شاته

ګڼو هېوادونو د کرونا ویروس د نوې بڼې د خپرېدو له بېرې خپلې پولې وتړلې

ګڼو هېوادونو د کرونا ویروس د نوې بڼې (اومېکرون) د خپرېدو له بېرې خپلې پولې تړلې دي. په دې اړه هم اندېښنې راپورته شوي چې شته واکسین څومره د دې نوې بڼې پر وړاندې ګټور دي.

په دې ویروس تر اوسه تر ۲۰ زیاتو هېوادونو کې ۵،۱۲۳ کسان اخته شوي.

هانګ کانګ او جاپان وايي چې دوی به پر سفر محدودیتونه پراخ کړي. په همدې حال کې په اسټرالیا کې د اومېکرون په نوم د کرونا ویروس نوې بڼې پېښې زیاتې شوې دي او دا وروسته له هغه چې لږ تر لږه دوو کسانو په داسې حال کې چې احتمالاً په دې ناروغي اخته وو، سیډني او نورو ځایونو ته سفر کړی وو.

د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو (CDC) ادارې د سې شنبې په ورځ د نومبر په ۳۰مه وویل چې امریکا د هوا له لارې له تلونکو ټولو مسافرو غواړي چې د کرونا ویروس منفي نتیجه دې وښیي.

د نویو اصولو له مخې په بشپړ ډول واکسین شوي کسان کولای شي درې ورځې مخکې ترلاسه کړې منفي نتیجه وښيي.

ارشیف، د امریکا د یوه هوايي ډګر په ترمینل کې مسافر چې له کرونا ویروس د ځان ساتنې لپاره‌یې ماسکونه کارولي
ارشیف، د امریکا د یوه هوايي ډګر په ترمینل کې مسافر چې له کرونا ویروس د ځان ساتنې لپاره‌یې ماسکونه کارولي

د راپورونو له مخې ګڼ نور هېوادونه هم د سفر په اړه یو شمېر محدودیتونه عملي کوي.

د کرونا ویروس د نوې بڼې په اړه ډېر معلومات نه‌شته چې تر اوسه په ۲۰ هېوادونو کې خلک ورباندې اخته شوي، خو په امریکا کې يې تر اوسه پېښې نه‌دي ثبت شوي.

په دې اړه هم معلومات نه‌شته چې دا ویروس څومره په چټکۍ خپرېږي، ایا نور کسان به جدي ناروغ کړي او ایا واکسین به‌يې مخه ونیولای شي کنه.

د روغتیا نړیوالو چارواکو د نومبر په ۳۰مه خلکو ته ډاډ ورکړ او له خلکو یې وغوښتل چې واکسین وکړي.

د بایوټیک شرکت اجرائیوي رئیس ویلي چې له فایزر شرکت سره په ګډه چې کوم واکسین جوړوي، ښايي د اومېکرون ناروغي د جدي ضرر مخه ونیسي.

د کرونا ویروس نوې بڼې اومېکرون په ټوله نړۍ کې د خطر زنګ ګڼل کېږي. دا ویروس لومړی ځل په جنوبي افریقا کې یوه اوونۍ وړاندې ثبت شوی وو.