شعرونه
زه او ملا
ستا په ژوند هغه، زما دا قبوله ستا دې وي ستا؛ زما، زما قبوله ستا خپله خوښه ده که ژاړې، خاندې ما ته خندا، خپله ژړا قبوله زه یې نسیا نه غواړم، نقد يې غواړم که ته نسیا خوښی، نسیا قبوله که ته جنت غواړي په بله دنیا ستا خپله خوښه اقتضا قبوله زما په دې دنیا جنت خوښیږي دا دې زما وي، هغه ستا قبوله چې هره ورځ جنت پر خلکو خرڅ شي هیچا ته نه ده، دا سودا قبوله زما لپاره د جنت خواست مکړه ما ته همدا ښکلې دنیا قبوله ته پوه شه، حورې او غلمان دې پوه شه
د ابا مېنه
ای زمـادابـامـېـنـي کلـه تـالــره درځـم د خـپـلـواو پردوجګړوله تـانه کــډه کــړم هــیـلـه اوغـــوښـتـنـه مـي داده ای الله چي په ژوند ئي یواربیاښادوکوکیاڼه ووینم ډېـــرودا ارمــــان وخــاروتــه یـــووړ ای زما ا رما نه زیارت ستـا به کلـه کـړم بڼ مي ئې ګلبڼ مي ئې زما دابـا مېني ته راته فردوس ئې رودونه دي کوثر وینم په زړه کي مي ئې تل نه مي هېرېږې ای زما (مأوا) چي درسـم تا له جـنتي سـم
خپله ګونا
دنیا د اوښکو فوارو اخیستې د ژوند خوښي رانه جګړو اخیستې داسې شېبه نشته له غم بېغمه د غم نړۍ مو په پیسو اخیستې ملامتیا ده زموږ خپله ټوله نامه مو خوشې د پردو اخیستې ژوند مو پخپله دوزخ کړی ځانته ځمکه اسمان مو په ګیلو اخیستې خپله ژوند نکړو، ننداره د ژوند کړو موږ تش مزه له نندارو اخیستی ناست یوو د بلې دنیا ژوند په تمه دلته د ژوند ارزو څو غلو اخیستی دومره ساده یوو چې هر وخت غولیږو ژوند ښېرازه مو افسانو اخیستې راځۍ په ګډه اوپاشي پرې وکړو د ب
مه غنده!
زه چي تا غندم او هم دي بولم ګـرم نـوبـولـم ځان پوه اوسیده مي ځان ستایم ویل کول سره رښتیاداسي توپیرلري ویـل وي ډېـرآسـانه کـول په ډېـرسـیتـم خپل عـیـب دوږو منځ دی په رښتیا دبل عـیب ته ژر ژرکاته سـي په هـردم خـپل ګرېوان ته به سرکښته وګورم لومړی سمه وم ځان، چي نوروته ګورم دنـورو عـیبـو تـه کتل ځان هـېرول (کـوري خـود بـیـنـأ مــردم) دا بــد ګـڼـم هـنداره به راواخلم پکښې به کم کتل ځـان بـه جــوړوم هـنـداره کلـه مـاته وم هـوښـیـاران سـمه وي ځـانـونه خ
بدلون
وخت له موږ غواړي خپل تقدیر بدل کړو د ژوند په اړه زوړ تفسیر بدل کړو وخت ځي پرمخ، موږه په شا روان یوو د وخت ملګري شو، مسیر بدل کړو چې وايي انسان سره اختیار، واک نشته دا د پېړیو وروست تعبیر بدل کړو چې په پېړیو يې خپل ولس دوکه کړ هغه اخوند، مفتي او پیر بدل کړو چې په جهاد سره فساد يې دود کړ دغه پلمه، ناره تکبیر بدل کړو تر ګیرې لاندې چې شیطان ګرځوي دغه پردی ملا خنزیر بدل کړو دود او سنت مو ژوند اسیر نېولی راځۍ تقدیر مو د اسیر بدل کړو د خرافاتو
ولې؟
دهېواد د مینې ساز وآواز دې راخراب کړ دتعلیم اوتربیې ستر چراغ دې راخراب کړ دهرچا غېږکې راڅرګند شوې رهبر شوې غټ شوې ستر شوې ولې تریخ مکدرشوې هره شپه هره ګړۍ شېبه دې شوه شب قدر هرچا ته منلی نه، یوازې خان ته ښاغلی معتبرشوې بوراګان دخپلې مینې نغمه سرا دی خو پرېشانه ته ولې دوطن په هستیو کې بې شجر شوې؟ سر دکلاوې درنه ورک شو په لافو شافو کې دملت ژبه در نه پا تې په ډاګه بې خبر شوې غرق شې! څومره لیونی په مقام دیوم البترشوې په هر لوری چې نظرکړم ميرویس خان رایا
دالله حکمت
محمدرسوالله ته رویباردالهي ووجبـرا ئیل د کلیم الله سرې خبري په طورکي کړې جلیل روح الله ته ئې ورکـړی تـوان د دعاء ګانو د مـړګي ناروغـی بې کی جوړبې قـالــوقـیـل ادم اوحواء دواړه بوتله جنتوته ئې خالق ګرم ئې په شیطان کــړه نو راکښتې کړه ذلیل یونس ئې کی غوړت په غټ کب دسمندر بیائې را ويستی له ګیډي دماهي روغوجمیـل ابـراهیم خلیل: نمرود لعین اورته واچـوه خـالق ئې کړو ګلـزار ورته نارد خـپـل خلیل یوسف ئې پخپل وړونوکـوهـي ته واچـاوه مـع العُـسٌـرِیُـسٌـرًا ئـې وښـوول و اسـ
سجده په میخانه کې
سجده په میخانه کې زموږ په برخه دي د غم خبرې د راکټونو او د بم خبرې سهار چې ویښ شم له نیمګړې خوبه اورم د ویر او د ماتم خبرې کوم تفاوت يي خاص په منځ کې نشته دي د طالب که د دوستم خبرې د جمعیتیانو منځ کې لا ګرمې دي د ستمیانو د ستم خبرې یو «نه منم» د ګلمرجان نه تنګ یوو بل امریکا د ځم، نه ځم خبرې که جنګ جګړه وي نو همدومره بس دی غواړو د سولې او سلم خبرې پس له پېړیو ملاجانه بس کړه د دوزخونو جهنم خبرې نور د غوږونو پردې یو نه لرو پریږده د
جهاد او فساد
د جهاد او د فساد تر منځ فرق څه دی؟ کوم دلیل باندې جهاد تر فساد ښه دی ما چې دواړه څلویښت کاله پرتله کړل جهاد دویم نوم د فساد دی بل څه نه دی +++ فساد څه دی، د جیبونو لوټول دي معنویت د یو ملت ټول خرڅول دی په جهاد کې بیا جګړه ده مقدسه په جګړه کې بیا سرونو پرېکول دي +++ د جهاد ختم او پایله په فساد شي فساد هله مکمل شي چې جهاد شي بې فساده جهاد چیري چا لېدلی دواړه ځکه یو له بله سره یاد شي +++ جهاد څه دی جنګ جګړه ده دښمني ده د ولسو تر منځ
د "فلانه ده او ډينګه ده"، په ځواب کې
بيا د کلي طالب جان شه، دا د فلانه او د ډينګه منطق پرېږدهراشه تک سپين مسلمان شه، دا د فلانه او د ډينګه منطق پرېږده اوس د خلاصې هم فتواوې، هم جهاد دې نور فتنه شود مسجد زموږ امام شه، دا د فلانه او د ډينګه منطق پرېږده ته به مست وې په قطر کې د صليب په ډک آخورونوراشه سم په دسترخوان شه، دا د فلانه او د ډينګه منطق پرېږده تا ته چا وې چې دې ټول غرب په سياست کې دی مات کړئلږ دې سر په خپل ګرېوان شه، دا د فلانه او د ډينګه منطق پرېږده ستا په خوله سړک کافر دی،
امریکا ته
پخلپسر وې راغلی که ځي ځه پر مخ دې ښه موږ نه وې رابللی که ځي ځه پر مخ دې ښه په نوم د خدمت راغلې، د بشر حقوق په لاپو په دواړو شرمېدلی که ځي ځه پر مخ دې ښه توبه داسې دوستۍ نه چې تر شا يي بردګي وي موږ تل ژوند ازادکړی که ځي ځه پرمخ دې ښه شعار دې د ترهګرو تروریستو یو پلمه وه لادین دې وو ملګری که ځي ځه په مخ دې ښه (۱) داعش، طالب ترهګر دې ټول پخپل اخور لوی کړي دښمن يي خپله غلی که ځي ځه پر مخ دې ښه موږ پریږده په ارامه چې خپل کور کې سره ټول شوو موږ اوس يي پېژ
که سړي تښتی نو بیا هم چیرته ؟
له دی وطنه له دغه ښاره که سړی تښتی چیرې به تښتی؟ که پاتی کېږې نو بیا هم چیرې؟ په کومه هیله، د چا له پاره؟ نه په ثواب کي نه په ګناه کی نه په ژړا کي نه په خندا کي نه په نفرت کی نه محبت کی، نه په مسجد کی نه په خپل کور امن موندی شی، ارام کوي شی نه چېرته تلای شی نه تم کیداي شی نو دا جنت کور، دا ښکلی مینه، دا د مستیو دا د ځوانیو د ګل باغچه مو ولی سور اور کړه؟ ولی دوزخ کړه؟ چي تاسې ورشې او جنت یان شۍ په حورو سر شی، خپله غیلمان شی، ښه شرابيان شی بېرته ځوانان شی دا غیلم
تور ملا ډارېږي . . .
لکه نمرود چې له پيغامه د موسی ډارېږيد دغه ښار له ښايستونو تور ملا ډارېږي دا د کعبې قسم وهلي له قبلې نه منکرد دې وطن د پرهرو له مسيحا ډارېږي هغوی په مينه کې ګرېوان چې د پی مخو څيريبند کړی يوسف چې يې له مينې زليخا ډارېږي ځان به سينګار، خو د زړه تور ټکي به سپين نه شي کړایهغه ړانده په سپينه ورځ له خپل امسا ډارېږي "نور" چې د پېغلو په محفل کې سرې سکروټې وېشيويښتان يې سپين کړي، له تهمت د هزارها ډارېږي
د تورتم استازی
د هرات د ملا، مجیب الرحمان انصاري په خدمت کې د تورتم استازی تر کوم ځایه د ملا چې نظر څرخي ځمکه ځای پرځای ولاړه ده لمر څرخي د غوايي پر ښکر ولاړه ځمکه ټینګه زلزله کې ځمکه نه ښوري ښکر څرخي غرونه واړه ښخ میخونه دي په ځمکه نه دا ځمکه ښوريدای شي نه غر څرځې د ملا په خیال د لمر او سپوږمۍ تندر په جادو د جادوګر او کوډګر څرخي په لمانځه د استسقا به تندر ورک شي که نه تندر به تر ورځ د محشر څرخي نور فکرونه د ملا په اند جمود دي یو ملا دی چې يي اند لروبر څرخ
یارانه
خدایږو نشته دی سکون په یارانه کې بس دی را دې شي بدلون په یارانه کې د چوکۍ مینه خو ژوند له مونږه اخلي مونږ ورکړی دی ازمون په یارانه کې پیتاوي واعظ صحرا ته کړ مجبوره لیونی نه وو مجنون په یارانه کې نوي نسل ته د مینې کښت پکار دی ګډ نصاب ته کړۍ مضمون په یارانه کې لوې ملت د خلاصې ملیانو غرق کړ رب دې راولي سمون په یارانه کې دوي د حسن صفت عار ګڼي میرویسه څه غیرت لري پښتون په یارانه کې
پښتانه نارې وهي د اتحاد
خو څوک لاړل په جهاد څوک پر الحادد جهاد رهبران غواړي خپل نفسونهملهدان هم نيم شېرين شول نيم فرهادهاغه دوه ميليون شهيد مجتهدين ولشمشېر زني واي مونږ کړ ملک آزاد!ملټيپل، ټريپل ډبل شول جاسوسانمارشالان، ټروريستان کړي پف او بادد سیاف د تش په نام اتحاد څه کړي ؟ثروتونه د عرب او غرب فسادپښتانه په خېل او زي کښې دي نښتيولسمشر دی سمبول تش په نوم ښادرښتیاني وحدت رازده کړئ له هزارهله همزه نه تر الف شول ټول آبادامنیت، پوهې، تکنيک پسې ها ځغلينه چسپک، نه
لټ خر
په یوه کلي کې یو سوداګر اوسېدلو. هغه د سوداګرۍ لپاره شیان مارکیټ ته راوړل. هغه یو خر درلود. هغه هر څيز په خره بارول؛ بیا به یې د سوداګرۍ لپاره مارکیټ ته وړل. سوداګر د خپل خره ښه خیال ساتلو. هغه په دې پوهېدلو چې د ده خر د ده لپاره څومره اهمیت لري. خپله به يې پاک او روغ ساتلو او ډېره ښه ډوډۍ یې ورکوله. خر ځوان او قوي و. کولی یې شوی چې ډېرې کڅوړې په خپل شا تر مارکیټ یوسي؛ خو لږ لټ و. هغه نه غوښتل چې کار وکړي. ده غوښتل چې وخوري، وڅکي او ویده شي. هو زه بیا مارکیټ ته ځم. زما بادار په دغو
وږی میلیونر
په پخوا زمانه کې په یو لري کلي کې یو پیسه دار سوداګر د ریچارډ په نامه اوسېدلو. هغه یو کروندګر و. هغه غنم او سبزي خرڅوله. د ده کار دومره ښه و چې میلیونر شو. ټولو فکر کالو چې هغه ډېر آرام او ښه ژوند تېروي. مګر ریچارډ ډېر بد بخت، خو څنګه؟ پلاره! زما بوټان شلېدلي دي؛ زه نویو بوټانو ته اړتیا لرم. موږ دا بوټان دوه کال وړاندې واخیستل. ته غواړې چې زه مسکین شم؟ پلاره زما پښې غټې شوې دي؛ وګوره دې بوټانو زما پښې څومره ژوبلې کړې دي. نوي بوټان د چا پښې وهي. د دې مطلب دا دی چې تا دغه بوټان
صادق لرګی ماتونکی
په یوه زمانه کې یو ځوان په یوه واړه کلي کې ژوند کاوو. هغه الن نومیدو. هغه ډېر صادق سړی و. هېڅکله یې هغه څېزونه نه اخیستل چې په ده پورې یې تړاو نه درلود. خو د غلو سره په یوه کور کې اوسېدلو. هغوی به د ورځې له خوا د کلي له خلکو غلا کوله او په غلا شویو توکو به یې د شپې له خوا به يې میلمستیاوې کولې الن ته دې کار هېڅ خوند نه ورکولو. زما دا نه خوښېږي! ستا نه خوښېږي؟ نو ماته يې راکړه! زه به دا ټول وخورم. ځه! ته حق نلرې چې ویې خورې! زه له ټولو ډنګر یم! ماته یې راکړه! څه شوي دي الن؟ ستا
نیکه او لمسی
په یوه زمانه کې په یوه واړه کلي کې یو پلار د جک په نامه ژوند کاوو. جک په کلي کې د ټوکي په نوم پېژندل کیدو. ځکه چې هر کله او په هر حالت کې خوشاله و. چېرته روان يې خوشاله جکه!؟ کب نیولو ته روان يې؟ نه، هو لومړی به د کبانو سره ولامبم ورسته به یې له ځانه سره راوباسم. هاهاها جک ته ډېر عالي سړی يې ښه ورځ ولرې. تاسې ته هم ښه ورځ غواړم. خوشاله جکه! چېرته روان يې؟ زه کور ته روان یم. کوچني هينسل ته هم سلام ووایه. خامخا به ورته وایم. په جک ب
سره بوټان
په کلي کې یوه کوچنۍ نجلۍ اوسېدله. د هغې نوم کارن وو. دا د خپلې مور سره په یوه کوچني کور کې اوسېدل. کارن یوه غریبه نجلۍ وه. هغې بوټان نه درلودل چې په پښو یې کړي. هغې تل لرګین بوټان اغوستل چې مور يې ورته جوړ کړي وو. د لرګي بوټان ډېر سخت وو؛ او د هغې پښې يې ژوبلولې. د کارن مور ډېره مریضه شوه. کارن تل د خپلې مور خدمت کولو. یوه ورځ کارن چې کله کورته تلله، په لاره کې یې یو بکس وموندلو. په بکس کې سره بوټان وو. دغه بوټان د کارن ډېر خوښ شول؛ نو ځکه يې پرېکړه وکړه چې بوټان له ځانه سره کور ته یوسي. خو
غزل
کله آسمان کله په ورېځو کی بی حـــاله ښکاري دا انجلۍ چی لـــه کوروتې ډیـر فعــاله ښکاري نن یی عالم د تهمتونو لـــه چـــا کم دی ګورئ نه یی ښایست د عظمتونو بی مجـــاله ښکاري داسي چی ګوري راته نن صبا به نه یم له غم خالد به ژاړی دا به هر کله خوشحاله ښکاري سمیع الله خالد سهاک جنوری ۲۷، ۲۰۲۱
تېروتنه
موږ په وعدو د نن سبا تېروتو دومره ساده یوو چې بیا بیا تېروتو درواغ په پوښ کې د ریښتیا پوښلي زیات له درواغو، په ریښتیا تېروتو پرون انګریز او روسيې سم دوکه کړو نن په دوکو د امریکا تېروتو موږه فساد ته د جهاد نوم ورکړ سخت په جهاد او په غزا تېروتو زموږه غوث زموږه پیر پردی وو موږ يی په ذهدو په تقوی تېروتو دښمن هر ځل اشنا لباس کې راځي اشنا لباس کې په ناشنا تېروتو هم په سنت هم په مذهب دوکه شو په وعظ، تقریر د ګوډ ملا تېروتو(۱) موږ خپل تاریخ، کلتو
ملا او دوه رنګي
ملا بد ګوري د ولس خوښۍ، خندا ته ملا خوښ دی د خندا پرځای ژړا ته کوم لذت چې له ژړا ځینې ملا وړي دا لذت خندا کې چیری دی ملا ته د ملا په اند دنیا یو ماتم سرای دی د خوښۍ ځای پکې نشته دی هیچا ته دا دنیا ځای د کړاوو او مشقت دی که خوښي غواړي ورځه بلې دنیا ته هلته حورې دې پریمانه انتظار کې چې په دې دنیا کې نه رسیږي چا ته د غلمانو کتارونه جام په لاس دي په تعظیم، لاس په نامه ولاړ دي تا ته د هغې دنیا په وصف چې ملا راشي ته وا کاشکې وای نن تللی، نه سبا ته
د ۲۰۲۱ کال درشل کې
څلوریزې وایه جګړه کې په تا څه تېریږي ایا په کور کې دې خواړه تېریږي؟ پردي جنګونه کور ته ولې راوړې بې له جګړې دې ژوندون نه تېریږي؟ +++ جګړه مو ولې پیل کړه خپله کور کې اوس به دا اور بل وي تر تله کور کې دښمن به هم تېل پر، دې اور تل پاشی اور به مو ټوله کړي کمپله کور کې +++ موږه په کور، مسوول د جنګ خپله یوو له خپله لاس په وینو رنګ خپله یوو هم شرمنده، رسوا په سیمه نړۍ هم په دې جنګ، بېخوند بدرنګ خپله یوو +++ ولې څلویښت کاله جنګ بل لپاره