د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو‌ ځنې علتونه (عبدالله وردک)
دوهمه برخه - انګلستان - دسمبر - ۲۰۱۷
ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي چې تاسې ټول روغ او جوړ وی.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدو یو بل علت د دیني مدرسې او پوهنتون تر منځ فاصله ده. د دیني مدرسې او پوهنتون تر منځ دغه لوی واټن ددې سبب شوی دی، چې د مسلمانانو بشري او علمي قوه په ۲ برخو سره ووېشل شي، او بیا د یو او بل په مقابل کې استعمال شي. که چېرې ښه په غور سره ځیر شو، نو دا به راته څرګنده شي، چې په ریښتیا سره د اسلام مخالفینو له دغې نقطې څخه ډېره ناوړه ګټه پورته کړیده. د پوهنتون محصلین د مدرسو شاګردانو ته، او د مدرسې شاګردان د پوهنتون شاګردانو ته په ښه سترګه نه ګوري، او د اسلام مخالفینو په ډېره آسانه طریقه سره د مسلمانانو علمي او بشري قوت په ۲ برخو تقسیم کړی دی. حقیقت خو باید داسې وای، چې دغه دواړو ډلو یو او بل ته د اسلامي ورورګلوۍ لاسونه ورکړي وای، او یو د بل موجودیت یې د زړه له کومي منلی وای، او دواړو د یوه شریک اسلامي هدف د پاره کار کړی وای.
همدارنګه، د علم، ډول، ډول تعریفونو هم یوه اندازه مشکلات او جنجالونه په دغه برخه کې منځ ته راوړيدي. ځنې یوازې دیني علم ته علم وایي، او د مکتب علم ته علم نه وایي. دغه ډله خپل شاګردان، یوازې همدغه دیني علم ته هڅوي، او نور علم ورته بې قدره معرفي کوي، او حتٰی مخالفت یې هم کوي. د یادولو وړ ده چې همدغه ډول خلک چې یوازې دینى علم ته علم وایي، په بازارونو کې د خپلو ځانو او دوستانو د پاره اصلي جاپاني شیان خوښوي. هېڅکله به هغه وطني محصولاتو ته، د خارجى محصولاتو په مقابل کې برتري ورنکړي. دغه ډله به هر وخت په دغه کوښښ کې وي، چې ښه چاپانی او یا جرمنی موټر ولري، د متحده اماراتو په الوتکو کې د حج او عمرې سفرونه وکړي، ښه نوی آیفون موبایل تلفون ولري. ډېره د تعجب خبره خو داده، چې د هغه په درلودلو سره افتخار هم کوي. هېڅکله په دغه فکر کې نه وي چې د دغه ښه شي د جوړولو علم حاصل کړي. ډېر پخواه چې زه ځوان هلک وم، د مشرانو مجلس ته مې چای او ډوډی وروړله. کشرانو خو باالکل د خبرو کولو حق نه درلوده. په هغه مجلس کې یوه عسکري صاحب منصب ډېر په افتخار سره دغه خبره کوله، چې الله(ج) دغه کافران د مونږه مسلمانانو د خدمت د پاره پیدا کړي دي، دوی یو شی په څومره سختۍ جوړوي، او مونږه ته یې الله(ج) په تیاره راکوي. ددغې خبرې په اورېدلو سره زه په زړه کې ډېر خفه شوم، ما له ځانه سره فکر وکړ چې یا الله(ج)!
چې دغه د مونږه د ملک د یوه عسکري صاحب منصب فکر وي، نو دغه ملک به څرنګه جوړ او آباد شي؟. مونږه ټولو ته لازمه ده چې د خپل ژوند په چاپېریال کې فکر وکړو، او وګورو چې د دغه ژوند د ضروریاتو څخه څومره مونږه پخپله جوړ کړي دي؟. که له خپله ځانه ټول پردي شیان لرې کړو، شاید لوڅ لغړ پاته شو، ځکه چې هېڅ کوم شی مو پخپله ندی جوړ کړی.
هېره د نه وي چې هغه بله ډله چې شپه او ورځ د بل چا لاسته راوړنې په بَړه، بَړه په هر مجلس کې یادوي، او خپل ځانونه د ساینس او تکنالوجۍ پلرونه ګڼي، حال داچې، همغه نفرو د طوطي په شان یو څو خبرې زده کړيدي، او غټې غټې خبرې کوي، او هغوی د خپلو خبرو په معنٰی هم نه پوهېږي. دغه ډله خلک بیا دیني علم ته علم نه وایي، او هغه د وخت ضایع کول بولي، او هغه خپل اولادونه او ملګري یوازې د مکتب علم ته هڅوي. دغه دواړه ډلې ددې پرځای چې د یو او بل موجودیت ضروري وګڼي، یو د بل په ضد په پټه او ښکاره تبلیغ او فعالیت کوي، او یو د بل د له منځه وړلو هلې ځلې کوي. همدغه وخت دی چې د اسلام مخالفین نور د فساد په غونډی کرار ورته ناست کېني، او دوی لکه د ګور چنجي یو او بل سره خوري.
ښه خبره خو داده چې دواړو ډلو ته اشد ضرورت شته. دغه دواړه ډلې د بدن د دواړو لاسونو او یا دواړو پښو، او یا دواړو سترګو مثال لري. هغه څوک چې یو لاس، یوه پښه، او یوه سترګه ‌ولري، هغې ته په اوسنی زمانه کې معیوب وایي. زما په فکر سره دغه دواړه ډلې ضروري دي، او باید دوی خپلې هلې او ځلې سره یو ځای کړي، او دغه اوسني بد حالت ته د پای ټکی کېږدي.
د پام وړ ټکی:
وروڼه او خویندې باید دیني زده کړې وکړي، او هغه د حقیقي دین د پېژندلو د پاره ډېر ضرور دی. هغه وروڼه او خویندې چې دیني علم کوي، هغه باید د یوه منل شوي عالم څخه وکړي، د هغه په زده کولو کې ښه زحمت و ګالل شي، او هغه څرنګه چې لازمه ده، زده شي. دینى عالمان هم علمي غونډې او بین المللي سېمینارونه او کنفرانسونه ولري، په هغو غونډو کې دوی یو له بل څخه د ضرورت په وخت کې پوښتنې وکړي. د دیني علماو‌و په منځ کې دا رواج پیدا کړي، چې عالمان یو له بله سره د یوې موضوع په هکله په عامو غونډو کې بحث او پوښتنې وکړي.
هغه بله د ساینس او تکنالوجۍ ډله هم باید د دین په حصه کې د خپل آخرت د جوړولو دپاره لازم دیني علم تر لاسه کړي. دوی باید خپل ځانونه د دین په آساساتو په ښه ترتیب سره پوه کړي، او د حلالو او حرامو پېژندنه په صحیح توګه وکولای شي. دوی باید د دین کارونه دیني علماوو ته پرېږدي. د دغې ډلې غړي باید کوښښ وکړي چې د ساینس او تکنالوجۍ په حصه کې ښه اعلٰی علم حاصل کړي، ښه زحمت وباسي او ښه تکړه مسلمان معلم، ښه تکړه مسلمان انجینر، ښه تکړه مسلمان ډاکتر، او ښه تکړه مسلمان ساینس دان او داسې نور …نور… شى، او خپل دین او خپل وطن او ټول بشریت ته خدمت وکړي. یعنې د دغه دواړو ډلو باالکل ضرورت شته او باید دواړه ډلې یو له بله سره په ګډه په اسلامي فضاء کې په ګډه کار وکړي. والسلام. عبدالله وردک.
په پای کې د الله(ج) د لوی او مهربان دربار څخه په ډېره عاجزۍ د افغانستان او ټولې نړۍ د پاره د هغې صلحې هیله کوم چې هغه الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یا رب العالمین.
زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com