بېلابېلې ټولنيزې ليکنې
ښوونه څه ته وایی؟
ښوونه څه ته وایی؟ ښوونه یو ځانګړې معرفت غوښتونکې کړنه ده، چې ددې په رڼا کې زده کوونکی د ښوونکي لارښوونه او هدایات، علم، مهارت او وړتیا ترلاسه کوي. ښوونه د زده کوونکي د معرفت غوښتنې د پراختیا او قابلیت مهم عامل د نړۍ لید او شخصیت جوړونې او انساني لوړو خویونو او د ښکلا خوښونې د احساس هڅول دي. معلومات او ښوونه یو له بله سره ډېرې مستقیمي اړیکي لري، په بله ژبه معلومات د ښوونې نتیجه او ښوونه د معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره اساسي لاره ده. د روزنې د پرمختګ او د انسان د شخصیت په جو
”ښځې منبع الفساد دي!!‟
تېز باران خړه ځمه تور رنګې کړې وه، په لاره کې دوو چادري کړو میرمنو موټر ته لاس ورکړ، ملا موټروان موټر ورته ودراوه او مېرمنې موټر ته راپورته شوې. لږ وړاندې موټروان ور سره خبرې پیل کړې لومړی د حجاب، ستر، اسلام، جهاد او… خبرې ورپسې ورو ورو ټوکې شوې، مېرمنې چوپ وې خو د مولانا صاحب ببره خوله یو طرفه ښورېده، ورپسې یې مخ ور وګرځاوه نیمه ږېره یې را ووته او نیمه نوره یې لا په ګرېوانه کې بنده وه وې سخت ښه عطر مو وهلي سړی لیونی کوي…. ښځې بیا هم چوپ وې. زه حیران وم چې دا څه
روځ مو مبارک
روځ دمبارک د لمانځغونډی لپاره یی یوه میاشت مخکی لا کار شروع کړۍ وو ،د موجوده تخصیصیی تر څنګ یی د دوستو هیوادونو د سفارتونو اونړیوالو اړوندو ادارو څخه هم پیسي (فــنـډ) ترلاسه کړۍ وو، د اړوندو اورګانونو سره په همغږۍ یی هر اړخیز پروګرام جوړ کړۍ وو، یعنی د دولتی چارواکو- زور واکو تر څنګ یی دینی عالمانو اومدنی ټولنو ته لا د مخه خبر ورکړۍ وو،د لمانځغونډي د پای د رنګینیو لپاره یی اروپایی میشتی افغانه سندرغاړی هم سپیشل را غوښتي وه، اوالبته دغه ټول راغوښتل شوی ښاغلی او آغلي هغه څوک وو چی
زیات خوراک او ضايع کول د نړۍ پنځمه برخه خواړه ضايع کوي
د نوو څيړنو له مخې د نړۍ پنځمه برخه خواړه چې تقريباً د نړۍ ۲۰ سلنه خواړه جوړوي د اندازې څخه د زياتو خوړو د خوراک او ضايع کولو يعنې د ليرې غورځولو پواسطه ضايع او د کاره غورځول کيږي . څيړونکي وايي چې د نړۍ وګړي د نړۍ د غذا شاوخوا ۱۰ سلنه دخپلې اړتيا څخه زيات مصرفوي او په عين حال کې د نړيوالو خوړو ۹ سلنه خواړه ضايع او ليرې غورځول کيږي د ټيم څيړونکي وايي بايد هڅه وشي چي ترڅو د بيليونه ټنه خواړو د ضايع کيدو مخه ونيول شي او د نړۍ د خوړو تحفظ او امنيت لا ښه شي چې تر څو د هر وګړي لپاره خو
موسهی د تروریستانو ځاله
د موسهی ولسوالی د کابل په جنوب کې او د کابل ښار څخه په ۲۵ کیلو متری کې موقعیت لري چې نفوس يي ۳۰۰۰۰ تنه اټکل شویده . وګړي يي اکثریت پښتانه او اقلیت يي تاجک دې چې په پښتو او دری ژبو خبری کوي ، موسهی ولسوالی د کابل د خاکجبار، بګرامیو ،چهار آسیاب او د لوګر ولایت د ازرې ولسوالی سره ګډه پوله لري ، موسهی ولسوالی یوي غرییزه دره ده او ښایسته د شفافو اوبو سیند هم په کې جاري دی چې جنت غوندې یی دغه ولسوالی ښایسته کړیده ، خو زه دغلته د موسهي د هغي رازونو څخه پرده پورته کوم چې یا خو د چا و
په اسلام کې تړونونه : دریمه برخه
په اسلام کې د نړیوالو روابطو اصول تـړونـونه ژباړه : عبدالله دانشیار _____________ دریمه برخه د تړونونو ډولونه په اسلام کې تړونونه په دوه ډوله دي : ۱ : دایمي تړونونه ( اوږد مهاله تړونونه ) ۲ : مؤقت تړونونه ( لنډ مهاله تړونونه ) دایمي تړونونه ( اوږد مهاله تړونونه ) دایمي تړونونه هغه دي چې د امام لپاره جایز نه دي چې مات یې کړي ولو که چیرې یې په ماتولو کې مصلحت هم وو ، تر هغه چې دوهم طرف د تړون د احکامو مخالفت و
ماشومان دانټرنیټ له ګواښونو خوندی کړی
اغامحمد (حیدری) ماشومان دانټرنیټ له ګواښونو خوندی کړی : لکه څرنګه چی انټرنیټ نه په نړی کی خلک په مختلیفو برخوکی کار اخلی لکه (زده کړه ، روغتیا ، زراعت ، امنیت ، څیړنی ) اوداسی نور، ماشومان هم د نورو خلکو په ډول د انټرنیټ له کارولو خوند اخلی کوښښ کوی چی هر وخت له ملګروسره انلین چټ ، لوبی وکړی اویوبل ته تصویرونه او غږیز پیغامونه ولیږی ، اوس پوښتنه داده چی څنګه کولای شوماشومان د انټرنیټ له ګواښونو خوندی کړو هغه ګواښونه کوم دی چی د انټرنیټ په خیالی نړی کی ماشومان ورسره مخ کیږی .
د لغمان اوسنی وضعیت؟!
لغمان د افغانستان يو له ختيځو ولايتونو څخه دى، دا ولايت په ١٣٤٣ لمريز کال کې تاسيس شوى دى، مرکز يې د مهترلام ښار دى. لغمان ولايت ۳٬
بدبخته کلی
له زرو کورونو جوړ کلی چی کابو (۳۰) دیرش کیلو متره له ښاره لېری واقع ده خو دیرش چنده تر ښار محروم اوله هرڅه بی خبره دی. هغه کلی چی په کلو کلو یی شور نه دی کړی او د یوې بدرنګې خاموشۍ په غیږ کې یې پناه اخسیتي ده .هغه کلی چې له درده او زګېروي پرته یې شپه هم نه ده تېره ، له دردونو موړ او له ژړاوو ستړې یوه سیمه چې نور یې هر څه ته له وسه تېره ده. داسې یو کلی چې زر سره کورونه یې زر زندانونه دي،او هره ورځ پکې د زرو خویندو زر ارمانونه تر پښو لاندې کېږې. داسې یو کلی چې بچیان یې په یووی
په اسلام کې تړونونه : دوهمه برخه
په اسلام کې د نړیوالو روابطو اصول : تـړونـونه ژباړه : عبدالله دانشیار ــــــــــــــــــــــــــــ دوهمه برخه د تړون د صحیح کیدو شرطونه لومړی : باید د شریعت له احکامو څخه د هیڅ یوه حکم مخالف نه وي (۱) ، ځکه چې شرعي احکامو ته ژمن پاتی کیدل په شرعي دلیل واجب دی . رسول الله r فرمايي : ( ما کان من شرط لیس في کتاب الله فهو باطل و ان کان مائة شرط فقضاء الله أحق و شرط الله أوثق ) (۲) هر هغه شرط چې د الله Y په کتاب کې نه وي ، هغه باطل دی ولو که سل
پریشانه ولولې
پریشانه ولولې د ارواښاد خیال محمد کټوازي صیب هـغه شعري ټولګه ده چې په( ۱۳۸۳) لمریز کال کې دمیوندخپرندویه ټولنې له خوا د چاپه راوتلې ده۰ نوموړې شعري ټولګه چې شاو خــوا ( ۱۱۲) قطعه اشعارو ته په ( ۱۱۷) مخونو کې ځای ورکړل شوی په مختلفو فورمونو کې لکه حماسي د مینې او محبت ، غزل لنډۍ ،څـــلوریزې ،لوبې ،بګتۍ او نظمونو په ډول راوستل شوي چې یو شمیریې د (رڼا بهیر )تر سرلیک د کتوازي صیب دلمړنۍ شعري ټولګې څخه چې په (۱۳۸۵) ه ش کې دچاپه راوتلې ده را نقل شوي او څـــه یې بیا د څرخي پله زندان د وختونو
په اسلام کې تړونونه
په اسلام کې د نړیوالو روابطو اصول دریم څپرکی تـړونـونه لیکوال : عمر احمد الفرجاني ژباړن : عبدالله دانشیار ______________________ تړونونه لومړۍ برخه تړونونو ته درناوی او مشروعیت یې : اسلام تړونونو ته درناوی لري او تر هغه ورته ژمن پاتي کیږي چې تر څو مقابل لوری پری ژمن پاتي وي او څیړونکی نشي کولی چې یوه داسې وړه نښه پیدا کړي چې اسلام دې پکې له هغه تړونونو څخه چې له نورو سره یې کړي ، کوم تړون مات
من الفجر.....الی......طلوع الشمس
(لاتناموا عن طلب آرزاقکم فیما بین صلاة الفجر الی طلوع الشمس) حضرت فاطمة رضي الله تعالی عنها وایی کومه ورځ کورکي دسهار له لمانځه څخه وروسته مي څنګ لګولی وو، دویدیدو په حال کي وم، چې خوږ بابک مي خوا ته راغی ویی ښورولم او راته يی وویل لورکۍ پورته شه دخپل رب د رزقونه مشاهده وکړه، سستي او غفلت مکوه، ایا نه يی خبره چې الله پاک دفجر له دراښکاره کیدلو او دلمر دراختلو ترمنځ وخت کي انسانانو باندي روزي ویشي. تیره ورځ مي له یو ملګري سره سهار وختي پاڅیدلو باندي خبره کوله، ملګري راته وویل چي زم
ګوګل پښتو ژباړن او دمورنیو ژبو نړیواله ورځ
ګوګل پښتو ژباړن او دمورنیو ژبو نړیواله ورځ د پښتو ژبې په سلګونو زرو مینه والو دانټرنټ له لارې له ګوګل څخه غوښتنه کړې وه، چې پښتو ژبه چې له ۷۰ میلونو زیات ویونکي لري، د ګوګل پشتو ژباړې ته ورداخله کړي .په زرګونوپوهانو، لیکوالانو، څیړونکواو د پښتو ژبې او کولتور خدمتګارانو او په ځانګړي ډول د هیواد بهر او دننه د پښتنو ځوان کول (نسل) پکې په خپله خوښه په وړیا توګه، بې له مادي ګټې د زړه له تله کار وکړ ، چې له نیکه مرغه او د کوګل دمشرانو نه په مننه ۲۰۱۶ ع کال د فبرورۍ د میاشتې په ۱۷ مه نېټه ګوګل
څنګه کولی شو چې پیرېدونکو سره جادویې اړېکه ټینګه کړو؟
څنګه کولی شو چې پیرېدونکو سره جادویې اړېکه ټینګه کړو؟ ژباړن: سهراب (ویسا) د پیرېدونکو سره د ېوي پياوړي او جادويي اړیکو د رامینځته کولو لپاره باید له بیلابیلو چارو څخه ګټه واخلو. د پیرېدونکو سره دا ډول اړیکې جوړول او پالل ډیر اسانه کار دی، اما په دي برخه کې تخصصي هڅو ته اړتیا ده. تاسو کولي شي چې د دي تخصصي ټکو له ځانګړنو څخه ځان خبر کړي. د پیرېدونکو سره فردي اړېکي پالل ډیر اهمیت لري، ېوه وړوکي مکالمه کولي شي چې ستاسو اړیکه له پیرېدونکو سره جوړه او یا لمینځه یوسي. اما د جادویې
سفارت او حاجي مبارک (طنز)
د حج له مراسمو تازه را ګرځېدلي وو، چا یې لاس ښکلول او چا یې په څادر، کالیواو ږیره ځانونه لګول چې ګوندې وي تبرک یې ورته حاصل شي، کور یې له نر و ښځو ډک وو ډلې ډلې خلک راتلل او ورته ویل به یې، حاجي صاحب حج دې مبارک شه!! فریضه قبوله!! عبادات قبول!! او تر خورما او زمزم نوش جان کولو وروسته سوغات په لاس وتل. دایې درېیمه ورځ وه خو لا یې په بنګله کې مچ و میږي ښورېدل کله به دومره بیروبار شو چې د پښې اېښودو ځای به نه و، ما وې دې ته وايي بخت دونیا خو یې وه چې وه اخرت یې هم وګاټه لوکس کورونه، جنتي
آیا شه تاریخ لیکل یو "علم" دی او یا که یو "هنر" ؟
دعلمی تاریخ یو مختصر افغانی تعریف: د تېره زمانه یو اصولي پلټل چې د مطمین سرچینو پر اساس روایت شی، همدا علمی تاریخ دی! تبصره: اوس پیش له دی نه چې دلته د نورو تعریفونو پسی ذهن ستړی کړو، لمړی یو لږ په دقیق توګه خپل همدا مختصر او لند افغانی تعریف پسی ذهن یو څه معطوف کړو، یعنی خپل همدا لند افغانی تعریف تر لږ دقیق تعبیر لاندی اخلو، تر څو مونږ ته واضع شی، چې زمونږ په همدا افغانی تعریف کښی کومی کمبودی او نواقص موجود دی؟ "د تېره زمانه یو اصولي پلټل چې د مطمین سرچینو پر اساس روا
په لغمان کې نيالګي کېښودل شو
په شين او سمسور لغمان کې د پسرلي په پېل کې د نيالګيو ايښودلو کمپاين پېل شو، چې پکې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي په خپل لاس نيالګي کېښودل او د لغمان له ولس يې غوښتنه وکړه چې د لغمان د لا سمسورولو لپاره نيالګي کېږدي او ساتنه يې وکړي. د نيالګيو ساتل هم لکه د يو ماشوم غوندې روزنه لري او همدا وجه ده چې زموږ خلک د نيالګيو ساتنې ته پوره پاملرنه نه کوي، نو هر ځاى چې نيالګي کېښودل شي، څه وخت وروسته مړاوي او يا هم له مينځه ولاړ شي. دا ډېره مهمه ده چې بايد د نيالګيو ساتنه په ښه ډول ترسره شي،
د راډيو مقام
د فبروري ۱۳مه د راډيو نړيواله ورځ ده، په دې پلمه غواړم يو څه وليکم. زموږ ټولنه چې راډيو ورته يوه مهمه خبري، مالوماتي او خپرنيزه سرچينه بلل کېږي، لا هم پر راډيو باور لري او په شوق يې اوري. که څه هم اوس انځوريزې، چاپي او ټولنيزې رسنۍ مخ پر وده دي او زموږ ټولنه کې هم ترې ګڼ خلک مستفد دي، خو راډيو خپل مقام ساتلی دی، د پخوا په څېر يې خلک اوري او باور پرې لري. زما په اند زموږ خلک چې راډيو ډېره اوري بېلابېل لاملونه لري څو يې په لاندې ډول دي: زموږ رسنۍ چې لا
زده کړه مو د کار مخه نه نيسي
ﻟﻪ ډېرو ﺯﺩﻩ کړيالانو چې وپوښتي څه کار کوي؟ پرته له ځنډ څخه به درته ﻭﻭﺍﻳﻲ زده کړيال يم ﺍﻭ ﺯﺩﻩ کړي کوم، ﺳﻤﻪ ﺩﻩ چې ﺯﺩﻩ کړي کوي، څوک چې ﺯﺩﻩ کړې کوي د ﻫﻐﻮﯼ لپاره کار ډير ﺿﺮﻭﺭﻱ ﺩﯼ ځکه ﻫﻐﻮﯼ ﺑﻪ ﺩ خپلو ﺯﺩﻩ کړو لګښت ﻟﻪ کومې ﻻﺭې ﺑﺮﺍﺑﺮﻭﻱ. ﺩ ﻳﻮ شمير ﺯﺩﻩ کړيالانو لپاره زده کړي د لټۍ او بيکارۍ يوه بهانه ګرځيدلې ده ﻫﻤﺪﺍ ﻭﺟﻪ ﺩﻩ چي ډير ځوانان مو له تعلیم څخه په دې غولوونکې بهانه لري پاتې دي چې ګواکې ﺍﻗﺘﺼﺎﺩﻱ مشکلات ﻟﺮي ﺧﻮ باید په پوره ډاډ سره وایوو چې ﺯﺩﻩ کړه هيڅکله ستاسي د کارکولو مخه نه شي نيولی بلکي بر
د یوې افغان زده کوونکې له دستکوله يې څه راوویستل؟
سلامونه مینه او احترامات مې ومنئ: زما ډیری لیکنې دي خو سرچ اپشن یې کار نه کوي چې دا ولې؟ د یوې افغان زده کوونکې له دستکوله يې څه راوویستل؟ د نجونو یوه دولتي پوهنتون ته یو د پوهنتون یوه څارونکې ډله راغله او د نجونو د دستکولو پلټنه يې پیل کړه، د یوې یوې نجلې دستکول وپلټل شو، د چا په دستکول کې کتابونه،کتابچې او د ضرورت وړ پاڼو نه بغیر بل څه پیدا نه شول، خو یو ټولګی پاتی وو چې دا د پیښې ځای وو، پیښه څه وه؟ او څه مخته شول د پوهنتون څارونکې ډله دهلیز ته ور ننوته او ټولې نجونې يي
دښاغلی عبدالباری جهانی یو اظهار
ښاغلی عبدالباری جهانی د دوزره اوه لسم میلادی کال، د جنوری میاشت په یولسمه نیته کې ،خوانانو ته دا ښکلی او له مفهومه دکه اظهار وکړ: "ګرانو ځوانانو! نه سوله د خارجیانو په لاس کي ده او نه خارجیان جنګ ته تر قیامته دوام ورکولای سي. که د افغانستان اولسونه او په تېره بیا ځوانان په یوه ږغ د سولي کولو آواز پورته کړي او سره یو موټی سي د چا پلار جنګ ته دوام نه سي ورکولای. نه سوله له اسمانه را لوېږي، نه اتفاق له اسمانه راځي او د پاچاخان په څېر مشران له اسمان درته رالوېږي. که په دې فکر کی یاست نو د
له ګلبدینه تر خیرودینه
د حزبیانو د ډېر اغېز، یو راز په دې کې و، چې ځوانانو ته یې ارزښت ورکاوه، په غونډو مجلسونو کې یې د خبرو ونډه ورکوله او هلکانو ته به یې ویل د ښه مقرِر کیدو لپاره غره ته ولاړ شئ تیږو ته خبرې کوئ، چې د خبرو چل درشي او بیا په اصلي خبرو کې کاواکه او وارخطا نه شئ، ځکه د جهاد او اسلام اینده سازان تاسې یئ ځانونه تکړه کړئ. دغه کار ته تر ټولو ډېر شابدین ارزښت ورکړی وو، چې له مدرسې به راغی او له تروو سره به یې ډوډۍ وخوړه نو غره ته به یې مالونه سوق کړل، هلته به نو بیا تر مازیګره تیږو ته غږېده، کله
لنډه کیسه
لنډه کیسه لیکوال: سهراب (ویسا) د ژمی سوړ مازدیګر ؤ او د دفتر څخه د کور په لور ښاری موټر کې روان وم، او په دي سوچونو کې وم چې سبا ته چهارشنبې ده او د دفتر هغه کارونه چې پاي ته رسیدلي هغه به تړم او دوسیو کې به یې ځای پرځای کوم، او هغه کارونه چې نیمګړي پاتې هغه به هم پای ته رسه وم، اول به دا کوم بیا به هغه بل کار ورپسی کوم..............! په همدې ډول فکرونو کې ډوب وم، د دی سوچونو ترڅنګ د موټر راډیو هم چلانه وه او غږېدله اما راډیو ته مې هیڅ پام نه ؤ، ځکه د ژمي لنډي ورځي وي نو ماښام هم
افغانانو ته به ځان خوښونه څومره ګټه وکړي ؟
د ارواپوهنې په اصطلاحاتو کې، چې ډېره بنسټېزه بلل کیږي هغه ځان خوښونه ده. دغه اروایي کلمه او اصطلاح د لرغوني یونان له یوې کیسې څخه اخیستل شوې، چې دېو مالایي بلل کیږي. په دې کیسه کې مرکزي کردار او هېرو نارسس بلل کیږي، چې د نورو د غوښتنو تر څنګ له خپلو غوښتونکو او شاوخوا چاپیریال سره هېڅ د زړه خواله نه لري. یاد هېرو د خپلې ستاینې په اورېدلو سره دومره ځان خوښی شوی وي، چې د دنیا ټولو کارونو ته یې شا کړې وي. د هیرو په اړه کیسه څه داسې ده، چې یوه ورځ هیرو په اوبو کې د خپل انځور په لیدو