شاته

د ښځو په اړه د طالبانو د مشر فرمان، نوي موضوعات که د زړو قوانینو تکرار؟

د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده فرمان له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی.

ځینو یې ملاتړ کړی او ځینې نور بیا وايي، هغه چې اړین مسایل دي، په دې فرمان کې یې هېڅ یادونه نه ده شوې.

د بشري حقونو د څار سازمان وروسته چې پرون یې د دې فرمان منځ‌پانګه تکراري وبلله، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم په دې اړه خپل لیدلوری بیان کړی.

ټام وېسټ په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: "دا فرمان چې د یوې ښځې حق تقویه کوي، څو خپله وټاکي چې له چا سره واده کوي، ترې هرکلی کوم. "

خو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زیاتوي، د افغان ټولنې په هره برخه لکه زده‌کړې، کار، سیاست او رسنیو کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره لا ډېر څه ته اړتیا شته.

د طالبانو د مشر په فرمان کې له نکاح، مهر او میراث پرته، د ښځو د نورو بنسټیزو حقونو یادونه نه ده شوې، هغه څه چې ټام وېسټ د طالبانو حکومت ته ور په ګوته کړي.

له بلې خوا د ښځو د حقونو ملاتړې او یو شمېر ښځې هم وايي، د طالبانو د مشر فرمان یوازې د نجونو او ښځو لپاره پر واده کولو کولو متمرکز دی، داسې مهال چې د ټولو لپاره واده لومړیتوب نه دی.

له دوی یوې نرګس احمدزۍ ازادي راډیو ته وویل: "هیله او غوښتنه مو له طالبانو دا ده چې موږ ته دې د زده‌کړې، کار او خدمت کولو حق را کړي، هغه حق چې دوی له موږ اخیستی. نه دا چې موږ د واده یا ګډ ژوند تېرولو چارې را وښيي."

خو د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته وویل، په فرمان کې یاد شوي موضوعات د ښځو اساسي او شرعي حقوق دي او د دوی د زده‌کړو او کار حق د حکومت مسؤلیت دی چې دا ستونزې حل کړي.

د طالبانو د مشر په فرمان کې یوه بله مهمه مسله د نجونو د بلوغ ده، که څه هم په دې فرمان کې ترې یادونه شوې، خو د بلوغت سن ته کومه اشاره نه ده شوې.

د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد وویل، په فرمان کې یاد شوي موضوعات د ښځو اساسي او شرعي حقوق دي
د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد وویل، په فرمان کې یاد شوي موضوعات د ښځو اساسي او شرعي حقوق دي

د بشري حقونو فعاله سهیلا سحر وايي، د طالبانو حکومت دې ډول مسایلو ته جدي پام نه کوي: "هغه قوانین چې باید جوړ شوی وای او دوی پرې کار کړی وای، هغوی ته هېڅ پام نه کېږي. د ښځو بنسټیز حق د دوی ازادي ده. البته د ښځو ازادي چې دوی یې په غلط تعبیر کوي، هغه ډول نه."

خو داسې مهال چې طالبان د مخکني نظام قوانین نه مني، ازادي راډیو له دوی بلوغت ته د رسېدو په اړه د دوی لیدلوری وپوښت؟ خو ویاوندیانو یې له ژمنو سره-سره ځواب ورنه کړ.

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان ولسي جرګې د ماشومانو د حقونو د ملاتړ قانون چې یو له جنجالي هغو شمېرل کېده د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ په شلمه تصویب کړ.

د دې قانون پر بنسټ، یو هلک یا نجلۍ چې ۱۸ عمر پوره کړي، بالغ شمېرل کېږي.

د دې فرمان یو بل بحث د هغو موضوعاتو یادښت دی چې ډېر یې زاړه او پخواني بولي.

په دې معنی چې دا د پخواني حکومت په قوانینو کې هم را نغاړل شوي دي.

مخکني جمهوري نظام په ۱۳۸۸ کال کې په ۴ فصلونو او ۴۴ مادو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع کېدو قانون توشیح کړ چې په هغې د واده پرمهال د ښځو د رضایت، میراث او مهر سربېره، ټول هغه موارد شامل و چې د ښځو پر وړاندې یې د اوسنیو ستونزو مخه نیوله.

د وهل ټکولو، اجباري واده، جنسي ځورونې، تحقیر، ازار و اذیت، اجباري کار او ځینې نورو مسایلو جرم ګڼل د دې قانون له مهمو برخو و چې د ښځو د حقونو د فعالانو له پراخ ملاتړ برخمن و.

هاخوا په کابل کې یو شمېر ښځو چې غوښتل یې نن د طالبانو د نوي فرمان او تر خوا یې په تېرو سل ورځو کې د دوی په حکومت‌ولۍ کې د ښځو د ونډې په اړه غونډه وکړي، طالبانو د دې اعتراض اجازه نه ده ورکړې.

له دوی ځینو یې ازادي راډیو ته وویل، نږدې وه چې طالبان ورسره تاوتریخوالی وکړي.

طالبانو په دې اړه د ازادي رآډیو پوښتنې ځواب نه کړې.