شاته

د روغتیا نړیوال سازمان: د کرونا 'اومېکرون' بڼه د مړینو نه لامل کېږي

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبیلو ایچ او د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د 'اومېکرون' په نوم د کرونا ویروس نوې بڼه په ۳۸ هېوادونو کې موندل شوې ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان یوې چارواکې ماریا کرخوف په یوه خبري غونډه کې وویل، د کرونا په اومېکرون د اخته شوېو کسانو شمېر په زیاتېدو دی او راپورونه شته چې د کرونا دا ډول د نړۍ د ۶ سیمو په ۳۸ هېوادونو کې تشخیص شوي دي.

دې زیاته کړه، تر اوسه پورې شوې څېړنې ښيي چې د کرونا ویروس په پېښو کې زیاتوالی د دې ویروس د نوې بڼې له کبله راغلی دی، خو څه چې باید پرې پوهه شي دا دي چې ایا اومېکرون د کرونا تر ډېلټا بڼې زیاته خپرېدونې ده او که نه؟

روسیه کې خلک د کرونا ضد واکسین اخلي
روسیه کې خلک د کرونا ضد واکسین اخلي

د ماریا کرخوف په وینا ډېلټا بڼه لاهم په نړۍ کې زیاته ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان د روغتیايي لومړیتوبونو د پروګرام اجرايي رئیس ډاکټر مایک رایان وايي، په زغرده ښکاري چې دا ویروس په تیزۍ خپرېږي.

ماریا کرخوف بیا وايي، لا ډېر وختي دی چې معلومه کړي ایا د کرونا نوې بڼه یعنې اومېکرون د سختې ناروغۍ سبب کېږي او که نه؟

لومړني راپورونه ښيي، هغه محصلان چې په دې بڼه اخته شوي وو، اسانه پرې تېره شوه.

په دغو راپورونو کې څرګنده شوې وه چې دا ویروس ځوانان د زړو په شان نه کړوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، شواهد ښيي چې د کرونا دا بڼه چې لومړی پلا په جنوبي افریقا کې کشف شوه، کمزورې یا خفیفې نښې لري او د مړینې نه لامل کېږي.