړونې یې ورته په ګوته شوې وې. ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:  

13.11.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د نجونو کرکټ؛ د کرکټ شورا: عملي اقداماتو ته سترګې په لار یو

د کرکټ نړیواله شورا وايي، که څه هم د افغانستان کرکټ بورډ ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې به د نجونو کرکټ دوام کوي خو وايي دا نړیواله اداره په دې برخه کې عملي اقداماتو ته سترګې په لاره ده.  سږکال د کرکټ په شل اوورېز نړیوال جام کې د افغانستان ګډون وروسته له هغه له خطر سره مخامخ شو چې طالب چارواکو وویل، د دوی حکومت به نجونو ته د کرکټ اجازه ورنه کړي.  د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې د دې شورا مشر جف الاردایس پرون، د لړم په ۲۱مه په دوبۍ کې خبریالانو ته وویل، افغان کرکټ بورډ دوی ته ویلي چې د نجونو کرکټ به دوام وکړي او زیاته یې کړه، دوی تراوسه په افغانستان کې د نجونو د کرکټ د بندیز نښې نښانې هم نه دي لیدلي.  ښاغلي الاردایس وویل، هدف دا دی چې په افغانستان کې نارینه او ښځو ته د کرکټ اجازه ورکړل شي او زیاته یې کړه، په افغانستان کې له بدلون وروسته د کرکټ نړیواله شورا په منظم ډول له افغان کرکټ بورډ سره په تماس کې وه. الاردایس وویل چې د وخت په تېرېدو سره به هرڅه معلوم شي.  د کرکټ د نړیوالې شورا رییس همدا راز وویل چې دا شورا به راتلونکې اوونۍ په خپله غونډه کې په افغانستان کې د کرکټ د وضعیت په اړه یو راپور ترلاسه کړي او د هغه په اساس به غور وکړي. 

13.11.2021 ازادي راډیو

یو کال بې داعي؛ لا یې هم قاتلین نه دي معلوم

په هلمند کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي د قتل یو کال پوره شو، خو لا یې هم عاملین نه دي موندل شوي. داعي چې کلونه یې په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال په توګه کار کاوه تېر کال د نومبر د میاشتې په دولسمه نېټه دده په موټر پورې د نښلول شوي بم چاودنې وواژه. یو شمېر هلمندیانو ازادي راډیو سره خبرو کې الیاس داعي د هلمند رسا غږ بللی او ویلي یې دي، د نوموړي تر مرګ وروسته د هلمند غږ خاموشه شوی. نور په دې راپور کې .

12.11.2021 ازادي راډیو

د نجلۍ ویډیو: طالبانو ووهلم،د ۱۱مې حوزې جنايي مدیر له ما غیرمشروع غوښتنه وکړه

په کابل کې یوه نجلۍ ادعا کوي چې د طالبانو د ۱۱مې حوزې امنیتي کسانو وهلې او رټلې ده. نوموړې خپل نوم او د کور کره پته یې نه ده معلومه وايي، ورور یې د مخکني جمهوري نظام پوځي و او طالبانو یې په دې پلمه د کور دروازه وټکوله چې له هغې سره شته وسله ور وسپاري. د دې په خبره، ورور یې کور کې نه و، طالبانو یې کور وپلټه او څه یې پیدا نه کړل، خو کله چې دې ور سره دلیل ووایه، په را کښلو راکښلو‌ یې تر یوولسمې حوزې یوړه او هلته یې وهلې او رټلې ده. نوموړې وویل: "کله یې چې زه حوزې ته یوړم، ډېر بحث یې را سره وکړ. ډېر بد چلند یې را سره وکړ. د ۱۱مې حوزې جنايي مدیر له ما غیر مشروع غوښتنه وکړه، کله چې ما رد کړه، ویې وهلم."  دا ویډیو یوه دقیقه او څلوېښت ثانیې ده او په کې یاده نجلۍ د خپل بدن هغه برخې هم ښيي چې د ده په خبره، طالبانو وهلې او داغونه یې پاتې دي. خو طالب چارواکي وايي، نظامیانو یې داسې کوم کار نه دی کړی. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي ازادي راډیو سره خبرو کې که څه هم دا ادعا پروپاګنډ او دسیسه وبلله، خو زیاته یې کړه، دوی حاضر دي چې دا قضیه په علني محکمه کې وڅېړل شي: "موږ په علني محکمه کې د دې دعوې ته تیار یوو چې دا قضیه په علني محکمه کې وڅېړل شي. که د دې قضیه ثابته شوه، هغه مجرم ته به سخته سزا ورکړل شي. " د یوولسمې حوزې د جنايي جرمونو پرضد د مبارزې مدیر مولوي محمد اسحاق هم د ځان پر وړاندې یوه دسیسه بولي او همدا خبره تکراروي چې دا قضیه په علني ډول وڅېړل شي. هغه په یوه ویډیو کې چې د کورنیو چارو وزارت خپور کړی د ځان په اړه سپیناوی کړی او وايي، دنده یې د خلکو د عزت ساتل دي، نه د خلکو بې عزتي. د طالبانو له واکمنېدو وروسته، نږدې هره ورځ د صحرایي محکمې، د طالب نظامیانو له‌خوا سره د تاوتریخوالي او بد چلند ورته ویډیوګانې خپرېږي، خو طالبان یې یا ردوي او یا هم وايي، دا کسان د دوی غړي نه دي. خو اندېښنه دلته را ولاړېږي چې له طالبانو پرته پر افغانستان څوک واکمن دي چې کولی شي له خلکو سره دا ډول بد چلند وکړي. نږدې میاشت وړاندې طالبانو د خپلو صفونو د تصفیې لپاره یوه کمېسیون جوړ کړ، څو هغه کسان چې خلک ځوروي او یا هم په وژنو، فساد او تعصب تورن دي، له خپلو لیکو وباسي او یې هم مجازات کړي، خو له هغې نېټې د دې ډول قضیو په شمېر کې کمی را نغی. موده وړاندې د ولسي جرګې د پخواني غړي الله‌ګل مجاهد ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو خپره شوه چې په کې طالب نظامیان هغه وهي او سپکې سپورې ورته وايي. د ویډیو له خپرېدو وروسته، د طالبانو کابینې د دې قضیې د څېړلو او عاملانو ته یې د سزا پرېکړه وکړه. خو یو شمېر ډېرې قضیې شته چې په کې عام افغانان په ورته ډول ځورول شوي، خو نه یې قضیې رسمي شوي او نه یې هم چا پوښتنه کړې.

12.11.2021 ازادي راډیو

پاکستان: نړۍ باید له افغانستان سره راکړه ورکړه زیاته کړي

اسلام اباد نن ( پنجشنبه) د ترویکا پلس په نوم د هېوادونو د غونډې کوربه و. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي او د افغانستان لپاره د امریکا، چین او روسیې ځانګړو استازو په دې غونډه کې برخه درلوده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې وویل نړۍ باید نه یوازې له طالبانو سره راکړه ورکړه وساتي بلکې زیاته یې کړي.

11.11.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې '۳۷ مرکزونه' تړل شوي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې په هېواد کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې ۳۷ مرکزونه تړل شوي دي. د دغو مرکزونو د فعاليت د درولو لامل د کافي تجهيزاتو نشتوالى او د معاشونو نه‌ورکول دي. د عامې روغتیا وزارت د خدماتو مرستیال عبدالباري عمر د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۲۰» ازادي راډیو ته وویل چې دغه مرکزونه مخکې د نړیوال بانک له‌خوا تمویل کېدل او اوس‌یې د فعالیت د بندولو امر ورته کړی دی. ښاغلي عمر پر نړیوال بانک او نړیوالو سازمانونو غږ وکړ چې د افغانستان روغتیايي سکټور دې په سیاسي چارو کې نه‌ښکېلوي. ښاغلی عمر زیاتوي: "روغتونونه له نږدې څلورو میاشتو راهیسې نه‌دي تمویل شوي. د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې، د نړیوال بانک له‌خوا ۳۷ روغتونونه تړل شوي او کارمندانو ته ویل شوي چې کار ته لاړ نه‌شي چې دا کېدای شي د یو بشري ناورین لامل شي." د ښاغلي عمر په وینا، د نړیوال بانک له ژمنو سره سم به تر ۲۰۲۴ کال پورې دغه بانک د افغانستان له روغتیايي سکټور سره مالي مرسته کوله، خو د سیاسي تحولاتو له امله په افغانستان کې د دغه بانک فعالیتونه ودرېدل. تر دې مخکې د دغه بانک مشر ډېوېډ مالپس د دوشنبې په ورځ د سلواغې په ۱۷مه نېټه د ستراتېژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز کې وویل، فکر نه‌کوي چې د افغانستان د اقتصاد له بشپړ سقوط وروسته به په دغه هېواد کې د نړیوال بانک مأموریت بیا پیل شي. که څه هم ښاغلی مالپس ډاډ ورکوي چې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې او ملګرو ملتونو له لارې به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، خو دا د افغانستان د مخ پر ځوړ اقتصاد لپاره ښه خبر نه‌دی. په افغانستان کې د ډېرو پروژو د تمویل سربېره، نړیوال بانک د افغانستان د روغتیایي نظام یو له سترو مالي مرسته کوونکو څخه و چې د بودجې نږدې ۸۰ سلنه‌یې ورکوله. دا په داسې حال کې ده چې د هوا په سړېدو سره د کرونا ویروس د څلورمې څپې د خپرېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د هرات اوسېدونکی احمد شاه رحماني وايي، د تره زوی یې په دې وروستیو کې د کرونا په ویروس اخته شوی دی. د هغه په وينا، کرونا د پخوا په څېر جدي نه‌بلل کېږی. احمد شاه وايي چې له یوې خوا کرونا ناروغان ځانونه نه‌قرنطین کوي او له بلې خوا که د ناروغ وضعیت نور هم خراب شي، د 'کووېډ-۱۹' په روغتونونو کې د پخوا په څېر ورته پاملرنه نه‌کېږي. دا وايي: "زما د تره زوی په کرونا اخته شوی دی، په روغتون کې کافي تجهیزات نه‌شته چې د هغه سمه درملنه وکړي، موږ د اسلامي امارت له مسؤلینو غوښتنه کوو چې دې چارې ته پاملرنه وکړي." په همدې حال کې، د افغان-جاپان روغتون چې په کابل کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې یو له سترو مرکزونو څخه دی او د نړیوال بانک له‌خوا تمویلېده، اوس‌مهال په خراب حالت کې دی. د ياد روغتون کارکوونکو له تېرو درېيو ورځو راهيسې د معاشونو د نه‌ورکړې او د وسايلو د نشتوالي له امله اعتصاب کړى دى. د دغه روغتون مشر معالج ډاکتر طارق احمد اکبري ازادي راډیو ته وویل، که غوښتنې یې ونه‌منل شي، اعتصاب به وغځوي. ډاکتر اکبري وايي: "د معاشونو او د تجهیزاتو د نشتوالي له امله او په داسې حال کې چې د کرونا ویروس د قضیو شمېر ورځ بلې ته د زیاتېدو په حال کې دی، موږ کاري اعتصاب کړی دی. اوس‌مهال یوازې (او پي ډي) او زموږ د سمپل اخیستو لابراتوار په اعتصاب کې دي. نن یوه بله برخه هم کېدای شي زموږ د کاري اعتصاب سره یوځای شي او د شنبې په ورځ به عمومي اعتصاب وکړو." دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت له ژمنو سره سره بیا هم د کرونا ضد واکسین د تطبیق بهیر نه‌دی پیل شوی. د روغتیا نړیوال سازمان مخکې خبرداری ورکړی و چې ممکن واکسینونه خراب شي. د دغه سازمان په رسمي وېب‌پاڼه کې د خپرو شویو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له ۳مې څخه د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر تر ۱۰مې پورې په افغانستان کې ۱۵۶ زره او ۳۶۵ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې ۷،۲۹۰ کسان مړه شوي دي.

11.11.2021 ازادي راډیو

ځینې زده کوونکې: کلنیو ازموینو ته لږې ورځې پاتې خو لا هم بې برخلیکه یو

طالبانو ژمنه کړې وه چې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د زده کړې لپاره خوندي چاپیریال رامنځته کوي، خو ښايي د دوی په خوښه د نجونو لپاره د زده کړو خوندي چاپیریال نه وي برابر شوی ځکه خو لا هم د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلي دي. که څه هم په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو د دغه پرېکړې پر وړاندې لاریونونه وشول او په نړیواله کچه دا موضوع وغندل شوه، خو طالبانو لا هم اجازه نه ده ورکړې. د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکې وايي،کلنیو ازموینو ته بیخې د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، خو د ښوونځيو د خلاصېدو په اړه هېڅ خبر نشته او دوی په دې برخه کې هماغسې بې سرنوشته دي. د بدخشان اوسېدونکې بې نظیر چې د ښوونځي د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده وايي، اوس مهال د زده کړو له اساسي حق بې برخې ده او نه پوهېږي چې د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره چاته مراجعه وکړي. نوموړې زیاتوي: "له کومه وخته چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی، له هماغه ورځې يې له موږ د زده کړو حق واخېست، د هرې ورځې په تېرېدو په دې اړه زموږ اندېښنې لاپسې زیاتیږي، ځکه ښوونځي ته د نه پرېښودو له امله موږ ورځ تربلې نهیلي کېږو او هره ورځ په دې اړه شکایتونه ډېریږي خو نه پوهیږو چاته ورشو چې زموږ دا ستونزه حل کړي." هغه د طالبانو له حکومته غواړي چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي. د کابل اوسېدونکې طیبه چې د دولسم ټولګې زده کوونکې ده وايي، که سږ کال له کلنیو ازموینو پاتې شوه نو د کانکور په ازموینه کې به یو کال شاته شي: "موږ د بې سرنوشتې په یوه مرحله کې قرار لرو، که سږ کال ونه توانیږو د کانکور په ازموینه کې برخه واخلو نو زموږ یو کال خواري په سیند لاهو کېږي، نو ځکه موږ ډېر اندېښمن یو، که ازموینې هم پیل شي له تېرو څلورو نیمو میاشتو راپه ديخوا مو هېڅ درس نه دی ویلی نه پوهېږو چې د څه شي په اړه ازموینه ورکړو؟" دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړې بهیر ته جدي پاملرنه وکړي، خو دا غوښتنه نړیوالې ټولنې بار-بار له طالبانو کړې خو پایله يې نه ده ورکړې. دا په داسې حال کې ده چې تازه له هراته راپورونه خپاره شوي چې په دغه ولایت کې له شپږم ټولګیو پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شوي خو د دغه بهیر د څرنګوالي په اړه طالبان څه نه وايي. په همدې حال کې د ښځو د حقونو فعالانې هم له زده کړو د نجونو د محرومېدو په اړه اندېښمنې دي. زرقا یفتلي چې د ښځو او ماشومانو د حقونو د یو تحقیقاتي بنسټ رییسه ده وايي، د طالبانو له لوري له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو تړلو سره یو وار بیا اندېښنې راپورته شوي چې دغه ډله به له دې چارې سره د خپل تېر نظام په شان برخورد وکړي. نوموړې وايي: " شل کاله وړاندې چې کله طالبانو افغانستان ونیوه هغه مهال هم دنجونو په زده کړو بندیز ولګېده، کله چې د ازموینو وخت نږدې شو طالبانو اعلامیه خپره کړه چې نجونو ته دې یو لوړو ټولګیو ته یو کال ارتقا ورکړل شي، که څه هم هغه وخت طالبانو ژمنه کوله چې یو میاشت وروسته یا دوه میاشتې وروسته دا ستونزه حلوي خو کلونه تېر شول او دوی د نجونو ښوونځيو ته د پرانستل کېدو اجازه ورنکړه." خو طالبان وايي چې لا هم له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د زده کړو د پیل په اړه پرېکړه نه ده شوې. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني ازادي راډيو ته وویل: "تر اوسه د معارف وزارت له لوري په دې اړه کومه پرېکړه وروستۍ شوې نه ده." طالبانو له دې وړاندې ژمنه کړې وه چې نجونو ته به د زده کړو خوندې چاپیریال رامنځته کوي، خو پر افغانستان د طالبانو د بشپړې واکمنۍ نه نږدې درې میاشتې تیريږي په دې اړه لا هم کوم اقدام نه شوی، ان تر دې دې چې د دولت ښځینه کارکونکو ته هم تر دې دمه د کار کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.

11.11.2021 ازادي راډیو

د مخدر موادو او د کوکنارو د کښت د مخنیوي په برخه کې څه بدلون راغلی؟

پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنیدو مخکې تل له نشه اي موادو سره د مبارزې په خاطر د میلیونونو ډالرو د لګښت خبره کیده خو دا نیوکې کیدې چې دا هڅې لکه څرنګه چې پکار دي هغسې اغیزمنې نه دي. اوس طالبانو ویلي دي چې د مخدر موادو او د کوکنار د کښت د مخنیوي په اړه جدي دي. ستاسو په نظر په دې برخه کې څه بدلون راغلی دی؟ لومړی دا مستند وګورئ چې پخوا پژواک ازادي راډیو ته چمتو کړی و بیا د کامنټونو په برخه کې خپل ځوابونه راته ولیکئ.

09.11.2021 ازادي راډیو

افغانستان کې د کرونا ډېرېدونکې پېښې؛ که مرستې ونه‌شي، ستر 'انساني ناورین' به راشي

په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' له روغتونونو سره د بهرنیو مرستو په پرې کېدو، د طالبانو عامې روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو خبر ورکوي.  د دغه وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو برخې مرستیال عبدالباري عمري د سې شنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۱۸» ازادي راډیو سره په خبرو، کې له مرسته کونکو مؤسسو وغوښتل چې په دې برخه کې مرسته وکړي. ښاغلی عمري زیاتوي: ​"په افغانستان کې د کرونا پېښې مخ په زیاتېدو دي او وضعیت د اندېښنې وړ دی. په تېرو ۱۰ ورځو کې ۶۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې شمېر۳۰ تنه مړه شوي دي. دا یو ډېر اوچت ګراف دی." ښاغلي عمري خبرداری ورکړ، که نړیوالې مرسته کوونکې ادارې همکاري ونه‌کړي، یو ستر انساني ناورین به رامنځته شي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو په ډېرېدو سره د 'کووېډ-۱۹' روغتیایي مرکزونو ځیني مسؤلان په یادو مرکزونو کې د ناروغانو د درملنې لپاره د تجهیزاتو او امکاناتو د کموالي خبر ورکوي.   افغان-جاپان روغتون په کابل کې د 'کووېډ-۱۹' تر ټولو لوی روغتون دی چې دوه کاله مخکې یې د کرونا ویروس په خپرېدو سره فعالیت پیل کړ.   د یاد روغتون رئیس زلمی رېښتین له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو خبره تأییدوي او وایي، په دغه روغتون کې د ناروغانو د درملنې لپاره کافي امکانات نه‌شته. ښاغلی رېښتین وايي: ​"په روغتون کې د ناروغانو شمېر مخ په ډېرېدو دی، هره ورځ یو کس او په هره اوونی کې شپږ نفره دلته مري، امکانات مو کم دي، درمل او تجهیزات نه‌شته. که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو کېدای شي د ناروغانو شمېر ډېر شي."  ښاغلي رېښتین دا هم وویل چې ډېری ناروغان د امکاناتو د نشتوالي له امله دې روغتون ته مراجعه نه‌کوي. د اوونۍ په جریان کې د افغان-جاپان روغتون کارکوونکو ازادي راډیو ته د یو برېښنالیک په استولو سره دوی ته د معاشونو د نه‌ورکړې له امله خپلې ستونزې شریکې کړې وې. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو بر بنسټ، وړاندې تر دې نړیوال بانک په افغانستان کې 'کووېډ-۱۹' له روغتونونو سره مالي مرسته کوله، خو د مسؤلانو په خبره پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په پیل سره‌یې دا مرستې درولې دي. دا مسؤلان ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' روغتونونو د مالي ستونزو د حل لپاره د بهرنیو مؤسسو د همکارۍ د جلب لپاره هڅې کوي.   د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۰ کال له جنورۍ بیا د ۲۰۲۱ کال د نومبر تر اتمې نېټې پورې په افغانستان کې د 'کووېډ-۱۹' یو لک و ۵۶ زره مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې له دې شمېر څه باندې اووه زره او ۲۰۰ تنه مړه شوي وو.   خو تر یادې نېټې وروسته بیا رسمي شمېرې نه‌دي شریکې شوي.

09.11.2021 ازادي راډیو

سوریايي بې ځایه شوې کډواله: غواړم مشهوره فیشن ډیزاینره شم

په سوریه کې د جګړو له کبله د یوې هغه بېځایه شوې کډواله ښځه چې اوس د جامو طراحه ده د خپلې کورنۍ مالي چارې پر مخ وړي.   اته دېرش کلنه سمر مغربي د څلورو کوچنیانو مور ده، نوموړې وايي: "زما هدف دا دی چې یو مشهوره فیشن ډیزاینره شم او د یوې داسې ښځې په توګه چې ماتې نه مني، د خپل هېواد نوم روښانه کړم."   تر کلونو سختیو وروسته، مغربي اوس هره ورځ په خپل سالون کې کار کوي، چېرته چې دا جامې ډیزاینوي. په دې کار سره دا د خپلې کورنۍ مصارف هم پوره کوي.    مغربي په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د سوریې په دمشق کې د جګړې له کبله له خپله کوره بې ځایه شوه.    مغربي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې هغه مهال د دې د مېړه مخې ته د هغه ورور ووژل شو او دې پيښې د دې مېړه په ذهني ناروغۍ اخته کړ.   دا وايي چې له همدې کبله یې مېړه ناروغ شو او خپل کار ته یې دوام نه شو ورکولی، خو دې هیله له لاسه ورنه کړه او پرېکړه یې وکړه چې خپلې ستونزې به په فرصتونو بدلې کړي.   مغربي غوښتل چې یو ځای وظیفه تر لاسه کړي او لومړی یې د خپلو کوچنیانو په ښوونځي کې کار پیل کړ چې هغوی ته نېږدې پاتې شي. وروسته یې اوبدل پیل کړل او د خپلو مهارتونو د ښه کولو لپاره یې د یوې خیریه موسسې سره کورس بشپړ کړ.   دوه کاله مخکې، مغربي د کالو ګنډلو خپل سالون جوړ کړ. دا د خلکو جامې ګنډي، خپل ډیزاینونه جوړوي او نورو ته ګنډل ور زده کوي. 

09.11.2021 ازادي راډیو

د یوې معلولې بحرینۍ ښځې کیسه؛ شیخه الشېبه ورزش کې ښه ځلېدلې

اوس هم د یوې داسې بحرینۍ ښځې کیسه چې یو لاس یې د سرطان له ناروغۍ پرې شوی، خو دې له ژونده لاس نه دی اخېستی او د یوې مسلکي ورزشکارې په توګه ځلېدلې ده.   شیخه الشېبه د ۱۸ میاشتو وه چې د سرطان په ناروغۍ اخته شوه. د دې ناروغۍ د مخنیوي په خاطر یې ډاکټرانو ښی لاس قطع کړ.   خو دې غمیزې یې د ورزشي سفر او په سپورټي سیالیو کې د ګډون مخه ونه نیوله.   شېبه چې اوس ۳۸ کلنه ده وايي، په دومره کم عمر کې يې د لاس قطع کېدل "اسانه نه وو"، خو دې له ژونده لاس وانه خېست.   هغې زیاته کړه: "کله چې زه اتم ټولګي ته لاړم، ما پرېکړه وکړه چې ځان په همدې بڼه ومنم."  شېبه رویټرز خبري اژانس ته ویلي: "زما لاس قطع شو. په حقيقت کې، زه بایلونکې نه وم. ما په ژوند کې هر څه د اتلسو میاشتو په عمر کې د خپل لاس د پرې کېدلو وروسته ترلاسه کړل. " شېبه په ۲۰۱۶میلادي کې د کراس فټ په ډګر کې خپل ورزشي سفر پیل کړ او د سپارتان په نوم تر خنډونو د تېرېدو په سیالیو کې يې ګډون وکړ. وروسته یې د ایرنمن په نوم سیالیو کې هم ګډون وکړ. په ایرنمن سیالیو کې ۱.۹ کیلومتره لامبو، ۹۰ کیلومتره د بایسکل ځغلونه او ۲۱ کیلومتره ځغاستې شاملې دي.   شېبه چې اوس یوه مسلکي ورزشکاره ده، د ځغاستې په ایرنمن سیالیو کې ګډون کوي او هره ورځ په جېم کې تمرین کوي.  

09.11.2021 ازادي راډیو

طالبان: نړیوال بانک د هغو روغتونونو ملاتړ درولی چې کرونا برخې ته یې کار کاوه

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، نړیوال بانک د روان زېږدیز کال له نوومبر میاشتې راهیسې له هغو روغتونونو خپل مالي ملاتړ درولی کوم چې د کووېډ-۱۹ په برخه کې یې کار کاوه. د دغه وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د برخې مرستیال ډاکټرعبدالباري عمري وايي، له دې امله د کووېډ-۱۹ د درملنې ۳۷ روغتنونونه او روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي. مخکې تردې په کابل کې د افغان جاپان روغتون کار کوونکو هم ازادي راډیو ته په یو لیک کې ویلي و چې د څو میاشتو معاشونه یې نه دي اخیستي. د ازادي راډیو خبریال په دې اړه له ښاغلي عمر سره مرکه کړې او په سر کې یې د نړیوال بانک د نه ملاتړ له امله د روان وضعیت په اړه ترې پوښتلي دي. دا مرکه د لاندې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:

09.11.2021 ازادي راډیو

د غوره ژوند په لټه، ګڼ پناه غوښتونکي پر لار مري

د سربیا په یوه هدیره کې هغه پناه غوښتونکي ښخ دي، چې غوښتل یې ځانونه اروپا ته ورسوي. دوی د بېلابېلو دلایلو له مخې پر لار مړه شوي دي. د سربیا چارواکو په وروستیو کلونو کې د لسګونو پناه غوښتونکو مړینه تایید کړې ده. نور په دې راپور کې وګورئ

06.11.2021 ازادي راډیو

اوچا: د بشري مرستو رسولو کې د افغان ښځو ونډه د افغانستان ۱۴ ولایتونو ته لوړه شوه

په افغانستان کې د ښځو د نه‌فعالیت او د هغوی د هدفي وژنو په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي، خو د دې اندېښنو سره سره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان په اکثره ولایتونو کې د بشري مرستو په چارو کې د ښځو د ونډې زیاتولو ته خوشبین ښکاري. دا اداره وايي چې دوی د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د بشري فعالیتونو په برخه کې د ښځو په پوره ونډه اخیستو بریالي شوي او له سیمه‌ییزو طالب چارواکو سره د هوکړې له مخې د هغو ښځو شمېر زیات شوی چې د بشري مرستو د رسولو په برخه کې کار کوي. د اوچا د راپور پر بنسټ، د هغه ولایتونو شمېر چې د بشري مرستو په رسولو کې د ښځو د ونډې او فعاليت د تأمين اړوند هوکړه په‌کې شوې وه له درېيو څخه ۱۴ ته لوړ شوى دى او په دې برخه کې د پرمختګ لړۍ نوره هم دوام لري. د دغې ادارې د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: "له تېرو دوه نیمو میاشتو راهیسې «OCHA» په ټولو ولایتونو کې د چارواکو سره په کار کولو بوخت ده ترڅو په بشردوستانه عملیاتو کې د ښځو بشپړ او بې‌خنډه ګډون ډاډمن کړي. د سپټمبر له دوهمې څخه د اکټوبر تر ۲۸مې پورې، د هغو ولایتونو شمېر چې د ښځو د ونډې په اړه بشپړ توافق په‌کې حاصل شوی و، له ۳ څخه ۱۴ ته لوړ شوی دی. د دغو هوکړو نیمایي یې په تېرو دوو اوونیو کې تضمین شوي دي. همدارنګه د هغو ولایتونو شمېر چې په‌کې جزئي توافق تضمین شوی، شمېر یې له ۱۶ څخه ۱۹ ولایتونو ته لوړ شوی دی." دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ ناوخته یو راپور خپور کړ چې د بشري مرستو په برخه کې په ځانګړې توګه پر ښځو د بندیزونو په اړه اندېښنه او نیوکه کوي. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د برخې مشرې هیدر بار ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د بشري مرستو رسولو اړوند برخو کې د ښځو د کار کولو مخه نیول د بشري مرستو مخه نیسي، په ځانګړې توګه هغه نجونو او ښځو لپاره چې د کورنیو مشري کوي. اغلې بار زیاتوي: "د ښځینه مرستندویه کارکوونکو پر وړاندې د طالبانو سخت محدودیتونه افغانانو ته، په ځانګړې توګه ښځو، نجونو او د کورنیو مشرانو ته د حیاتي مرستو د رسولو مخه نیسي. ښځینه مرسته رسوونکو ته اجازه ورکول چې پرته له کوم محدودیت څخه خپل کار ترسره کړي، د سازمانونو یا تمویل کوونکو لپاره د بشردوستانه مرستو رسولو لپاره کوم شرط نه‌دی، بلکې د مرستو رسولو په برخه کې یوه عملیاتي اړتیا ده." په همدې حال کې یو شمېر ښځینه فعالانې چې تر ډېره په بشري برخه کې کار کوي وايي چې دا مهال خپل کارونه په پټه مخې ته وړي. د پروان ولایت د ښځو د حقونو یوه فعاله عارفه فاطمي وايي: "د هغو ښځو شمېر چې په بشري چارو کې يې مرسته کول، له‌منځه تللی دی، په دې معنی چې مرستې رسوونکي يوازې باید نارينه وي. موږ کوم فعالیت نه‌لرو. ښځې په کورونو کې ناستې دي. يوازې ښځې په روغتيايي برخه کې لږ او کم فعالیت لري." په هرات کې یوه بله مېرمن زهرا محمدي وايي: "د هغو ښځو له ډلې چې له ما سره کار کوي، اوس ټول په پټه کار کوو، موږ بهر کې د کار کولو اجازه نه‌لرو. یوه ورځ وړاندې مو د ژمني جامو مرسته کولو یو پروګرام درلود، خو اجازه رانه‌کړل شوه. موږ ته خبرداری راکړل شو، د بشري فعالیتونو په برخه کې موږ ته د کار کولو اجازه نه‌شته." خو د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي: "موږ د ښځو د کار نه‌کولو او نه‌پرېښودلو مسئله چې ځینو بنسټونو یې ادعا کړې، نه‌تأییدوو. په هغو سیمو کې چې د ښځو فعالیتونه اړین وي، کومه ستونزه نه‌شته. د ښځو فعالیتونه به په هر سکټور کې په یوه چوکاټ کې تنظیم شي." طالبان د بشري حقونو د سازمانونو هغه انتقادونه ردوي چې د دې ډلې له‌خوا ښځو ته د بشري حقونو په برخه کې د کار کولو اجازه نه‌ورکول کېږي، کوم چې د بشري حقونو د څار سازمان د راپور په یوه برخه کې راغلې چې د طالبانو هغه قوانین چې اکثره ښځې د مرستندویه کارکوونکو په توګه له کار کولو منع کوي، په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې زیاتوي. راپور زیاتوي چې په بادغیس ولایت کې طالبانو هغو ښځو ته اجازه نه‌ده ورکړې چې د بشري مرستو رسولو په برخه کې یې کار کاوه. په نورو دوو ولایتونو بامیان او دایکنډي کې بیا طالبانو ویلي چې ښځینه مرستندویه کار کوونکو ته یوازې د خلکو د اړتیاوو په اړه د معلوماتو راټولولو او ارزولو په برخه کې د کار کولو اجازه ورکول کېږي. په ۱۶ نورو ولایتونو کې بیا طالبانو ویلي چې د ښځینه مرستندویه کارکوونکو سره له دفتره بهر یو نارینه محرم باید وي. په ۱۱ ولایتونو کې ښځینه مرستندویه کارکوونکو ته یوازې د روغتیا او تعلیم په پروګرامونو کې د کار کولو اجازه ورکول کېږي، مګر دوی یې د بشري مرستو په نورو برخو لکه د خوړو وېش او نورو اړتیاوو څخه منع کړي دي.

05.11.2021 ازادي راډیو

بايډن ته د کانګرس ښځینه غړو لیک: د افغان ښځو د حقونو لپاره پر طالبانو فشار راوړئ

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغان مېرمنو د وروستي وضعیت په اړه د متحده ایالاتو د ښځینه سناتورانو لومړنۍ ډله‌ییزه عدالت غوښتنه. امریکایي ښځینه سناتورانو له ولسمشر جو بایډن غوښتي چې د افغان ښځو د حقونو لپاره دې پر طالبانو فشار راوړي. د امریکا د کانګرس د دواړو ګوندونو شااوخوا ۲۵ ښځینه مطرحو سناتورانو د پنجشنبې په ورځ د یو ګډ لیک په لیکلو له ولسمشر جو بایډن غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو د وروستي ناسم وضعیت لپاره دې یو پلان جوړ کړي چې له مخې یې د دغو افغان ښځو ستونزو ته رسېدنه وشي. د دې ډلې مشري چې سناتوره شیلي کمپیټو او ډیان فنسټېن کوي، دغه لیک کې ولسمشر بایډن ته خپلې اندېښنې شریکې کړي چې د افغان مېرمنو لاستې لاوړنې د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخ دي او دوی د خوندي کولو لپاه باید یو بین‌السازماني پلان جوړ کړي. د دې لیک په یوه برخه کې راغلي: "د (افغان مېرمنو او نجونو) د ساتنې لپاره د مشروع افغان حکومت او نظامي ځواکونو نشتوالی، ښځې او نجونې اوس د طالبانو د رژیم د وحشت، ګوښه کولو او د ژوند او ازادۍ څخه د انکار له امله له ګواښ سره مخ دي. د طالبانو هغه مشران چې ژمنه‌یې کړې وه چې د نوي حکومت په چوکاټ کې به له ښځو سره ښه چلند کېږي، په دې ژمنو عمل نه‌کوي. ښځې د هدفي وهلو او وژنو قرباني شوي او د نارینه سرپرست پرته له کوره د وتلو اجازه نه‌لري." په دې لیک کې د افغان نجونو او ښځو له تعلیم او دندو د بې‌برخې ګرځولو باندې هم ټینګار شوی دی. د ښځو د حقونو یو شمېر افغان فعالینې په نړیواله کچه په ځانګړې توګه د امریکا له لوري د دې ډول څرګندونو او کړنو هرکلی کوي او وایي چې دا مهال افغان نجونې او ښځې تر بل هر وخت ملاتړ او عدالت غوښتنې ته اړتیا لري. له دې ډلې د ښځو د حقونو او مدني فعالې زرمینې کاکړ ازادي راډیو سره خبرو کې وویل: "د ټولو افغان مېرمنو ستونزې اوس تر پخوا لا زیاتې شوې دي، اکثریته افغان مېرمنې دا مهال د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي او د یو ناڅرګند برخلیک په لور د حرکت په حال کې دي، زه فکر کوم د امریکایي سناتورانو دا اقدام به د افغان مېرمنو لپاره ښه زېری وي او زه‌یې مثبت ګام بولم." دغو ۲۴ امریکایي سناتورانو د افغان مېرمنو د هغو لاسته راوړنو یادونه هم کړې چې تېر کال راپور شوې دي. دوی لیکلي: "له افغانستان څخه د امریکا وتل د افغان ښځو او نجونو لپاره لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ کړي، ښځو د پوهنتونونو درجې ترلاسه کړې، د کار ځواک سره یوځای شوي او د افغانستان په عامه ژوند کې یې برخه اخیستې. تېر کال د اټکل له مخې ۳،۵ ملیونه نجونې په ښوونځیو کې وې، ۱۰۰ زره ښځینه محصلینې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې شاملې وې. ښځو په سوداګرۍ او حکومت کې برخه درلوده، تېر کال د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې راپور ورکړ چې څه باندې ۱،۰۰۰ ښځینه متشبثې فعالیت کوي همداراز  ښځې د افغان حکومت په لوړو څوکیو ټاکل شوې وې." امریکایي سناتورانو داسې مهال دا اندېښنې مطرح کړي چې په دې وروستیو کې په ځینو ولایتونو کې د طالبانو له لوري د ښځو د ژوند د ګواښلو او ان د وژنو راپورونه ورکړل شوي دي. همدارنګه په دې وروستیو کې له دندو او زده‌کړو د ښځو او نجونو بې‌برخې ګرځول بل هغه څه دي چې په کور دننه او بهر یې پر طالبانو ګڼې نیوکې راپارولې دي. خو طالبان بیا دا ردوي چې د دوی له لوري دې افغان ښځو او نجونو ته ګواښونه او ستونزې موجودې وي. د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې دوی د ښځو ټولو حقونو ته د هېواد د ملي ګټو او اسلامي شریعت له مخې ژمن دي. خو ښاغلی کریمي وایي نړیواله ټولنه او امریکایي چارواکي باید له دوی سره د احتمالي ستونزو د حل لپاره رسمي او مستقیم مذاکرات وکړي او د هغې لپاره د دوی د حکومت په رسمیت پېژندل اړین دي. دی زیاتوي: "په دې اړه باید ووایم چې د هغو تجربو پر ځای چې په تېرو ۲۰ کلونو کې نتیجه نه‌ده ورکړې او ناکامه نسخې وې، باید مفاهمې او ډیالوګ ته مخه شي، له اسلامي امارت سره تفاهم وشي، اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شي، تر څو اسلامي امارت د یو مسؤل جهت په توګه له هغو هېوادونو سره چې له دوی غوښتنې لري په رسمي او مستقیم ډول مکالمه او مذاکره وکړي چې د احتمالي ستونزو او کړاوونو مخه ونیول شي او بالاخره له‌منځه یوړل شي." دا په داسې حال کې ده چې د افغان ښځو د حقونو او ازادیو لپاره په افغانستان کې دننه هم څو ځلې د افغان مېرمنو له لوري لاریونونه او اعتراضونه شوي، خو تر دې دمه‌یې کومه محسوسه پایله نه‌ده ورکړې.

05.11.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more