زمونږ خلک عادت لري چې لومړۍ دیوې موضوع په اړه قضاوت کوي او وروسته په رېښتیا ځان پوهوي، په داسې حال کې چې د نورو په اړه قضاوت کول، د نورو عیبونه راسپړل پر نورو کسانو د تور پورې کول هغه څه دي چې د یوه وګړي له صلاحیته لوړه موضوع ده.
له بده مرغه زموږ په ټولنه کې ځینې اشخاص او ځینې کړۍ مخکې له دې چې په رېښتیا ځان پوه کړي او د موضوع بیلابیل اړخونه وڅېړي، پرته له کوم ثبوته د نورو په اړه قضاوت کوي چې دا ‌‌‌‌‌‌ډول پریکړې بیا منفي پایلې لري او د وګړو تر منځ له یو بل سره د اختلاف او بې باورۍ سبب ګرځي.
بې ځایه تور او قضاوت کول ‌‌‌‌‌‌ډیری وخت په ټولنه کې د مېشتو قومونو تر منځ د بې اتفاقۍ او د سختو اختلافاتو لامل ګرځي چې دا موضوع بیا له یوې کورنۍ نه نیولې ان د سترو قومونو او لوړ پوړو چارواکو ترمنځ هم د بې باورۍ او تعصب رامنځته کیدو ته لار هواروي.
پرته لدې چې اسناد او شواهد په لاس کې ولرو، د نورو په اړه په قضاوت سره نه یوازې دا چې دروغجن ثابتېږو بلکې د قانون پر وړاندې هم مجرم ګڼل کېږو، ځکه نو غوره خبره ده چې په هره موضوع کې لومړۍ پوره معلومات ترلاسه کړو او بیا یې په اړه قضاوت وکړو.
پرته له ثبوته او پوره شواهدو تورنه هغه ستونزه ده چې په دې برخه کې نه یوازې ټولنیزې اړیکې زیانمنې کیږي بلکه ورسره سیاسي اړیکې هم زیانمنې کیږي، لکه په اوسنیو شرایطو کې چې د بیلابېلو سیمو چارواکي پر نورو تورونه پورې کوي او د دې ‌‌‌‌‌‌ډول کړنو موخه په سیاسي ‌‌‌‌‌‌ډګر کې نورو ته ماتي ورکول او د خپل ولس پر وړاندې یې بې باوره کول دي چې په وروستیو کې دا ‌‌‌‌‌‌ډول ستونزې زموږ په هیواد کې ‌‌‌‌‌‌ډیرې شوي دي.
ځکه نو غوره خبره دا ده چې پریو بل د بې ځایه تورونو لګولو نه ډډه وکړو او پرته له دې چې په رېښتیا ځان پوه کړو قضاوت ونکړو ځکه چې په ټولنه کې د وګړو ترمنځ د بې باورۍ د رامنځته کېدو سبب ګرځي، او پدې توګه به مو خپل اعتماد او رېښتينولي هم پر ځای پاتې شي.