شاته

د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو مؤسسه: نړیواله ټولنه دې افغان ښځې یوازې نه‌پرېږدي

د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو مؤسسې یو شمېر غړې وايي، نړۍ باید له افغان ښځو سره یو غږې شي او د حقونو د ټینګښت په برخه کې یې هڅې وکړي.

دوی د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د ليندۍ ۰۸» په کابل کې "د قران په رڼا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ختمول" په نوم خبري ناسته کې وويل، ښځې په افغانستان کې په داسې وضعیت کې دي چې تقریباً ټول حقونه‌یې ورنه اخیستل شوي دي.

د یادې مؤسسې مسؤلان وايي، د دغې ناستې به جوړولو سره له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغان ښځې روان وضعیت ته یوازې پرې نه‌ږدي.

د سولې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو مؤسسې اجرايي مسؤلې جمیله صافۍ ازادي راډیو ته وویل: "موږ غواړو چې په دې برخه کې توله نړۍ په ځانګړي ډول د جهان ښځې راپورته شي او د افغان ښځو ملاوې وروتړي، ځکه په داسې وضعیت کې دي چې ټول حقه حقونه‌یې ترې اخیستل شوي دي، دوی د کار حق نه‌لري، د زده‌کړو حق نه‌لري، ان دا حق نه‌لري چې د خپل واده په برخه کې رضایت څرګند کړي."

ارشيف، کابل کې د يو شمېر افغان مېرمنو اعتراض
ارشيف، کابل کې د يو شمېر افغان مېرمنو اعتراض

اغلې صافۍ د طالبانو په حکومت کې د ښځو سیاسي مشارکت هم مهم ګني وايي، دا حق هم اوس له افغان ښځو اخیستل شوی او دوی ته د سیاسي فعالیت اجازه نه‌ورکول کېږي.

دا خبري ناسته د هغه کمپاین په پنځمه ورځ چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت پیل شوی، په کابل کې جوړېږي.

دا کمپاین هر کال د نومبر په ۲۵مه نېټه په همدې هدف پیلېږي چې بیا ۱۶ ورځې دوام کوي.

دا اندېښنې داسې مهال دي چې طالبان بیا په خپل حکومت کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی نه‌مني.

د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ دا ردوو چې زموږ له‌خوا دې د کومې ښځې یا افغان په وړاندې تاوتریخوالی شوی وي، موږ د تاوتریخوالي مخه نیولې، زموږ محاکم او نورې ادارې په دې برخه کې ډېرې فعاله دي، که د ښځو پر وړاندې چېرې کوم تاوتریخوالی کېږي دوی یې مخه نیسي. بل کار او تعلیم دی هغه منع نه‌دی، بلکې یوې پروسې او پروسیجر ته په تمه یو."

مخکې تر دې طالبانو د ښځو اعتراضونو ته اجازه نه‌ده ورکړې او ان د راپورونو پر بنسټ پر وړاندې یې له تاوتریخوالي هم کار اخیستل شوی، ډېری ښځو ته د کار اجازه نه‌ده ورکړل شوې او تر شپږم ټولګي پورته نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې هم تړل شوي، هغه موضوعات چې نړیوال غبرګونونه‌یې هم له ځانه سره درلودل.

تازه د طالبانو د حکومت رئیس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند د شنبې د شپې په ماخوستن په خپله لومړنۍ وینا کې وویل چې طالبان د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دي او د زده‌کړو په برخه کې یې هم لازمې هڅې کوي.

د طالبانو حکومت رئيس‌الوزرا محمد حسن اخوند
د طالبانو حکومت رئيس‌الوزرا محمد حسن اخوند

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د بخښنې نړیوال سازمان د یوې اعلاميې په خپرولو سره د طالبانو په حکومت کې د ښځو د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو د له‌منځه تللو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دغه سازمان دغه‌شان یو انلاین عریضه هم خپره کړې او له خلکو یې غوښتي چې په لاسلیک سره‌یې د نړۍ له رهبرانو وغواړي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره پر طالبانو فشار راوړي.