سخاوت او حیا عمر زیاتوي:
عبد الباسط عبد الصمد
نیټه: 22-12-2017م
د عمر اندازه الله تبارک وتعالی چې چاته یې خوښه شي ډیر ورکوي چاته کم، خو بهترین هغه څوک دی چې عمر یې ډیر او د الله تعالی په اطاعت کې یې تیر کړي.
فرعون څه کم و زیات اته نوي کاله عمر درلود، چې په ۲۲ اکتوبر ۱۳۲۶ق.م زیږیدلې، د خپل پلار سیتي اول سره د حکومت په داخلې چارو کې د ماشومتوبه ملګری او داخلې ټولې دندې په ۱۳۱۱ ق.م کال ورسپارل شوې وی، چې د پلار په ژوند باندې یې شپاړس کاله دا چارې پر مخ بیولې، همدارنګه د فوځ مشرې ورته په لس کلنۍ کې ورسپارل شوی وه، پلار یې په ۱۲۹۳ ق.م کال کې مړ شو او فرعون د خارجې او داخلې ټول واک خاوند شو، چې کم وزیات اوه شپیته کاله حکومت یې وکړ، او په ۱۲۲۷ ق.م کال کې غرق شو.
همدارنګه موسی علیه السلام په کال ۱۳۱۰ ق.م کې زیږیدلې، د سیتي اول او فرعون په کور کې څه کم وزیات دولس کاله تیر کړل، خو د یو مصري د وژلو وروسته مدین ته ولاړ، هلته یې اته ویشت کاله تیر کړل، کله چې بیرته مصر ته را روان وو په لاره کې ورته الله تبارک وتعالی نبوت ورکړ، فرعون ته يې راولیږه چې په دې وخت یې عمر څلویښت کاله وه، نور څلویښت کاله یې فرعون ته په دعوت تیر کړل، خو چې کله موسی علیه السلام او بني اسرائیلو ته د الله تعالی له لورې د مصر د پریښودلو امر وشو، نو فرعون هم ورپسې خپله او خپل فوځونه وخوځول، تر څو یې ونیسي خو الله تعالی په تدبیرونو برلاسی دې، موسی علیه السلام او د هغه قوم ته نجات ورکړ، فرعون او د هغه عمله یې غرق کړل، چې د غرق په وخت کې د فرعون عمر اته نوی نه تر نهه نوی کلونو تر مینځ وه.
موسی علیه السلام یو ځل د خپل رب سره مناجات کاوه، د رب نه یې د فرعون د عمر باره کې پوښتنه وکړه، چې: یا ربه: فرعون ستا او زمونږ غټ دښمن دی، بیا تاسو دومره ډیر عمر ولې ورکړی؟
الله تعالی ورته په ځواب کې وفرمایل: ځکه مې دومره عمر ورکړی چې هغه د ایمان والاو په څیر دوه خصلتونه لري، چې یو یې سخا ده، بل یې حیا ده.
فرعون چې ځان ته به یې ویل: ما علمت لكم من إله غيري، بيا وايې: أنا ربکم الأعلى، ددې ټولو باوجود هم الله تعالی ورته اوږه عمر د دغه خصلتونو له وجې ورکړی وه، سخا او حیا، چې دواړه د یو مسلمان لپاره ډیر اهم خصلتونه دي، ددې اعمالو په وجه الله تعالی ډیر څه ورکوي، خو چې څوک ددې خصلتونو سره سره ایمان او عقیده پرې هم ولري هغه ته به یې ولې نه ورکوي!
(عمر بن مظفر بن عمر بن محمد ابن أبي الفوارس، أبو حفص، زين الدين ابن الوردي المعري الكندي "المتوفى: 749هـ"، تاريخ ابن الوردي، الناشر: دار الكتب العلمية - لبنان/بيروت الطبعة: الأولى، 1417هـ - 1996م، ج: 1، ص: 49)
http://www.quran-m.com/quran/article/2776/40-%D8%B3%D9%86%D8%A9-%D9%88-80-%D8%B3%D9%86%D8%A9-%D8%AA%D9%83%D8%B4%D9%81%D8%A7%D9%86-%D8%B1%D9%85%D8%B3%D9%8A%D8%B3-%D8%A7%D9%84%D8%AB%D8%A7%D9%86%D9%8A-%D9%81%D8%B1%D8%B9%D9%88%D9%86-%D9%85%D9%88%D8%B3%D9%89