عطامحمد نور چې د خپل مټ او زور په قوت له تېرو څو لسیزو راهیسې د بلخ د والي په توګه دنده ترسره کوله، د ولسمشر کرز ي په وخت کې یې په بلخ کې د قدرت جزیره تشکیل کړې وه، چې نه یوازې د مرکزي حکومت پرېکړو ته یې ارزښت نه ورکاوه، بلکې هیڅ یې ځان هم نه خبراوه.

مګر ولسمشر کرزي د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې نوموړی سرپرست والي کړ او دا ځل یې له دندې څخه ګوښه کړ. له دندې څخه د بلخ د زورواکي والي عطامحمد نور لیرې کول ولس ته د زورواکانو د زوال او د قدرت جزیرو د فتحه کولو لوی زېری او زورواکانو او جنګسالارانو ته د خطر هغه مهم زنګ دی چې ولس یې پراخ هرکلی وکړ.

افغانستان په تېرو کلونو کې د زورواکانو له لاسه سختې بدې ورځې لیدلې دي او زموږ هېوادوال لا هم له زورواکانو او دقدرت جزیرو څخه ځورېږي. ولسمشر غني لکه څنګه چې د کمپاین پرمهال ژمنه کړې وه چې د قدرت جزیرې ورته د منلو وړ نه دي او یوه په بلې پسې به یې له منځه یوسي، په رښتیا هم دغه د قدرت جزیرې کم رنګه کړې.

زورواکان چې نه خدای مني، نه رسول او نه هم وطن، ملي ګټې او ملي ارزښتونه پېژني، یوازې او یوازې د خپلو شخصي ګټو په فکر کې دي، پر هېواد، ولس، خلکو او ارزښتونو هر ډول ناوړه سودا ته چمتو دي.

همدغو زورواکانو زموږ د افغان ولس لویه اتلواله او اسلامي ارزښت جهاد د څو ټنګو او شخصي ګټو په بدل کې دومره بدنام کړ چې له امله یې نه څوک د جهاد نوم اخیستلی شي او نه هم په هېواد کې د جګ سر ژوند کولی شي، ځکه په هېواد کې یې د لوټ، جنګ او دربدریو له امله تاسیسات او نظام دومره ویجاړ کړل چې هېواد او هېوادوال مو د پردیو خیر ته ناست دي، همدا اوس هم که د امریکا متحده ایالتونو او نړیوالې ټولنې همکاري نه وي، نو افغانستان به د کورنیو جنګونو کلونو ته بېرته ور وګرځي.

ولسمشر غني کوښښ کوي چې په افغانستان کې د نظام د ثبات او د حکومت د مرکزي رول د پیاوړتیا په موخه د قدرت جزیرې فتحه او زورواکان له خپله زوره وغورځوي. دغه بادي پړانګان هغومره زور ، قوت او ولسي محبوبیت نه لري، لکه څومره چې دوی تمثیل کوي. که چېرې دوی له واک څخه لیرې شي، نو باور دی چې څوک به یې سلام ته علیک هم ونه وایي.

جمهور رئیس غني د جنګ او وړو وړو بحرانونو د مدیریت تر څنګ کرار کرار د زورواکانو د زور په اوبه کولو هم اخته دی. بسم الله محمدي، استاد سیاف، یونس قانوني، د فهیم کورنۍ، ضیا مسعود، امرالله صالح او نور هغه زوراکان او جنګسالاران چې ځانونه یې له قانون څخه فوق ګڼل او تل یې له ولس څخه په زور او رضا خپل باج اخیست او ځینې مقامونه یې د ځانونو لپاره میراثي کړي وو، په یوه لاسلیک سره داسې له واک او ځواک څخه را وغورځول چې اوس یې څوک نوم هم په خوله نه اخلي .

ولس ته ښایي چې د زورواکانو د زور د اوبه کولو په برخه کې د حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د اقداماتو د هرکلي تر څنګ د هغه ټینګ ملاتړ وکړي، تر څو دغه زورواکان لا څنډي ته شي او هغوی دومره کمزوري او بې تاثیره کړل شي چې هم یې د ملي بودجې، شتمنۍ او جایدادونو له لوټ او تالان څخه لاسونه لنډ شي.

ترڅو داسې ورځ را ورسېږي چې خلک له کومې وېرې او اندېښنې مه واره په سوله کې له هر ډول تاوتریخوالي او زور زیاتي خوندي ژوند وکړي، ځکه د اوږدو جګړو، ناامنیو، ظلمونو، وحشتونو او جنایتونو له امله تر هر څه لومړی زموږ خلک، سولې، ثبات او ډاډمنې فضا ته اړتیا لري او دا هغه مهال رامنځته کېږي چې د تروریستي ډلو، جنګسالارانو اوتوندلارو تر څنګ زورواکان او د قدرت جزیرې هم له منځه یووړل شي او له دغې ناحیې څخه د شته خطر ګراف تر صفر درجې پورې نزول وکړي.