زمونږ په وطن کې ښار د کلي په نسبت په دې غوره بلل کیږي چې د ژوند ډیر وسایل پکې موجود وي. کلي کې عموما وسایل طبیعي وي او هغه کلي چې په چاپیریال کې یې ګوتې نه وي وهل شوې، نو وسایل یې د ټولنې له اقتصادي ودې سره خوا په خوا وده کوي ، که اقتصاد یې ښه وي نو ښه وسایل لري او که ضعیف وي نو ضعیف وسایل به لري او همدغه وسایل بیا د فرهنګ او اخلاقو په رامنځته کولو کې لوی رول لري.
افغانستان کې داسې ښکاري چې ښارونو په طبیعي ډول وده کړې او ډیر ښارونه د موډرن ژوندانه اسانتیاوې نلري او که موډرن وسایل لري هم ډیر په لوړه او معیاري کچه ندي.
د ولسمشر محمد اشرف غني او ورسره ټیم یې هم دې مسالې ته پام اوښتی چې د افغانستان اوسني ښارونه باید له اوسني حالت څخه یو موډرن حالت ته داخل شي، تر څو منظم او پایدار ښاري فرهنګ رامنځته کړای شي.
کابل ښار د کابل سیند پر غاړه، د هرات ښار د هریرود سیند پر غاړه، لوګر د لوګر سیند پر غاړه، د لغمان ښار د الیشنګ او الینګار سیندونو تر څنګ، د کونړ او ننګرهار پخواني ښارونه د کابل سیند په اوږدو کې رامنځته شويدي او ورو-ورو یې پراختیا موندلې چې پراختیا یې پلانیزه نده او منظم پرمختګ ته زمینه مساعدوای نشي. منظم ښاري سیستم، لوړ او معیاري وسایل د ټولنې او فردي ژوند په پرمختیا کې اغیزمن رول لري.
د لغمان مهترلام ښار هم د تاریخ په اوږدو کې په طبیعي ډول وده موندلې ده. د شلمې پېړۍ له لومړیو د لغمان ښار شکل یو څه موډرنیت پلو روان شوی و. د امیر عبدالرحمان خان او بیا د امیر حبیب الله خان لخوا د سراج قلعه په جوړیدو سره پکې یو څه بدلون راغی خو د خلکو کورونو جوړښت او ژوند د تېر په شان په دودیز ډول پاتې و.
د طالبانو تر پرځيدو پورې د لغمان د ښاري ودې اړخ ته سرسري پاملرنه وشوه او ډیر بنیادي کارونه ترسترګو نشول. خو تر طالبانو وروسته نوي نظام کې د خلکو له یودمي اقتصادي ودې او د کورونو له یو دمي اړتیا سره ښاري پراختیا ته یو څه پام واوښت خو بیا ډیر ستراتیژیک او اساسي نه و.
د لغمان ولایت والي عبدالجبار نعیمي له روڼ اندو سره په یوه ناسته کې وویل چې نوموړی د نورو پرمختیايي کارونو تر څنګ د لغمان ښاري ودې ته هر اړخیز پلان لري ، چې د همدې پلان له مخې یې ځيني چارې پیل کړې هم دي.
د نوموړي په وینا د مهترلام اوسنی ښار باید وسعت ومومي او د سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د ښاري ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې شي او ټولې لارې کوڅې یې په اساسي ډول پخې شي.
نوموړی وايي چې مهترلام ښار کې به د سپورټ او تفریح لپاره منظم پارکونه او لوبغالي جوړ شي او د تفریح ځایونو لپاره یې خصوصي سکتور هم هڅولی، چې همدا اوس یې د سلطان غازي ښارګوټي تر څنګ پر یو تفریحي پارک کار پیل کړیدی.
د لغمان والي عبدالجبارنعیمي یادونه کوي، په دې ترڅ کې یې د معیاري زده کړو لپاره هم هلې ځلې پیل کړي او د زده کړو د کیفیت لپاره یې د پوهنې ریاست او ددغه ولایت د پوهنتون له کاري ډلې سره ناستې کړي، تر څو په پوهنتون او ښوونځيو کې د زده کړې کیفیت لوړ شي، چې پوهنه په خپله په ښاري فرهنګ کې ډیر اهمیت لري.
ښاغلی نعیمي وايي چې ښاري ودې او بهتر ژوندانه ته د زمینې مساعدولو په خاطر یې سړکونو ته هم جدي توجو کړې او په دې لړ کې یې د لغمان پر حلقوي سړک چې د مهترلام ښار ډیرې سیمې سره تړي، کار پیل شویدی.
نوموړی وايي چې د ښار داخلي سړکونو لپاره ورسره ځينو مؤسسو د همکارۍ ژمنې هم کړي او د باد پښ سړک جوړیدل هم د مهترلام ښار د وسعت او ودې لپاره مهم دی چې کار یې وروستیو کې پیل شویدی.
نعیمي وايي چې ژمن دی، مهترلام ښار د پخوانیو بې نظمیو او لښتیو ناسم سیستم ته پوره پام وکړي او په ښه شکل ورغول شي. نوموړی وايي د روانو کارونو او پلانونو په تطبیق سره به د لغمان بڼه بدله شي او د لغمان ښاریان به له ډیرو ښاري خدمتونو برخمن شي .