په خواشنې سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتو موسیقي وتلي او نامتو سندرغاړي شرفیار منګل په حق رسیدلی دی. خو له بده مرغه نه ورځپاڼو او ویب پاڼو دده د مړینې په هکله خبر خپور کړ او نه یې د مړينې د لاملونو په هکله څه ویلي دي. څوک وايي چې شرفیار د ودانې له دوهم پوړه څخه را ولید او ټپې شو چې وروسته یې بیا ساه وکړه. که دا خبره رښتیا وي، نو بیا به نوموړې د شمشاد ټلویزون په ټراجیډي پیښه کې له داسي غمیزي سره مخامخ شوي او که سببونه یې نور څه وي؟، نو پدې هکله دې هم یو وضاحت وشي. همداراز دا خبره مو هم په فیس بوکونو کې تر سترګو شوه چې د نوموړي جنازه په چهل دختران هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه، دا هم یو نامعلوم ځای دی او دا هم معلومه نه شوه چې دده په جنازه او بیا جسد خاکې و خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې کومو پيژندل شوو شخصیتونو ګډون کړي وو، او کنه!؟، دا هم جوته نه ده. 

دا سمه چې لوی چښتن په خپل پاک کلام کې(کل نفس ذایقته موت) حق فرمایلی، خو زموږ د خبري هدف دادی چې، مرګ چیرته نخري کوي چيرته پردي!. د خدای بښلی شرفیار منګل د مړینې یادونه ځکه کوو، چې هغه د پښتو موسقي یو تګړه او مایه ناز سندرغاړي و، چې پخپله هنري وړتیا سره یې د ټولو پښتنې پرګنیو په زړونو کې ځانګړي ځای موندلي و. دده ښایسته ځوانې، خواره واره لوی ویښتان، د تورو بریتونو په چاپیرد ښکلو یاقوتي شونډو او خولي په ځلانده سپینو غاښونو کې چې د غرنېو آوازنو او ادګانو کومي ذوقی وړتیاووي ده ښودلي او د اټن نڅاوي به یې هم ورسره کولې، نو د هر چا لپاره خورا په زړه پوري وي، او ورسره د رومانې نندارو معنا به یې هم لرله. په لیدونکو کې یې د محبوبیت اغیز هم دا وه.  د ښکلو جامو اغوستل، او فیشنې موډ یې بیا بل هغه صفت و، چې د یو شوقي پښتون ځوان ښکارندویې یې کوله. نو په ژوند چې د داسي شاه زلمیانو ستاینه ونشي او په مرګ یې خواشنې ؤ نه ښودله شي، نو د چا په ګیږي؟!، خوله بده مرغه له شرفیار سره د خواخوږي د نه څرګندولو نمګړتیا داده  چې (زما لویه ګناه دادی چې پښتون یم).

که داسي هنري څیري په نورو کې را څرګندي شي، او بیا له دې فانې نړۍ څخه د تل پاتې په لور وغوځیږي، نور رسنې، روڼد اندې او مینوال یې په شپو او ورځو غم پالي او ویرونه پري کوي. خو زموږ لپاره دا بسنه کوي چې وايي(بازو خلاص د له وزو!)، نه یې رسنې په خپل خبري بهیر کې د مرګ او ژوند په هکله څه یادونه کوي، او نه یې د موسقي د مینوالو له لوري د غمرازي کومه پیغام تر سترګو کیږي. علاوه پردي، په نړۍ کې چې د رزم، بزم یا حماس او عزم په ډګرونو کې کومې څهرې او یا نومیالې راڅرګند شوي، او د خپلو هڅو وړتیاوي یې نورو ته ښودلي، له تګ او رحلت سره یې بیا دا تشي په مودو هم نه دي ډګي شوي، بلکه د دوي هرڅه بیا د نورو لپاره تیر وختونه او یا هم تقلیدي بیلکې ګڼل شوي دي. نو داسي مرحوم شرفیار منګل هم د خپل زرین هنر په درشل کې د هغو سرخیلانو او مخکښانو له جملې څخه دی، چې دا هرڅه یې په خورا ورین تندې او بیا زغرده سره تر سره کړي دي،  نو ددي لپاره یې هم یادونه باید حتمي وشي.

مونږ په داسي حال کې چې د شرفیار منګل مړینه د پښتو موسقي او کلتور لپاره یوه نه جبره کیدونکې ضایعه ګڼو، له ټولو معتبرو پښتنې خبري رسنیو، همداراز محترمو قلمي همکارانو او په خاصه توګه د ده له مینوالو څخه غوښته کوو چې د ځوانمرګ شرفیار فقید د ځای ځایګې، کړو وړو او شخصې او ټولنیزو بوختیاوو او وروستیو ناخوالو په هکله خپل معلومات له نورو سره شریک کړي. د تر سره شوو هنري کارنامو دستاویزي ننداري دي وړاندې کړي، او د مرحوم روح ته د ایصال ثواب پيرزوینې ډالۍ کړي. د نوموړي د هغو نمیګړو ارمانونو یادونې دي هم په داسي شان سره انعکاس کړي چې په ژوندنې یې په خپل خوږ خو له افسوس ډګ اواز او انداز سره ویلي او زمزمه کړي چې دده د شهرت عامل هم شويدي.

 

       په انتظار ولاړیم سري منګولي دي  - ته به خوست کله راځي پخې سنځلي دي